افغانستان او پاکستان په تیره اونۍکې
همداراز تیره اونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ٤ تنه تخنیکي کارکوونکي د یوې روزنيزې دورې د بشپړولو لپاره تهران ته راغلی وو ، او دلته یې د رېل پټلۍ اړوند عملي زدهکړې ترلاسه کړي دي .
په بدخشان ولایت کې په مرګونی چاودنې پسې د ایران د خارجه وزارت ویاند د افغانستان په بدخشان کښې په مسجدِ نبوي کښې د فاتحې په دستورو حمله وغندله . کنعاني وویل په دیني او مذهبي ځایونو کښې په عامه او بیګناه ښاریزو باندې ترهګرې او ړندې حملې د اسلام د مبین دین له تعلیماتو سره هیڅ اړه نه لري او غندل شوې دي.ښاغلی کنعانی د دغې پیښې د وژل شویو کسانولپاره د مغفرت اوژوبلو لپاره د عاجلې شفا دعا وکړه .
د طالبانو د روغتیا وزلارت یوه مقام وویل په دغه چاودنه کی ۱۸ کسان مړه او ۳۳ نور ژوبل شوي دي . که څه هم طالبان تل په افغانستان کی د سولې او امتیت د تثبیت په اړه ډاډ ورکوی خو په دینی ځایونو کې چاودنې د طالبانو دغه ډول ژمنې له جدی شک سره مخامخولی شي . په عین حال کی طالبانو ته نږدې سرچینو په کنړ ولایت کی د شکار په عملیاتو کې د طالبانو د استخباراتی عسکرو په عملیاتوکې په افغانستان کې د داعش د ترهه ګرې ډلې د مشر شهاب المهاجر د وژل کیدا خبر ورکړی دی . ثناه ا... غفاری چی په شهاب المهاجر مشهور دی ، د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې د داعش د خراسان څانګې مشر ټاکل شوی وو . همداراز د امریکا د خارجه وزارت له ترهه ګر ۍ سره د مبارزې دفتر په یوه راپور کی ویلی وو چی د داعش دغه مشر په پخوانی دولت کې د ولسمشر د لومړی مرستیال امر ا... صالح دځانګړی ګارډ غړی وو .
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د روغتیائي چارو وزیر د ایران د صادراتو د ادارې له مشر سره په کتنې کې په افغانستان کې د ایران په وسیله د سرم جوړونې د کارخانې د دجوړولو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د روغتیائی چارو وزیر قلندر عباد د ایران د اسلامی جمهوریت دصادراتو د ادارې له مشر سره په کتنې کې وويل مونږ تیار یوو ، چې د افغانستان د روغتیائی وزارت د ارزونو او څیړنو او دغه راز له پلانونو وروسته له دوي سره د سرم جوړونې د کارخانې د جوړولو په زمینې کې بشپړ ملګرتیا وکړو، ځکه د افغانستان د ولس لپاره د روغتیائي شیانو په تیره بیا د سرم یا ګلوکوزونو ډيره زیاته اړتیا ده چې مونږ ئې هیڅ وسایل نه لرو. او دا به دافغانستان له ولس سره د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت او ولس یوه بله ښیګڼه وي.
د افغانستان دروغتیائي چارو وزارت په خبرتیا کې وئیلی دي،دواړو لورو همداراز دطبی ټيکنالوجیو او د درملو په برخو کې د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارت د پراختیا د څرنګوالي په باب هم خبرې اترې وکړې. وړاندی هم د طالبانو د روغتیا وزارت چارواکو تهران ته په سفر کی په طبی او روغتیایی مسایلو کی د دواړو لورو د ملګرتیاو د پراختیا غوښتنه کړی وه .
همداراز تیره اونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ٤ تنه تخنیکي کارکوونکي د یوې روزنيزې دورې د بشپړولو لپاره تهران ته راغلی وو ، او دلته یې د رېل پټلۍ اړوند عملي زدهکړې ترلاسه کړي دي .
اسلامی ایران په تیرو ۴۰ کلونو کې تل د افغانستان د ملت او دولت تر څنګ ولاړ دی خو په عین حال کی د افغانستان هیڅ واکمن له ایران سره د جدی ملګرتیا موضوع نده تعقیب کړی او هماغه راز هڅه یې کړی ده چی له ایران سره طلبکلارانه رویه ولرلې شی .
تیره اونۍ په پاکستان کی هم مختلف بدلونونه رامینځته شوي دي . د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف علی خان درانی د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو په اړه وویل پاکستان د افغانستان د نږدې ګاونډیانو د اجماع برخه ده چی د هغه په اساس فیصله شوی ده چی د افغانستان ګاوندی هیوادونه په ګډو رایو او یو ځای د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژني . د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علی خان دراني د افغانستان حالاتو ته په پام سره وویل د افغانستان درست ګاونډي هیوادونه امنیتی اندیښنې لري چې باید د افغانستان اوسني واکوالان ورته جدي پام وکړي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علی خان دراني ویلی وو د افغانستان اوسنی حکومت اجازت نه لری دخپلې خوښې کړنې او لارې ته دوام ورکړي او ددغه هیواد درست ګاونډیان امینتی اندیښنې لری چې باید د طالبانو حکومت ورته جدي پام وکړي.
هغه دې ته په اشارې سره چې افغانستان تر دې دمه په کافی اندازه باثباته او تل پاتې امنیت نه لری ،زیاته کړه، د افغانستان ګاونډیان له دغه هیواد سره د خپلو درستو پولو کې عمومی امنیت غواړي.
تیره اونۍ د عراق ولسمشر عبدالطیف رشید دپاکستان د خارجه وزیر بلاول بوټو زرداری کوربه وو . په دغه کتنه کی دواړو لورو د اړیکو او ملګرتیاو جاج واخیسته . بلاول بوټو په دغه سفر کښې د عراق له ولسمشر عبداللطیف رشید سره په دغه کتنه کښې له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا او له ترهګرۍ او تندلاریتوب سره د مقابلې په لړ کښې د پاکستان له تجربو په استفادې یې ټینګار وکړ .
د عراق لومړی وزیر هم د پاکستان له خارجه وزیر بلاول بوټو زرداری سره کتنه او خبرې اترې درلودلی دي . د عراق لومړی وزیر له پاکستان سره د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ له پراختیا په هرکلي سره ټینګار وکړ چې په عراق کښې سپیڅلیو ځایونو ته د دغه هیواد د زیارتوالو په سفر کښې اسانتیا رامینځته کیږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د عراق د لومړی وزیر محمد شیاع السوډاني په دغه کتنه کښې دواړو لورو دوه اړخیزې اړیکې او په اقتصادي، پوځي او اطلاعاتي برخو کښې د ګډو ملګرتیاؤ پیاوړتیا وڅیړله او د عراق او پاکستان ترمینځ د ګډې زیارتي کمیټې د فعالیت د دوباره پیلولو په سر یې موافقه وکړه. په دغه لیدنه کښې د بغداد او اسلام آباد ترمینځ د ملګرتیا د لارو او د پراختیا د لوې لارې د سټراټيجکې پرژې او په دغې پروژو کښې په اعلان شویو فرصتونو کښې د پانګونې څیړنه هم وشوه.