د ړنا سرچینې ۳۰/ د پیغمبر ص د ټرور دسیسه
په دغه برخه کې به د توبې د مبارکې سورې د ۷۴ ایت شان نزول وڅېړو او د حضرت نبی اکرم ص د ټرورولو د دسیسې په هکله درته وږغېږو.
د ړنا د سرچینې په معنوي خپرونه کې مو په خدمت کې یو لکه څرنګه چي پوهېږئ د تاریخ په اوږدو کې تل داسي مستکبرین او د قدرت شوقیان شتون لرل چي ځانونه یې د ټولې نړۍ او د پوره انسانانو مالک بلل او له قدرت او سلطنت یعني باچاهۍ سره یې سخته مېنه لرل، هغوی غوښتل چي دنیا د خپلو شومو موخو په لړ کې مخ ته بوځي، داسي مغرورو کسانو د خپلو موخو د پوره کولو لپاره له مختلفو طریقو او لارو چارو څخه کار اخیستل، له یادو لارو چارو څخه یوه، د ټولنې د مشرانو او زړه سواندو کسانو د ټرور لاره ده.
په همدغه چوکاټ کې د حضرت نبی اکرم ص سپېڅلي وجود هم د یوه داسي رهبر په توګه چي ټول بشریت ته یې د ازادی، یووالې، ورورولی او برابری تحفه له ځان سره راوړی وو، په ځلونو د دښمنانو او مخالفانو د ټرورولو له دسیسې سره مخامخ شو. یوه له دغو دسیسو څخه د تبوک له غزوي وروسته د نبی اکرم ص د ټرور طرحه وه.
پیغمبر ص د رومیانو له لښکر سره د مقابلې لپاره عمومي بلنه ورکړه او د مدینې له مسلمانانو د یوه لښکر په جوړولو سره، د شام پولو ته څېرمه د تبوک سیمې په لورې حرکت وکړ، منافقین چي تل د خپلو شیطاني موخو د پوره کولو په لټه کې وه، په اسلام باندې د ګوزار لپاره دغه وخت مناسبه وباله، د «عبدالله بن اُبی» په څېر یو شمېر منافقینو د اسلام له لښکریانو سره یو ځای شول، هغه د خپلو یهودو ملګرو او یو شمېر منافقینو سره یو ځای، د حضرت نبی اکرم ص له لښکر سره نژدې د مدینې په دروازه کې ځای پر ځای شو، لیکن کله چي د اسلام لښکریانو حرکت پیل کړ، عبدالله بن ابی له خپلو ملګرو سره، مدینې ته راستون شو او وویل: (محمد غواړی له رومیانو سره جنګ وکړي، هغه هم په داسي سختو حالاتو، ګرمه هوا کې او په لیري پرتو سیمو کې له داسي یو لښکر سره چي د مقابلې توان یې نه لري، داسي ښکاري چي محمد رومیانو سره جنګ مسخره بللې ده.
عبدالله بن ابی د مسلمانانو د ویرولو لپاره وار د مخکې به ویل چي زه اوس لا داسي ورځ وینم چي محمد ص او یاران یې ټوله اسیران شوي او په رسیو باندې تړل شوي دي.
تبوک یوه ډېره لیري پرته سیمه وه چي حضرت نبی اکرم ص د لومړي ځل لپاره د دښمنانو د ازار او زیان د مخنیوی په موخه ور روان شوی وو، د حضرت نبی اکرم ص د ماتي خوړلو او د شهادت احتمال زیات وو ځکه چي جنګ هم په نابلده او لیري ځای کې وو او هم مقابل لورې یې د روم لوی لښکر وو، په دې خاطر نبی اکرم ص حضرت علی د ځان د ځایناستي په توګه معرفي کړ او وفرمایل: اې علي! د مدینې ښار له ما او تا پرته په بل نه شي سمبالېدای. کله چي د مدینې منافقینو د حضرت علی ع له ځایناستي کېدو خبر شول، سخت غمجن شول، ځکه چي پوهېدل د حضرت علی ع په شتون او د هغه په تابیاوو سره، خپلې شومې موخي نه شي پلي کولای، په دې خاطر منافقینو د یوې داسي لارې پسې ګرځېدل چي حضرت علی ع له مدینې څخه وتلو ته مجبوره کړي، په دې خاطر هغوی داسي ګنګوسې او اوازې واچولې چي ګواکې حضرت علی ع ، نبی اکرم ص سره د ملتیا ګروهنه نه لري، او په دې خاطر په مدینه کې پاته شوی دی، کله چي حضرت علی ع د منافقینو له پروپاګن څخه خبردار شو، پرېکړه وکړه چي د هغوی دروغجن تبلیغات خلګو ته اشوا کړي، پیغمبر ص لا له مدینې څخه زیات لیري شوی نه وو په دې خاطر حضرت علی ع په چټکی سره له مدینې څخه ووتی او ځان یې حضرت نبی اکرم ص ته ورسوئ او هغه حضرت ته یې وویل: منافقین داسي فکر کوي چي تاسو د غوصې په خاطر له ځان سره مو نه یمه بېولئ او زه مو په مدینه کې د ځایناستی په توګه پاته کړی یم. په دغه وخت کې حضرت پیغمبر ص علی ته وفرمایل: زما وروره! مدینې ته ورستون شه، ځکه چي د مدینې چارې له ما او تا پرته په بل چا سره، نه شي سمبالېدای، ته زما په خاندان، هجرت ځای او تبار کې زما ځایناستی یې. ایا نه خوشحاله کیږي چي ووایم ستا او زما نسبت، موسي ته د هارون د نسبت په څېر دی، ما نه وروسته بل پېغمبر نه شته، خو لکه څرنګه چي هارون د موسی ځایناستی او وصي وو، ته هم زما ځایناستی او له ما وروسته خلیفه یې!
د اسلام په لښکریانو کې یو شمېر منافقین هم شتون لرل، هغوی په لاره کې هر چیرته چي یوه خبره به وشوه، نو د مسلمانانو په زړونو کې د شک او شبهې د رامینځ ته کولو لپاره هڅه کاوه او نبي اکرم ص ته پیغورونه ورکول. په لاره کې کله چي د اسلام لښکر د حجر وچې سیمې ته ورسېده، یو شمېر سربازانو له تندې نه په عذاب کې شو، حضرت رسول اکرم ص دعا وکړ او وریځې راغلې، باران وشو او د ټولو تنده پرې ماته شوه. ایمانداره خلګو منافقینو ته وویل: په دغه معجزې سره، نور د نفاق او د شک لپاره کوم ځای پاته کیږي؟ منافقینو وویل: وریځ وه په اسمان کې تېرېده چي په تصادفي توګه وه اورېده!
یو له دغو تلیو منافقینو څخه زید بن لصیت وو. هغه د بنی قَینُقاع څخه وو چي د اسلام له راوړلو وروسته، منافق شوی وو او په ښکاره یې د منافقینو پلویتوب کاوه ، د تبوک په لاره کې کله چي د حضرت پیغمبر ص اوښ ورک شو او مسلمانانو ورپسې ګرځېدل، زید خپلو ملګرو ته وویل: محمد داسي فکر کوي ګواکې نبی دی او له اسمانونو خبرونه راوړي حال دا چي نه پوهیږي خپل اوښ یې چیرته دی. په دغه وخت کې حضرت نبی اکرم ص وفرمایل: په تاسو کې یو منافق وایي چي محمد داسي فکر کوي ګواکې پیغمبر دی او له اسمانونو خبرونه راوړي حال دا چي نه پوهیږي اوښ یې چیرته دی؟ !!! په خدای دي مي قسم وي، زه له هغه ماسېوا چي متعال خدای خبر راکوي، په هیڅ هم نه پوهېږم. اوس متعال خدای خبر کړم، اوښ مي په درّه کې په فلاني موړ کې دی او اوسار یې په ونه کې بنده شوې ده او هملهته پاته دی. پیغمبر اکرم ص هغه موړ ته یې اشاره وکړه او وفرمایل: ولاړ شئ او اوس یې راولئ !!!!! بیا هغوی لاړل او اوښ یې راوستل.
منافقینو چي د اسلام په لښکر کې نفوذ کړي وه، له تبوک څخه د راستنېدو پر مهال یوه خطرناکه فیصله وکړه، هغوی پرېکړه وکړه چي د غره د کوتل له نري لارې څخه د تېرېدو پر مهال د حضرت نبی اکرم ص اوښ وتروي څو هغه حضرت درې ته ولویږي، لیکن متعال خدای چي د منافقینو په زړونو خبر وو، په وحیې سره، پیغمبر ته د منافقینو د دسیسې په هکله خبر ورکړ او د منافقینو ګناهګاره څېره یې خپل نبي ته ور وښودل. پیغمبر اکرم ص د منافقینو په چل باندې په خبرېدو سره، ټولو ته امر وکړ چي د درّې نه لاندې تګ وکړي او په کوتل دپاسه نه وخیږي، همدارنګه یې عمار ته امر وکړ چي د اوښ اوسار ونیسي او حذیفه ته وفرمایل چي د اوښ شاته حرکت وکړي، سره له دې بیا هم منافقینو په غرنۍ لاره کې پر موړ باندې د ګرځېدو پر مهال پټ شول چي خپل پلان عملي کړي.
لا هم پیغمبر ص په کوتل باندې ختلی نه وو چي شاته وکتل او د سپوږمۍ په ړنا کې یې یو شمېر سواره ولېدل چي ورپسې روان دي، دغو کسانو خپل مخونه پټ کړي وه، حضرت نبی اکرم ص په هغوی ږغ وکړ او د هغوی د شړلو لپاره حذیفه ولېږل. حذیفه په خپل لکړي سره، د منافقینو په اوښانو ګوزار وکړ، منافقینو ووېرېدل او پوه شول چي پلان یې اشوا شوی دی او ځانونه یې په نورو مسلمانانو کې ور ګډ کړل.
د هغوی له تېښتې وروسته، حذیفه حضرت نبی اکرم ص ته ځان ورسول، پیغمبر ص هغوی ته وویل چي درېږی مه، حرکت وکړئ! په دې ډول هغوی له کوتل نه تېر شول، حذیفه وویل: د فلانکی او د فلانکي اوښ مي وپېژندل خو مخونه پټ کړي وه،
پیغمر ص وفرمایل: د هغوی په چل پوه شوې؟ حذیفه ویل نه یا رسول الله ص! حضرت ورته وفرمایل: هغوی غوښتل چي ماسره حرکت وکړي او د غره څخه د تېرېدو پر مهال ما له غره پوري وهي او لاندې مي واچوي او مړ مي کړي. حذیفه تپوس وکړ: ایا هغوی ته سزا نه ورکوې؟ پیغمبر ص وفرمایل: نه مي خوښیږي چي خلګ ووایي محمد خپل یارانو باندې تورونه لګوي او وژني یې. بیا نبی اکرم ص د ټولو هغو منافقینو نومونه واخیستل او وفرمایل: تاسو په دې مسالې باندې سترګې پټې کړئ، په دغه وخت کې د توبې د مبارکې سورې ۷۴ ایت نازل شو چي فرمایي: :« یَحْلِفُونَ بِاللّهِ ما قالُوا وَ لَقَدْ قالُوا کَلِمَةَ الْکُفْرِ وَ کَفَرُوا بَعْدَ إِسْلامِهِمْ وَ هَمُّوا بِما لَمْ یَنالُوا وَ ما نَقَمُوا إِلاّ أَنْ أَغْناهُمُ اللّهُ وَ رَسُولُهُ مِنْ فَضْلِهِ فَإِنْ یَتُوبُوا یَکُ خَیْراً لَهُمْ وَ إِنْ یَتَوَلَّوْا یُعَذِّبْهُمُ اللّهُ عَذاباً أَلیماً فِی الدُّنْیا وَ الاْخِرَةِ وَ ما لَهُمْ فِی الاْرْضِ مِنْ وَلِىّ وَ لا نَصِیر»؛ دوى پر الله قسمونه خوري چې دوى (د پیغمبر پسې څه) نه دي ویلي او یقینًا یقینًا دوى د كفر الفاظ ویلي دي او له خپل اسلام راوړو نه وروسته كافر شوي دي او دوى د هغه څه اراده كړې ده چې دوى (هغه ته) ونه رسېدل او دوی د دې په ځای چي له هغه بې نیازی څخه چي د خدای او د هغه د رسول په فضل سره برخمن شوي، شکر وباسي د دښمني او غچ اخیستلو په مقام راوتلي دي، اوس هم که دوی توبه وکړي ورته غوره دی او که له حقه وګرځي (نو) الله به دوى ته په دنیا او اخرت (دواړو) كې ډېر دردوونكى عذاب وركړي، په دې حال كې چې د دوى لپاره به په ځمكه كې هېڅ كارساز او مددګار نه وي.