Jul 14, 2023 07:33 Asia/Kabul
  • د کیسو جنګ (۱۲) نفوذ

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د کیسو جنګ نومي لړۍ له ننني (۱۲م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې خپرونه کې مو د هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې په موخه، د کلتوري ډیپلوماسۍ، کلتوري سفیرانو او په نورو بېلابېلو بڼو سره، د نفوذ پر ستراتیژۍ خبرې کړې دي. له موږ سره واوسئ.

د ایران له اسلامي انقلاب وروسته د ایران تاریخ له داسې مثالونو ډک دی، چې دښمن په ځانګړي نفوذ او طرحې او د خپلو داخلي عواملو په کارولو سره، د کسانو او ډلو له فزیکي له منځه وړلو څخه نیولې، بیا د محاسبې د تېروتنې او په مهمو برخو کې د اطلاعاتو تر له منځه وړلو پورې، په مختلفو لارو سره د انقلاب د بدلون هڅه کړې ده.

 له انقلابه وروسته په کلونو کې کله ناکله د انقلاب ضد او د دښمن د کاميابۍ ځینې پېښې شته، چې لږو خلکو يې په اړه اورېدلي او يا يې په جزئياتو پوهېږي. د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمنانو په تېره بیا د امریکا او صهیونیسټي رژیم لخوا د هېواد په سیاسي، ټولنیزو، کلتوري، علمي او نورو برخو کې د نفوذ د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل، یو له هغو خطرونو څخه دی، چې حضرت امام خمیني(ره) او حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي، په وار وار چارواکو او خلکو ته په دې اړه خبرداری ورکړی او په دې برخه کې د دوی د احتیاط غوښتنه کړې ده.

د دښمنانو د نفوذ له موخو څخه د دیني علومو مرکزونه دي، چې په اړه یې امام خمیني (ره) فرمایلي: چې کله استکبار د روحانیت او علمیه حوزو له مطلقې نابودۍ څخه ناهیلي شو، د زیان رسولو لپاره یې دوې لارې غوره کړې، یوه یې د ډار او زور  له لاره او بله یې د چال او نفوذ لاره. کله چې د تهدید او ویرې تاکتیکونه ګټور نه وو، د نفوذ لارې پیاوړې کړې.

په تېرو کلونو کې د اسلامي انقلاب معظم رهبر، حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي، په ځلونو په اسلامي هېوادونو کې د لوېدیځ په تېره بیا د امریکا د نفوذ د خطر په اړه خبرداری ورکړی. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته، په اسلامي نړۍ کې د امریکا ضد درېځ زیات او په نړۍ کې د امریکا انځور په خرابېدو شو. امریکا له دې بهیر سره د مقابلې او د لوېدیځې آسیا په سیمه کې د خپل له منځه تللي شهرت د بېرته راګرځولو لپاره، د نفاق او نفوذ دوه سیاستونه غوره کړل. البته، دلته د نفوذ معنی د جاسوسۍ، د امنیت له منځه وړلو، لابي کولو او د موخه هېواد په واک او جوړښت کې ځای پیدا کولو له مفاهیمو څخه بهر ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په 1398 کال کې په خپله یوه غونډه کې وفرمایل: هغه دوستان چې د کلتور له موضوع سره اړوند دي، دې ته جدي پام وکړي، موږ له هر اړخیز برید سره مخامخ یو. یوه لویه کلتوري جبهه پر موږ برید کوي. دا هم د دوی په خبرو کې دي، بې له شکه موږ په دې پوهېږو، خو اوس دوی هم په ښکاره وايي، چې پر اسلامي جمهوریت او د اسلام پر واکمنۍ برلاسي کېدل، په پوځي جنګ او اقتصادي بندیزونو سره بریالۍ نه ده، بلکې په کلتوري کار او نفوذ سره د بریا وړ ده، ذهنونه باید بدل شي، پر مغز باندې باید کار وشي، هوسونه باید وهڅول شي؛ دوی دا اوس په ښکاره توګه وايي.

نفوذ یو څو اړخیزه ښکارنده ده. د هغې یو اړخ کلتور دی. ځینې ​​په دې باور دي چې د سیاست په نړۍ کې عامه ډیپلوماسي د کلتوري نفوذ یوه خوندوره بڼه ده، چې د مخاطب منفي حساسیت نه راپاروي. عامه ډیپلوماسي(Public diplomacy) په لومړي ځل په ۱۹۶۵ کال کې په امریکا کې د اډمونډ ګولین(Edmund Gullion) لخوا وړاندیز شوې وه. د وخت په تېرېدو او په مختلفو مفهومي او معنایي بهیرونو سره، نن ورځ دا د ډیپلوماسۍ یو ډول ګڼل کېږي. عامه ډیپلوماسي، د هغوی د امریکایي اختراع کوونکو له نظره، هغه پروګرامونه دي چې د یوه دولت لخوا د بل هېواد د عامه افکارو د خبرولو او اغېزمن کولو لپاره پلان شوي.

جین بیګلر(Gene E. Bigler) د عامه ډیپلوماسۍ معنی د ارتباط پرځای تقریبا د نفوذ(influence) په معنی ګڼي. هغه په ​​​​دې باور دی، چې په عامه ډیپلوماسۍ کې، هغه څه مهم دي چې "موږ څنګه کولای شو د نورو هېوادونو د خلکو (یا د ځینو خلکو) نظر ترلاسه کړو، ترڅو د امریکا د موخو د ملاتړ لپاره د دوی پر حکومتونو فشار راوړو. په دې خبره هغه وخت پوهېږو چې موږ اورو، د امریکا د ملي امنیت د ادارې(NSA)  مشر پاول میکی ناکاسونه(Paul M. Nakasone) په ۲۰۲۰ کال کې اعلان وکړ: "موږ د ایران د خلکو معلومات په ۲۰ میلیارده ډالرو له بېلابېلو پلیټ فارمونو اخیستي دي." په دې لړ کې ټلګرام اعلان کړی چې په یوه ورځ کې یې د ایرانیانو د معلوماتو له پلور څخه میلیاردونه ډالر ګټلي دي. نفوذ د نرم جنګ یوه برخه ده. د هدفي ټولنې د ذوقونو، تمایلاتو او فکري تمایلاتو په اړه د معلوماتو په راټولولو سره، د مطلوب هدف په لور د عامه افکارو لارښوونه اسانه ده.

د عامه ډیپلوماسۍ او دودیزې ډیپلوماسۍ تر منځ توپیر دا دی، چې دا یوازې د دولتونو په اړیکو پورې محدود نه دی، بلکې لسګونه غیر دولتي فعالین لکه ډله ایزې رسنۍ، ډلې او ټولنې په بېلابېلو برخو کې فعالې دي او د تعلیمي او کلتوري، اقتصادي، ساینسي او هنري تبادلې، د اصلي لوبغاړو ترڅنګ یا په مهمه توګه، رول لوبوي. امریکا په نورو هېوادونو کې د خپل نفوذ او ستراتیژیک نفوذ لپاره دا ډول ډیپلوماسۍ ډېره کارولې، د هنر او سپورټ د بېلابېلو ډګرونو ستوري یې د پام وړو هېوادونو ته لېږلي، د ذهنونو د بدلولو لپاره یې ګامونه پورته کړي او تل یې د مشاهیر ډيپلوماسۍ(celebrity diplomacy) په توګه یاد کړي او هغوی خپل کلتوري سفيرانو يادوي.

د بېلګې په توګه، په 2011 کې، افریقايي سوډان هېواد د عمومي ټولپوښتنې له لارې وویشل شو. امریکا د دې وېشلو تر ټولو مهم ملاتړی او عامل وو. د هالیوډ اداکار، جورج کلوني سوډان ته د CNN د لېږل شوي خبریال په توګه د امریکا د عامه ډیپلوماسۍ په وده کې اغېزمن رول لوبولی. ګلوبل پوسټ په هغه وخت کې ولیکل: "جورج کلوني سویلي سوډان ته ولاړ، ترڅو په دې حساس وخت کې د دې ستراتیژیک ریفرانډم شاهدي وکړي او خلکو ته خبر ورکړي چې څه کار باید ترسره کړي، ترڅو ریفرانډم پر خپلې طبیعي لارې ولاړ شي او د کورنۍ جګړې د بېرته راستنېدو خطر ټولو ته خبرداری ورکړي او د دوی د ارزښت په اړه ورسره خبرې وکړي.

د سوډان د ولسمشر عمر البشیر لپاره د عربي ټولنې د غړو هېوادونو د ملاتړ سره سره، د جرمونو نړیوالې محکمې د جنګي او بشریت ضد جرمونو په تور د هغه د نیولو امر صادر کړ. په دې توګه د دارفور د تیلو بډایه سیمو ته چې په عین وخت کې د نړۍ تر ټولو بډایه مسو او یورانیمو کانونه هم لري، د لوېدیځ دسیسې ممکنې شوې.

آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په خپله یوه وینا کې د شواهدو په اساس، په اسلامي هېوادونو کې د لوېدیځ د نفوذ یوه لاره، د علمي حلقو او د پوهنتونونو له استادانو او محصلینو سره د ارتباط له لارې بللې. تعلیمي تبادله د امریکا د عامه ډیپلوماسۍ یوه لاره ده، چې موخه یې په مختلفو هېوادونو کې د هغه ځواکونو روزل دي، چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ سره سم ګام پورته کړي، او په ښکاره ډول د زده کړیالانو تبادله د شرایطو سره د راتلونکي رهبرانو او د مېلمنو رهبرانود تبادلې په نوم یاد کړې ده.

د بېلګې په توګه، په دې برخه کې یو له فعالو امریکایي بنسټونو څخه د (IIE)  Institute of International Education  ښوونیز نړیوال انسټیټیوټ دی، چې په امریکا کې د تعلیمي ډیپلوماسۍ په نوم تاسیس شوی. د دغې ادارې ۶۰ سلنه بودیجه د امریکا د حکومت له خوا ورکول کېږي او خپلې هڅې یې د عراق، هند، چین، کیوبا، ویتنام او روسیې په څېر هېوادونو کې د اړیکو رامنځته کولو لپاره چې د معلوماتو له مخې د امریکا لپاره هدف ګڼل کېږي، متمرکزې کړې دي.

د وروستیو کلونو سیاسي تاریخ له داسې پېښو ډک دی، چې د هغوی په پېژندلو کې غفلت، د دې هېواد د خلکو طبیعت او برخلیک په پرلپسې ډول ننګولی دی. ښايي د ایران د اسلامي انقلاب په لومړیو لسیزو کې شخصي او فردي نفوذ لومړنی اهمیت درلود، خو ورو ورو یې فکري او سیاسي نفوذ ته ځای ورکړی. د تصمیم جوړولو مرکزونه د فکر د تولید د مرکزونو په توګه او د تصمیم نیولو مرکزونه د فکر د وېش او د هېواد د سترو او مهمو ستراتیژیو په توګه د دښمن تر نفوذ لاندې دي. په عمومي توګه د تصمیم جوړونې او تصمیم نیونې د مرکزونو د نفوذ اصلی موخه، په اسلامي ایران کې د انقلابي روح سره مقابله ده .

له نېکه مرغه په ​​تېرو کلونو او د وخت په تېرېدو سره د انقلابي ځواکونو په فکري او فزیکي همغږۍ او د مسئولو بنسټونو د رهبرۍ په تاکتیک او تدبیر سره، اسلامي جمهوریت په دې برخه کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې او حتی په ځینو مواردو کې د دې ځواکمن سیال څخه هم مخکې شوی او  تجربه لرونکی دښمن یې په خپل ډیزاین کړي پلان کې تېرباسلی.

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په وینا: نن ورځ د حق جبهه د زیربناوو او تاسیساتو له اړخه پیاوړې شوې ده او نن سبا د دښمن لپاره د حق د جبهې ننګول ګران کار دی، نو ځکه نرم جنګ ته یې مخه کړې او د ذهنیتونو د له منځه وړلو هڅه کوي، او دا زموږ د ځواک او وړتیاوو له امله دي.

ژباړه: زماني

ټیګونه