Sep 13, 2023 14:13 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په پیل کې د ایران اړوند ورځپاڼې:

ابرار ورځپاڼه:

طالبانو له ایران څخه د وارداتي برښنا د غځولو غوښتنه وکړه!

==========

د طالبانو د اوبو او برښنا وزیر د ایران د انرژۍ له وزیر سره په ټلفوني خبرو کې د دغه هېواد د وارداتي برښنا د غځولو غوښتنه وکړه.

د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د اوبو  او برښنا وزیر«عبداللطیف منصور» د ایران د انرژۍ له وزیر علي اکبر محرابیان سره په ټلفوني خبرو کې د هرات ولایت د برښنا د پرېکېدو د ستونزې د حل او د برښنا د قرارداد د تمدی په هکله خبرې اترې وکړې.

د طالبانو د اوبو او برښنا وزارت وايي، په دغه ټلفوني تماس کې د دغې ستونزې د هواري په هدف ایران ته د افغانستان د یوه پلاوي د سفر په اړه هم خبرې وشوې.

افغانستان د خپلې وارداتي برښنا ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو لکه تاجکستان، ازبیکستان او ایران څخه واردوي او د اوړي په اوږدو کې او په دغو هېوادونو کې د برښنا د لګښت د زیاتوالي سره سم، له یو لړ ستونزو سره مخ شوی دی.

///////////////////

کیهان ورځپاڼه:

د عراق لومړي وزیر له امریکایانو غوښتي چې له دغه هېواده ووځي

===========

د عراق لومړی وزیر ټینګار وکړ چې دغه هېواد امریکایانو ته خبر ورکړی چې بهرنیو جنګي ځواکونو ته اړتیا نه لري. دا په دې مانا چې د عراق له خاورې څخه له اشغالګرو څخه د وتلو رسمي غوښتنه ده.

د عراق لومړي وزیر«محمد شیاع السوډاني» وویل: په عراقي اډو کې د امریکا د ائتلاف د غړیو هېوادونو د پوځي روزونکو تحرکات د عراق د حکومت په منظورۍ او د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ په خبرتیا سره ترسره کېږي.

د ایسنا د راپور له مخې، هغه له بلې خوا وویل: "عراقي پلاوی چې امریکا ته سفر کړی له دوی سره د خبرو اترو په ترڅ کې په ښکاره ډول ویلي چې عراق جنګي ځواکونو ته اړتیا نه لري." موږ له واشنګټن سره د یوې کمیټې په جوړولو موافقه وکړه او د عراق او امریکا ګډه کمېټه به د سپټمبر په نیمایي کې خپله غونډه وکړي چې له نړیوال ایتلاف سره د اړیکو بڼه معلومه کړي.

/////////////////

جمهوري اسلامي ورځپاڼه:

پاکستان: د افغانستان حکومت قانوني نه دی

=========

پاکستان چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو کې پوره ونډه درلوده، په حیرانوونکي ګام کې اعلان کړی، هغه حکومت چې په افغانستان کې شتون لري، قانوني نه دی.

د پاکستان لنډ مهاله لومړي وزیر د دې هېواد رسنیو ته ویلي چې لوېځوال ولاړل، مګر هغه حکومت چې په افغانستان کې پاتې دی، یو قانوني حکومت نه دی.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان لنډ مهاله لومړي وزیر انوار الحق کاکړ څرګنده کړې: پاکستان د افغانستان واقعیتونه، سرحدي سیمې او د خیبر پښتونخوا صوبه تر پام لاندې لري او د کابل د حکومت وړتیا او نیت هم ارزوي.

هغه زیاته کړه: لکه څنګه چې ځیني وايي په ډیپلوماتیکه برخه کې هم باید واقعیت له پامه ونه غورځوو، آیا افغانستان د لوېدځوالو له ۳ ټریلیون ډالرو له لګولو وروسته یو مرکزي دولت لري؟  

کاکړ په دوام سره زیاته کړه: لوېدځوالو خپل بارونه وتړل او له افغانستان څخه ولاړل، مګر همدا اوس هغه حکومت چې پاتې دی، یو قانوني حکومت نه دی.

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر تېره اونۍ هم په افغانستان کې د ناټو او امریکا پرځای پاتې وسلو په اړه په اندېښنې سره ویلي وو: موږ فکر کولو چې د طالبانو په واکمنۍ سره به د پاکستان وضعیت غوره شي، مګر داسې ونه شول.

////////////////

د افغانستان اړوند ورځپاڼې:

مسیر ورځپاڼه:

سوداګر د تورخم لارې له نه پرانېستل کېدو شکایت لري

=================

په کابل کې ځينې سوداګر وايي چې د تورخم بندر تړل پاتې کېدو هغوی ته درانه زیانونه اړولي دي.

اته ورځې کېږي چې د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده. دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم لار د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي، بلکې پخوا هم دغه لار څو ځلي د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

د هېوادوالو په تېره بیا د ناروغ لرونکو پر ستونزو سربېره، سوداګر هم د دې لارې له نه پرانېستل کېدو شکایت لري.

د دوی په وینا، هر ځل چې د تورخم بندر لار تړل کېږي، د دوی سوداګریز توکي په تېره بیا میوې او سبزیجات خوسا کېږي.

بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشاء مشر وایي، چې د سوداګرو د ستونزو د دایمې حل په موخه د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو او ټرانزیټي راکړو ورکړو لپاره د تورخم بندر د بدیلې لارې د موندلو هڅې روانې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کوي، چې د تورخم لارې د پرانېستلو لپاره د سرپرست حکومت د چارواکو په تېره بیا د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅې روانې دي.

او بل خبر دا چې:

د افغانستان لپاره د چین استازي د پاکستان او قطر له چارواکو سره لیدلي

=========

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي پاکستان، قطر او عربستان ته سفر کړی او د دغو هېوادونو له چارواکو سره یې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې يو شيایونګ د عربستان، قطر او پاکستان په بلنه د اګسټ له ٣٠ مې نېټې څخه د سپټمبر تر اتمې پورې دغو هېوادونو ته سفر کړی او د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو له لوړ پوړو چارواکو سره يې د افغانستان پر مسایلو خبرې کړې دي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د اسلامي همکاریو سازمان له چارواکو او د سرپرست حکومت له استازو سره هم کتلي دي.

///////////////////

اطلاعات روز ورځپاڼه:

د تېر دولت د ډيپلوماټانو ټولنه: په افغانستان کې ښځې له پراخ جنسيتي اپارتايډ سره مخ دي

=============

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ډيپلوماټانو د انسجام ټولنې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په افغانستان کې ښځې له پراخ جنسيتي اپارتايډ سره مخ دي او د روم د اساسنامې غړي هېوادونه بايد د دې «بشر ضد وضعيت» د تعريف او رسميت پېژندنې لپاره حقوقي اقدامات وکړي.

د دې ټولنې په اعلاميه کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو له «تحميلېدو» سره د افغانستان د وګړو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه له منځه تللي او ښځينه ټولنه له ډول – ډول شکنجو او جنسيتي تبعيض سره مخ شوې ده.

د پخواني دولت د ډيپلوماټانو د انسجام ټولنې ويلي، چې د افغانستان ښځې د اسلامي لارښوونو او بنسټيزو انساني حقونو له مخې خپل حقونه غواړي.

د دې ټولنې په اعلاميه کې راغلي چې قوانين او نړيوال نظام د انساني کرامت او بنسټيزو بشري ارزښتونو خونديتوب ته ژمن دي، خو په افغانستان کې د ښځو حقونه د طالبانو تر واک لاندې په بې مخينې توګه له منځه ځي او له پراخ جنسيتي اپارتايډ سره مخ دي.

«د افغانستان د اسلامي جمهوريت» د ډيپلوماټانو د انسجام ټولنې ويلي، چې له دې سره-سره نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه د افغانستان په قضيه کې ښکېل هېوادونه يوازې ننداره کوي او د بشري حقونو بنسټونه هم د سياسي ملاحظاتو له امله د جنسيتي اپارتايډ له رسميت پېژندنې ډډه کوي.

دې ټولنې د يو شمير ښځينه فعالانو د نه خوراک د اعتصاب ملاتړ کړی او له نړيوالې ټولنې او د روم د اساسنامې له غړو هېوادونو يې غوښتي چې د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په پام بايد «په افغانستان کې د روان وضعيت د مخنيوي» په موخه د جنسيتي اپارتايډ د تعريف او رسميت پېژندنې لپاره لازم حقوقي اقدامات وکړي.

په دې وروستيو ورځو کې يو شمېر بهر مېشتو ښځو د نه خوړلو اعتصاب کړی و او غوښتنه يې کوله چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان بايد د يوه داسې هېواد په توګه وپېژندل شي چې جنسيتي اپارتايډ پکې روان دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ د بشري حقونو د شورا په څلور پنځوسمه غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې په افغانستان کې سيسټماټيک، پراخ او بنسټيز تبعيض شوی چې د ژوند له بېلابېلو اړخونو د ښځو د حذف په لټه کې دی، د جنسيتي اپارتايډ د تکامل کوونکې پديدې ارزول يې ضروري کړي دي.

/////////////////

هشت صبح ورځپاڼه:

طالبانو په پروان ولایت کې د تېر حکومت څلور سرتېري نیولي

=============

د پنجشیر ولایت سیمه ایزو سرچینو په پروان کې د دغه ولایت د څلورو اوسېدونکو د نیولو خبر ورکړی او ویلي چې دغه کسان د تېر حکومت پوځیان دي.

سرچینې ویلي، چې طالبانو دغه کسان ۹ ورځې وړاندې په پروان ولايت کې نيولي، خو تر اوسه يې د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي.

سرچينې دغه کسان سيف الدين، محفوظ، شاه ولي او عين الدين ياد کړي او زياتوي چې دوی کې درې تنه وروڼه دي.

نيول شوي کسان د پنجشير ولايت د شتل ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي دي .

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې له څه مودې راهيسې طالبانو د هېواد په بېلابېلو سيمو، په ځانګړې توګه د کابل په شمالي ولايتونو کې د ملکي وګړو او د پخواني حکومت د سرتېرو د نيولو لړۍ چټکه کړې ده.

د کابل د شمالي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو له لوري د پخواني حکومت د ملکي وګړو او سرتېرو د نیولو لامل د دغې ډلې «باج اخیستل» دي او زیاتوي، چې طالبانو ډېری دغه کسان د «پیسو او وسلو» اخیستو په تور نیسي، خو له «باج» وروسته یې بېرته ازادوي.

//////////////////////

بهرنۍ ورځپاڼې:

یوریشیا ریویو:

یوریشیا ریویو خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب خپور کړی دی چې سرلیک یې دی، "له هغو افغان متحدانو سره مرسته چې امریکا هېر کړل."

په مطلب کې د ۲۰۲۰ کال له فبروري میاشتې راهیسې له طالبانو سره د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د سولې د خبرو د پیل یادونه شوې چې له مخې یې امریکايي پوځیان باید د ۲۰۲۱ کال د مې تر میاشتې پورې له افغانستان څخه وتلي وای.

د ورځپاڼې د لیکنې په اساس، د دې موافقې پر بنسټ د امریکا په مشرۍ نړیوالو سرتېرو له افغانستان څخه وتل پیل کړل او په نتیجه کې یې په افغانستان کې جمهوري نظام سقوط شو.

یوریشیا ریویو زیاتوي، د ۲۰۲۱ کال په جنوري کې جوبایډن د اوسني ولسمشر په توګه کار پیل کړ او هغه د طالبانو او ټرمپ د ادارې د سولې د دې نېمګړې موافقې د لغو کولو پرځای چې دا کار یې کولای هم شوای، یوازې دومره وکړل چې د امریکايي سرتېرو د وتلو نېټه یې له مې څخه سپټمبر میاشتې ته وغځوله.

خپرونه وړاندې لیکي چې د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو په جریان کې د اووه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شول چې ډېره برخه یې یا د طالبانو لاس ته ورغلل او یا په سیمه کې تور بازار ته وړاندې شول.

خو د یوریشیا ریویو په لیکنه دا تاوان د هغه معنوي زیان په مقایسه چې امریکا خپل لسګونه زره متحدان چې په تېرو شلو کلونو کې یې د امریکا لپاره خورا زیاتې قربانۍ ورکړې وې په افغانستان کې یوازې پرېښودل.

//////////////

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې د یوه راپور په اساس په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې په تېره یوه لسیزه کې د نشه يي توکو پر ضد د نړیوالې مبارزې لپاره نژدې یو میلیارد ډالر لګېدلي، خو برعکس دې پیسو له بشري حقونو له سرغړونو سره مرسته کړې ده.

ورځپاڼه د اقتصادي همکاریو او پراختیا د څېړنیز سازمان او د زیانونو د مخنیوي د نړیوال غیرحکومتي سازمان د موندنو په اساس لیکي چې د نشه يي توکو د مخنیوي پر ضد د مبارزې د پالیسیو د ملاتړ لپاره د ۲۰۱۲ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ امریکا ۵۵۰ میلیون ډالر او اروپايي ټولنې ۲۸۲ میلیون ډالر ځانګړي کړل.

ګارډین وړاندې لیکي چې بریتانیا له ۲۰۱۲ کال وروسته تراوسه په دې برخه کې ۲۲ میلیون ډالر ځانګړي کړي چې څه باندې لس میلیون ډالر یې په کولمبیا، موزمبیق، دومینیکن جمهوریت او پیرو کې لګول شوي.

ورځپاڼه دې راپور ته د اشارې په ترڅ کې لیکي، په ۲۰۲۱ کال کې هومره پیسې چې د نشه يي توکو د مخنیوي د پالیسیو د ملاتړ په برخه کې د مرستې لپاره ځانګړي شوي د تعلیم او د کار د حقونو په برخو کې نه دي لګول شوي.

د افغانستان په ګډون د نړۍ ۹۲ هېوادونه چې لږ عواید لري په هغه فهرست کې شامل دي چې د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې مرستې ترلاسه کوي.

د ګارډین د معلوماتو له مخې افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم د پولیسو د روزنې لپاره یوه اندازه پیسې ترلاسه کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وولکر ترک په روان ۲۰۲۳ کال کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د پایته رسېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دا سازمان نه دی توانېدلی د نړۍ په هېوادونو کې د نشه يي توکو د تولید بهیر ودروي.

/////////////////////

ټیګونه