Aug 07, 2023 15:03 Asia/Kabul
  • د ړنا سرچینې (۴۰) فریضو ته پاملرنه

په دغه پروګرام کې به د نسا د مبارکې سورې د ۱۰۲ – ۱۰۵   او  ۱۰۶ ایتونو شان نزول ته یوه کتنه وکړو، ۱۰۲ ایت کې د خوف د لمانځه د څرنګوالې بیان شوی او ۱۰۵ او ۱۰۶ ایتونو کې بیا د خیانتکارانو غندنه شوې ده.

حضرت نبی اکرم ص په مدینه منوره کې یو خوب ولیده چي په کښې خپلو یارانو سره، د عمرې د حج د مناسکو د تر سره کولو لپاره مکې ته ننوځي. له هغه رېښتنی او خواږه خوب نه  وروسته، په داسي حال کې چي لا مکه شریف د مشرکانو په واک کې وه، حضرت نبی اکرم ص د عمرې د حج د تر سره کولو پرېکړه وکړه او خپلو اصحابو او نورو مسلمانانو ته وفرمایل چي د جنګي سازو سامان پرته د عمرې د حج د تر سره کولو په ارادې سره، د مکې په لوري ورسره لاړ شي. البته یو شمېر کسانو وار له مخکې استول شوي وه چي که دښمن په لاره پټ شوی وي، سملاسي نبی اکرم ص ته خبر ورکړي.

د عسفان له سیمې سره نژدې یو راپورچي د اسلام ګران پیغمبر حضور ته راغی او ورته وویل چي اې د خدای رسوله! قریش ستاسو له راتلو څخه خبر شوی دی او د قریشو ځواکونه چمتو شوي او د لات او عزی په بتانو یې قسم یاد کړي چي مکې شریفې ته ستاسو د ننوتلو مخنیوی به وکړي. مشرکانو د مسلمانانو د مخه د نیولو لپاره د احد د جنګ قومندان خالد بن ولید یې له ۲۰۰ کسانو سره، کراع الغمیم سیمې ته لېږدولی دی، او هغوی تاسو لپاره هلته په کمین کې ناست دي، هغوی غواړي په تاسو باندې په برید سره مکې ته د مسلمانانو د ننوتلو مخنیوی وکړي او په دې لاره کې ووژل شي.

خالد له خپلو ملګرو سره د کراع په تورو غرونو کې پټ شوی وو او پیغمبر اکرم ص او ورسره مسلمانانو لپاره کمین کړی وو، د غرمې مهال بلال اذان وویل او مسلمانانو د پیغمبر اکرم ص سره په جمع لمونځ وکړل، خالد د دې صحنې په کتو سره، په فکر کې شو او خپلو ملګرو ته وویل: باید د عصر د لمانځه پر مهال چي مسلمانانو ته زیات ارزښت لري او تر خپلو سترګو زیات ورته اهمیت ورکوي، له فرصت څخه کار واخلو او په یوه ځپونکی برید سره د لمانځه پر مهال هغوی ووژنو.

په دغه وخت کې د نسا د مبارکې سورې ۱۰۲ ایت نازل شو او د دښمن د برید د مخنیوی لپاره د خوف د لمانځه د تر سره کولو امر وشو، په دې توګه په مسلمانانو باندې د برید لپاره د خالد بن ولید دسیسه شنډه شوه.

ایت شریف حضرت نبی اکرم ص ته په خطاب کې فرمایی: «وَ إِذا کُنْتَ فیهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلاةَ فَلْتَقُمْ طائِفَةٌ مِنْهُمْ مَعَکَ وَ لْیَأْخُذُوا أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذا سَجَدُوا فَلْیَکُونُوا مِنْ وَرائِکُمْ وَ لْتَأْتِ طائِفَةٌ أُخْرى لَمْ یُصَلُّوا فَلْیُصَلُّوا مَعَکَ وَ لْیَأْخُذُوا حِذْرَهُمْ وَ أَسْلِحَتَهُمْ وَدَّ الَّذینَ کَفَرُوا لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِکُمْ وَ أَمْتِعَتِکُمْ فَیَمیلُونَ عَلَیْکُمْ مَیْلَةً واحِدَةً وَ لا جُناحَ عَلَیْکُمْ إِنْ کانَ بِکُمْ أَذىً مِنْ مَطَر أَوْ کُنْتُمْ مَرْضى أَنْ تَضَعُوا أَسْلِحَتَکُمْ وَ خُذُوا حِذْرَکُمْ إِنَّ اللّهَ أَعَدَّ لِلْکافِرینَ عَذاباً مُهیناً:

ژباړه:  او كله چې ته په دوى كې موجود يې، بیا ته (د جنګ په میدان کې) دوى ته لمونځ ودروې، نوله دوى نه دې یوه ډله له تا سره (په لمانځه) ودرېږي او خپلې وسلې دې (هم له ځانه سره) ونیسي، نو كله چې دوى سجده وكړي (لمونځ ختم کړي)، نو دوى دې ستاسو شا ته (جنګ میدان ته)  شي او هغه بله ډله دې راشي چې لمونځ يې نه دى كړى (په جنګ باندې لګیا وه)، نو هغوى دې له تا سره لمونځ وكړي او خپل د ساتنې سامان او خپلې وسلې دې (له ځانه سره) ونیسي، دغه كافران شوي خلق ارزو لري چې كاشكې تاسو له خپلو وسلو او خپلو سامانونو نه غافله شئ، بیا هغوى پر تاسو باندې په یو ځلي زوروره حمله وكړي. او پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته كه تاسو ته د باران په وجه څه تكلیف وي، یا تاسو بیماران یئ دا چې تاسو خپلې وسلې كېږدئ، او خپله بیداري (د ساتنې سامان یا زغر) راكلكه كړئ، بېشكه الله د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب تیار كړى دى .

په پورته ایت کې د خوف د لمانځه د کیفیت په هکله زیات توضیحات نه شته، په حقیقت کې دا د قرآن شریف د بیان طریقه ده، کلیات یعني عمده ټکې بیانوي او د هغه توضیحات نبوي سنت ته ور پرېږدي. نبوي سنت ته په کتو سره، د خوف لمونځ په داسي ډول دی چي د څلورو رکعتونو پر ځای دوه رکعته پر ځای کیږي، لمونځ کوونکي په ډوو ډلو وېشل کیږي، لومړۍ ډله یوه رکعت په جمعې سره کوي، امام له لومړي رکعت څخه وروسته دریږي، شاته شوې ډله یو رکعت په یوازې پر ځای کوي او جنګ میدان ته بیرته ورستنیږي. بیا دوهمه ډله راځي او خپل لومړی رکعت د امام له دوهم رکعت سره پر ځای کوي، او بیا دوهم رکعت په یوازې پر ځای کوي.

د بنى اُبَیْرِق،طایفه د بني ظفر له ټبر او د اوس د قبیلې یوه څانګه وه، په دغه طایفه کې درې وړونه وه چي بِشْر، بَشیر و مُبَشِّر نومېدل او د ابیرق زامون وه، بشیر د حضرت پیغمبر اکرم ص په یارانو باندې په ملنډې وهلو سره، شعرونه ویل او بیا به یې په بل چا پسې تړل، او دوه پاته وړونه یې هم منافقان وه، .

د مدینې له مسلمانانو څخه د رفاعه بن زید ظفري په نامه یو کس له یوه شامي سوداګر څخه یو اوړه رانیوه، اوړه یې ډېره ښه وه، نو ظفري اوړه په هغه خونه کې کښېښوده چي توره او زغر یې ایښی وو. یوه ورځ بشیر چي د رفاعه بن زید ظفري ګاونډی وو، د هغه د کور دېوال یې ور سوری کړ، او د ظفري کور ته په ننوتلو سره، د هغه اوړه، توره او زغر غلا کړ، ظفري د غلا په هکله خپل وراره قتاده بن نعمان ته وویل. یو څه اوړه چي تویه شوې وه، د غل د تلو لاره یې څرګنده کړې وه، هغوی دواړه د اوړو لیکې پسې لاړل تر دې چي د دغو درومنافقو وړونو کور ته ورسېدل، خو یو زړه ور او ډېر مومن کس  چي لبید بن سهل بن الحارث الانصارى نومېدی او ډېر بې وزله وو، په دغه کور کې د دغو درو منافقو وړونو ترڅنګ، اوسېدل، درو منافقو وړونو د ظفیري او قتاده په لیدو سره، وارخطا شول او هغوی ته وویل چي په خدای دې مو قسم وي چي ستاسو غل لبید بن سهل دی، لبید چي د دې خبرې په اورېدو او د ناحقه تور په خاطر ډېر په غوصه کې شو، توره یې وایسته او په دریو منافقو وړونو ږغ وکړ چي ایا تاسو په ما د غلا تور لګوئ؟ په داسي حال کې چي تاسو خپله غله یاست. تاسو د حضرت نبی اکرم ص په هکله د سپکو شعرونو په ویلو سره، منافقت کوئ او بیا خپل اشعار قریشو پسې تړئ.! اوس باید حقیقت روښانه شي او غل رسوا شي، ایا په خپل جرم اعتراف کوئ که مو ووژنم، منافقینو چي د بن سهل غوصه ولیده نو بیا د نرمې ژبې په کارولو سره، ویل مونږ څخه تېروتنه شوې ده.

قتاده بن نعمان د یادو دریو منافقو وړونو څخه د شکایت او د خپل اکا په ملاتړ کې حضرت پیغمبر اکرم ص ته ولاړ او وویل:  اې د خدای رسوله! د ابیرق زامون زما د اکا د کور دیوال سوری کړی او د هغه له کوره خوراکي توکې او وسلې غلا کړي دي.

حضرت پیغمبر اکرم ص  ورته وفرمایل: په خپلو کارونو کې نور هم فکر وکړئ او ځیرشئ.

د اُبَیْرِق درې منافق زامونو  د «اُسَیْربن عُرْوَه » په نامه د خپلې قبیلې یو کس ته لاړل چي په خبرو کې ډېر چالاکه وو. هغه یې د یو شمېر نورو خلګو سره،د ځانونو د سپینولو لپاره پیغمبر اکرم ص ته واستول. اُسَیْربن عُرْوَه پیغمبر ص ته وویل: اې د خدای رسوله! قتاده بن نعمان له شاهد پرته زمونږ د کورنۍ په غړو چي ډېر شریف خلګ دي د غلا تور لګوي او ناروا نسبت یې ورکړی دی. پیغمبر ص له دغه کیسې نه سخت اندېښمن شو.

کله چي قتاده پیغمبر ص ته ورغی، هغه حضرت ورته وفرمایل: ایا دا ښه دی چي ته یوه شریف او اصل او نسب لرونکې کورنۍ په غلا تورن کړې؟ قتاده چي د خپل ادعا لپاره پوخ سند نه درلوده، په خپګان سره بیرته خپل اکا ته ورستون شو او وویل: کاشکې مړ شوې وای خو پیغمبر ص سره مې خبرې نه وای کړئ، هغه بزرګوار داسي خبرې راته وکړئ چي اورېدل یې ښه نه راباندې لګېده. اکا یې یعني رفاع ظفیري ورته وویل: «الله المُسْتَعان،مه اندېښمن کېږه، خدای مونږ سره دی.

دلته وو چي متعال خدای خپل رسول ته حقیقت څرګند کړ، د نسا د مبارکې سورې ۱۰۵ او ۱۰۶ ایتونه نازل شول، رسول الله مبارک ظواهر ته په تناسب سره، خپلې دندې باندې عمل کړی وو، او د اسید بن عروه د شهادت په منلو سره، قتاده یې ملامته کړی وو.

متعال خدای په دغه ایتونو کې د حقیقت په څرګندولو سره، خپل رسول ته په  خطاب کې فرمایي: «إِنّا أَنْزَلْنا إِلَیْکَ الْکِتابَ بِالْحَقِّ لِتَحْکُمَ بَیْنَ النّاسِ بِما أَراکَ اللّهُ وَ لا تَکُنْ لِلْخائِنینَ خَصیماً وَ اسْتَغْفِرِ اللّهَ إِنَّ اللّهَ کانَ غَفُوراً رَحیماً:

ژباړه: بېشكه مونږ تا ته كتاب په حقه سره نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته د خلقو په مینځ كې فیصله وكړې په هغه څه سره چې الله تا ته ښودلي دي او داسي نه وي چي له هغو سره چي د یو مسلمان او یا هم همتړون په مال او یا جان کې خیانت کړی وي مرسته وکړې او د هغه کس په وړاندې د هغوی دفاع او پلویتوب وکړې چي د خپل حق غوښتونکي دي. او له الله نه بخښنه غواړه، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى.

د دغو ایتونو د نازل کېدو خبر بُشیر پورې ورسېده ، هغه مکې ته وتښتېدی او مشرکانو سره یو ځای شوو، ویل کیږي چي هغه په مکې کې هم غلاوې کولې او یو ځلې د یوه دېوال د سوری کولو پر مهال دېوال ورباندې چپه شوی وو او مړ شوی وو.