Jun 28, 2023 15:01 Asia/Kabul
  • د حضرت امام مهدي(ع) غیبت صغرا

د تهران د پښتو خپرونې  خوږو مینه والو په دې شیبو کې  د هیلې رڼا نومې لړۍ له ننني ۲۳مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،په دغه نننی مطلب کې د حضرت امام مهدي علیه السلام د غیبت صغرا د پړاؤ د  څلورم نماینده علی بن محمد سمري  د ژوند او ځانګړنو په باب درسره غږیږو ، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.

   دوستانو لکه څنګه چې په مخکې مطلبونو کې ووئيل شول ،د احضرت امام مهدي علیه السلام لومړنی خاص نماینده عثمان بن سعید عَمري، په پوهې او ځیرتیا سره،د هغه بزرګوار د لنډ غیبت یا غیبت صغرا  د لومړنیو کلونو له فتنو سره  مقابله وکړه، البته  تر دې دمه  داسې منحرف بهیرونه او کسان نه وو، چې خلک د حضرت مهدي علیه السلام  د امامت په باب له ګمراهۍ او سربدالۍ  کې وساتي .د عثمان بن سعید په وفات سره ،هغه حضرت، خپل فاضل او پرهیز ګار او داعتماد وړ  زوی محمد بن عثمان  دهغه جانشین کړ. محمد تل د خپل بزرګوار  او پوه پلار ترڅنګ ؤ او د حضرت امام عسکري علیه السلام  یو نماینده او وکیل هم شمیرل  کید، داسې چې  هغه بزرګوار د شیعه لویانو په یوه مجلس کې وفرمائیل؛شاهو او ګواه ووسئ چې  عثمان بن سعید عمری د ما وکیل،د هغه زوی محمد بن عثمان  هم د  ما د هغه زوي وکیل دی چې د تاسو؛مهدي؛دی ::حضرت امام مهدی ولی  عصر (ع) هم د خپل لومړني خاص نماینده له وفاته وروسته  د هغه زوي محمد بن عثمان ته د تسلیّت یو پیغام واستوۀ او د هغه د غوره پلار په قدرونې  او ستاینې سره ئې ولیکل؛د هغه د نیکمرغۍ له کماله وه چې خداوندمتعال ،د تا په شان زوی د هغه روزي کړه  چې له هغه وروسته ته د هغه ځاي ونیسې  او د هغه جانشین شې  او  د هغه لپاره د الهي رحمت غوښتنه وکړې:::::

  محمد بن عثمان د عالمانو او خلکو په نزد هم یو داسې باؤري او غوره شخصیّت درلود چې په عدالت تقوا او امانتدارۍ پيژندل شوی ؤ او د حضرت امام مهدي علیه السلام  ددوهم خاص نماینده په توګه منل شوی ؤ هغه کابو څلویښت کلونو پورې  دغه حساس مسئولیّت په ایماندارۍ او ځيرتیا اوپوهې سره په غاړه درلود او د امام زمان د فرمانونو په سمه د ترسره کیدا لپاره ئې ډیرې هڅې  وکړې.

      د حضرت امام مهدي علیه السلام دوهم خاص نماینده په داسې شرائطو کې خپل کار پیل کړ چې تردې  دمه په ځينو خلکو کې دهغه بزرګوار په باب شک او شبهات موجود وو او  هغه له عالمانو اوپوهانو څخه  په استفادې او د وکالت د اورګان په مرستې سره  دخلکو د پوهولو او لارښونې ډيره هڅه کوله. البته محمد بن عثمان پخپله له ډیر لوړ علمي مقامه برخمن  ؤ او یولړ کتابونه ئې هم درلودل.هغه  دخپل خاص نیابت په اوږدې مودې کې،دا فرصت پيدا کړ چې د وکالت اورګان پیاوړی کړی او پرلادقیقې منظمونې سربیره ئې د هغو د نمایندګانو شمیر زیات کړي .داسې چې په بغداد کې پخپل مرکز کې  ئې کابو لس استازي او سلاکاران درلودل.د صاحب الزّمان  دخاص نماینده  تر ټولو مهمه دنده، په علمي،مالی او سیاسی زمینو کې دهغه بزرګوار او د خلکو ترمینځ د ډاډمنې او سالمې رابطې ټینګول وو. محمد بن عثمان دغه دنده په ډير ښه انداز سره ترسره کوله او د امام بزرګوار لیدتوګې او فرمانونه ئې دخلکو لپاره  په ډير ښه ډول  هغوی ته رسول .هماغه شان چې اشاره وشوه،عباسي حکومت د حضرت امام مهدي علیه السلام د لنډ غیبت  په پړاؤ کې په کمزورتیا شو او د هغو د واکمنۍ په  حدودو کې پاڅونونه بغاؤتونه او راپورته کیدل  او او ځیني برخې ئې ورڅخه جلا کولې. البته ددغو غورځنګونو د اوج  په وخت بیا هم د اهل بیت علیهم السلام دپيروکارو  په ضد امنیتی تدبیرونه  لازیاتیدل،څو داسې نه چې په لوي پاڅون لاس پورې کړي. په عین حال کې ، د امام الزمان  دوهم نایب  د خپل ماموریّت په هماغو لومړنیو کلونو کې دعباسي معتمد  حکومت سره په پړاؤ کې ؤ ،خو سوکه سوکه د شیعیانو ځپل  کیدا او ورباندې د محدودیّتونو لګیدل  زیات شول  او د وکالت د اورګان فعالیت هم سخت شو.

Image Caption

 

            دوستانو حسین بن روح نوبختي،د حضرت امام مهدي علیه السلام دریم خاص نماینده ؤ. محمد بن عثمان په هغه ډير اعماد درلود او دعمر په وروستیو کې ئې  خپل جانشین ته د مهمو کارونو په سپارلو سره،دهغه د خاص نیابت زمینه برابره کړه. محمد بن عثمان  چې د خپل امام له لارې د  305قمری کال د جمادي الاول په آخر کې دخپلې مړینې له دقیق تاریخه خبر شوی ؤ،د مړینې په وخت  ئې یو شمیر شیعه بزرګان او لویان  راوغوښتل  او  ورته ئې ووئيل چې امام الزمان (ع)،حسین بن روح  د خپل خاص نایب په توګه غوره کړی دی ، هغه بزرګوار  د حسین بن نوح  د لیک په ځواب کې  د هغه داسې  ستاینه  کوي ؛ هغه پيژندو، خداوندمتعال،هغه ته نیکي  او رضایت ورپه برخه کړه او هغه ته دې توفیق او نیکمرغي ډالۍ کړي او هغه دې په هغه څه کې چې په مقام ئې غوره شوی،د مونږ د اعتماد وړ دی .هغه د مونږ په نزد داسې منزلت او ځائيګی  لری چې  خوشالوي ئې .....هغه یو پرهیزګار ، عاقل ،پوه او په راتلونکي فکر کونکی  عالم او  لوړ علمی مقام لرونکی  ؤ. د حسین بن نوح 21  کلنه خاصه نمایندګي له ډيرو  او مختلفو ټيټو هسکو سره یو ځاي وه .  دهغه د کار په لومړنیو کلونو کې ، حالات نسبتا  آرامه او د   امام مهدي د پيژندلو  او د  وکالت د چینل له لارې  له هغه بزرګوار سره د خلکو  د رابطې د جوړولو لپاره شرائط برابر وو. په تیره بیا دا چې  د ال فرات شیعه کورنیو د  عباسیانو په دربار کې نفوذ درلود. خو  په 312 قمری کال کې ئې هغه مهال چې  ددغې کورنۍ غړي د حکومت له مخالفانو سره  د ملګرتیا په تورونو ونیول  او زنداني شول ، حسین بن نوح هم  په همدغه بې اساسه تورونو ، تر پنځو کلونو پورې زنداني شو. په عین حال کې   د حضرت امام مهدي علیه السلام د دریم نایب  د بندي کیدا د عاملانو له نسکوریدا وروسته ، هغه په 317 قمری کال کې  خوشي شو او  خپلو فعالیتونو ته ئې دوام ورکړ.

Image Caption

 

               د حسین بن نوح د پړاؤ له لویو فتنو څخه  د محمد بن علی شلمغاني  انحراف ؤ. هغه د حضرت امام  حسن عسکري علیه السلام  او د امام الزماه(ع) د لومړیو دوو نمایندګانو  نزدې ملګری او غوره عالم ؤ. هغه  چې فرصت غواړی او مقام غواړي حس په  سبب ئې تمه درلوده  ، د هغه بزرګوار دریم خاص نماینده شي ، د حسین بن نوح له منصوبیدا وروسته  ئې د حسادت په  خاطر کږلارئ ته مخه کړه  .  البته شلمَغاني ، په چلول سره په پیل کې ځان د هغه نماینده معرفي  کاوه ،خو سوکه سوکه د امام زمان د خاص نمایندګۍ مدعي شو  او بیا ئې ځان  مهدي موعود  وباله . هغه د حسین بن نوح  له زنداني کیدا فرصت څخه په استفادې سره ، خپلو منحرفو افکارو ته  دوام ورکړ او دودولو ته ئې مخه کړه اوا حتی د بنی عباسو په حکومت  داخل کې ئې  پلویان  پیدا کړل. خو حسین بن نوح د شلمَغاني  له فتنې څخه له   خبریدا وروسته ، دهغه انحراف ښکاره کړ او د وکالت اورګان  وکیلانو ته ئې حکم ورکړ څو  دهغه  انحرافي افکار   دخلکو لپاره روښانه کړي. په دغه وخت کې د  حضرت امام مهدي علیه السلام  له خوا یو لیک صادر شو چې په هغه کې ، د شلمَغاني  دمنخرف کیدا په رابرسیره کیدا سره ، هغه مرتد اعلان شو او ووئيل شول ؛ پر هغه لعنت استوو،او په ښکاره  او په پټه  او په هر ځاي او وخت کې دخداوندمتعال دایمی لعنت، پر هغه او د هغه پر پیروکارو او موافقانو باندې ،  او هم پر هغو کسانو چې  ددغه اعلان په آوریدو سره ، له هغه سره خپل پیوند اویوځاي کیدا ته دوام ورکوي.

بلاخره   حسین بن روح نوبختي  په 326قمری کال کې  خپل امام بزرګوار ته له یویشت کلن صادقانه خدمت وروسته وفات شو او له مړینې مخکې ئې   علی بن محمد سَمَري  د هغه بزرګوار له طرفه د  هغه څلورم خاص نماینده معرفي کړ.دغه پرهیز ګار او دحضرت امام الزمان علیه السلام د اعتماد وړ او ډاډمن  عالم ، د عباسیانو د ساډوبۍ او ځپنې په سختو شرائطو کې  خپلې دندې په رازدارۍ  اوایماندارۍ سره ترسره کولې تر دې  چې درې کاله وروسته په 329 قمري کال کې  له خپلې مړینې مخکې ئې  دامام الزمان عجل ا... تعالی فرجه الشرف د لنډ غیبت یا غیبت صغرا ختمیدا اعلان کړه .

           دوستانو  د حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه  الشریف  باندې په درود اوسلام استولو سره  خپل دغه  مطلب هم پاي ته رسوو.

« اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا خَلیفةَ اللهِ وَخَلَیفةَ آبآئِهِ الْمَهْدِیّینَ،اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا وَصِىَّ الاَْوْصِیآءِ الْماضینَ،اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا حافِظَ اَسْرارِ رَبِّ الْعالَمینَ،اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا بَقِیَّةَ اللهِ مِنَ الصَّفْوَةِ الْمُنْتَجَبینَ ....

سلام وي پر تا ائ دخدای خلیفه او د خپل پلار نیکۀجانشینه؛ چې ټول  د خداي وآخوا دخلقو لارښونکي وو،سلام وي پر تا ائ د تیرو امامانو او جانشینانو جانشینه،سلام وي پر تا ائ د خداي له غوره او خاصو بندګانو باقي پاتې بنده؛؛؛؛؛

             د  تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والود رڼا هیلې نومې لړۍ  د  نننی مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې مو په دې هیلې سره  چې پخپلو دعاګانو  به مونږ هیر یادوئ، خپل خیال ساتئ د خپلې کورنۍ او ګاونډیانو خیال ساتئ  او تاسو ټول په نیاؤمن خدای سپارو.

(سیماب)

***********************************************

 

 

ټیګونه