ننګرهارکې سیلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه وارړولي دي
(last modified Sun, 06 Jul 2025 10:10:46 GMT )
Jul 06, 2025 14:40 Asia/Kabul
  • ننګرهارکې سیلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه وارړولي دي

د ننګرهار اطلاعاتوا و کلتور ریاست په هغه  خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استولې د دې ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې چمتووالي ادارې د چارواکوله قوله لیکلي چې د تیرې شپې اورښت او راوتلو سیلابونو د دې ولایت په لعلپورې، شینوارو، مومندرې، بټي کوټ، ګوشتې او ښیوې ولسوالیو کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه وراړولي دي.

په خبر پاڼه کې د څلور کوچنیانو پر مرګ ژوبلې سربیره د نږدې درې سوه استوګنځیو د زیانمنیدو، تر پنځه زره جریبه زیاتې کرنیزې ځمکې او فصلونو، ګڼ شمیر ټولګټو تاسیساتو د ویجاړیدو او دغه راز د سلګونو څارویو د له منځه تللو پخلی شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا معلومات او شمیرې وروستۍ نه دي او ښایي بدلون پکې رامنځته شي.

داطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې د ولایتي ادارې له لورې د سیلاب ځپلو سره د مرستې ترسره کولو په اړه څه نه دي ویل شوي خو له مرستندویه ادارو او خیریه بنسټونو غوښتل شوي چې د سیلاب ځپلو کورنیو لاسنیوی وکړي.

خبرپانې له خلکو غوښتې چې د سیلابونو د احتمالي خطرونو نه د ساتنې په موخه خوندي سیمو ته ولاړ شي.

د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې د معلوماتو له مخې په راتلونکو ورځو کې هم په ختیزو ولایتونو له هغې ډلې ننګرهارکې د نورو اورښتونو او سیلابونو راوتلو  شونتیا موجوده ده.