May 29, 2023 15:19 Asia/Kabul
  • د ړنا سرچینې ۲۹ د ضرار جومات

د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د توبې سورت له ۱۰۷ بیا تر ۱۱۰ ایتونو شان نزول څېړو چي د ضرار د جومات پورې اړوند دی.

ګڼ شمېر کسانو د ابوعامر په شاوخوا کې راغونډ شوي وه او د هغه خبرې اورېدلې، هغه په پرهېزګاری او عبادت باندې مشهور وو او په تورات او انجیل باندې ښه پوهېده او د سپېڅلي کتاب د تعالیمو له مخې به خلګو ته د اخرې زمانې د پیغمبر د ظهور په هکله زیری ورکول او ویل چي د خاتم النبیین ص راتلو بې قراره دی، یوه ورځ کله چي خلګو ته یې وېنا کاوه، ښورماښور شو، څو تنه د ځایه راولاړ شو چي وګوري دغه ږغ او ږوغ د څه لپاره دي؟ خلګو ټوله لاړل او غونډه ختمه شوه، ابوعامر په حیرانی سره تپوس وکړ چي بهر څه کیسه ده؟ ورته وویل شو چي همهغه پیغمبر چي ته یې تل صفتونه  له تورات او انجیل څخه مونږ ته بیانوي او په هکله دې زیری کاوه، اوس زمونږ ښار ته راغلی دی، خلګو ته بلنه ورکوي چي د هغه دین چي تر ټولو بشپړه دین دی، ومني او په هغه باندې چي تر ټولو وروستی رسول دی، ایمان راوړي څو نجات ومومي.

څو ورځې تیرې شوې، هغو کسانو چي تل د ابوعامر خبرو ته کښېنستل، اوس د حضرت نبی اکرم ص خبرو ته کښینې او په هغه مین شوي دي، نور هیڅوک ابوعامر ته توجه نه کاوه،د  ابوعامر په زړه کې د حسد او بخل اور بل شو. هغه د خلګو د دغه بې پامي زغم نه شوای کولای، هغه چي خپله یوه ورځ د خلګو د توجه مرکز وو، اوس یې چارچاپېر خالي شوی وو، هغه چي د بخل په خاطر سوختي شوی وو، یوه ورځ حضرت نبی اکرم ص ته ورغی او ورڅخه پوښتنه وکړه: دا څه ډول دین دی چي دي راوړی دی؟ رسول الله مبارک وفرمایل:  د ابراهیم حنیف دین مي راوړی دی، ابوعامر وویل: زه هم په هغه دین باور لرم! خو حضرت نبی اکرم ص ورته په ځواب کې وویل : نه د ابراهیم حنیف د دین پیروکار نه یې. ابوعامر نبی اکرم ص ته وویل: تا د ابراهیم حنیف په دین کې داسي څیزونه زیات کړي چي تر مخه پکښې نه وو! رسول الله مبارک وفرمایل: داسي نه ده لکه چي ته وایي، ما دا دین سوچه او صفا راوړی دی. ابوعامر په پوره سپین سترګیتوب سره وویل: خدای دې دروغجن شړل شوی او یوازې دي مړ کړي! نبی اکرم ص آمین وویل او زیاته یې کړه: خدای به له دروغجن سره همدا کار وکړي. له دغه خبرو اترو وروسته، نبی اکرم ص هغه ته د فاسق ابوعامر نوم ورکړ.

د بدر له جنګ وروسته، ابوعامر د خپلې قبیلې له څو کسانو سره، مکې ته وتښتېدی او تل به یې د مکې مشرکان له نبی اکرم ص سره، مبارزې ته لمسول، هغه د احد په جنګ زیات رول درلوده، خبلو کسانو ته امر  وکړ چي د داړو لورو د لښکریانو تر مینځ ډبونه وکیندي چي اتفاقاً نبی اکرم ص د جنګ پر مهال په ډب کې ولوېدی او تندی مبارک یې ویني شو او غاښ یې مات شو. جالبه دا وه چي د فاسق ابوعامر زوی حنظله په نبی اکرم ص ایمان راوړی وو او له واده سملاسي وروسته په غزا کې په شهادت ورسېدل. په جزیره العرب کې د اسلام له پرمختګ او د مکې له فتحې سره، ابوعامر طائف ته ولاړ ، هلته مسلمان شو خو لږه موده وروسته د رومیانو باچا هرقل ته لاړ او اسلام سره یې د مقابلې لپاره خپل وړاندیز ورسره شریک کړ.

هرقل ته دا مهمه نه وه چي اسلام سره د ابوعامر د مخالفت دلیل څه وو؟ هغه ته له اسلام سره د ابوعامر دښمني مهمه وه، ځکه چي د روم امپراطوري هم له اسلام سره دښمني لرل، دواړو د حجاز د نیولو هیله  درلوده، د هغوی پلان  د پرلپسې غونډو وروسته چمتو شو او هراکلیوس پلان شوې طرحه یې ابوعامر ته وړاندې کړه.

ابوعامر د مدینې منافقینو ته یوه لیک واستوه، دغو منافقینو اکثره شتمن کسان وه چي د اسلام له راتلو وروسته، اشرافي ژوند یې له مینځه وتلی وو او له مسلمانانو څخه یې په زړونو کې کینه درلوده، لیکن د اسلام د ځواک له ویرې، په ظاهر کې اسلام راوړي وه او د مخالفت جرات یې نه لرل. په دې خاطر منافقینو په پشله به تل د نبی اکرم ص مخالفت کاوه او د مسلمانانو په کارونو کې یې ستونزې رامینځ ته کولې او د زیان رسولو لپاره مناسب فرصت ته په تمه وه.

ابوعامر دغه کسان ښه پېژندل او هغوی سره یې پټې اړیکې پاللې، ابوعامر له روم څخه په پټه لیک منافقینو ته استولی وو چي که هغوی زمینه ورته برابره کړي رومیان به په مدینې باندې په برید سره، اسلام له مینځه یوسي او بیا به ستاسو راج چلیږي، لیکن باید په مدینه کې د نبی اکرم ص د مخالفانو لپاره یوه مرکز ولرو چي له هغه ځایه پلانونه مخته بوځو.

د روم د امپراطور په طرحه کې ټینګار شوی وو چي په مدینه کې داسي یو مرکز باید جوړ کړئ چي د رومیانو هیڅ نښه پکښې نه وي، که د رومیانو نښه پکښې وې په اسانه پېژندل کیږي او له مینځه وړل کیږي، په دې خاطر باید رامینځ ته شوی مرکز اسلامي ظاهر ولري او د مسلمانانو شعارونه په کښې ورکړل شي، په دې ډول منافقینو د ضرار جومات جوړ کړ.

حضرت نبی اکرم ص د تبوک جنګ ته ور روان وو چي د ابوعامر ملګرو ورته راغی او وویل: اې رسول الله (ص) مونږ د هغو کسانو لپاره چي مریضان دي او یا هم بوډاګان دي او جومات ته نه شي راتلاي، په تېره بیا په ژمې کې د لیریوالي او د ساړه د امله قباء جومات ته نه شي حاضرېدلای، هغوی لپاره مو یو جومات جوړ کړی دی، غواړو تاسو دغه جومات ته راشی او په کښې لمونځ وکړی او پرانیزئ. هغوی د مجمع بن حارثه په نامه یو ځوان یې هم چي قرآن سره بلدتیا لرل، د جومات د ملا په توګه ټاکلي وه، حضرت نبی اکرم ص وفرمایل چي د تبوک له جګړې وروسته به یې په هکله پرېکړه وکړي. کله چي حضرت نبی اکرم ص له جنګ نه بیرته مدینې ته راستون شو، منافقینو بیا ورغلل او خپله غوښتنه یې مطرح کړه او وویل: یا رسول الله ص زمونږ جومات ته راشه او هلته لمونځ وکړه او له خدای څخه زمونږ لپاره د برکت غوښتنه وکړه....

په دغه وخت کې په نبی اکرم ص باندې د وحي د نزول اثار ښکاره شو، جبرئیل امین ورته د توبې د مبارکې سورې له ۱۰۷ بیا تر ۱۱۰ ایتونه راوړي وه:  «وَ الَّذینَ اتَّخَذُوا مَسْجِداً ضِراراً وَ کُفْراً وَ تَفْریقاً بَیْنَ الْمُؤْمِنینَ وَ إِرْصاداً لِمَنْ حارَبَ اللّهَ وَ رَسُولَهُ مِنْ قَبْلُ وَ لَیَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنا إِلاَّ الْحُسْنى وَ اللّهُ یَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَکاذِبُونَ / لاتَقُمْ فیهِ أَبَداً لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوى مِنْ أَوَّلِ یَوْم أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فیهِ فیهِ رِجالٌ یُحِبُّونَ أَنْ یَتَطَهَّرُوا وَ اللّهُ یُحِبُّ الْمُطَّهِّرینَ / أَ فَمَنْ أَسَّسَ بُنْیانَهُ عَلى تَقْوى مِنَ اللّهِ وَ رِضْوان خَیْرٌ أَمْ مَنْ أَسَّسَ بُنْیانَهُ عَلى شَفا جُرُف هار فَانْهارَ بِهِ فی نارِ جَهَنَّمَ وَ اللّهُ لایَهْدِی الْقَوْمَ الظّالِمینَ/ لایَزالُ بُنْیانُهُمُ الَّذی بَنَوْا ریبَةً فی قُلُوبِهِمْ إِلاّ أَنْ تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمْ وَ اللّهُ عَلیمٌ حَکیمٌ :

۱۰۷-او هغه خلق چې یو جومات يې جوړ كړى دى د ضرر رسولو لپاره او د كفر كولو لپاره او د مومنانو په مینځ كې د بېلتون راوستلو لپاره او د هغو كسانو د انتظار (او كمين) لپاره چا چې له دې نه مخكې (هم) له الله او د هغه له رسول سره جنګ كړى دى او دوى به یقینًا هرومرو قسمونه خوري چې مونږ اراده نه ده كړې مګر د نېكۍ او الله شاهدي وايي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي

   ۱۰۸-او هغه خلق چې یو جومات يې جوړ كړى دى د ضرر رسولو لپاره او د كفر كولو لپاره او د مومنانو په مینځ كې د بېلتون راوستلو لپاره او د هغو كسانو د انتظار (او كمين) لپاره چا چې له دې نه مخكې (هم) له الله او د هغه له رسول سره جنګ كړى دى او دوى به یقینًا هرومرو قسمونه خوري چې مونږ اراده نه ده كړې مګر د نېكۍ او الله شاهدي وايي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي

  ۱۰۹-  ایا نو هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د الله په تقویٰ او رضامندۍ باندې ایښى دى، غوره دى، یا هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د نړېدونكې كندې (پانډ) په غاړه ایښى دى، بيا هغه د جهنم په اور كې له هغه سره ونړېږي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي

۱۱۰-د دوى هغه ابادي چې دوى جوړه كړې ده ؛ همېشه به د دوى په زړونو كې د شك سبب وي مګر دا چې د دوى زړونه ټوټې ټوټې شي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى

د دغو ایتونو د نازلېدو نه وروسته، رسول الله مبارک ص د عمرو بن عوف له قبیلې نه دوو کسانو ته  د هغه جومات د سوځولو دنده ورکړه، هغوی په اور باندې جومات وسوځول او بیا یې دیوالونه ورچپه کړ او بلاخره هغه ځای کچره داني شوه.