Sep 11, 2023 16:21 Asia/Kabul
  • ویارمنې میرمنې

د تهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې د ایران د ټاټوبي د ویاړمنو میرمنو نومې لړۍ له ننني لسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغه ننني مطلب کې د ایران  د یوې  ویاړمنې او  بریالۍ میرمن نازنین دانشور  په باب درسره غږیږو،نو هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.

 په اوسنۍ نړۍ کې له ټولو تعریف شوو کړو او ناکړو سره سره د ایرانیو میرمنو پرمختګ ډير اوڅاره دی او هره ورځ د هغو میرمنو د نامو د آوریدو شاهدان یوو چې د ایران د ویاړ سبب دي.میرمن نازنین دانشور د یوې ایرانۍ بریالۍ میرمنې نمونه ده .هغه په 1362 لمریز کال  په تهران کې زیږیدلې  او توانیدلې په پيغلتوب کې د هیواد د اقتصاد مرستندویه شي.په اوسني مطلب کې  د ایران ټاټوبی د دغې بریالۍ میرمنې له ځانګړنو او بریارلیتوبو په باب درسره غږیږو.

میرمن نازنین دانشور په یوې تعلیمیافته  بافرهنګه کورنۍ کې زیږیدلې ده . په طبي څانګې کې د هغه له شتون سره د کورنۍ له ګروهنې سره سره  هغې د کمپیوټر په څانګې کې خپلې زده کړې پاي ته ورسولې او د زده کړو ددوام لپاره په ویانا کې یونیور سل ټیکنیکل پوهنتون ته  لاړه،البته  مسافرۍ هغې ته د پاتیکیدو فرصت ورنکړ.  له ویانا  له راستنیدو وروسته د ایران په امیر کبیر پوهنتون آئي ټي انجنئيرینګ څانګې کې ومنل شوه.هغه چې په انګلستان کې ئې د انټرنیټي ویب پاڼو په شان  زده کړې او په انټرنیټ کې د عاید د ترلاسه کولو نمونې لیدلي وې ،ایران ته له ستنیدا وروسته د هغې مور  د هغې  په ذهن کې د یوه انټرنیټي سوپر مارکیټ  دجوړولو سپَڼکی روښانه کوي  او وائي ؛ دا ویبسایټ چې میدانک نومیږي،ناڅاپي په ۱۳۸۸ لمریزکال کې  له ډير زیات هرکلي سره مخ کیږي،خوپه تهران کې ئې د خدماتو،ټرافیک  او د ټرانسپورټیشن   په وړاندې کولو باندې د نه پلانونې په دلیل  ماته خوري . نازنین  البته له دغې ماتې ډير لوي درس اخلي او متوجه کیږي چې  د هر یوه کار د پیل لپاره  باید کافی زده کړې یا تجروبه  ترلاسه شي.هغې په دې باب  په یوې مرکې کې وئيلي دي،همدلته وه  چې پوهه شوم،د بیزنس  په الف با باندې  هم نه پوهیږم او  دا د یوه پروګرام لیکونکی  توَهم  دی چې خیال کوي هر هغه پروګرام چې پخپله ئې لیکلی  دی کنټرولولی او مدیریّت  ئې کولی شي.

Image Caption

 

            البته  میرمن دانشور نامیده نه کیږي .هغه  له پوهنتونه فارغ التحصیلۍ وروسته  په یوې هغې موسیسې کې چې مخکې ئې هلته درس لوستلی ؤ،په تدریس بوخته کیږي  او له یوې مودې وروسته په یوه شرکت کې د پلانونې  لومړنئ پروګرامر یا لیکونکې  په توګه کار کوي . دغه شرکت هغه د یو کلن پړاؤ زده کړې لپار انګلستان ته لیږي.  هغې په انګلستان کې په ښه ډول ځان وبریښوۀ،تردې حده چې  د پروژې  د لوړپوړې مدیرې په توګه ټاکل کیږي.بیا هغه جرمي ته ځي.هغه په جرمني کې هم،د ګروپن شرکت  په تخنیکي برخې کې فعالیت کوي او په جرمني کې د الیکټرانیک تجارت دشرکت له درې میاشتني زده کړې  وروسته ایران ته راستنیږي او  له خپل پلار  او خور سره یو ځای رسما خپل کار په پنځوس میلیون تومان لومړنۍ پانګې سره پيلوي او د؛تخفیفان سایټ ؛ پرانیزي.

تخفیفان  د اخستو او تخفیف  لومړنی  سایټ او یوه ایرانۍ ډله ده چې په 1390 لمریز کال کې د میرمن نازنین دانشور په وسیله افتتاح شو. تخفیفان یو پلیټ فارم دی په ورځني ژوند کې د استفادې وړ ټولو ډول ډول محصولاتو او خدماتو،د ډول ډول ریستورانونو د خدماتو،د تفریحي مرکزونو،د روغتیائي او تعلیمي مرکزونو د خدماتو د وړاندې کولو او دغه راز د ډول ډول شیانو او محصولاتو د وړاندې کولو لپاره. ددغه سایټ ګاهکان  یوازې اخستونکي نه دي ،بلکې  د تجارتي شریکانو  په وګه هم خرڅونکي دي او په دغه سایټ کې  له پنځول شوو ارزښتونو ګټه  ترلاسه کوي. دمګړئ تخفیفان  د ایران د د تخفیف ډله ایز لومړني او تر ټولو ستر ویبسایټ په توګه  او د کاروزګار د خاوندانو لپاره د تبلیغاتو تر ټولو ماډرن روده پیژندل کیږي او د الیکټرانیک تجارت په حوزې کې یو تر ټولو بریالی ویبسایټ  دی،داسې چې د ایران د ویب جشنوارې په څلورم پړاؤ کې،د کارکسب د رامینځةکونې په حوزې کې برلاسه  سایټ په توګه معرفی  شو او د جنشوارې میډال ئې  ځان ته بیّل کړ.

              میرمن نازنین  باؤري ده چې  په دغه کارکسب  کې د بریالیتوب  راز  یوازې د تخنیکي پوهې درلودل نه دي،ددغه کار د قوت ټکی   ددغه کارکسب  له ډول او ماډل سره بشپړ بلدیا ده .که  مشکل یوازې د یوه سایټ پرانیسته وي،چې  هرڅوک یوه شرکت ته د یو شمیر پيسو په ورکولو سره یو سایټ پرانیستلی شي.هغه همداراز باؤري ده چې له تخنیکي بحثونو څخه د کارکسب د جوړښت  سم درک ډير مهم دی او باؤری ده چې د کار فني بحث شاید  د موضوع لس فیصدي برخه  وي .باقي نوي فیصده برخه  د کارکسب د ودې لپاره  لازم عملیات دي .تخفیفان سایټد ایران په  ویب جشنوارې  کې د کارکسب او  او د کارکسب د رامینځةکونې په حوزې کې ترټولو ښه سایټ  غوره شو او د ډله ایز تخفیف یو ترټولو ښه سایټ دی .تخفیفان،د تخفیف  او آن د د وو کلمو ترکیب دی  چې دوهمه کلمه ئې په انګریزي ژبه روشن کولو په معنا ده . په حقیقت کې  دسایټ نامه دا   ده چې تخفیف فعال دی او  ورڅخه استفاده کیدلی شي.

Image Caption

 

میرمن نازنین دانشور د آسیا او اوقیانوسیې  د تجارتي کوټو د  کنفیډریشن (ACCCI) په دوه دیرشمې ناستې کې  چې  دترکیې په استانبول کې ترسره شوه ، د ترټولو ځوانې ټيکدارې یا د کارکسب دپنځونکي په توګه  غوره شوه.

 هغه  ددغې تجروبې په باب وائي،هلته  له ۲۸هیوادونو څخه بریالي تاجرانو شتون درلو او ما تر دې دمه  په یوځاي  دومره بریالي کسان نه ؤؤ لیدلي . یو د خوراکي موادو  د حوزې برلاسه برنډ  ؤ ،یو د سیمټو د حوزې  برلاسه برنډؤ او داسې نور . جالبه ده  تاسو ووایم چې  کله  له هوائي ډګره  د ټیکسي په وسیله  ددستورو دترسره کیدا ځايۍ ته  تلم ، نو د ټیکسي ډرائيور  چې متوجه شو ، له ایرانه راغلې یم ، وې وئيل، تاسو  پخپل هیواد کې  تازه د ډرائيوینک کولو اجازت ترلاسه کړی  دی.؟یعني  ایران دومره ناپيژندل شوی پاتې دی  چې حتی د مونږ د یوه ګاونډي هیواد خلک  هم  دغه هیواد ته د ایرانیانو له دومره تګ راتګ  سره سره له مونږ دغه شان انځور وړاندې کوي.کله مو چې دغه کسان ولیدل، نو احساس مو کړه زما د شتون  اصلی دلیل دا دی چې باید  هغه ناسم  انځور چې زما له هیواده په نړیوالو ټولنو کې موجود دی  باید بدل کړم. په دغه شان دستورو کې زما شتون او ټاکل  او برلاسه کیدا مو،په پریکنده توګه   دیوه کس ویاړ او له یوه کارکسب سره اړونده نه دی،بلکې  زما په نظر زما د هیواد او ټولنې په نسبت لیدتوګو باندې اغیزې شیندلی شي:: هغه  همداراز  دهغې انګیزې په باب چې  دغه جایزه ئې  دنورو اسټارټ آپ لپاره  درلوده، بیانوي،جالبه  ده  چې ددغې جایزې له ترلاسه کولو وروسته ،څه دپاسه دوه سوه خصوصي پیغامونه مو درلودل چې غوښتل ئې سټارټ ایپ پرانیزي . زه غواړم،د ښځو او سړیو پشمول  دغو ټولو کسانو ته دا پیغام منتقل کړم اوهغه دا چې یوازې یو شی مهم دی او هغه  هڅې کول دي. مبارزه وړئ او وجنګیږئ،د هر هغه شی د ترلاسه کولو لپاره چې هیله ئې لرئ،نو بس وجنګیږئ او کار وکړئ..

Image Caption

 

            میرمن دانشور د میرمنو مدیریّت د وده کړئ شوي شخصیّت ته پابنده ګڼي او بیانوي،هغه ټکی چې شته ،دا دی چې هر هغه کس چې د یوه شرکت په  مشرۍ کې راځي ، باید یو وده کړئ شوی شخصیّت ولرل شي،ځکه د هر یوه شرکت کارکونکي هم دهغې ټولګې مدیر ته ګوري.حتی د ځواک ټاکل هم د مدیر د شخصیّت تر اغیزو لاندې وي او انسانان  فیصله کوي چې  له چا سره کار وکړي او هر یو مدیر نه خوښوي .کله کله له داسې کارکسبونو سره مخامخ کیږم چې مدیران ئې لازم پختګي یا پخوالی  او وده  نه لري . په نتیجې کې  نه له کارمندانو سره  اغیزشیندونکی ارتباط لري او نه هم له مخاطبانو سره.دغه شخصي پراختیا د مدیر میرمنو او هغو میرمنو په باب چې  د یوه کارکسب  او شرکت په سر کې  وي ،هم ډیر اهمیّت لري .زه باؤري یم چې ددغې حوزې میرمنې باید لافعالې شي او مخاطب لازیات پوهه کړي .په حقیقت کې باید د شتون اعلان و کړي او د ژوند له کونج او کنارو رابره شي،اوس باید  ښځو اوسړیو ته ورزده کړو چې پخپله دې دبدلون زیږنده او تومنه شي.د ایران د ټولنې میرمنې باید په هغه چا پسې شي چې ورته لاس ورکړي  او مخکې ته لاړشي. دغه شان کس بهرنی وجود نه لري . پر دې اساس باید  دغه ذهنیّت بدل شي.دغه ذهنیّت چې میرمنې د بریالیتوب لپاره ځینو ملاتړو ته ضرورت لري،غلط دی او زه ورسره اختلاف لرم.هر کس په نهایت کې،له خپله ځانه دی چې  دځان لپاره   تر ټولو ښه  کار کولی شي.

جالبه  دا ده چې  پوهه شئ  د دغې کامیابې ټيکیدارئ یا د کارکسب پنځونکي ژوند شعار د بدلون یا چینج لپاره د هڅې له شعار پرته بل څه نه دي،هماغه شان چې د هندوستان بنسټګر رهبر ګاندي وئيل؛تاسو باید د هغه بدلون بیلګه شئ چې غواړئ په دنیا کې ولیدل شئ.

میرمن دانشور  پخپلې یوې سپارښتنې کې  وائي،په کرتو کرتو مو د تخفیفان  له کارکونکو وغوښتل  او ورڅخه غواړم  چې په یادونې پسې شئ،له  انجونو غواړم چې د رینګ په کونج کې ورنشئ،خپله پوهه زیاته کړې او ټول په ودې پسې شئ،ځکه که ټاکل شوي وي،تخفیفان موخو ته ورسیږي،نو باید داسې کارکونکي ولري چې چینج پکې راغلی وي او وده ئې کړي  وي..:::

= دوستانو د ویارمنو میرمنو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تربل مطلب پورې له تاسو هم اجازت غواړو ،بریالي اوسوکاله ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه