Sep 28, 2023 04:54 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا ۳۵

د ظهور د منتظرانو فضایل او انعامونه

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! د هیلې رڼا د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو او په دې ننني پروګرام کمښې د امام زمان(عج) د انتظار کونکو فضایل، اجر او انعامونه درته بیانوو، هیله ده چې دا لیکنه مو د پام او خوښې وړ وګرځي.

*/*/*/*/

د امامِ زمان حضرت مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف د فرج انتظار، د هغه حضرت د ظهور د سترې پيښې لپاره تیاری او زمینه سازي ده. د دغه مقدس انتظار دوام یو ځلانده او ارماني راتلونکي ته د هیلې د رڼا بل او ژوندي ساتل دي. له دې نه علاوه، که د فرج لپاره انتظار او تیاری حقیقي وي نو په انسان او ټولنې باندې مثبتې او رغنده اغیزې کوي او سبب کیږي چې یو مؤمن انسان او اسلامي او مهدوي ټولنه جوړه شي.

د اسلام ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) او د هغوي پاک اهل بیت علیهم السلام د هغو ګټه ورو او پریمانه پایلو په وجه چې د حضرت صاحب الزمان د ظهور تمه یې لري، د دې کار لپاره ډیر ستر انعامونه او فضایل ذکر کړي دي. رسول الله مبارک د ظهور انتظام یو عبادت بللی او فرمایلي یې دي: «په صبر او زغم سره د فرج انتظار عبادت دی.»

او په یو بل حدیث کښې یې دا کار ترټولو غوره عبادت بللی دی. دا مهم او د غور وړ تعقیر چې د فرج د انتظار په هکله په ډیرو روایتونو کښې راغلی دی، هغه د لمونځ او روژې او حج او داسې نورو عبادتونو په قطار کښې راولي بلکې له هغو یې هم لوړوي ځکه چې په تمه او منتظر کس د یو داسې ستر شخصیت د راتلو زمینه برابروي چې دغو عبادتونو ته په ټوله نړۍ کښې او هغه هم په ډیر غوره ډول پراختیا ورکوي.

له بلې خوا د فرج انتظار «ترټولوغوره عمل» بلل شوی دی. پيغمبر اکرم(ص) فرمايي:«زما د امت په عملونو کښې ترټولو غوره عمل له خدای تعالی جل جلاله څخه د فرج انتظار او غوښتنه ده».

همداشان امام علي علیه السلام فرمایلي دي: «د فرج انتظار وکړئ او د خدای د رحمت له وږمې مه ناهیلې کیږئ چې د خدای تعالی په نزد ترټولو غوره عمل، د فرج انتظار دی».

د رسول الله مبارک نوور اولادونو او اهل بیتو هم په دې هکله ویناوې کړې دي.

دا ډول حدیثونو د فرج انتظار بیخي دقیق او روښانه تشریح کړی دی ځکه چې هغه یوازې عبادت نه ګڼي بلکې یو عمل یې ګڼي. کوم حدیثونه چې د فرج انتظار یو عمل ګڼي دا لیدتوګه بیخي تاییدوي چې د فرج انتظار یوازې له موجود ګډوډ حالت څخه د خوابدۍ د څرګندونې په معنا نه دی بلکې د دې حالت د ختمولو او حضرت مهدي موعود(عج) د پاڅون د لارې د هوارولو لپاره باید هلې ځلې او فعالیت وشي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي دا موضوع داسې بیانوي: «د فرج انتظار په عملونو کښې غوره او افضل بلل شوي دي، نو معلومیږي چې انتظار یو عمل دی، بې عملي نه ده. تیروتنه نه ده پکار، چې فکر وکړو چې انتظار یعنې دا چې لاس تر زنې کښینو او په تمه شو چې یو کار وشي. انتظار په ټولو برخو کښې یو عمل دی، یوه تیاري ده، په زړه او باطن کښې د انګیزې یوه پياوړتیا ده، یو تاندوالی او تحرک او وده ده».

د امام زمان د فرج لپاره د انتظار اهمیت دومره ډیر دی چې په ځینو حدیثونو کښې د دین د ارکانو او اصولو په قطار کښې ګڼل شوی دی ځکه چې هغه ژوندی ساتي او د ولي عصر په ظهور سره په ټوله دنیا کښې خوریږي.

کله چې د حضرت مهدي(عج) د ظهور لپاره انتظار دومره اهمیت او فضیلت لري نو جوته ده چې یو حقیقي منتظر د خدای تعالی په نزد ډیر اجر او انعام لري. رسول اکرم او معصومو امامانو علیهم السلام دغه کسان ایماندار، پرهیزګار او ژغورل شوي بللي دي.

امام جعفر صادق علیه السلام د امام مهدي علیه السلام منتظران الهي اولیا بللي او د هغوي په وصف کښې یې فرمایلي دي: «زمونږ شیعیان او د امام زمان پيروان څومره بختور دي چې د هغه د غیبت په وختو کښې یې د ظهور په تمه دي او د ظهور په زمانه کښې یې مطیع او تابعدار دي. هغوي د خدای ولیان دي چې هیڅ ویره او غم نه لري».

امام سجاد علیه السلام د صاحب الزمان منتظران د هرې زمانې په خلکو کښې ترټولو غوره بولي او د دوي زوی امام باقر علیه السلام د هغوي انعام د هغه کس په شان ګڼي چې تل روژه وي او شپې په عبادت تیروي. او بیا امام صادق علیه السلام د هغوي د مقام په هکله فرمايي: «څوک چې زمونږ امر(ظهور) ته سترګې په لاره  وي او د آزار او ویرې په وړاندې اودریږي، سبا (د قیامت په ورځ) به له مونږ سره یوځاې وي».

د امام مهدي عج الله تعالی فرجه الشریف د منتظرانو دا ټول فضائل په دې وجه دي چې هغوي د هغه حضرت له خوا د دین په راژوندي کولو کښې مرستې ته تیار دي او په نورو خلکو کښې  هم د هغه د راتلو هیله ژوندی ساتي.

څوک چې د منجي او ژغورونکي فرج ته سترګې په لار وي، ځان علمي، کلتوري او پوځي جهاد ته چمتو کوي. په حدیثونو او روایتونو کښې د یو داسې منتظر او په تمه کس لپاره ډیر اجر او کرامت بیان شوی او د هغه د مقام د ښودلو لپاره یې یوشمیر مثالونه راوړي دي. یو منتظر که څه هم یوازې په ځان کښې له دښمن سره جهاد او مقابلې ته چمتووالی راپیدا کوي خو په ګڼو حدیثونو کښې د خدای د ګران رسول او حضرت مهدي(عج) په لښکر کښې د یو یو سرشیندونکي مجاهد په شان معرفي او بلل شوی دی.

د رسول الله مبارک یو قدرمن لمسی امام جعفر صادق علیه السلام د دغو منتظرانو مقام داسې بیانوي: امام جعفر صادق علیه السلام د حضرت مهدي(عج) د منتظرانو مقام داسې بیانوي: که په تاسو کښې یو داسې کس چې د امام زمان د حکومت منتظر و، وفات شي نو د هغه کس په شان دی چې له امام زمان(عج) سره په یو خیمه کښې پاتې شوی وي، بیا یې لږ ځنډ وکړ او ویې فرمایل، نه بلکې د هغه چا په شان دی چې د هغه حضرت ترڅنګ (له دښمنانو) سره جنګیدلی وی، بیا یې وفرمایل: نه، په خدای قسم د کس د هغه چا په شان دی چې د خدای د ګران رسول په خوا کښې شهید شوی وي.

د حضرت امام زمان علیه السلام د یو حقیقي منتظر لوړ مقام او د هغه انعامونه د هغه حضرت د فرج لپاره د دغه کس د چمتووالي او له دوي سره یې د ډیرې مینې په وجه دي. که امام زمان(عج) ظهور وکړي نو یو داسې کس به ورسره د اسلام د نړیوال حکومت د ټینګښت لپاره په پوره توان سره مرسته وکړي. خو یوازې هغه نسل چې د هغوي د ظهور په وخت ژوندی وي، کولې شي خپل چمتووالی په عمل کښې وښايي. خو ګڼ حدیثونه ښودنه کوي چې د بقیة الله ټول حقیقي منتظران، به ټولو زمانو کښې ډیر ارزښتناک انعامونه او فضیلت لري.

د رسول الله مبارک یو ډیر په زړه پورې حدیث شریف دی چې فرمايي: «د مؤمن انسان نیت د هغه له عمله غوره دی» د دې حدیث له مخې کوم لوړ همت او اوچت مقام لرونکي انسانان چې د خپلې زمانې د امام د فرج په تمه وي او د ضروري مهارتونو په ترلاسه کولو سره همیشه تیار وي او پر دې سربیره، نور یې هم دې کار ته هڅولي وي، د ډیر ستر اجر او پریمانه انعام د ترلاسه کولو وړ دي. ځکه چې هغوي په حقیقت کښې ځانونه او نور خلک په باطل باندې د حق بریالیتوب او د د نړۍ په کچه د حضرت مهدي موعود(عج) د عادلانه حکومت قایمولو ته تیار کړي دي.

د امام زمان(عج) د ظهور منتظران او مشتاقان د هغه حضرت د لوړو اهدافو په لاره کښې د خپل ارادت او سرشیندنې څرګندونه داسې کوي:

« ... فَلَوْ تَطاوَلَتِ الدُّهُورُ وَتَمادَّتِ الاَْعْمارُ لَمْ اَزْدَدْ فیکَ اِلاَّ یَقیناً، وَلَکَ اِلاّ حُبّاً، وَعَلَیْکَ اِلاَّ مُتَّکَلاً وَمُعْتَمَداً، وَلِظُهُورِکَ اِلاَّ مُتَوَقَّعاً وَمُنْتَظَراً، وَلِجِهادى بَیْنَ یَدَیْکَ مُتَرَقَّباً ... مَوْلاىَ فَاِنْ اَدْرَکْتُ اَیّامَکَ الزّاهِرَةَ، وَاَعْلامَکَ الْباهِرَةَ، فَها اَ نَا ذا عَبْدُکَ الْمُتَصَرِّفُ بَیْنَ اَمْرِکَ وَنَهْیِکَ، اَرْجُو بِهِ الشَّهادَةَ بَیْنَ یَدَیْکَ، وَالْفَوْزَ لَدَیْکَ، ...

او که زمانه اوږده شي او عمرونه اوږده شي نو زمونږ لپاره په تا(حضرت مهدي) باندې له یقین پرته او ستا له مینې او درباندې له توکل او باور او ستا د ظهور له انتظار او توقع پرته بل څه نشته او مونږ د هغې ورځې په تمه یوو چې ستا د سترګو په وړاندې وجنګیږو... ای زما مولا! که ستا ځلانده پړاؤ او څرګند بیرغونه دې ووینم نو ستا د امر و نهي مطیع به ووسم چې له دې لارې ستا په رکابت او ملګرتیا کښې د شهادت مقام او نیکمرغۍ او بریا ته ورسیږم.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه