د رڼا سرچینې (د امانت ستنول، حتی مشرک ته)
(د امانت ستنول، حتی مشرک ته)
د تهران راډیو قدرمنو مینه والو و د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ۳۵ برخې سره مو په خدمت کښې یوو. په ننني پروګرام کښې د سوره نساء د ۵۸ مبارک آیت شانِ نزول څیړو. دغه آیتِ شریف، په «آیه امانات» مشهور دی. نو هیله ده چې دا لیکنه تر آخره ولولئ
د اسلام ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د رمضان د میاشتې په لسمه روژه، بې له دې چې منزل اعلان کړي، د مدینې له خلکو او له نورو قبایلو له برابر شوي لس زره کسیز لښکر سره له مدینې ووته. د پیغمبر اکرم(ص) پوره کوشش دا و چې قریش، د دوي د لښکر په حرکت خبر نه شي ترڅو وکړئ شي مکه، چې د شرک ترټولو ستر مرکز و، بې له وینې بهیدو فتح کړي. د اسلام د لښکر تګ دومرهمنظم او د پوځي تاکتیک د اصولو مطابق و چې دغه لس زره کسان د مکې تقریباً په ۲۲ کیلومیټرۍ کښې تر «مرّ الظّهران» سیمې ورسیدل خو قریش او مشرکان د دغه ستر لښکر په خوځښت خبر نه شول. دغه حیرانونکی حرکت او د مسلمان لښکر جنګي هلوځلو د دښمن په زړه کښې عجیبه ویره واچوله. په دغه ځاې کښې د خدای ګران رسول(ص) امر وکړ چې لښکر په دښته کښې خور شي او هر کس یو اور بل کړي او داشان لس زره اورونه بل شول.
*/*/*/*/
ابوسفیان او د قریشو ځیڼي نور مشران چې د حدیبیې د صلحې د تړون له ماتولو او خلاف ورزۍ اندیښمن وو، معمولاً به د اسلام د لښکر له فیصلې او یا حرکت نه د خبریدو لپاره د شپې له مکې وتل او کوم کسان او مسافر به چې د مدینې له لورې ښار ته راتلل، خبر به یې ترې اخیسته.
په دغه شپه ابوسفیان د قریشو له یو بل مشر سره یوځاې هغې غونډۍ ته وخته له چرته نه چې «مرّ الظّهران» سیمه او د اسلامي لښکر تمځای څرګند ښکاریده. هغوي ناڅاپه له یوې عجیبه صحنې سره مخامخ شول. دغه پراخه دښته ټوله په اور روښانه شوې وه.
*/*/*/
هغوي د اور شعلو ته په کتو او هک حیرانه وو چې د پيغمبر(ص) تره عَبّاس بن عَبدُالمُطَّلِب، راورسید. عباس ابوسفیان ته وویل: قسم خورم چې دا شعلې او اورونه د محمد(ص) د سرتیرو دي. پوه شه چې قریش هیڅکله د هغوي په وړاندې مقاومت نه شي کولې.
ابوسفیان په ډیرې اندیښنې سره وویل: اوس به څه کوو؟
عباس وویل: چاره دا ده چې له ما سره یو ځاې د پيغمبر(ص) ملاقات ته لاړ شې او ورڅخه امان وغواړې ګني نو د ټولو قریشو ژوند په خطر کښې دی.
ابوسفیان له عباس سره یوځاې د هغه په اس کښیناسته او د پیغمبر د خیمې په لور روان شول. کله چې د پیغمبر اکرم(ص) سترګې په ابوسفیان ولګیدې نو ویې فرمایل: افسوس دې وي په تا ای اباسفیانه! آیا اوس هم هغه وخت نه دی رارسیدلی چې پوه شې له واحد خدای پرته بل معبود نشته؟
ابوسفیان چې ټول وجود یې جاهلیت و، اعتراض وکړ او ویې ویل: ولې له خپل قام او قبیلې سره جنګ ته راغلې یې؟
د خدای ګران رسول(ص) وفرمایل: تاسو ډیر ظالمان او فاجران یئ. تاسو خپله ژمنه او تړون مات کړ او خزاعه مو د خدای په حرم کښې ووژه.
ابوسفیان وویل: ښه به نه وي چې د قریشو پر ځاې له هوازان قبیلې سره وجنګیږې چې په لرې خپلولۍ کښې راځي؟
رسول الله مبارک وفرمایل: هیله لرم چې دا ټول کارونه د مکې په فتحې سره ترسره کړم. بیا یې ورته وفرمایل: افسوس دې وي پر تا ای اباسفیانه! آیا اوس وخت نه دی چې پوه شې زه د خدای له خوا رالیږل شوی او د هغه پیغمبر یم؟
ابوسفیان وویل: له «لات او عُزّا» سره څه وکړم؟
دغه وخت عباس د هغه خبره پرې کړه او په قهر یې ورته وویل: افسوس! ولې اسلام نه راوړې؟
دغه وخت ابوسفیان له ناچارۍ مسلمان شو. په هم دې وجه پیغمبر هغه ته وفرمایل: دا له زړه نه بلکې تش په ژبه یې وایې.
عباس چې د ابوسفیان په تسلیمیدو او مسلمانیدو خوشال شوی و، د خدای ګران رسول ته یې عرض وکړ: یا رسول الله! ابوسفیان یو جاه طلبه انسان دی، ښه به وي چې یو ویاړ ورکړې؟
پیغمبر اکرم چې خدای تعالی رحمت اللعالمین بللی دی، وفرمایل: هو، هر کس چې د ابوسفیان کور ته لاړ شي، په امان کښې دی او هر کس چې مسجدالحرام ته پیاه یوشي په امان کښې دی او هر کس چې خپل کور ته ننوخي او ور په ځان پسې بند کړي، په امان کښې دی.
*/*/*/*/*/*
رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) عباس ته وفرمایل: له تلو مخکښې ابوسفیان لږ د غره په څوکه ایسار کړه! نو بس ابوسفیان کښیناسته او د اسلامي لښکر منظمې دستې یې مخې ته تیریدلې. عباس به یوه یوه قبیله ابوسفیان ته معرفي کوله چې دا د بني سُلَیم قبیلې خلک دي... دا مُزَینه دي... او داسې نور.
ابوسفیان چې سخت تر رعب لاندې راغلی و، عباس ته وویل: هیڅ څوک له دې لښکر سره د جنګیدو طاقت نه لري. د وراره سلطنت دې څومره لوې شوی دی. عباس وویل: دا «سلطنت» نه دی، «نبوت» دی.
دغه وخت ابوسفیان په چټکۍ سره د اسلام د لښکر له خوا روان شو او ځان یې مکې ته ورسوه او چغه یې کړه: او د قریشو ډلې! محمد(ص) له ستر لښکر سره راروان دی، له داسې لښکر سره چې په تاسو کښې هیڅوک یې مخې ته د ټینګیدو او مقاومت توان نه لرئ او خبر شئ چې هر څوک زما کور ته راشي، په امان کښې دی. د ابوسفیان ښځې، د عتبه لور هنده چې کله دا خبر د خپل میړه له خولې واوریده نو چغه یې کړه: دا سړی ووژنئ، مخ دې تور شه چې دا خبر دې راوړه.
ابوسفیان د هغې په ځواب کښې قریشو ته په خطاب کښې وویل: په زغرده وایم چې تاسو له دغه لښکر سره د مقابلې وس نه لرئ. پوه شئ چې هر څوک زما کور ته راشي، په امان کښې دی.
خلکو په ویره وویل: آیا د مکې خلک ستا په کور کښې ځاييږي؟ ابوسفیان وویل: هر کس هم چې خپل کور ته ننوځي او په ځان پسې ور پورې کړي، په امان کښې دی او هر کس هم چې مسجدالحرام ته لاړ شي، په امان کښې دی.
*/*/*/
د اسلام لښکریان مکې ته ننوتل. مکه تسلیم شوې وه. مکه ښار چې یوه ورځ یې خپل ټول توان د اسلام د ګران پیغمبر(ص) له الهي بلنې سره مبارزې او د هغه حضرت د مقدس غږ د غلې کولو لپاره کارولی و، اوس یې له ویرې او خضوع سره مله چپتیا غوره کړې وه او خلکو د خپلو کورونو د ورونو له چوڼونو او ځینو له غرونو څخه د رسول الله مبارک دغه عظمت او پرتم لیده.
پېغمبراکرم (ص) په ډېر عظمت او جلال سره د مکې معظمې له لوړې څوکې څخه ښار ته داخل شو او د "حجون" په سيمه کښې د حضرت ابو طالب قبر ته څېرمه کېناست. لږه شیبه یې دغلته ارام وکړ او بیا په داسې حال کښې چې په اوښ سپور و، د خدا د کور د زیارت او طواف لپاره د مسجدالحرام په لور روان شو.
*/*/*/
د کعبې په لور د پیغمبر اکرم(ص) د تګ په لاره کښې مسلمانان او مشرکان ولاړ وو. ځینې له ویرې او غصې لالهانده وو. ځینو خوشالۍ کولې. رسول الله مبارک په داسې حال کښې چې د اوښ پړی یې د «محمّد بن مَسلَمَه» په لاس کښې و، او د اسلام سرتیري یې چاپیره راغونډ وو، د کعبې خوا ته ورسید او د حجر اسود په خوا کښې یې تکبیر ووایه. اصحابو یې هم ورپسې په لوړ غږ تکبیر ووایه. په مسجدالحرام کښې عجیبه ولوله وه. د مسلمانانو په ذهنونو کښې هغه ورځې راغلې چې په مکې کښې به یې د اسلام او د کلمة الله په خاطر له مشرکانو او بت پرستو نه تازیانې خوړلې او شکنجه کیدل به خو اوس د مکې په مینځ کښې په مسجدالحرام کښې په پوره ویاړ او اقتدار سره د توحید او واحد پرستۍ غږ پورته کوي.
رسول الله مبارک د خدای د کور طواف شروع کړ او د طواف په دورا ن کښې یې سترګې مبارکې په هغو غټو بتانو ولګیدې چې مسجدالحرام یې ککړ کړی و. نو بس په لکړې سره یې د کعبې په دیوال د ځړول شویو بتانو راغورځول او ماتول پیل کړل. ځینو بتانو ته یې لکړه نه رسیده په دې وجه یې امام علي علیه السلام ته امر وکړ چې د پیغمبر په اوږدو پښې کیږدي او پورته شي ترڅو بتان راوغورځوي.
امام علي اول ونه منله چې د پيغمبر په اوږدو پښې کښیږدي خو رسول الله مبارک ورته وفرمایل: که زما ټول امت وغواړي چې زما وزن وزغمي نو د وحي د دروندوالي او عظمت په وجه یې نه شې زغملی خو زه ستا وزن رغملی شم.
*/*/*/*/
د اسلام ګرانقدره پیغمبر(ص) د بتانو له شتون څخه د خدای د کور د داخلي برخې د پاکولو لپاره د کعبې د چابیانو خاوند عثمان بن طلحه چې لا مشرک و، راوغوښته او د کبعې چابیانې یې ترې واخیستې. د کعبې د خونې کِلي داري، په عربانو کښې یو ډیر لوړ مقام ګڼل کیده. د پيغمبر تره عباس، له کعبې څخه د بتانو له لرې کولو او له دغه مقدس ځاې څخه د پیغمبر له راوتلو وروسته، له هغه وغوښتل چې د خدای د کور چابیانې ده ته ورکړي. ځینې کسان باور لري چې عباس غوښتل د اسلام د ستر پیغمبر له وجود څخه چې د ده وراره و، په خپله ګټه استفاده وکړه. دغه وخت د نساء د مبارکې سورې ۵۸ آیت نازل شو چې فرمايي:
«خدای تاسو ته حکم کوي چې امانتونه د هغوي خاوندانو ته ستانه کړئ او که د خلکو په مینځ کښې قضاوت کوئ نو په انصاف او عدالت سره قضاوت وکړئ، په حقیقت کښې غوره هغه څه دي چې خدای یې تاسو ته نصیحت کوي، خدای اوریدونکی او او لیدونکی دی».
له دې وروسته رسول الله مبارک د خدای د کور ور بند کړ او د قدرت او دبدبې په اوج کښې یې چاپي، عثمان بن طلحه ته وسپارله او ورته یې وفرمایل: ای د طلحه زویه! دا چابي واخله او پوه شي چې هیڅوک به یې درنه وانه خلي مګر دا چې ظالم وي.
عثمان د دې خبرو په اوریدو سره د اسلام له لوړو ارزښتونو سخت اغیزمن شو او په هم هغه شیبه مسلمان شو.
*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی