Sep 18, 2023 13:41 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې ۴۵

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د رڼا سرچینې لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. په دې ننني پروګرام کښې د سوره مائده د ۵۱ او ۵۱ مبارکو آیتونو او هم داشان د آل عمران سوې د ۱۱۸، ۱۱۹ او ۱۲۰ آیتونو شانِ نزول بیانوو او هیله لرو چې دا پروګرام مو د خوښې او استفادې وړ وګرځي.

جنګِ بدر پاې ته رسیدلی و. د قریشو ماتې چې د مسلمانانو لپاره څومره د سترتوب، پرتم او ښادۍ لامل شو، دومره یې د مدینې د خواوشا اوسیدونکو یهودیانو په زړونو کښې ویره، ترهه او خفګان رامینځته کړ. تر دغه وخته پورې به یهودیانو اسلام جدي نه اخیسته او د دغه نوي آيين په قدرت نه وو خبر او له دغه اړخه یې هیڅ خطر نه احساسوه. خو د بدر په جنګ کښې د مسلمانانو بریالیتوب د هغوي قدرت او ځواک څرګند کړ.

یهودیان تل په خپل توکمیز اصیلوالي غاوره وو او د هغوي د باطل خیال له مخې، له دې پرته بل هیڅ چا د رسالت او پیغمبرۍ حق نه درلود. له مال او پانګې سره د یهودیانو مینې او دې احساس یې چې اسلام به د هغوي د سلطه له مینځه یوسي او له ناروا تجارت او سود څخه د هغوي ډیرې ګټې به ختمې کړي، له پيغمبر اکرم(ص) او مسلمانانو سره يې د هغوي دښمني پخه کړه.

کله چې د کعب بن اشرف په نامه د یهودو یو مشر او شتمن او د پیغمبر اکرم(ص) مخالف کس د قریشو کسان د مسلمانانو په بند او اسارت کښې ولیدل نو سخت خوابدی شو او خپل قام ته یې وویل: «افسوس دې وي په تاسو! په خدای قسم چې نن ستاسو لپاره د ځمکې د مخ پر ځاې د هغې لاندې کیدل غوره دي. دا چې وژل شوي او اسیران شوي دي، د خلکو مشران وو. تاسو څه فکر کوئ»؟

هغوي وویل: «ترڅو چې ژوندي یو له محمد(ص) سره به دښمني کوو.

کعب بن اشرف وویل: تاسو د هغه لپاره څه ارزښت لرئ؟ هغه خپل خپلوان ووهل او ویې وژل».

له دې وروسته یهودیانو د اسلام د کمزورې کولو لپاره د اسلام خلاف زهرجن تبلیغات پیل کړل. هغوي به له خپلو تیریو او په ډاګه له لوظ ماتونو هیڅ شرم نه کوه.

مسلمانانو چې له یهودیانو سره یې تړون درلود، د یهودیانو د چلند په لیدو یې فکر وکړ چې له هغوي سره په خپلې اړیکې دوباره غور وکړي او د مقابلې لپاره مناسبه لاره غوره کړي. په دغو کسانو کښې یو «عباد بن صامت» و. عباد د مدینې له مشرانو ګڼل کیده. هغه د عقبه په بیعت کښې چې مدینې ته د مسلمانانو د کډه کیدو سبب شو، شتون درلود. هم داشان عباد په جنګِ بدر کښې له پيغمبر اکرم(ص) سره د ملګرتیا ویاړ درلود. عباد له مسلمانانو سره د یهودیانو د بد سلوک له لیدو وروسته د رسول ا... مبارک په خدمت کښې حاضر شو او ویې ویل: زه ډیر یهودي دوستان لرم چې ورسره همتړونه یم او دغه کسان ډیره شتمني او قدرت لري. اوس چې هغوي داسې د مسلمانانو په وړاندې ولاړ دي او د اسلام د مقدس آیین شتون یې په خطر کښې اچولی دی، زه له دوستۍ تیر شوی یم او له هغوي سره له تړونه برائت غواړم. همداسان له خدای تعالی او د هغه له ګران پیغمبر سره دوباره تړون کوم او تر څو چې مې په بدن کښې سا وي، په دې تړون به باقي پاتې شم.

*/*/*/*/*/*

له بلې خوا د «عباد بن صامت» په اپوټه داسې کسان هم وو چې په ظاهره د مسلمانانو په لیکه کښې وو خو په حقیقت کښې د هغوي مسلمانان د ویرې یا د عاقبت په هکله د فکر په وجه یا په مسلمانانو کښې نفوذ لپاره وه. دوي له یهودیانو سره د تړون په ساتلو ټینګار کوه. «عبدا... بن اُبی» چې د مدینې د منافقانو مشر و، ویل به یې: مونږ باید له یهودو سره په تړون باقي پاتې شو او له هغوي برائت ونه لټوو، مونږ هغوي ته اړتیا او ورپورې پیئلتیا لرو. که اړیکه مو ورسره غوڅه کړه نو له داسې سختو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره به مخامخ شو چې د زغملو وړ به نه وي. که ورسره مو تړون مات کړ نو له قدرت ترلاسه کولو وروسته به په وړومبي فرصت کښې په مونږ رحم ونه کړي او په سخته کښې به مو مرسته ونه کړي. نو بس ښه دا ده چې له هغوي سره دوستي جاري وساتو او له ځانه یې ونه شړو.

دغه وخت پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) عبد ا... بن ابی ته وفرمایل: زه له یهودیانو سره د عباده بن صامت له ملګرتیا اندیښمن وم خو اوس له هغوي سره ستا له دوستۍ ډیر اندیښمن یم.

دغه وخت د مائدې د مبارکې سورې ۵۱ او ۵۲ آیتونه نازل شول او مسلمانان یې له یهودو او نصاراؤ سره له همتړونوالي منع کړل. په دغو آیتونو کښې متعال خدای فرمايي: ای د ایمان خاوندانو، یهود او نصارا خپل دوستان او مرسته کوونکي مه ګرځوئ، هغوي د یو بل ملګري او مرسته کونکي دي، او په تاسو کښې چې هر څوک هغوي خپل ملګري وګرځوي، له هغوي څخه به وي(او ظالم دی او) بیشکه چې خدای د ظالمانو ډله نه هدایتوي. نو بس هغه کسان چې په زړونو کښې یې بیماري(نفاق) دی وینې چې له هغوي سره په (دوستۍ) کښې بیړه کوي، وايي: ویریږو چې هسې نه کومه بده چاره راته پيښه شي(اسلامي حکومت ړنګ شي او هغوي پر ما مسلط شي). هیله ده چې خدای تعالی له خپلې خوا څخه (د مسلمانانو په ګټه) یوه بله پيښه یا بریا رامینځته کړي، او دغه ډله له هغه څه څخه چې په زړه کښې یې پټ درلودل، پښیمانه شي».

 */*/*/*/*/*

د سوره مائده دا ۵۱ او ۵۲ نمبر آیتونه له هغو آیاتو څخه دي چې د اسلام د بهرني سیاست یو اصل بیانوي. په دغه اصل کښې راغلي دي چې له پردیو سره هیڅکله د دوستۍ پلان مه جوړوئ او په هغوي ملا مه تړئ. بیشکه چې «عباده بن صامت» او «عبدا... ابن ابی» هر یو د دوو بیلو فکري او سیاسي مکتبونو استازي دي یو مکتب وايي: له پردیو باید تمه غوڅه کړی شي او د خپل کار او اختیار واګې د هغه په لاس کښې ور نه کړې شي او د هغه په مرستو اطمینان ونه شي. بل وايي: له شورماشوره په دې ډکې دنیا کښې هر کس او ولس یوه تکیه او اډانه غواړي او کله کله د مصلحت تقاضا وي چې دغه اډانه له پردیو څخه غوره شي، له هغوي سره ملګرتیا به بوه ورځ ګټه وره وي.

قرآن کریم دویم مکتب په کلکه رټي او مسلمانان له دغه ډول طرزِ تفکر څخه په ډاګه او په کلکه منع کوي. ځکه چې د اسلام له نظره له دښمنانو سره د دوستۍ او ملګرتیا هر ډول اړیکه ممنوع ده. له دې امله خدای تعالی له هغوي څخه له زړه نه د کرکې غوښتنه کوي. د زړه کرکه د نهي اولنۍ مرتبه ده او مؤمنان باید په دې کرکې سره په زړه کښې د خدای تعالی مینه پيدا کړي ځکه چې له خدای سره دوستي او د خدای له دښمنانو سره دوستي او مینه په یو زړه کښې نه شې راغونډیدې.                        

البته دا مسئله چې یو هوښیار او فرض شناس مسلمان ته نه دي پکار چې د دین دښمنان په خپلو دوستانو کښې راولي او د خپل دین رازونه ورته څرګند کړي، د آل عمران د مبارکې سورې له ۱۱۸ نه تر ۱۲۰ آیتونو کښې هم مطرح شوې ده. ځکه چې ځیني مسلمانان له اسلام سره د یهودیانو په دښمنۍ نه وو خبر او د اسلام له راتګه د مخکښې پړاؤ په شان به یې له یهودیانو سره د نزدې والي یا ګاونډیتوب یا د رضاع د حق او یا د هغه تړون له مخې چښې له اسلامه مخکښې یې ورسره کړی و، چلند کوه او کله کله به یې د دوستۍ او صمیمیت له مخې د اسلام د ځواکونو ځیني رازونه او پیښې ورته بیانولې.  یهودیان به چې کله د مسلمانانو په پټو رازونو خبریدل نو اسلام ته د تاوان رسولو پلان به یې جوړوه. په دغو حالاتو کښې د سوره آل عمران ۱۱۸، ۱۱۹ او ۱۲۰ نمبر آیتونه نازل شول او مسلمانانو ته یې خبرداری ورکړ چې له خپل هم مسلکانو پرتهبل څو خپل ملګري او همراز جوړ نه کړياو پردي په خپلو داخلي اسرارو او رازونو خبر نه کړي.

په دغو آیتونو کښې خدای تعالی مومنانو ته فرمايي: اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے. د خپلو (مؤمنانو) نه علاوه بل څوک همراز (دوست) مه جوړوئ. هغوي ستاسو په تباهۍ کښې هيڅ کوتاهي نه کوي او غواړي چې تاسو په غم کښې وئ په تحقيق سره چې دښمني يې د خُلو (له خبرو) څرګنده شوې ده او کوم څه يې چې په زړونو کښې دي هغه (د دې نه هم) ډېر زيات دي که تاسو له عقله کار واخلئ نو مونږ تاسو ته (د دوي) نښانې څرګندې بيان کړې. دا تاسو يئ چې له هغوي سره مينه کوئ خو هغوي له تاسو سره مينه نه کوي، په داسې حال کښې چې تاسو په ټولو کتابونو ايمان راوړے دے او کله چې له تاسو سره يو ځاي شي نو وايي: مونږ ايمان راوړے دے او کله چې يوازې شي نو په تاسو باندې د غصې له وجې د ګوتو سرونه په غاښونو چيچي. ووايه: له خپلې غصې مړه شئ. بيشکه چې خدای د زړونو (له رازه) ښه خبر دے. که تاسو ته څه ښيګړه درورسي نو دوي خفه کوي او که تاسو ته څه بدي درورسيږي نو دوي ورباندې خوشحاليږي او که تاسو صبر او پرهيزګاري وکړئ نو د دوي فريب (چل ول) تاسو ته هيڅ ضرر نشي رسولی او خدای په هغو کارونو چې دوي يې کوي احاطه لري.

*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی