Jun 10, 2023 16:09 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍکې

همداراز تیره اونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ٤ تنه تخنیکي کارکوونکي د یوې روزنيزې دورې د بشپړولو لپاره تهران ته راغلی وو ، او دلته یې د رېل پټلۍ اړوند عملي زده‌کړې ترلاسه کړي دي .

  په بدخشان ولایت کې په مرګونی چاودنې پسې د ایران د خارجه وزارت ویاند د افغانستان په بدخشان کښې په مسجدِ نبوي کښې د فاتحې په دستورو حمله وغندله . کنعاني وویل په دیني او مذهبي ځایونو کښې په عامه او بیګناه ښاریزو باندې ترهګرې او ړندې حملې د اسلام د مبین دین له تعلیماتو سره هیڅ اړه نه لري او غندل شوې دي.ښاغلی کنعانی د دغې پیښې د وژل شویو کسانولپاره د مغفرت اوژوبلو لپاره د عاجلې شفا  دعا وکړه .

د طالبانو د روغتیا وزلارت یوه مقام وویل په دغه چاودنه کی ۱۸ کسان مړه او ۳۳ نور ژوبل شوي دي . که څه هم طالبان تل په افغانستان کی د سولې او امتیت د تثبیت په اړه ډاډ ورکوی خو په دینی ځایونو کې چاودنې د طالبانو دغه ډول ژمنې له جدی شک سره مخامخولی شي . په عین حال کی طالبانو ته نږدې سرچینو په کنړ ولایت کی د شکار په عملیاتو کې د طالبانو د استخباراتی عسکرو په عملیاتوکې په افغانستان کې د داعش د ترهه ګرې ډلې د مشر شهاب المهاجر د وژل کیدا خبر ورکړی دی . ثناه ا... غفاری چی په شهاب المهاجر مشهور دی ، د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د داعش د خراسان څانګې مشر ټاکل شوی وو . همداراز د امریکا د خارجه وزارت له ترهه ګر ۍ سره د مبارزې دفتر په یوه راپور کی ویلی وو چی د داعش دغه مشر په پخوانی دولت کې د ولسمشر د لومړی مرستیال امر ا... صالح دځانګړی ګارډ غړی وو .

      

د افغانستان د طالبانو د  موقته حکومت د روغتیائي چارو وزیر د ایران د صادراتو د ادارې له مشر سره په کتنې کې  په  افغانستان کې  د ایران په وسیله د  سرم جوړونې د کارخانې د  دجوړولو غوښتنه وکړه.

 د افغانستان د روغتیائی چارو وزیر  قلندر عباد  د ایران د  اسلامی جمهوریت  دصادراتو د ادارې له مشر سره په  کتنې کې  وويل مونږ تیار یوو ، چې  د افغانستان د  روغتیائی وزارت د ارزونو او څیړنو  او دغه راز له پلانونو  وروسته  له دوي سره د سرم جوړونې  د کارخانې  د جوړولو په زمینې کې بشپړ ملګرتیا وکړو، ځکه  د افغانستان  د ولس لپاره د روغتیائي  شیانو په تیره بیا د سرم  یا ګلوکوزونو ډيره زیاته اړتیا ده  چې مونږ ئې هیڅ وسایل نه لرو. او دا به  دافغانستان له ولس سره د ایران د اسلامی جمهوریت  د حکومت او ولس یوه بله ښیګڼه وي.

 د افغانستان دروغتیائي چارو وزارت په خبرتیا کې وئیلی دي،دواړو لورو همداراز  دطبی ټيکنالوجیو او د درملو په برخو کې  د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارت د پراختیا د څرنګوالي په باب هم خبرې اترې وکړې. وړاندی هم د طالبانو د روغتیا وزارت چارواکو تهران ته په سفر کی په طبی او روغتیایی مسایلو کی د دواړو لورو د ملګرتیاو د پراختیا غوښتنه کړی وه .

همداراز تیره اونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ٤ تنه تخنیکي کارکوونکي د یوې روزنيزې دورې د بشپړولو لپاره تهران ته راغلی وو ، او دلته  یې د رېل پټلۍ اړوند عملي زده‌کړې ترلاسه کړي دي .

اسلامی ایران په تیرو ۴۰ کلونو کې تل د افغانستان د ملت او دولت تر څنګ ولاړ دی خو په عین حال کی د افغانستان هیڅ واکمن له ایران سره د جدی ملګرتیا موضوع نده تعقیب کړی او هماغه راز هڅه یې کړی ده چی له ایران سره طلبکلارانه رویه ولرلې شی .

تیره اونۍ په پاکستان کی هم مختلف بدلونونه رامینځته شوي دي . د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علی خان درانی د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو په اړه وویل پاکستان د افغانستان د نږدې ګاونډیانو د اجماع برخه ده چی د هغه په اساس فیصله شوی ده چی د افغانستان ګاوندی هیوادونه په ګډو رایو او یو ځای د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژني . د  افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي  آصف علی خان دراني  د افغانستان حالاتو ته په پام سره وویل د  افغانستان درست ګاونډي هیوادونه  امنیتی اندیښنې لري  چې باید  د افغانستان اوسني واکوالان ورته  جدي پام وکړي.

د   افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علی خان دراني  ویلی وو   د افغانستان اوسنی  حکومت  اجازت نه لری دخپلې خوښې  کړنې او  لارې ته دوام ورکړي او ددغه هیواد درست  ګاونډیان امینتی اندیښنې لری چې باید د طالبانو  حکومت  ورته جدي پام وکړي.

هغه دې ته په اشارې سره چې  افغانستان تر دې دمه په کافی اندازه  باثباته او تل پاتې امنیت  نه لری ،زیاته کړه، د افغانستان ګاونډیان  له دغه هیواد سره د خپلو درستو پولو کې عمومی امنیت غواړي.

تیره اونۍ د عراق ولسمشر عبدالطیف رشید دپاکستان د خارجه وزیر بلاول بوټو زرداری کوربه وو . په دغه کتنه کی دواړو لورو د اړیکو او ملګرتیاو جاج واخیسته . بلاول بوټو په دغه سفر کښې د عراق له ولسمشر عبداللطیف رشید سره په دغه کتنه  کښې له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا او له ترهګرۍ او تندلاریتوب سره د مقابلې په لړ کښې د پاکستان له تجربو په استفادې یې ټینګار وکړ .

د عراق لومړی وزیر هم د پاکستان له خارجه وزیر بلاول بوټو زرداری سره کتنه او خبرې اترې درلودلی دي . د عراق لومړی وزیر له پاکستان سره د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ له پراختیا په هرکلي سره ټینګار وکړ چې په عراق کښې سپیڅلیو ځایونو ته د دغه هیواد د زیارتوالو په سفر کښې اسانتیا رامینځته کیږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري  او د عراق د لومړی وزیر محمد شیاع السوډاني په دغه کتنه کښې دواړو لورو دوه اړخیزې اړیکې او په اقتصادي، پوځي او اطلاعاتي برخو کښې د ګډو ملګرتیاؤ پیاوړتیا وڅیړله او د عراق او پاکستان ترمینځ د ګډې زیارتي کمیټې د فعالیت د دوباره پیلولو په سر یې موافقه وکړه. په دغه لیدنه کښې د بغداد او اسلام آباد ترمینځ د ملګرتیا د لارو او د پراختیا د لوې لارې د سټراټيجکې پرژې او په دغې پروژو کښې په اعلان شویو فرصتونو کښې د پانګونې څیړنه هم وشوه.