د ړنا سرچینې ۳۲ وارثان
د خپرونې په دغه برخه کې به د نسا د مبارکې سورې د دریم، اووهم، یوولسم او دوولسمو ایتونو شان نزول وڅېړو
دا کیسه د اسلام لومړیو ته ورګرځي. د روژې مبارکه میاشته ختمه شوې وه او کوچنی اختر را رسېدلی وو، هغه ماشومان چي د خپل مور او پلار سره، د اختر په مراسمو کې د ګډون لپاره، له کوره وتلي وه، خوشحاله وه او هرې خوا ته ځغستل. د ماشومانو د خندا ږغونه هرې خوا ته اورېدل کېدل، په همدغه خوشحالۍ، ښور او ماښور کې وو چي یو ماشوم د حضرت نبی اکرم ص په نظر کې راغی چي جامې زړې او ښکېدلې وې.
یاد ماشوم چی غمجن وو د خرما تر ونې لاندې ولاړ یو او د خپلو همزولو ننداره یې کوله، حضرت نبی اکرم ص پوهېدل دغه ماشوم پلار نه لري، نو ورته ورغی او په پوره مهربانۍ او موسکی سره، ورته وویل: نن زه غواړم ستا پلار ووسم، ماشوم د پیغمبر ص د دې خبرې په اورېدو سره خوشحاله شو او په خندا شو او د نبی اکرم ص غېږ ته ورغی، پیغمبر مبارک له ماشوم سره، یو ځای د نورو ماشومانو په لور لاړل او د هغوی په لوبه کې ګډون وکړل.
دا له یتیمانو سره په چلند کې د پیغمبر اکرم ص سیرت وو، لیکن ټوله مسلمانان له دغه سیرت څخه پیروي نه کول، لکه څرنګه چي په تاریخ کې راغلې ده، په مدینه منوره کې د غطفان له طائفې څخه دوه شتمن وړونه ژوند کاوه. له دغو وړونو یو ورور چي ډېر کنجوس وو او له بې وزلو سره یې زیاته مرسته نه کاوه مړ شو. هغه وصیت کړی وو چي شتمني ورور سره په امانت پاته شي تر هغه چي زوی یې لوی شي. د وخت په تېرېدو سره، ورور یې وسوسه شو او د خپل وراره شتمني باندې یې قبضه ولګوله، کله چي یتیم وراره یې لوی شو، له خپل اکا څخه د خپل پلار د شتمني غوښتنه وکړه، اکا یې لومړی انکار وکړ او وویل چي هیڅ شی ورته په امانت نه دی اېښودل شوی، خو کله چي ورباندې ثابت شو بیا هم د خپل یتیم وراره دحق له ورکولو ډډه وکړه او وویل: هرڅه چي مي له ورور څخه پاته وو، په تا باندې مي خرڅې کړې. وراره یې په خپګان سره، حضرت نبی اکرم ص ته ورغی او له خپل اکا څخه شکایت وکړ، پیغمبر مبارک د دې یتیم کس اکا راوغوښتل. خو دغه سړي پلمې لټولې، دغه وخت کې د نسا د مبارکې سورې دوهم ایت نازل شو او متعال خدای په دغه شریف ایت کې مسلمانانو ته د یتیم د حق د ضایع کولو په هکله خبرداری ورکړ. په دغه ایت شریف کې د یتیمانو د شتمنیو قبضه کول یوه ستره ګناه بلل شوې ده. ایت شریف کې راغلې:« وَ آتُوا اَلْیَتامى أَمْوالَهُمْ وَ لا تَتَبَدَّلُوا اَلْخَبِیثَ بِالطَّیِّبِ وَ لا تَأْکُلُوا أَمْوالَهُمْ إِلى أَمْوالِکُمْ إِنَّهُ کانَ حُوباً کَبِیراً:
او یتیمانو ته د هغوى مالونه (له لوئیدو وروسته) بیرته وركړئ او ناپاكه شتمني د پاكه شتمني په بدله كې مه اخلئ (خپل بېکاره مال د هغوی له ښه مال سره مه بدلوئ)د هغوى مالونه په خپلو مالونو کې په ورګډولو سره مه خورئ، یقینًا چي دا ډېره لویه ګناه ده.
د یتیم کس آکا د دغه ایت شریف په اورېدو سره وویل: له دومره لویه ګناه څخه خدای ته پناه وړم، زه د خدای د رسول له اوامرو پیروي کوم. بیا یې د خپل ورور ټوله شتمني یې خپل وراره ته ورحواله کړه. بیا پیغمبر اکرم ص وفرمایل: سخاوت په جنت کې یوه ونه ده چي په دنیا کې یې ښاخونه دي او هر یو کس چي دغو ښاخونو ته لاس واچوي نو جنت ته به ور ننوځي او بخیل د دوږخ اور ته ورنژدې دی. دغه یتیم ځوان کله چي د پیغمبر مبارک خبرې واورېدلې نو د پلار په اپوټه چي ډېر بخیل وو، د سخاوت لاره یې غوره کړه او خپله شتمني یې د خدای په لاره کې ورکړه. حضرت نبی اکرم ص وفرمایل: :« ثَبَتَ الْأَجْرُ وَ بَقِیَ الْوِزْرُ: الهي اجر پایداره دی او وزر او وبال پاته کېدونکی دی. (یعني د ښه کار اجر تل پاتي دي، خو د ګناه خوند تیرېدونکی وي لیکن ناوړې پایلې او پښېماني یې پاته کیدونکي دی)
مسلمانانو وویل: اې د خدای رسوله ! په دغه مساله کې د زر او د وبال د پاته کېدو معنا څه ده؟ په داسي حال کې چي هغه ځوان خپله شتمني د خدای په لاره کې ورکړه؟ حضرت نبی اکرم ص وفرمایل: دغه ځوان هغه شتمني چي له پلاره ورته پاتي وه، د خدای په لاره کې ورکړه او اجر به یې تر لاسه کړي. لیکن پلار یې بخیل وو او خیرات د ورکولو وړ نه وو، دغه شتمني یې راټوله کړې وه، لیکن له دې نه پرته چي ګټه ترې واخلي، د هغه دروند مسئولیت له ځان سره وړي.
اوس بن ثابت چي د مدینې څخه وو، له مړینې وروسته، زیاته شتمني پر ځای پرېښودل؛ «اُم کحه» او درې لوڼې یې وارثان وه، لیکن د بن ثابت دوه د اکا زامون «سوید» او «عَرفَجَه» چي هغه د خپل وصي په توګه ټاکلي وه، د بن ثابت ټوله شتمني یې په خپلو کې وویشل او د هغه میرمنې عرفجه او دریو لوڼو ته هیڅ هم پرې نه ښودل.
له اسلامه مخکې په عربو کې د جاهلیت په دور کې ښځې او ماشومان او هغه کسان چي د جنګ وړتیا نه لرل، له میراث نه محروم پاته کېدل، د هغه کس میراث چي زوی نه لرل، د هغه د خپلوانو تر مینځ وېشل کېده. په دې ډول میرمنه او اولادونه یې له میراثه محروم پاتي کېدل. د اوس بن ثابت میرمنه چي د خپلو دریو لوڼو د پاللو او د ژوندانه لپاره هیڅ نه لرل او بې وزله شوې وه، حضرت نبی اکرم ص ته شکایت وکړ او وویل: په داسي حال کې چي خاوند مي اوس بن ثابت زیات شتمن وو، خو د هغه له مړیني وروسته، اوس مي اولادونه وږي پاته شوي دي، زه هم د هغوی د پاللو توان نه لرم، زما د خاوند د اکا زامون هم مونږ ته هیڅ توجه نه کوي.
حضرت پیغمبر اکرم ص سوید او عرفجه یې راوغوښتل او له هغوی څخه د وضاحت غوښتنه وکړه، هغوی حضرت نبی اکرم ص ته په ځواب کې وویل: مونږ هیڅ غلط کار نه دی کړی، زمونږ د طائفې د رسم او دود له مخې دا ښځه او لوڼې یې، په اس نه شي سپرېدلای او له دښمن سره مقابله نه شي کولای، په دې خاطر له میراث څخه بې برخه کیږي. په دغه وخت کې د نسا د مبارکې سورې اووهم ایت نازل شو. دغه ایت شریف کې متعال خدای فرمایي:« لِلرِّجالِ نَصیبٌ مِمّا تَرَکَ الْوالِدانِ وَ الاَْقْرَبُونَ وَ لِلنِّساءِ نَصیبٌ مِمّا تَرَکَ الْوالِدانِ وَ الاَقرَبُونَ مِمّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ کَثُرَ نَصیباً مَفْرُوضاً:
د نارینه وو لپاره حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او خپلوان يې پرېږدي، او د ښځو لپاره (هم) یوه حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او خپلوان يې پرېږدي، که هغه مال لږ وي او که زیات، مقرر كړى شوې او وورکېدونکۍ برخه ده.
د دغه ایت پر بنیاد هیڅوک نه شي کولای د مړی په شتمنیو کې مداخلت وکړي او د مړي ښتمني د هغه لومړي درجې عزیزانو ته، یعني د هغه اولادونو او همدارنګه د هغه میرمنې ته ور رسیږي.
د اسلام په صدر کې د وتلی شاعر حسان بن ثابت ورېنداره، یعني د عبدالرحمان بن ثابت انصاري مېرمنه، په داسي حال کې چي له سترګو یې اوښکې بهېدلې د خپلو دوو وړو لوڼو لاسونه یې نیولې وه، پیغمبر ص ته راغله، د عبدالرحمان وړونه له هغه نه پاته شوي شتمني یې په خپلو منځونو کې ویشلې وه، د عبدالرحمان مېرمنه حضرت نبی اکرم ص ته وویل: زما د مېړ له مړینې وروسته، زما لېوران زما د مېړه په شتمني قبضه وکړه او ما ته او زما یتیمانو ته هیڅ هم پرې نه ښودل. زه د خپلو لوڼو راتلونکې ته اندېښمنه یم، اوس هم بې وزله شوي یو. ستاسو حکم څه دی؟ پر دغه مهال د نسا د مبارکې سورې یوولسم او دوولسم ایتونه نازل شول چي په کښې د وراثت بحث واضح شوی دی. دغو شریفو ایتونوکې راغلي: « یُوصیکُمُ اللّهُ فی أَوْلادِکُمْ لِلذَّکَرِ مِثْلُ حَظِّ الاُْنْثَیَیْنِ فَإِنْ کُنَّ نِساءً فَوْقَ اثْنَتَیْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثا ما تَرَکَ وَ إِنْ کانَتْ واحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ وَ لاَبَوَیْهِ لِکُلِّ واحِد مِنْهُمَا السُّدُسُ مِمّا تَرَکَ إِنْ کانَ لَهُ وَلَدٌ فَإِنْ لَمْ یَکُنْ لَهُ وَلَدٌ وَ وَرِثَهُ أَبَواهُ فَلاُمِّهِ الثُّلُثُ فَإِنْ کانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلاُمِّهِ السُّدُسُ مِنْ بَعْدِ وَصِیَّة یُوصی بِها أَوْ دَیْن آباؤُکُمْ وَ أَبْناؤُکُمْ لا تَدْرُونَ أَیُّهُمْ أَقْرَبُ لَکُمْ نَفْعاً فَریضَةً مِنَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ کانَ عَلیماً حَکیماً * وَ لَکُمْ نِصْفُ ما تَرَکَ أَزْواجُکُمْ إِنْ لَمْ یَکُنْ لَهُنَّ وَلَدٌ فَإِنْ کانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَکُمُ الرُّبُعُ مِمّا تَرَکْنَ مِنْ بَعْدِ وَصِیَّة یُوصینَ بِها أَوْ دَیْن وَ لَهُنَّ الرُّبُعُ مِمّا تَرَکْتُمْ إِنْ لَمْ یَکُنْ لَکُمْ وَلَدٌ فَإِنْ کانَ لَکُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمّا تَرَکْتُمْ مِنْ بَعْدِ وَصِیَّة تُوصُونَ بِها أَوْ دَیْن وَ إِنْ کانَ رَجُلٌ یُورَثُ کَلالَةً أَوِ امْرَأَةٌ وَ لَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِکُلِّ واحِد مِنْهُمَا السُّدُسُ فَإِنْ کانُوا أَکْثَرَ مِنْ ذلِکَ فَهُمْ شُرَکاءُ فِی الثُّلُثِ مِنْ بَعْدِ وَصِیَّة یُوصى بِها أَوْ دَیْن غَیْرَ مُضَارّ وَصِیَّةً مِنَ اللّهِ وَ اللّهُ عَلیمٌ حَلیمٌ: الله تاسو ته ستاسو د اولاد په باره كې وصیت كوي (چې) د یو نر اولاد لپاره د دوه انجوڼو (لوڼو) د حصې برابر (حصه) ده، او که ستاسو بچیان دوه او یا تر دوو زیاتې لوڼې وي نو د میراث په دریو کې دوه برخې د هغوی دي، او که یوه وي نیم میراث هغې لپاره دی او د پلار او مور هر یو لپاره د میراث په شپږو کې یوه برخه ده، که چیري مړی بچی ولري.او که مړی بچی نه ولري او یوازې مور او پلار یې میراث خواره وي نو د مور لپاره په دریو کې یوه برخه ده او (باقي یې د پلار ده). او که هغه (مړی) وړونه ولري مور یې په شپږو کې یوه برخه وړي (او پاته پنځه برخه یې د پلار لپاره دي) (دا ټول) د هغه وصیت له تر سره کېدو وروسته دي چي هغه کړی دی، او د پور له ادا کولو وروسته دی تاسو نه پوهېږئ چي په پلرونو مېندو او بچانو کې مو کوم یو زیات په ګټه دی. دا الهي فریضه ده او خدای تعالی پوه او حکیم دی
او ستاسو لپاره ستاسو د ښځو د میراث نیمه برخه ده، که هغوی بچی نه ولري، او که بچی ولري په څلورو کې یې یوه برخه ستاسو ده، د هغه وصیت له تر سره کېدو وروسته چي کړی یې دی او د هغوی د پور له ادا کېدو وروسته، او ستاسو د ښځو لپاره ستاسو د میراث په څلورو کې یوه برخه ده که بچی نه ولرئ، او که تاسو اولاد ولرئ نو ستاسو د ښځې لپاره یې اتمه برخه ده. د هغه وصیت له تر سره کېدو وروسته چی کړی مو دی او د پور له ادا کولو وروسته، او که یو سړی وي چي کولاله (خور یا ورور) له هغه میراث وړي یا هغه ښځه چي ورور یا خور لري د هر یوه برخه په شپږو کې یوه حصه ده (که وړونه او خویندې له یوې موره وي) او که له یو کس زیات وي هغوی په دریمه برخه کې شریک دي د وصیت له تر سره کېدو او د پور د پرې کولو وروسته، په دې شرط چي (د وصیت له لارې او په پور د اقرار له لارې) هغوی ته تاوان نه وروسوي، دا د خدای سپارښتنه ده او خدای ډېر پوه او حلیم دی.
د دغو ایتونو له نازلېدو وروسته د اسلام ګران پیغمبر ص د عبداالرحمان وړونو ته په خطاب کې وفرمایل: له هغه شتمني څخه دوې برخې لوڼو ته ورکړئ او اتمه برخه یې مېرمنې ته.