د ړنا سرچینې ۴۷ مسخ
عزیزانو د دغه معنوی خپرونې په نننۍ برخه کې به د مائدې د مبارکې سورې د ۵۹ او ۶۰ ایتونو شان نزول وڅېړو.
یوه ورځ په مدینې منورې کې یو کس د معاذ په نامه له حضرت نبی اکرم ص څخه د نبا د مبارکې سورې د ۱۸ ایت په هکله پوښتنه وکړه، دغه ایت شریف کې راغلې: «یَوْمَ یُنْفَخُ فِى الصُّورِ فَتَأْتُونَ أَفْواجاً: هغه ورځ چي په شپېلۍ کې وپوکل شي تاسو به ډله ډله راشئ.
حضرت نبی اکرم ص معاذ ته وویل چي د یوې ډېرې لویې مسالې په هکله دې پوښتنه کړې ده. بیا په داسي حال کې چي له مبارکو سترګو یې اوښکې بهېدلې وفرمایل: زما د امت لس ډلې له نورو خلګو څخه بېل دي او په مختلفو صورتونو کې محشور کیږي، ځینې د بېزوګي او ځینې د خنزیر په صورتونو سره د قیامت په ورځ کې محشور کیږي. ځینې په داسي حال کې چي پښې یې پورته او مخونه لاندې او اوږې یې په ځمکې باندې سولیږي تګ کوي، ځینې په سترګو ړندیږي او روان وي، ځینې کاڼه او ګونګي یان محشوریږي او په هیڅ هم نه پوهیږي، ځینې خپلې ژبې ژووي او ورڅخه وینې او خیره بهیږي حال دا چي ژبې په سینې باندې زړیږي او ټوله محشریان ورڅخه کرکه کوي. د یوې ډلې بیا پښې او لاسونه پرې شوي وي، یوه پرګنی بیا د اورو په ښاخونو باندې زړول شوي دي، یوه ټولګه بیا له مردارو نه هم زیات بدبویه دي، ځینې بیا داسي جامې اچولي وي چي په قطران (یو ډول توره کتیره) باندې رنګ شوی وي او په بدنونو پورې یې نښتې وي.
لیکن هغه کسان چي د بیزوګي یانو په څېر محشور کیږي، هغه کسان دي چي په دروغ ویلو او د یوه خبره بل ته په وړلو سره، په خلګو کې شر جوړوي، هغه ډله چي د خنزیر په څېر محشوریږي، حرام خواړه دي. هغه چي مخونه یې په ځمکې سولیږي او روان وي، هغه سودخواړه دي، هغه چي کاڼه او ګونګي وي، هغه مغروره او ځان خوښوونکي دي، هغه چي خپلې ژبې ژووي هغه عالمان او قاضیان دي چي وینا یې د کړچار په خلاف وي. هغه چي لاسونه او پښې یې پرې شوي وي، هغه دي چي خپل ګاونډیان ورڅخه په عذاب شوی وي، هغه ډله چي د اورو په ښاخونو باندې زړیږي، هغه کسان دي چي د خلګو راپور یې د ظالمو واکمنانو ته رسول، هغه ډله چي له مردارو نه هم زیات بدبویه دي، هغه کسان دي چي له نامشروع عیش او عشرت او غوښتنو څخه پیروي کول او په خپله شتمني کې یې د متعال خدای او د بې وزلو په حق سترګې پټې کړې وې. هغه چي ککړې او تورې جامې یې په بدونونو نښتې وي، هغه کسان دي چي لویي به یې کول او په ځانونو یې فخر کول. بیا د خدای ګران رسول وفرمایل: هغه کسان چي لویي کوي په محشر کې د میږيانو په بڼه کې محشوریږي او د محشریانو تر پښو لاندې وي تر هغه چي د بندګانو حساب او کتاب ختم شي.
له دغه حدیث او ورته نورو احادیثو څخه دې نتیجې ته رسیږو چي ځینې انسانان په قیامت کې د حیوان په بڼه کې محشوریږي، لیکن باید دې مسالې ته مو پام وي چي د انسانانو د بدنونو په بڼه کې بدلون نه راځي او انسانان د خپل دنیایي بدن سره عالم برزخ او قیامت ته درومي، په داسي ډول چي نور خلګ یې هم وپېژني او ووایي چي دا فلانکی دی، هغه چي په دنیا کې یې دا کار کول مګر دا چي د هغه یادو شویو ګناهګارانو له ډلې وي نو بیا په محشر کې په مختلفو صورتونو سره محشوریږي.
پنځم امام حضرت محمد باقر علیه السلام د ابوبصیر په نامه خپل یو صحابي ته د دغه برزخي څېرو یوه نمونه څرګنده کړه، ابوبصیر چي په سترګو ړوند وو، د دغې څېرې په شرح کې وایي: کلونه مخکې مکې مکرمې ته وررغلی وم چي امام محمد باقر علیه السلام هم مکې ته مشرف شوی وو، د زیات ږغ او ږوغ او د حاجیانو له تکبیرونو څخه حیران شوم او حضرت امام محمد باقر علیه السلام ته مې وویل: څومره حاجیان زیات شوي او څومره شور کوي!!! امام محمد باقر علیه السلام وفرمایل: حاجیان کم دي خو شورماشور زیات دی.
بیایې وفرمایل: ابوبصیره !!! غواړې د خپلې خبرې رېښتنولۍ درته ثابته کړم او خپله په سترګو زما د خبرې حقیقت والې ووینې؟؟؟
ورته ومې ویل: اې زما مولا څرنګه ممکنه ده ؟!! حضرت امام محمد باقر علیه السلام راته وفرمایل: نژدې راشه !!! زه حضرت امام علیه السلام ته ورنژدې شوم، خپل مبارک لاسونه یې زما په سترګو راوکاږلې او دعایې وکړه . دغه وخت کې مې سترګې ړنې شوې. بیا حضرت امام محمد باقر علیه السلام راته وویل: اوس دې حاجیانو ته وګوره، کله چي مې دغه ګڼه ګوڼې ته وکتل، زیات کسان مې د بیزوګیانو او خنزیرانو په بڼه کې ولېدل چي د مکې په چارچاپېر طواف کوي او ایمان لرونکې حاجیان په تاریکه کې د ړنا په څېر په کښې ځلېدل . حضرت امام باقر علیه السلام ته مې وویل: اې زما مولا !! ستاسو د خبرو رېښتنولي راته ثابته شوه، په حقیقت سره چي حاجیان کم او شورماشور زیات دی.
متعال خدای د قرآن شریف په ایتونو کې د (مسخ ) یعني په ځناور باندې د انسان او یا نورو موجوداتو د بدلون په هکله وېنا کړې ده، مسخ یعني د یوه موجود په خلقت کې بدلون، خو په ظاهري بڼه کې مسخ هغه ته وایي چي صورت یې بدل او ډېره کرکجڼه بڼه واخلي. د قرآن شریف له نظره دا چي د یوه موجود باطني حقیقت ښکاره شي او ورسره یې جسماني بڼه هم بدله شي، په همدغه دنیا کې هم ممکنه ده. په دغه حالت کې انسان د مسخ شوي کسانو د لېدلو لپاره برزخي سترګو یعني کرامت ته ضرورت نه لري، بلکې ټول خلګ یې لیدلایشي. د قرآن شریف د مبارکو ایتونو له مخې، دا مسخ له دې مخکې په مختلفو قامونو کې شوي دي، یو له دغو ایتونو چي په دې هکله بحث کوي د مائدې په مبارکې سورې کې راغلی دی چي اوس به یې شان نزول له تاسو سره وڅېړو.
له اسلام سره په دښمنۍ کې د یهودیانو شومې دسیسې په پرلپسې توګه ، ناکامېدلې، د وخت په تېرېدو سره، یهودیان هم ورځ تر بلې رسوا کېدل او د مسلمانانو حقانیت لا زیات څرګندېده، خو یهودیانو یوه بله دسیسه یې جوړه کړه څو په خپلو تشو خیالانو سره، د اسلام ځلانده ړنا خاموشه کړي.
یهودیانو د حضرت عیسی علیه السلام په وړاندې له پخوا نه سخته کینه درلوده، هغوی د دې لپاره چي د ټولو یهودیانو د ایمان راوړلو مخنیوی وکړي او هغوی ټوله د اسلام په ضد ودروي، په دې لټه کې وه چي حضرت نبی اکرم ص د حضرت عیسی علیه السلام په اړه خپل نظر اعلان کړي.
په دې خاطر د یهودو یو شمېر مشرانو حضرت نبی اکرم ص ته راغلل او له هغوی څخه یې وغوښتل چي د مخکنیو پیغمبرانو په هکله خپله عقیده څرګنده کړي، د اسلام ګران پیغمبر د هغوی په ځواب کې وفرمایل: زه په لاشریک خدای باندې باور لرم، او په هغه څه می ایمان راوړی چي په ابراهیم، اسماعیل، اسحاق، یعقوب، موسی او عیسی باندې نازل شوی دي، زه ټول انبیا منم او هغوی د خدای استازي بولم او د هغوی تر مینځ هیڅ توپیر نه کوم.
یهودیانو د دې خبرې له اورېدو نه په غوصه شول او چیغه یې کړه چي مونږ د عیسي په نامه کوم پیغمبر نه پېژنو، هغه د خدای استازی نه وو. هغوی د اسلام د ګران پیغمبر دغه اقرار د هغه حضرت د انکار لپاره پلمه وګرځوله او وویل: مونږ ستا تر دین بل ناوړه دین هیڅ لیدلی نه دی. په دغه وخت کې متعال خدای د مائدې د مبارکې سورې د ۵۹ او ۶۰ ایتونو په نازلولو سره حضرت پیغمبر اکرم ص ته ماموریت ورکوي چي په اهل کتاب کې د مسخه شویو کیسه او پایله بیان کړي. څو د نورو او اهل کتاب لپاره خبرداری او عبرت وشي.
په دغو ایتونو کې راغلي دي:« قُلْ یا أَهْلَ الْکِتابِ هَلْ تَنْقِمُونَ مِنّا إِلاّ أَنْ آمَنّا بِاللّهِ وَ ما أُنْزِلَ إِلَیْنا وَ ما أُنْزِلَ مِنْ قَبْلُ وَ أَنَّ أَکْثَرَکُمْ فاسِقُونَ / قُلْ هَلْ أُنَبِّئُکُمْ بِشَرّ مِنْ ذلِکَ مَثُوبَةً عِنْدَ اللّهِ مَنْ لَعَنَهُ اللّهُ وَ غَضِبَ عَلَیْهِ وَ جَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَ الْخَنازیرَ وَ عَبَدَ الطّاغُوتَ أُولئِکَ شَرٌّ مَکاناً وَ أَضَلُّ عَنْ سَواءِ السَّبیلِ:
ژباړه: ووایه: اې اهل کتابو! تاسو مونږه (په هېڅ وجه) د بدۍ (او) عیب والا نه ګڼئ، مګر په دې چې مونږ پر الله ایمان راوړى دى او پر هغه څه چې مونږ ته نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې له ده نه مخكې نازل كړى شوي دي او دا ځكه چې یقینًا ستاسو اكثره (خلګ) فاسقان (له حده وتونكي) دي.
ووایه: ایا زه تاسو ته د الله په نیز د جزا په لحاظ سره له دوى نه د بدترو خلقو خبر در نه كړم؟ (دا) هغه څوك دي چې الله پر دوى لعنت كړى دى او پر دوى يې غضب كړى دى او له دوى نه يې بیزوګان او خنزیران جوړ كړي دي او دوى (هغه څوك دي چې يې) د طاغوت عبادت كړى دى، دغه كسان د ځاى په لحاظ سره ډېر بدتره دي او له حقې لارې نه ډېر ګمراه دي.
عزیزانو د خپرونې وخت مو په ختمېدو دی خو له تلو نه مخکې مو د اعراف د مبارکې سورې ۱۷۹ ایت ته مو پام رااړوو، هلته چي قران عظیم الشان ځینې انسانان له حیواناتو هم بدتره ګڼي، او فرمایي: :« أُولئِکَ کَالْأَنْعامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ: هغوی لکه څاروي دي بلکې له هغوی نه هم زیات ګمراه دي.
په دې خاطر هغه کسان چي په بدو کارونو او د انساني لوړو صفاتو نه لیري د ناوړه عملونو په تر سره کولو سره، ځانونه پست یعني ناوړه ګرځوي، که څه هم په جسمي طور مسخه شوي نه وي او شکل یې حیواني بڼه نه وي اخیستئ، له شکه پرته له روحي او معنوي پلوه په یو حیوان باندې بدلیږي ځکه چي د انسان شخصیت د هغه په اخلاقي او نفسیاتي ځانګړنو پورې اړونده دی، یعني که د یو انسان اخلاقي او نفسیاتي ځانګړنې د یوه داړونکی ځناور وي، هغه په حقیقت کې مسخه شوی دی او له شکه پرته یې روح په حیوان بدل شوی دی.