Sep 26, 2023 11:46 Asia/Kabul
  • ویاړمنې مېرمنې (۱۲)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ویاړمنې مېرمنې نومي لړۍ له ننني (۱۲م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

ترکمنان، "عادلي" د "ګلبهار" په نامه پېژني. هغه متشبثه چې ترکمني غالۍ یې د ګلستان له لیرې پرتو کلیو څخه د ایران د پولو بلې غاړې ته ورسول. د هغې ستاینلیکونه او تندیسونه، د لرګي په یوه کوچني کتابتون کې اېښودل شوي دي.  ډېری تندیسونه او ستاینلیکونه د ترکمني هنر څرګندونه کوي. ګویا هغه چا چې دا کوټه ترتیب کړې، غوښتل یې چې ترکمني هنر ډېر ولیدل شي. په دې خپرونه کې د دې نېکمرغه ښځینه متشبثې سره آشنا کېږو. له موږ سره پاتې شئ.

په ایران کې د غالۍ اوبدلو صنعت د هنر، خلاقیت، ټولنیزو هڅو او د ایران د ملي کلتور د څرګندولو ترکیب دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د دې خاورې پر کلتور او هنر ځلا کړې ده، زلیخا عادلي چې د لاسي غالۍ اوبدلو کارپوهه ده، په ۱۳۵۲ کال کې د ترکمن بندر په ښار کې زېږېدلې، چې ۲۰ کاله وړاندې یې د غالیو صنعت ته په داخلېدو سره خپل فعالیت پیل او د غالیو د صنعت د ودې او پرمختګ په موخه یې د خوشه  صنعت طرحې ته دوام ورکړ. عادلي د ګل نګار ترکمن شرکت بنسټ ایښودونکې ده او په ایران کې د غوره متشبثې په توګه غوره شوې او د ولسمشرۍ د ښځو له حقوقي څانګې څخه یې سندونه او جایزې ترلاسه کړې دي.

اوس مهال د هغه شرکت په دغه ولایت کې د خوشه غالیو د پراختیا مسئولیت پر غاړه لري. د دغه ولايت په لاسي اوبدلو خوشه غاليو کې په دغه ولايت کې د لاسي اوبدلو خوشه غاليو توليدوونکي، د خامو توکو چمتو کوونکي، پلورونکي، واردوونکي او صادروونکي، ډيزاينران، رنګوونکي، غالۍ مینځونکي، غالۍ رغوونکي، د سوداګرۍ د خدمتونو وړاندې کوونکي او اړوند دولتي ادارې او ټول شامل دي. چې د دې ساحې برخه اخیستونکي هڅه کوي، د ټولو ښکېلو اړخونو ترمنځ غوره تعامل رامنځته کړي. له همدې امله، مېرمن عادلي نه یوازې په ګلستان ولایت، بلکې په ټول ایران کې د غالۍ اوبدنې په برخه کې یوه مهمه څېره ګڼل کېږي او حتی په ۱۳۹۴ (۲۰۱۵) کال کې هم د غالۍ اوبدنې په برخه کې یوه له تکړه څېرو څخه غوره شوه.

عادلي له غالۍ اوبدنې سره د خپلې علاقې او په دې لاره کې د پاتې کېدو کیسه داسې کوي: «زما د کار پیل له هغه وخته پیل شو، چې مور مې دا کار له خپلو پلرونو زده کړی  وو او پیل یې کړ. په حقیقت کې، ما او زما مور دا کار له خپلې انا او مور څخه نسل په نسل زده کړ. ځکه چې له دې کار سره مې ډېره لېوالتيا وه او په دې اړه مې لازم معلومات او پوهاوی درلود، نو دا مې غوره کړه او د ګلدوزۍ او لاسي صنايعو په څېر کارونه مې له ماشومتوبه پيل کړل، په حقیقت کې د لومړي ځل لپاره مې په ترکمن بندر کې د خویندو په بسیج مرکز کې د روزونکې په توګه دنده پیل کړه او یا دا چې د کار لپاره مې لازمې زده کړې هم تر لاسه کړې وې. د دې دندې په ترڅ کې ما د لا زده کړې او روزنې لپاره د غالۍ اوبدلو په برخه کې د ښځو په کمیسیون کې هم ګډون کولو.

که څه هم ما خپل کار په تجربوي ډول زده کړ، خو وروسته په علمي کچو کې د کار او پوهې په نوم د یوې ساحې په رامنځته کېدو سره، په علمي توګه مې هم زده کړه وکړه او د دې تر څنګ مې درس هم ورکولو او بالاخره د دې کار د تجربې د لرلو له امله مې، د لومړي جامع علمي- تطبیق شوي پوهنتوني ‌ډلې په رامنځته کولو سره، ما په دې برخه کې له ډیپلوم څخه وروسته او د لیسانس په کچه هم تدریس کولو او هم زده کړه، زه په دې برخه کې شاوخوا 7 کلنه تدریسي تجربه لرم.

دې متشبثې مېرمنې په ۱۳۸۲ (۲۰۰۳) کال کې د غالیو په برخه کې یو توليدي شرکت جوړ کړ او د پوهنتونونو فارغان یې په دې شرکت کې جذب کړل او د کار او تشبث په برخه کې د هغوى د لېوالتيا او وړتيا له مخې پر هغوى کار وکړ، داسې چې وروسته بیا دوی هر یو یې وکولای شول، خپله د یوه تولیدي شرکت مالک وي او یا دا چې نور خلک و روزي او استخدام  یې کړي.

هغه ادامه ورکوي: "له هغې وروسته، د غالۍ او لاسي صنایعو لپاره د یوه ښوونیز مرکز په جوړولو سره، چې د تخنیکي او حرفه يي زده کړو له سازمان څخه مې جواز ترلاسه کړی وو، ما وکولای شول چې د غالۍ اوبدلو مینوالو ته په دې ښوونیز مرکز کې روزنه ورکړم او کار ته یې چمتو کړم، له دې وروسته د کار اړوند له بېلابېلو ادارو، ټولنو او موسسو سره زما اړیکې زیاتې شوې او د ولایت په کچه زما فعالیت وپیژندل شو او په تخصصي کورسونو کې د ګډون له لارې، په ګلستان ولایت کې د خوشه غالیو اوبدلو د پراختیا د استازي په توګه وپېژندل شوم. موږ اوسمال ۱۱ د خوشه لاسي اوبدلي غالۍ لرو چې یوه شاخه یې د ګلستان ولایت پورې اړه لري، کوم چې ما د پروګرام پراختیایي عامل په توګه هغه پلي کړی دی. »

مختلف خلک د غالۍ په اوبدلو او د عمر په اوږدوالي کې مستقیم او غیر مستقیم رول لوبوي، لکه: رنګوونکی، د غالۍ ډیزاینر، نقشه لوستونکی، اوبدونکی او ترمیم کوونکی. عادلي د هېواد له 72 پراختیایي استازو څخه، یوازینۍ ښځه ده چې دې ډګر ته یې مخه کړې ده. هغه په ​​خپل ولايت کې د اوبدونکو د شمېر په اړه وايي: "هغه شمېرې چې معمولاً اعلانېږي، شاوخوا ٧٠زره کسان دي، خو له دې ډلې څخه ٣٦زره يې د پېژندنې کارت لري او دا ټولې ښځې دي." هغه وايي چې زموږ په سیمه کې نارینه غالۍ نه اوبدي او ټول اوبدونکي ښځې دي او په خندا سره یې دوام ورکړ: «زموږ د ښار نارینه د غالۍ په څنډو کې کښېني او تر ډېره د رنګ کولو، رغولو او غالۍ مینځلو چارې پر غاړه لري.

څېړونکی او «په ایران کې د لاسي اوبدلو غالیو دایره المعارف »  ارزښتناک کتاب لیکوال «حسین تجدد» په خپل کتاب کې لیکي: له ډېرې مودې راهیسې نړۍ د ایران ځمکه په دوو غوره څیزونو سره پیژني: شعر او غالۍ. په بل عبارت، ايراني ذوق او د ايرانيانو جمالياتي ذایقه په شعر کې د مفهوم او معنب له اړخه او په غالیو کې د مادې او ظاهر له اړخه څرګند شوی دی. په هرصورت، د شعر د هنر په پرتله د غالۍ د هنر ګټه دا ده چې شعر یو انفرادي هنر دی په داسې حال کې چې لاسي غالۍ یو ټولیز هنر دی.

مېرمن عادلي همدارنګه د ډله ایز کار اهمیت ته په اشارې او په کار کې د بشري ځواک په پام کې نیولو او هغه ته د ارزښت ورکولو او د مادي ګټو په نه پاملرنې سره، بریا ته د رسېدو اصلي لاره په دې کې ګڼي چې هم له نورو سره له همکارۍ استفاده وکړو او هم نورو ته خپلې وړتیاوې انتقال کړو.  همدارنګه، دا هېر نه کړو چې د نورو لوړول د ودې سرچینه ده.

دغه لوړپوړې متشبثه د خپلې دندې مهمې ګټې او زیانونه په لاندې ډول بیانوي: زما د کار ګټه دا ده چې د کار له پلوه خورا پراخه ده او د کار بازار او په اقتصاد کې دخیل ځواک سره یې اړیکه خورا لوړه ده. بله ګټه یې دا ده چې له یوې خوا ساده وسایلو او ارزانه کار ته اړتیا لري او له بلې خوا د هغه خامو توکو برابرول اسانه دي. د دې بله مهمه ګټه دا ده چې دومره پانګونې ته اړتیا نه لري او په ۵ میلیونو تومانونو سره کولای شئ په دې کې سوداګري پیل کړئ.»

هغه همداراز وايي: د ګلستان په سیمه کې اصلي غالۍ د ترکمن غالۍ دي چې اوس مهال د نړۍ په بازارونو کې نه پلورل کېږي. ځکه چې د نړۍ د خلکو د پېرلو طرز بدل شوی او بازار ته د تکراري رنګونو وړل ممکن نه دي. سور رنګ د آلمان په بازار کې کار نه کوي او دوی ساړه رنګونه او ساده ډیزاینونه ډېر خوښوي. اوس که موږ د آلمان موتکس نندارتون ته سنتي غالۍ ویسو، پایله نه ترلاسه کوو. موږ د دې کمزورۍ د له منځه وړلو لپاره، یو لیست وړاندې کوو، د بیلګې په توګه، سویلي افریقا ترکمن غالۍ غواړي، مګر دا غالۍ د خپل ډیزاین او رنګ پر بنسټ ولاړې دي.

آغلې "زلیخا عادلي" د یوې متشبثې د بریالیتوب لپاره لومړنی ټکی، په خدای توکل او په هغه باندې باور کول ګڼي او زیاتوي: په خدای باندې له توکل وروسته؛ په هر څه کې د هرچا خپله اراده خورا مهمه ده. په یوه دنده کې د معلوماتو او پوهې درلودل، له نورو سره د مشارکت له لارې د نورو قدر کول او له مادي ګټو پرته له نورو سره د همکارۍ له لارې د کار ارزښت ورکول، زما په نظر د یوې بریالۍ سوداګرې لپاره خورا مهمې ځانګړتیاوې دي او دا وروستی مورد یعنې له نورو سره همکاري او د دوی له پوهې او مهارتونو څخه کار اخیستل او د ډله ایز کار مقام ته ارزښت ورکول د بریالیتوب اصلي لاره ده.

زما په اند، د ودې لاره د نورو لوی کول دي، او تر هغه چې د نورو وجود او د دوی په وړتیاوو باور، په هر کار کې د ځان ترڅنګ احساس نه کړو. نه بریالي کېږو. موږ باید په خپلو وړتیاوو باور ولرو او هم د نورو وړتیاوو په منلو او کارولو سره، خپل ځان بشپړ کړو او وکولای شو چې نور کسان هم زموږ له وړتیاو څخه ګټه پورته کړي، ترڅو دوی هم د متشبثینو او نوښتونو خاوندان شي.

هغه ښځو ته سپارښتنه کوي: "زما په اند، د هېواد مېرمنو د مدیریت په برخه کې، په کورنۍ او سوداګرۍ کې خپلې وړتیاوې ثابتې کړي دي. له همدې امله، ښځې هم کولای شي د نارینه وو تر څنګ بریالۍ وي یا غوره عمل وکړي. یوازې د دوی لپاره کافي ده چې په ځان او په خپلو وړتیاوو باور ولري.

لومړني ګامونه هلته واخلئ چېرې چې تاسو ریښې لرئ. زه تل خپلو خویندو ته هم دا وایم. د لویو ګامونو پورته کولو لپاره تاسو اړتیا نه لرئ چې له خپله ښاره یا هېواده ووځئ. تاسو هماغلته لوی کارونه کولای شئ. اورېدل او د زړه خواله او د هغو خلکو خبرې چې ستاسو سره ګډې ریښې لري، یو لوی کار دی. ولسيتوب تر ټولو ستونزمن کار دی، خو باید هڅه وکړو چې ولسي واوسو.

ژباړه: زماني

ټیګونه