Jun 14, 2023 14:11 Asia/Kabul

 د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ایران سیّل نومې لړۍ له ننني یو سل شپږڅلویښتم  او ددغې لړۍ له  ترټولو وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.

   دوستانو  دایران سیل نومې لړۍ په ترټولو وروستي مطلب کې په تهران ولایت کې ګرځو ، نو  اول ځو د تهران آزادي چوک او آزادي ټاؤر ته او بیا مو هم د تهران په لویدیځ کې  بوځو د ؛چیتګر جهیل ؛ته  نو له مونږ سره ووسئ.

 دوستانو  د آزادۍ برج یا (Azadi Tower)  د تهران یوه  ډیره ښکلی  ودانۍ ده ، چې په همدې نامې سره په  ستر چوک (میدان آزادي) کې واقع  دی . نو اوس هم مونږ راورسیدو د ایران په پلازمینې تهران کې آزادي چوک ته  نو پکې  ګرځو.

 د تهران د آزادئ ټاؤر یا برَج په ماډرن ایران کې لومړنی لوړ برّج یا ټاؤر  دی.  له دې سره سره چې کلونه کلونه کیږي ،د(لوړوالی له نظره)د هغه لپاره  د میلاد برج یا ټاؤر په شان قدرتمند او لوړ سیال  هم شته،خو تردې دمه د آزادۍ ټاؤر  د ایران دپلازمینې یو ترټولو ټاؤر او سمبول دی .دغه ټاؤر د ایران د اوسمهاله  تاریخ د ترټولو مهمې پیښې شاهد دی . زیاتره هغه ایرانیان چې د تهران اوسیدونکي دي،اوی ا تهران ته ئې سفرونه کړي دي .د آزادۍ ټاؤر  ترڅنګ یادګاری عکسونه لری چې دا مسئله  له تیر وخته تردې دمه ددغه ټاؤر د محبوبیّت  نښه ده.

 

آزادي ټاؤر د  هغه ځوان  معمار د پلان په اساس  جوړ شوی  دی چې د فرم او مضبوطوالي له پلوه  له ډير پیاوړی جوړښت او ځلیدا برخمنددد دی . دغه برَج په ۱۹۷۱کال کې  په  آزادي چوک کې افتتاح شو. آزادي چوک ،  کابو پنځوس زره مربع میټره مساحت لري  او بیضوي شکل کې دی ، د ټاؤر ودانۍ  د دغه چوک  د ختیځ او لویدیځ په  اوږدوالی او  په درو کې یوه برخه ئې د چوک په ختیځي برخې کې واقع ده .

         په پیل کې د آزادۍ ټاؤر د ساتنې مسئولیّت د کلتور او هنر د وزارت په غاړه ؤ  او  د اسلامی انقلاب  له بریالیتوب وروسته  هم همدغه بهیر دوام درلود او  داسلامی ارشاد او کلتور وزارت ته ورسید.دمګړئ د آزادۍ ټاؤر د اداره کولو مسئولیّت د رودکي فاؤنډیشن (Roudaki Artistic Cultural Foundation)په غاړه دی .

د آزادۍ چوک او ټاؤر د معمارۍ او پلانونې  له نظره ډير ځانګړي اندازه برخمن دی  د هغې په ډیزاین کې هڅه شوې چې د ایراني معمارۍ عناصر لکه د باد توربینونه(ټرباینونه)، ایراني باغ، څلور محرابونه، کاربندي (د چت یو ډول پوښ) او  ډول ډول ټایلونه وکارول شي.

Image Caption

 

د آزادۍ ټاؤر معماري ډيرې په زړه پورې  او جالبې ښکلاوې لري  او په همدې خاطر ډیری خلک  ئې د یوه هنری او تاریخي اثر په توګه حسابوي.  په پیل کې ټاکل شوې وه چې د  آزادۍ ټاؤر لوړتیا څه دپاسه 45میټره شي،خو  لکه څنګه چې د مهرآباد هوائي ډګر سره نزدې  باید جوړیدلی،نو ممکنه وه، د الوتکو په تلو راتلو لاره کې  ئې خار پار اچوۀ،نو په همدې خاطر  ئې  د مځکې له سطحې هماغه45 میټره  باقې پاتې  شو.ددغه برَج  اوږدوالی 63 میټره دی  او څلور پوړیز دی او په 286  اړیکیو(پله)لرونکي دوې اندرپائې  یا زینې  او دوه لفټونه یا آسانسورونه لري.

ددغه اثر په جوړښت کې د اصفهان  د سنګ مرمر کابو پنځه زره کاڼو  او نهه سوه ټنه  وسپنې څخه استفاده شوې ده .ددغه برَج  اصلی دروازې  دهمدان له  ګرانیټ کاڼي  جوړې شوي دي  او د ګراؤنډ یا تَل    او همداراز د ټاؤر د پوړونو د  تلَ کاڼي  هم د کردستان له مروارید  کانه ویستل شوي دي. د برَج  ودانۍ په مستطیلی مربع شکل سره یوه هندسه جوړوي  چې شپاړس ضلعې لري او په آخر کې په ګنبسئ ختمیږي  چې  د ټاؤر له داخله  لیدل کیدلی شي.

Image Caption

 

د آ زادۍ ټاؤر  ظاهري شکل د دوو  جوړو  سترو قوسونو(آرچونو)  له ترکیبه جوړ شوی دی  چې  بیا پخپلو کې یو ځاي کیږي  او یو لوی سپین جوړښت جوړوي. د ودانۍ د مخ دا سپینې ډبرې په فیروزي رنګه نالیو  ویشل شوي دي. دغه برَج څلور مخونه لري  چې  دوه دوه له یوه بل سره مخامخ دي . ښکلا او بیوټیشن (مقرنس کاري) هم د اصلی کوټې په  مینځ کې  کارول شوي  چې  ډیره په زړه پورې منظره وړاندې کوي . هماغه شان چې ومووئيل،  دغه ټاؤر څلور پوړیز   دی، ددغه برَج مختلفې په مختلفوبرخو کې   د ایران پيژندنې  هال ، د تشریفاتو کال ، آینه هال  ، کتابتون ،د واړۀسینما هال ، د قومونو نګارخانې په څير ځینو برخو ته اشاره کولی شو.

   دوستانو دتهران د ښکلي او په زړه پورې سمبول آزادي  چوک او آزادۍ ټاؤر  له لیدو وروسته اوس  ځو د  چیتګر جیهل (یا د فارس خلیج د شهیدانو جهیل)  په لور ، ګورو  چې دلته  هم ډيرې په زړه پورې برخې   دلیدو وړ دي .

د چیتګر  جیهل  د تهران په ترټولو لویدیځي برخې کې  واقع شوی دی . داسې ښکلی جهیل چې  د چیتګر جنګلي پارک  په شمال کې د هوا دد ککړتیا د کمولو او د ښکلا د زیاتولو  او د شینې فضا د زیاتولو  په خاطر  جوړ شوی دی. دغه جهیل یا دریاچه ډیره په زړه پورې او ښکلي شکل سره جوړه شوې ده  و هره ورځ ئې ډير زیات خلک د لیدو لپاره  دتهران دغې لویدیځي برخې ته ورځي .د جیهل مساحت  کابو یو سل دیرش هیکټره  په حدودو کې دی چې  شاوخوا ئې هم سیّل ناکه ټولګه په یوسل شل هیکټره مځکې کې  جوړه شوې ده .

 

Image Caption

 

ډیری خلک شپه او ورځ  د ورزش کونې او د پلي  تلو(پيدل مزل )لپاره  دغې سیمې ته مخه کوي.ددغه جهیل  د پيدل مزَل   ګیرچاپيره حدود کابو  اوه کلومیټره  دي  او مینه وال  د دغې سیمې په زړه پورې منظرې د لیدو او د پيدل مزل لپاره  او د تازه هوا د اخستو لپاره  او د ورزش لپاره  دغې سیمې ته ورتللی شی. د پلی تلو په لاره کې د چیتګر جهیل ؛تاج ډیم ؛ هم لیدل کیږی چې  په ؛ګذر موج ؛ (د څپې تیریدل) باندې مشهور دی .ددغې ښکلی برخې  جوړیدا د  اوبو له څپې څخه په الهام اخستو سره   ده  او ډيره په زړه پورې معماري لري،په تیره بیا  د شپې مهال چې  په مختلفو څراغونو او بلبونو رڼا سره ډيره په زړه پورې منظره وړاندې کوي.

           د  فارس خلیج دشهیدانو جیهل  دتاج ډیم فلزي یا وسپنیزه ودانۍ (تیریدونکي څپه) د چیتګرجهیل یوه ترټولو مهمه برخه  ده . ددغې برخې په مینځ کې  د کورنیو د آرامښت لپاره  مناسبه فضا هم په نظر کې نیول شوې ده . څو د چیتګر د جهیل د پاسه  دتهران د شمال دغرونو او  د تهران د آبشار   په باب ښه لرلید  او منظرې هم وکتل شي. همداراز ددغې په زړه پورې برخې  تر شا د چیتګر ځنګلونه هم  دلیدو وړ دي . او دغه راز د سائيکلونو د چلولو  لار  یا  چورلیز هم د جهیل  په شاوخوا کې  په کابو اته کلومیټره برخې کې جوړ شوی دی.

دچیتګر جیهل پر ښکلی طبیعت سربیره ، د کتونکو لپاره مختلف سیلناک ځایونه هم شته چې  هرکس د خپلې خوښې او سلیقې  په اساس ، ورڅخه استفاده او خوند  اخلي.

دچیتګر   جهیل یو ښه سیلناکه برخه، د کشتیو  چلول دي  چې  ددې په خاط ر باید  دلویدیځي یا ختیځي پلیټ فارم په لور لاړشئ. د کشتۍ سواریدو په وخت ،د جهیل د مرغانو او په اوبو کې دننه د کبانو  لیدلو څخه هم ډیر خوند اخستل کیږي. هرکال  د ژمي د موسم په پیلیدا سره  مرغان د ژوند دنوي ځاي  د پيدا کولو لپاره  کوچ  هم پیلوي.د تهران  چیتګر جهیل د هغو مهاجرو مرغانو   لپاره  نوی او ماډرن ایکو سسټمونه هم لری چې له ختیځي اروپا او شمالی سیبریا  څخه  راځي .

Image Caption

 

 د چیتګر په جهیل یا درچې کې د کب نیونې دټولګې  له امکاناتو هم استفاده کیدلی شي او څه شیبې د ښار له هائ او هوي او شورماشوره  لیرې تیریدلی شي . د جهیل  یو بل سپورټي  او تفریحي  امکان  ددغې ټولګې  د اسکي پسټ   ته هم اشاره کولی شو و  دغه پسټ د مینه والو لپاره بریښنائي یا  د ماډرن دنده ای  سایکلونه هم  برابر کړي دي.

د جهیل ساحلی برخې ته  هم چې ورشې ، نو متوجه کیږې چې دغه برخه  دجهیل یوه ترټولو ښکلي او په زړه پورې برخه ده . له ساحل سره نزدې یوشمیر مرغاوي او بچیان ئې ترسترګو کیږي چې  دلیدونکو لپاره ډیره جالبه  منظره وړاندې کوي  په دغې برخې کې  هیڅ حصار نشته او   د اوبو تر نزدې پورې ورتللی شئ. پر دې سربیره د جهیل د  ریګ یا  شږو  ټولګه هم ډيره جذابه او دلیدو وړ ده  او  په کابو درې سوه مربع میټرو پورې پراخه ده او  د ماشومانو  د لوبو یوه ډيره   سیّلناک  او سالم  چاپیریال دی .

نو  که چیرې ایران ته او بیا تهران ته مو سفر وکړ،نو حتما یاد ساتئ  چې  دغه ښار ډيرې په زړه پورې او ښې جاذبې لري  چې مونږ د هغو یوازې یوه برخه ستاسو خدمت ته وړانډې کړې ده ، دتهران په سفر کې  تاسو کولی شئ ، د نیاؤران ماڼۍ وګورئ ددغې ماڼۍ په  طبیَعت او شنې فضا کې  ګامونه پورته کړئ او د ایران له اوسمهاله  تاریخ سره بلد شئ  او یا د سی تیر  سړک  هم چې د  تهران  له لوي بازار یا بازار بزرګ سره نزدې  واقع  دی ، ورشئ  او  ددغه ښار له واټیزو خوړو  خوند واخلئ او د هغو تر څنګ د لرغوني  ایران میوزیم  او د ادیانو سړک  هم وګورئ .

        خوږو دوستانو  هماغه ډول چې  د مطلب په پیل کې مو ووئيل،  چې د ایران سیل نومې لړۍ دغه وروستۍ برخه  ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي، نو  ایران او تهران ته د سفر پر مهال   ډير په زړه پورې جاذبې او کلتوری  آثار لیدلی او ورڅخه  ډير څه زده  کولی او  خوندونه ترې اخستلی شئ ،نو مونږ هم هڅه کړې چې  په یو سل شپږ څلویښتو برخو کې د ښکلي ایران له ځينو برخو او کونجونو سره تاسو بلد کړو هیله مند یوو چې له دغې لړۍ مو خوند اخستی وي  او  ایران ته دسفر پر مهال حتما دغه ځایونه او برخې پخپل پروګرام کې  شاملې کړئ ،نو د وخت په ختیمدا سره  مو پخپل نیاؤمن اولوي خداي سپارو  بریالی او سوکاله ژوند ولرئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

 

 

ټیګونه