Jul 19, 2023 15:48 Asia/Kabul
  • ویاړمنې مېرمنې (۳)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ویاړمنې مېرمنې نومي لړۍ له ننني (درېیم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

حجاب یو له ننګونو ډکه او جنجالي موضوع ده، په تېره بیا اسلامي حجاب، چې پر خپلو جذابیتونو سربېره، په بېلابېلو ټولنو کې له مختلفو نظریو سره مخ کېږي. په ایراني ټولنه کې د ښځو تاریخ ته یوه تحلیلي کتنه ښيي چې د تاریخ په اوږدو کې د ایران خلک، تل له یوه بډایه او باثباته کلتور څخه برخمن وو او د خپل کلتور سره سم یې د ظاهري بڼې او د جامو ډولونو ته هم پاملرنه کړې ده. په دې ډول چې د مناسبو او ښايسته جامو انتخاب، د هغوى ټولنيز حيثيت او کلتوري معيارونه هم څرګند کړي دي.

د ښځو لپاره د حجاب ساتنه او پالنه او د مناسبو جامو غوره کول، د کلتوري برخو څخه دي، چې هر ملت باید د هغې ټولنې د ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو په ساتلو او خوندیتوب کې هڅه وکړي، ایراني مېرمنو هم د نېکمرغه دین په توګه، د اسلام د مبارک دین له منلو وروسته، حجاب او اسلامي جامه منلې او تل یې د ایران په معاصر تاریخ کې د حجاب د کشف په څېر دسیسو پر وړاندې، د حجاب د ساتنې لپاره تر مرګه پورې مبارزه کړې ده. ځکه دوی په دې باور دي، چې حجاب یو طبیعي امر دی او د مسلمانې ښځې عفت او شخصیت ساتي.

البته د حجاب مثبتې اغېزې په نظري ډول نه دي، بلکې په عملي ډګر کې هم ثابته شوې چې حجاب د ښځو وړتیا، توانايي او فکري روغتیا ته وده ورکوي. اوس په ایران کې حجاب لرونکې ښځې، د بېلابېلو ټولنیزو دندو په منلو کې، کومه ستونزه نه لري. دوی په ټولنه کې د حجاب په مراعاتولو سره د سولې او امنیت تر سیوري لاندې فعال او مثبت حضور لري. ایرانۍ مېرمنې اوس د مدیریت، ساینس، طب او سپورټ په برخو کې د پام وړ رول لوبوي، "کبری غیاثي" یوه له دغو ایراني مېرمنو څخه ده.

هغه د ځان د پېژندنې په اړه وايي: زه کبری غياثي يم. زه په سپورټ کې د لیسانس سند او په قرآني علومو کې د څوارلسم(BA) سند لرم. له ۱۳۷۴ کال راهیسې د نښې ویشتلو په فدراسیون کې د ورزشکار او د نښې ویشتنې روزونکې، د دغه ولایت د نښې ویشتنې مرستیاله، د لوبډلې څارونکې، د ډلې سرپرسته، نړیواله لوبڅاره (ریفري)، سرپرست او د ملي ټیمونو روزونکې پاتې شوې یم. د څه مودې لپاره مې د نښې ویشتنې په ډګر کې د معلولینو او جانبازانو ورزشکارانو د څارونکې او روزونکې په توګه دنده ترسره کړې. کومه ثابته او رسمي دنده نه لرم، مګر د ټولنیز او کلتوري فعال په توګه کار فعالیت ترسره کوم. پخوا ښوونکې وم، مګر دا چې زما خاوند د تپل شوې جګړې جانباز دی او د اوږدې مودې لپاره په کوما کې وو، اړه شوم چې  خپلې دندې ته بدلون ورکړم. زه د څو دورو لپاره د ایلام ولایت د نښې ویشتنې پلاوي  مسئوله وم. په اوس وخت کې د روزونکې په دنده کې د خپل ولایت ځوانان او تنکي ځوانان روزم، تر څو په نړیوالو ټولنو کې د ایران د اسلامي جمهوریت بیرغ اوچت کړي.

مېرمن غياثي د ایلام ښار په يوه مذهبي کورنۍ کې زېږېدلې ده. د شاه د رژيم پر وړاندې په مبارزه کې د خپلې کورنۍ د فعاليتونو له امله، له ماشومتوب څخه د خپلې مور او يا د خپلو وروڼو په لارښوونه، په انقلابي فعاليتونو کې برخه اخيستې ده. د اسلامي انقلاب له راتلو سره په فعاله توګه حضور پيدا کولو او د هغه وخت له څو تنو بسيجي ښځو سره يې خپل بسيجي فعاليتونه پيل کړل . هغه وايي: کله چې مې واده وکړ، د انقلاب او جګړې په پیل کې، د دهلران په ګرمو او بې اوبو کلیو کې له خپل پړوني په سر کولو سره، انقلابي او بسیجي فعالیتونه کول. د څه مودې لپاره په ایلام کې نه وم.

کله چې موږ بېرته ایلام ته راغلو، لومړنۍ ښځه وم چې د پوځي وسلو روزنه مې ورکوله. دې کار ته مې دوام ورکړ، خو جګړه ختمه شوه. یوه ښوونکې وم او ما غوښتل چې د نښې ویشتنې تدریس ته دوام ورکړم، تر دې چې پوه شوم چې کولای شم په ایلام کې د نښې ویشتنې سپورټ پیل کړم. په ۱۳۷۱ کې، موږ دا کورس په ایلام کې د خویندو لپاره پیل کړ. په دې لاره کې مې ډېره هڅه وکړه، که څه هم زه د یوه ناروغ او جانباز مېرمن وم او د خپلو دوو اولادونو پالنه مې پر غاړه وه، خو د نښې ویشتنې د سپورټ له ټولو پړاوونو څخه د نړۍ تر کچې پورې ورسېدم، تر دې چې د نښې ویشتنې فدراسیون او د جانبازانو او معلولینو فدراسیون له خوا د ملي ټیم د روزونکې په توګه معرفي شوم."

غیاثي د خپلو ګڼو مسئولیتونو او په نړیوالو ورزشي غونډو کې له ګډون سره سره، تل حجاب د خپل زینت په توګه ګڼلی او پر هغه ویاړي. هغه وايي: "زما په آند باید لومړی پر حجاب باور وشي، حجاب په انسان کې د یوې ونې په څېر دی، چې باید د رېښو له پلوه قوي وي. زه پخپله په یوه دودیزه، مذهبي او دیني کورنۍ کې روزل شوې یم او حجاب یې په ښه توګه په کور کې ما ته تشریح کړی وو. له همدې امله ما دا مسله په خپل زړه او ذهن سره منلې ده. زه باور لرم چې حجاب په ځانګړې توګه غوره حجاب، یوې ایرانۍ ښځې ته ځانګړې ښکلا ورکوي، زه به هېڅکله په ایران کې او یا له ایرانه بهر خپل حجاب نه پریږدم.

د پولنډ د نړیوال جام په سیالیو کې، پولنډي ورځپاڼې په پړوني کې زما انځور د خپلې ورځپاڼې په لومړي مخ کې د لوبغاړو سره خپور کړ. پولنډي خبريال ماته ورځپاڼه وښودله او ماته یې ډېر درناوي وکړ. زه ډېره  خوشحاله شوم. اساسا، په نړیوالو سیالیو کې، دوی تل زما څخه پوښتنه کوي، چې آیا ستاسو پړونی ستاسو د سپورټ یا پرمختګ مخه نه نیسي؟ او ما به تل په آرامه او په خندا ورته ځوابونه ورکول او ویل مې چې حجاب په ځانګړې توګه پړونی، د عفت او پاکۍ لامل ګرځي او د نړۍ د غوره ښځو حضرت فاطمې (س) تر ټولو غوره ډالۍ او یادګار دی. "په نړۍ کې د نښې ویشتنې ریکارډ زما د یوه زده کوونکې لخوا د پولنډ په سیالۍ کې بدل شو، او دا زما او زما د هېواد لپاره لویه بریا وه."

د مېرمن غیاثي له نظره، اوسنۍ نړۍ ته اړتیا ده چې د ښځو په اړه خپل چلند بدل کړي، د هغې انساني کرامت ته درناوی وکړي او دا حقیقت ومني چې حجاب د ښځو د پرمختګ خنډ نه دی، بلکې د هغې د سالمې او ګټورې ودې لپاره یو مناسب بستر وي. کبری غیاثي په دې اړه وايي: "نن ورځ زما د خاورې مېرمنو په بېلابېلو برخو کې په خپل ځواکمن شتون سره دا ثابته کړې ده.

د ښځینه لوبغاړو وړتیا هم د ښځو له ورزش څخه د ملاتړ څرګندونه کوي، چې هر څومره له دوی څخه ملاتړ وشي، هغومره به د هېواد د ورزش کچه لوړه کړي او له دوی څخه ملاتړ په یو ډول د هېواد د ملي پانګې ملاتړ دی چې ترڅنګ یې، د دوی نړیوال حضور هم د ایران پر ضد دسیسې او نامشروع نړیواله فضا له منځه وړي. نن سبا په لوېدیځو هېوادونو کې د ایراني ځوانانو او تنکیو ځوانانو په ځانګړې توګه د نجونو پر ضد ډېر تبلیغات کېږي او کورنۍ باید د سمې څارنې او روزنې له لارې له دغو تبلیغاتو څخه دوی وساتي. زه حجاب د ځان لپاره یو مصونیت ګڼم، نه محدودیت. او دا یو خالي شعار نه دی، مګر ورباندې باور لرم. په سم پلان او په بشپړ حجاب سره  کولای شو خپلو ټولو چارو ته ورسېږو »

نن ورځ کارپوهان په دې باور دي چې حجاب د ښځو د ځان د ارزښت له احساس سره مستقیمه اړیکه لري. هغه ښځې چې په ځان باور لري او ځان ته ارزښت ورکوي، د کموالي احساس نه کوي او هڅه نه کوي چې د پردیو نارینه وو پام ځانته راواړوي. د یوه امریکایي ارواپوه، ابراهام مسلو(Maslow) په وینا، کله چې د ځان درناوي اړتیا پوره شي، انسان د ځان ډاډمن او ارزښتناک احساس کوي او په نړۍ کې خپل حضور ګټور او اغېزمن ګڼي.

اسلام په دې باور دی چې ښځه هر څومره متینه او باعزته وي، د هغې درناوی زیاتېږي. د جاپان د یوه پوهنتون استاده ډاکټره ساچیکور مورآتا(Dr. Sachikur Morata) چې د حجاب په اړه یې څېړنه کړې، دې پایلې ته رسېدلې چې: د ښځې لطف او حیا د حجاب له امله ده. حجاب د ښځې سپېڅلی محرمیت او د هغې د آرامښت قلعه ده او ټولنې ته د ښځې ارزښت او مقام یادوي.»

ژباړه: زماني

ټیګونه