Sep 30, 2023 14:59 Asia/Kabul
  • ویاړمنې میرمنې (۱۳)

په اجتماعي فعالیتونو کی د میرمنو شتون د اسلام د پروګرامونو په اساس د نوی بیلګې په چوکاټ کې تحقق موندلی دی .

 

که څه هم ډیرو مخالفانو هڅه کړی ده چی د دغې چارې انکار وکړي خو په وروستیو کلونو کې د خپل هیواد د ابادولو ، پراختیا او خپلې لوړتیا په لړ کې د ایراني میرمنو رول ډیر ښه جوت دی . میرمنې په اجتماعي ډګر کی فعال اوګټه ور شتون لري . په اجتماعي فعالیتونو کی د میرمنو شتون د اسلام د پروګرامونو په اساس د نوی بیلګې په چوکاټ کې  تحقق موندلی دی . هغو د رول منلو په قدرت سره اجتماعي مشارکت لری نه په دې دلیل چی له سړیو سره سیالۍ وکړي  او له خپل هویت لیرې پاتې شي بلکې د دې لپاره چی خپل انساني حقوق ترلاسه کړي او له خپلو وړتیا او وسونو د اجتماعي ارمانونواو ایډیالونو د تحقق په لاره کی استفاده وکړي . ډاکټر طاهره لباف هغه متخصصه  ګایناکالوجیسټه او پوهه میرمن ده چی د شپږو بچیو مور ده او له اجتماعي فعالیتونو او زده کړو سره سره د بچیو د تربیت او مور مسولیت  یې ډیر ښه ترسره کړی دی .

میرمن طاهره لباف په ۱۳۳۰ لمریز کال کی په اصفهان کی وزیږیده . دینی تعلیمات د هغې د لوړو زده یوه برخه شوه او د زده کړو له ناارامه پړاو او د سیاسي فعالیتونو په دلیل له پوهنتون له ویستل  کیدا وروسته له هلوځلو لاس وانخسته . د ګایني

په څانګه کې یې سپیشلایزیشن وکړ او په خدای ، اهل بیتو او مهربانې کورنۍ په توکل سره وتوانیده د کال نخبه میرمن شی . هغه دغې څانګې او خپل فعالیت ته د رسیدا د ټیتې هسکې د لارې په اړه داسی وایی ، په ۱۳۴۷ لمریزکال کی د اینټرمیډیت پړاو له تیرولو وروسته د اصفهان پوهنتون د په درمل جوړونه کې په کانکورکی په طبی څانګه کی ومنل شوم . خو له ریاضۍ سره د زیاتې دلچسپۍ په دلیل په شیراز پوهنتون کې  د ریاضۍ څانګې دوهمه کسه شوم نو ځکه مې د شیراز پوهنتون انتخاب او په زده کړو بوخته شوم . د شیراز پوهنتون په پړاو کې مې په مذهبي غونډو کې ګډون کاوه . په دوهم ټرم کې د سیاسي فعالیتونو او د محصلینو په لوږ تړونو کې د فعال شتون او سیاسي فعالیتونو په دلیل له شیراز پوهنتون وویستل شوم او بیا مې د راتلونکی کال په کانکور کی شرکت وکړ او د مشهد پوهنتون د اساسی ساینس (Basic science )په څانګه کی ومنل شوم . له یوه کال  وروسته د سیاسي فعالیتونو په دلیل له مشهد پوهنتون هم وویستل شوم  او دریم ځل لپاره مې په کانکور کی شرکت وکړ او د طب په څانګه کې د جندی شاپور اهواز په پوهنتون (شهید چمران )کې ومنل شوم .

دغه بریالی میرمنه اومهربانه مور سادګی او قناعت د خپل ژوند د سبک یا سټایل مهم اصول بولی او په دوام کی وایی مونږه له لومړیو یو ساده محصلانو ژوند درلوده . ما د جامو د اخیستلو او د کور د ډیزایین د بدلولو لپاره نه لګوه او اجازه هم نه ورکوم .حتی هغه خوړه به مې خوړل ساده خو په عین حال کی طاقتور خوړه وو او اوس هم همداسی ده . اوس هم په ځینو جمعو ورځو زما بچیان له میرمنو او ۱۷ لمسیو سره زمونږ کور ته راځي . له دغو میلمنو زما لپاره میلمستیا اسانه ده ځکه چی یوازې یوه ساده ډوډۍ پخوم او د یوه بل په څنګ کې ترې خوند اخلو . سادګۍ او له دغې سادګۍ خوند اخیستل د خوشبختۍ یو مهم رمز دی چی مونږه تجروبه کړی دی او سپارښتنه کوم میرمنې او میندې  د ژوند دغه سټایل د خپل ژوندمختصاتو ته په پام سره انتخاب کړي تر څو د بچیانو د روزلو طلایی فرصتونه له لاسه ورنکړي .

میرمن لباف د ۲۲ زره ماشومانو په زیږیدا کی رول درلودلی دی او توانیدلی ده ټولنې ته بریالي بچیان وسپاري . هغه وایی زما مشر زوی د تی این ټی متخصص او میرمن یې د غاښونو ډاکټره ده . څلور زامن لري . دوهم زوی مې د سرجري یا جراحۍ تخصص لري او اوس د عروق جراحۍ فوق تخصص درس وایی . میرمن یې هم ګایناکلوجیسټه ده چی درې بچیان لري . دریم زوی مې عالم دی او درې بچیان لري . څلورم زوی مې ارتباطات لوستې دی او په علمیه حوزه کی یې زده کړې کړي دي او میرمن یې په څنګ د میرمنو د مطالعاتو کارپیژاندي ده  او څلور بچیان لري . زما لور تازه ډاکټرۍ ختمه کړی ده  او د تهران  په ایمرجنسی کې د طرحې په تیرولو بوخته ده او خاوند یې د تی این تی تخصص لري او درې لوڼې لري .

هغې په خدای او ایمه اطهارو توکل مهرباني او  په زده کړو کې هڅه  د خپلو بچیانو په روزلوکی اصل ګرځولی دی او له هغو غوښتي دي په همدار چورلیز ګام کیږدوي .

واده او بچیانوپیدا کولو ته د دغې متخصصې میرمن کتنه یوه دنده ده چی که په سمه ترسره شی نو ټولنه به هراړخیزو پرمختګونو په لور حرکت وکړی . هغه وایی هغه وخت چی د خپلو دلچسپیو په دلیل مې فیصله وکړه د طب په څانګه کی زده کړه وکړم ، په دغه څانګه کی د فعالو میرمنو شتون محدود او کم وو . خو ما هغه انتخاب کړ او دوام مې ورکړ تر څو وکولې شم د خپل ټاټوبی لپاره ډیر ډاکټران تربیت کړم .دا مې خپله دنده بلله او خدای هم مرسته وکړه تر څو خپل هدف ته ورسم . هغه وخت چی دغه څانګې ته ورداخله شوم تراوسه مې واده نه وو کړې . د پوهنتون په دوهم کال کی مې واده وکړ او بیا مې بچیان دنیا ته راغلل . هدف ، هڅه  او توکل تاسو په مناسبه لاره کی راولي .

ډاکټر لباف ۱۶ کاله کیږي چی د ډیرو کاري او کورني مشغولتیاو سره سره د حضرت بی بی معصومه س د زایرینو خادمه ده او باوری ده دغه خدمت کولو د هغې ، بچیانو او بیمارانو لپاره برکتونه درلودلي دي . هغه وایی هغه وخت چی فیصله مې وکړه د حضرت بی بی معصومه س د جرم خادمه شم د فاطمیه د طبی علومو پوهنتون مشره وم او هره ورځ د خپل کار دفتر ته له ورتلو مخکی حرم ته ورتلم او حضرت بی بی معصومه س ته مې له نږدې سلام او ارادت څرګندوه او بیا خپل دفتر ته ورتلم ، دا قضیه له حضرت بی بی معصومه س سره زما د زیاتې مینې سبب شوه او له خدای مې وغوښتل چی خپله واسطه شی چی د بی بی د حرم خادمه شم . په همدغو ورځو کې زما ورور د ګردو کینسر ناروغ شو او ما نیت وکړ چی د بی بی د حرم خادمه شم او خدای تعالی زما ورور ته شفا ورکړی . د خادمۍ  نوم د لیکلوبهیر مې تیر کړ او خدمت مې شروع کړ او یوه موده وروسته ورو مې شفاپیدا کړه او د هغه د جراحۍ عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول .

جالب ټکی دا دی چی ډاکټر لباف هغه خادمه ده چی د ناروغانو طبي پوښتنو ته هم ځواب ورکوی . هغه په دې باره کی وایی ما کوشش کاوه چی کوم زایر یا خادم زما او زما کار په اړه اطلاع پیدا نکړی تر څو په بهتر خلوص سره په حرم کې خدمت وکړی شم ، خو له بده مرغه دغسی ونه شول . کله چی زما ناروغان راتلل او زه یې پیژندلم ، زما همکاران هم ورو ورو خبر شول . خبره تر دی ځایه ورسیده چی ډیر وختونه په حرم کی له خدمت کولو پاتی کیدم . په دغو شرایطو سره د حرم مدیریت له ما غوښتنه وکړه چی له دغو اتو ساعتونو خدمت چی لرم دوه ساعته یې د حضرت بی بی معصومه  په درملتون کې  مراجعه کونکیو په تیره بیا خادمانو ته طبي خدمات وړاندی کړم .

د دغې زیارکښې او له انګیزې ډکې میرمن وجود ښی چی د ایران اسلامي انقلاب د اسلامي تعلیماتو په اساس له میرمنې نوی بیلګه وړاندی کړی ده چی پکې میرمنې د کور دننه او بهر د اغیزمنو کسانو په توګه مطرح دي . په دغه بیلګه کی د لویدیځ په اپوټه انسانی کرامت ، حیا او عفت له هر څه زیات د نظر وړ دی تر څو له هغې د یوه اوزار په توګه ناروا استفاده ونشی او په ګټه ورو اجتماعي فعالیتونو سریبره د کورنۍ د مرکز په ګرم ساتلو کې فعال رول ولوبولی شي .

حقیقت دا دی چی د ایران په اسلامي جمهوریت کې د میرمنو پراخ شتون د اسلام له لارښونو سرچینه اخلي چی میرمنه او سړې د پرمختللي او سالمې ټولنې په جوړولو کی ذمه وار بولي . کله چی اسلام ظهور وکړ د عربستان د جاهلې ټولنې لپاره یې زیات ارزښتونه ډالۍ کړل . اسلام میرمنو ته شخصیت ، ازادی او د فکر او عمل کولو خپلواکي ورکړه او د هغو طبیعي حقوق یې په رسمیت وپیژندل . خو هغه ګامونه چی اسلام د میرمنو د ځای لپاره پورته کړل له هغه سره چی په لویدیځ کې تیریږي  ، اساسي توپیر لري .

 

 

ټیګونه