Jun 29, 2023 17:48 Asia/Kabul
  • ویاړمنې مېرمنې (۱)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ویاړمنې مېرمنې نومي لړۍ له ننني (لومړي) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د ایران په اسلامي جمهوریت کې د ښځو مهم او غوره مقام ته په پام سره او له انقلاب وروسته په ایران کې د ښځو د ډېرو بریالیتوبونو په پام کې نیولو سره، د دغه پروګرام نومي لړۍ په مختلفو ډګرونو کې د ایران یو شمېر ویاړلې مېرمنې معرفي کوي.

زموږ نړۍ دومره چټکه روانه ده، چې له هغې څخه لېرې پاتې کېدل او د غفلت او درېدو له امله رامنځته شوي زیانونه، نه جبران کېدونکي دي. په اوسني وخت کې د ایران د اسلامي جمهوریت یو له سترو ویاړونو څخه، په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګ او وده ده. په دې منځ کې د ساینس او ​​ټکنالوژۍ، ښوونې او روزنې، سپورټ او داسې نورو برخو کې د ښځو د پام وړ شتون بې ساري دی. په بېلا بېلو برخو کې د فرصتونو رامنځته کول، د دې لامل شول چې تکړه، کارپوه او وفاداره ایراني مېرمنې، په ایران او حتی په نورو هېوادونو کې د خپل پرمختګ بهیر ګړندی کړي او د راتلونکي نسل د روزلو مهمه دنده پر غاړه ولري. اوس مهال د ایران د پوهنتونونو د ډېرو پوهنځيو، مدیران او مرستیالان ښځې دي او د ایران د ښځو یوه مهمه ډله د نړۍ په ډګر کې رول لوبوي."د ویاړمنې مېرمنې" نومي لړۍ پروګرام کې، په بېلابېلو برخو کې له دغو ویاړلو ایراني مېرمنو سره اشنا کېږو. له موږ سره پاتې شئ.

د" ویاړمنې مېرمنې" نومي لړۍ لومړی پروګرام د سپورټ په ډګر کې په یوه زړه راښکونکي خبر سره پیلوو. په خپرو شویو خبرونو کې د آسیا د تکواندو د سیالیو پایته رسېدل اعلان شول. د دغه خبر له مخې، د آسيايي تکواندو ۲۵م پړاو سيالۍ د سویلي کوريا په چونچون(Chuncheon) ښار کې پایته ورسېدې. دا سیالۍ د چنګاښ له دویمې څخه تر اوومې (د ۲۰۲۲ کال د جون له ۲۳ تر ۲۸) پورې له ۳۴ هېوادونو څخه د ۲۹۹ تکواندو لوبغاړو په ګډون ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې د ایران د ښځو ټیم په غوره کارکردګۍ سره د لومړي ځل لپاره د اتلولۍ جام وګاټه. د ایران ټیم د سرو زرو درې مډالونه، د سپینو زرو دوه مډالونه، د برونزو یو مډال او ۵۰۰ نمرې وګټلې او د آسیا د اتلولۍ په مقام کې ودرېد. کیاني د ایران د تکواندو په تاریخ کې د څلورو ښځینه اولمپیکانو څخه یوه ده او د آسیا په سیالیو کې د تکواندو تر ټولو ویاړلې ایرانۍ ښځینه لوبغاړې ده. نوموړې په ۱۳۷۷ کال کې په شهرکرد کې زېږېدلې او په ۸ کلنۍ کې یې له خپلې خور مهتاب سره تکواندو پیل کړې او اوس د ایران د ملي لوبډلې یو له مشهورو غړو څخه ده.

ناهید کیاني چې تازه د منفي53 په وزن کې داخله شوې وه، په دویم سیډ کې د آرامتیا وروسته، د درېیم ځل لپاره د آسیا سیالیو په یو څلورم پړاو کې د فیلیپین له "جیسیکا کانابال" سره مخامخ شوه. د کیاني لومړۍ لوبه د دې اصفهاني تکواندو لوبغاړي له بریا سره مل وه او کیاني وتوانېده چې لومړی پړاو ۸ پر ۳ او دویم پړاو د ۱۵ پر ۳ په توپیر سره په خپله ګټه پایته ورسوي او دغه لوبه د دوه پر صفر وګټي.

کياني په نيمايي پايلوبه کې د چين له شياو لوانګ سره مخامخ شوه او په دويم رونډ کې په  داسې حال کې چې لوبه په مساوي ډول پر مخ تله، د يوه ګوزار په وهلو سره په وروستیو ثانیو کې،۶ پر ۴ بریا ته ورسېده.

په دویم رونډ کې هم، هغې د ۵ پر صفر ګټلو سره فاینل ته لاره پیدا کړه. په پای لوبه کې هغه د ازبیکستان له "چاروس کایوموا" سره مخامخ شوه، چې تېر کال یې دوه ځلې د ده پر وړاندې بریا خپله کړې وه. ناهید په لومړي پړاو کې وتوانیده چې د غوره کارکردګۍ په وړاندې کولو سره ۷ پر ۲ بریا ته ورسېږي. دویم رونډ یې هم له پیل څخه په ځپوونکي ډول پیل کړ او په، په زړه پورې مقابلې سره یې وکولای شول خپل سیالې ته د ۱۷ پر ۹ ماتې ورکړي او د آسیا په سیالیو کې د ایراني مېرمنو په تاریخ کې درېیم د سرو زرو مډال وګټي.

بې له شکه، دا ډول سیالۍ د ایران د ځوانو ښځو او نجونو د پټو ظرفیتونو د راژوندي کولو او بیدارولو ترټولو مهم کار دی، چې هغوی دې ته هڅوي چې په ملي او نړیوالو ډګرونو کې د خپلو استعدادونو او وړتیاوو یوه برخه نړۍ ته وښيي او له همدې لارې  نړیوالو او خپلو هېوادوالو ته څرګنده کړي چې د جنسیت توپیر نشي کولای د انفرادي بریاوو لپاره جدي خنډ وي.

په ایران کې نن سبا ښځې هم د نارینه وو په شان په مختلفو ورزشي ډګرونو کې د خپلې علاقې او توان له مخې هلې ځلې کوي او ښیې چې د اسلامي ارزښتونو په ساتلو سره کولای شي د ایران هېواد لپاره ویاړ وګرځي.

کله چې د یوه مسلمان هېواد یوه لوبډله، د سپورتي سیالیو د ترسره کولو تر څنګ، په مستقیم او غیر مستقیم ډول د سلګونو ګډونوالو او میلیونونو نندارچیانو په منځ کې د اخلاقو، ایمان، پر خدای توکل، امانت، صداقت، عاجزۍ او داسې نور نندارې ته وړاندې کوي، ګټونکی به وي. او په زړونو او ذهنونو کې به ځای ولري، ځکه چې د اسلام احکام د انسان له فطرت سره سم دي او د هغو اطاعت د هر انسان په زړه کې واقع کېږي.

يو وفادار او ژمن لوبغاړی کولاى شي په داسې حالاتو کې نورو ته د خپل دين او مذهب هويت په ډاګه کړي او په خپلو اخلاقو او ښکلو عملونو سره په غير مستقيم ډول د اسلام د ښکلاوو تبليغ او ترويج وکړي او د مسلمانانو د عزت او وياړ لامل وګرځي. څرنګه چې په دې وروستیو کلونو کې په نړیوالو سیالیو کې د ایراني مسلمانو حجاب لرونکو ښځو شتون، د دغه اسلامي فریضې د لا زیاتې پېژندنې سبب شوی دی. کیاني په تکواندو کې د خپل حجاب په اړه وايي: «حجاب زموږ د سیالانو په پرتله زموږ شرایط ځانګړي کوي.

خو له دې سره سره، موږ په دې شرايطو کې رنګارنګ مډالونه ګټلي دي او هيڅ بنديز نه لرو. له دې وروسته به هم موږ په دغو شرایطو سره په سیالیو کې ګډون کوو او زه په دې حجاب ویاړم. او د خپل هېواد نجونو ته سپارښتنه کوم چې خپله ټوله هڅه کاروي، ترڅو په هر ډول شرایطو کې بریا ترلاسه کړي.

سپورټ او رزمي هنرونه پېړۍ پېړۍ لرغونوالی لري او د ختیځ هېوادونو د پخوانیو دودونو څخه دي. په ایران کې له انقلاب څخه مخکې رزمي سپورټ ته ډېره پاملرنه نه کېده، خو له انقلاب وروسته رزمي سپورټ په بېلابېل ډګرونو کې وده وکړه او د نړۍ په زرمي سیالیو کې ایران په ټولیزه توګه له روسیې، چین، فرانسې، جاپان، اوکراین او ایټالیا وروسته، اووم مقام لري.  په دې نوي عصر کې تر ټولو بريالي رزمي هنرونه تکواندو وه.

په دې سپورټي برخه کې د ایراني ښځو او نجونو پراخ شتون، د دې ښودنه کوي چې سپورت د ښځو لپاره یوه جدي موضوع ګڼل کېږي. ښځې او نجونې د ټولنې د نیم بدن په توګه؛ د کور د مدیریت او د راتلونکي نسل  د روزنې او د سالمې ټولنې د جوړولو مسئولیت لري او دې موخې ته د رسېدو لپاره، د خپل بدن او روح  تازه والي او روغتیا ته اړتیا لري، ورزش په دې برخه کې تر ټولو مهمه وسیله ده. په آسيا کې د ايران د تکواندو اتلې ښځې، د ايران لپاره د دې تازه والي، هوښيارۍ او وياړ يوه بېلګه ده.

ژباړه: زماني

ټیګونه