Jul 23, 2023 15:11 Asia/Kabul
  • د کیسو جنګ (۱۳) نفوذ

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د کیسو جنګ نومي لړۍ له ننني (۱۳م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

تاسو به هم خامخا د یونان یو له افسانوي جګړو څخه د تروا د جنګ کېسه اورېدلې وي. د تروا جګړه هغه حماسه ده، چې یوناني شاعر هومر د مسیح له میلاد څخه دمخه، په الیاد کتاب کې انځور کړې. په دې کېسه کې لولو چې د یونان د پوځ له خوا د تروا ښار له لس کلنې بې پایلې محاصرې وروسته، یونانیانو ښار ته د ننوتو لپاره، د آس په شکل د لرګي یوه لویه څېره جوړه کړه او خپل ځینې جنګیالي یې پکې پټ کړل. بیا، دوی داسې ښودنه کوله چې ګواکي ښار ته له ننوتلو څخه ناهیلي شوي دي، دوی د ښار محاصره پای ته ورسوله، په خپلو کښتیو کې سپاره شول او په ظاهره توګه له هغه ځایه ووتل.

د تروا ښار خلکو چې فکر کولو دوی پر دښمن باندې بریالي شوي دي، آس یې د بریا د نښې په توګه ښار ته دننه کړ او جشن یې پیل کړ. د شپې پر مهال  چې ستړي خلک ویده شوي وو، یوناني سرتېري له آس څخه راووتل، د ښار دروازې یې د یوناني لښکرو عسکرو ته پرانیستې، چې د شپې په تیاره کې بیرته راستانه شوي وو. په دې توګه د یونان پوځ د تروا ښار ته ننوتل او د خلکو په وژلو او د تروا ښار په ویجاړولو سره یې جګړه وګټله.

له پرته دې چې د تروا کېسه رښتیا ده یا نه، دا په ټولنه کې د نفوذ لپاره د دښمن د هوښیارتیا ښودنه کوي. نن ورځ، په مختلفو برخو کې د انسان له پرمختګ سره، د نفوذ وسایل بدل شوي. په دې ډول چې په فکرونو او ذهنونو کې نفوذ، د یوه هېواد په جغرافیایي پولو کې د فزیکي نفوذ په پرتله ډېر اغیزمن دی.

د جوزف نای تئوریسین په وینا: که زه وکولای شم یو کار وکړم، هغه څه چې زه یې غواړم، تاسو یې زما څخه وغواړئ، نو په دې حالت کې به زه اړ نه شم چې تاسو د هغه کار ترسره کولو ته مجبور کړم.

موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې له یوه هېواد څخه بل هېواد ته د نفوذ کولو وسیلې متنوع او پراخې دي: د رسنیو له تنوع څخه نیولې، بیا د بشردوستانه مرستو په بڼه، علمي، کلتوري او اقتصادي پروژو پورې / پرته له دې چې د پوځي جګړو په څېر، ستر مالي او بشري لګښتونه ولګوي. مجازي نړۍ د تروا د آس په څېر عمل کوي. د بېلګې په توګه، د ټلګرام مجازي شبکه په پام کې ونیسئ. ویل کېږي چې د خپلو ایراني کاروونکو ته د خدماتو د وړاندې کولو په موخه، لږ تر لږه درې زره سرورونه کاروي، یا په سلګونه سپوږمکۍ چینلونه، له کلونو راهیسې د ایرانیانو لپاره د خبرونو، فلمونو او سریالونو په ګډون، وړیا پروګرامونه تولیدوي او خپروي.

د دغو شبکو اصلي چلوونکي په تېره بیا امریکا، انګلستان او صهیونیسټي رژیم دي او کله ناکله د فارس خلیج د هېوادونو له خوا هم مالي ملاتړ ترې کېږي. په ایران کې د تېر ۱۴۰۱ کال په ناکراریو کې، نړۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام پر ضد د یوې څپې شاهده وه، چې د هغې ستره پلمه، د مهسا امیني د وژنې څرنګوالی یو لوی دروغ وو. په لومړي سر کې دروغ د میډیا له لارې جوړ شو.

بیا د وژنو پروژه پیل شوه، چې په ځانګړې توګه د مختلفو توکمونو د نجونو تر منځ د دوی د هڅولو لپاره وه. په ورته وخت کې بېلتون غوښتونکې ډلې فعالې شوې او د پوځي وسلو په راوړلو سره، په هېواد کې دننه د ناامنو رامنځته کولو هڅه وکړه او د داعش ډلې غړو ته دا موقع برابره شوه، چې پر یوه زیارت په برید سره، یوه ډله ښځې، ماشومان او نارینه زیارت کوونکي په وینو کې لت پت کړي. ټوله کېسه په لوېدیځو رسنیو کې په دې هیله وڅرخېده، چې د ایران د ولس په یووالي او اتحاد کې نفوذ وکړي.

یو مشهور امریکایي ستراتیژي لیکونکی  مارک پالمر(Mark Palmer)، چې د امریکا په ډیپلوماتیک سیسټم کې د د دې هېواد د بهرنۍ پالیسۍ یو له نوښتګرانو څخه بلل کېږي. هغه د ایران په ډګر کې یو له هغو نظریه ورکوونکو څخه دی، چې په ایران کې یې د حکومت د سوله ایز بدلون نظریه او ۱۵ حل لارې وړاندې کړې دي. چې ډېری یې د نرم جنګ پروپاګند دی. دا بهیر له دننه څخه د حکومتدارۍ سیسټم بدلول غواړي، او داسې وړاندیزونه لکه: د ایران له داخلي کمزوریو او اختلافونو څخه ګټه پورته کول، د مدني نافرمانۍ هڅول، د غیر دولتي او محصلینو سازمانونو جوړول، په ایران کې د نادولتي مؤسسو د فعالیتونو اسانتیا، د مدني نافرمانۍ د زیاتولو لپاره د سیلانیانو په توګه د خلکو لېږل او داسې نور، مطرح شوي دي.

هر هغه برخه چې د ټولنې یووالی ننګولی شي، د رسنیو لپاره یوه موضوع او د نفوذ لپاره یوه تګلاره ده. ولسي موسسې (NGOs) هغه غیر دولتي موسسې دي، چې د خلکو په ګډون، په مختلفو برخو کې د ټولنې د ستونزو د حل لپاره کار کوي. تر اوسه پورې، هغه مسله چې د ټولنې په اداره کې د خلکو فعال ګډون ته اشاره کوي، د ټولو له خوا منل شوې او تصویب شوې ده. د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، د ایران خلکو د دغو سازمانونو په جوړولو کې چې په اصل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په حکم رامنځته شوي دي، د قدر وړ تجربې لري. لکه د بیارغونې سازمان، بسیج، د لیک لوست غورځنګ او داسې نور، د همدې غوره کارونو  له امله ده چې د پالمر په څېر خلک په ولسي مؤسسو کې د نفوذ او شبکې جوړولو په فکر کې دي.

څو کاله مخکې (1396) د تهران څارنوالۍ د چاپېریال ساتنې په برخه کې، د یوې فعالې شبکې د غړیو د نیولو اعلان وکړ، چې په ښکاره توګه یې د هېواد په ځینو ستراتیژیکو سیمو کې د چاپېریال د چارو د څارنې لپاره یو شمېر کمرې نصب کړې وې، خو په حقیقت کې د ایران د توغندیزو فعالیتونو د څارنې او بهرنیو وګړو ته د ثابتو عکسونو او معلوماتو د لېږلو یوه لاره وه. د يادې شبکې د غړو د نيولو د خبر په خپرېدو سره، د لوېديځو هېوادونو رسنيو او چارواکو د ايران د قضايي بنسټ په څرګندونو کې د شک او ترديد سياست په خپله اجنډا کې ځای ورکړلو، د بېلګې په توګه، ګارډين د امنيتي ادارو له خوا د وحشي ژوو پر ډلو د بريد په اړه ليکلي او وايي چې د دغو ډلو ډېر غړي، دوه تابعیت لرونکي شخصيتونه دي، چې په  لوېديځ کې زده کړې کړي دي او د چاپېريال ساتنې په برخه کې له نړیوالو ډلو سره اړيکې لري.

نورو لوېدیځو رسنیو هم په خپلو راپورونو کې د سپوږمکیو او پرمختللو تاسیساتو له شتون سره سره، د چاپېریال د فعالیتونو له لارې د جاسوسۍ پر امکان نیوکه کړې، او تهران یې د دسیسې په پلمه، د امنیتي اندېښنو تر پوښښ لاندې د مدني فعالیتونو په شنډولو تورن کړی دی. د پېښې حساسیت هغه وخت زیات شو، چې د ایران د خلق مجاهدین د ترهګرې ډلې مشرې مریم رجوي، چې د هغې په کارنامه کې د دې ډلې له خوا د ایران له ۱۲ زره د زیاتو بې ګناه انسانانو وژل ثبت شوي، د ۲۰۱۷ کال د ډیسمبر په یولسمه په یوه ټویټ کې د ایران د چاپېریال د توان په بهانه، د ایران د سپاه پاسدارانو د دفاعي ځواک پر پروګرام باندې حمله وکړه.

په هماغه وخت کې د میډل ایسټ آی (Middle East Eye) وېبپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي چې د لوېدیځوالو ترمنځ د ګډ فکر برعکس، نیول کېدل د ایران د امنیتي ادارو اندېښنې بې ځایه نه بولي. د مقالې د لیکوال په وینا: "دا ناممکنه نه ده چې د لوېدیځو استخباراتي ادارو لپاره د چاپېریال اندېښنو ته په جدي توګه تمرکز وکړي، ترڅو معلومات راټول کړي او په ایران باندې د فشار راوستلو لپاره دا حرکتونه ګمراه کړي ... د 1980 لسیزې له ناکامیو سره سره، CIA هېڅکله په فعاله او نوښتي طریقو سره په ایران برید نه دی بند کړی.

په ګارډین کې یوه وروستۍ مقاله، د ریښتیني او جعلي ساینسي کنفرانسونو په څنګ کې د ایراني ساینس پوهانو د نیولو او ګمارلو لپاره د CIA د هڅو تفصیل وړاندې کوي.

لیکوال د ګارډین ورځپاڼې د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر په میاشت کې د ایران د اټومي پروګرام د سستولو لپاره، د ایراني ساینس پوهانو د راجلبولو په موخه، د جعلي ساینسي کنفرانسونو د جوړولو یا د اصلي کنفرانسونو د نفوذ لپاره د CIA د عمل په اړه خبر ته اشاره کړې ده.

د یوه هېواد په اړه د معلوماتو مجموعه، د مختلف برخو څخه جوړه شوې معما په توګه تصور کېدی شي. د سټلایټ عکسونو له برخو څخه نیولې بیا تر هغو انځورونو پورې چې د هدف سیمې ته د نفوذي ډرون لخوا چمتو شوي، لکه ایران ته د RQ-170 ډرون د ننوتلو کېسه او له هغې وروسته پېښې او همدارنګه د سیمه ایزو ځواکونو لخوا د داخلي نفوذي یا ځینو بهرنيو کړیو په نوم راټول شوي معلومات، د هدف ساحې ته د لیدنې پلاوي په نوم په پام کې وي.

په هغو سیمو کې د ځمکنیو ځواکونو شتون، چې د استخباراتي خدماتو لپاره مهم دي، دومره ګټور او حیاتي دی، چې د بېلګې په توګه، پر عراق او افغانستان د یرغل په جریان کې، په ځانګړې توګه د دې یرغل په لومړیو پړاوونو او د اصلي پړاو له پیل څخه مخکې، د امریکا سمندري سیل یا ډیلټا ځواک(Navy Seals)، د دې هېوادونو په مختلفو برخو کې نفوذ کړی او هدف ته یې د الوتکو په لارښوونو سره، په لیزري وړانګو سره د سیمو په نښه کولو او له برید څخه وروسته د زیانونو د اندازې راپور  چمتو کولو؛ په داسې حال کې چې امریکا په هغه سیمه کې لسګونه سپوږمکۍ او جاسوسي سیسټمونه درلودل.

ټول پوهېږي چې د چاپېریال ناورینونه لکه وچکالي، د اوبو کمښت، د ځمکې د تودوخې زیاتوالی، د حیواناتو ډولونو له منځه تلل او اقلیمي  کډوالۍ د نن ورځې د انسانانو له ستونزو څخه دي. ډېر لږ هېوادونه به وي چې د چاپېریال ستونزې و نه لري. خو په وروستیو کلونو کې مخالفو رسنیو هڅه کړې، چې په ایران کې د دې مسئلې په سیاسي کولو سره، بحران رامنځته کړي. رسنۍ په رواني عملیاتو سره په دې برخه کې سیاسي چلندونه اضافه کوي او وضعیت د امنیت د ننګولو لپاره بحراني کوي.

د ایران په سویل لوېدیځ کې د ارومیه جهيل یا دوړو د مسئلې په اړه، په اړوندو لوېدیځو رسنیو کې د تاو تریخوالي د رامنځته کولو موخه، خلکو ته د چارواکو د ناسم مدیریت ښودل دي. د دښمن د رسنیو له خوا د نظام ټولو برخو ته د یوې برخې د بې کفایتۍ خپرول، په ټولنه کې د دوه اړخیزه تفرقې د رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي. دغه رسنۍ چې د چارواکو د تخریب او په خلکو کې د ناهیلۍ او ناامیدۍ د رامنځته کولو لپاره اقدامات کوي، هېڅکله د چاپېریال په برخه کې د بریا او د چاپېریال د ستونزو لکه د ارمیه جهيل د وچېدو په برخه کې د ترسره شویو هڅو یادونه نه کوي.

ژباړه: زماني

ټیګونه