د غزې د شهيدانو شمېر ۵۷ زره او ۲۶۸ ته ورسېد
Jul 06, 2025 07:36 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې (د ۱۴۰۲ کال د میزان ۱۵مه) راهیسې د غزې د شهيدانو شمېر ۵۷ زره او ۲۶۸ ته رسېدلی دی.
دې وزارت راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې روغتونونو ته ۱۳۸ شهيدان او ۴۵۲ ټپیان انتقال شوي دي.
د راپور له مخې، له ۲۰۲۵ کال د مارچ ۱۸مې (د ۱۴۰۳ کال د کب ۲۸مه) راهیسې، کله چې په غزه کې اوربند مات شو، د شهيدانو شمېر ۶ زره او ۷۱۰ او د ټپیانو شمېر ۲۳ زره او ۵۸۴ ته رسېدلی دی.
د غزې د روغتیا وزارت زیاته کړه، د دې شمېرو په حساب، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د شهيدانو شمېر ۵۷ زره او ۲۶۸ او د ټپیانو شمېر ۱۳۵ زره او ۶۲۵ ته رسېدلی دی.
ټیګونه