د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت ویندوي د ایران د اسلامی جمهوریت پّ وسیله د افغان مهاجرینو کوربتوب په ښې یاد کړی او وئيلي ئې دي مونږ د یوې بلې مودې لباره هم د خپل مسلمان ښه ګاونډي ددغه کوربتوب غوښتونکي یوو.
د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شاژدافيره کيرين ډيکر وايي چې د ملګرو ملتونو تر مجموعې لاندې بنسټونه او مرستندوی هېوادونه له افغانستان سره د مرستو څرنګوالی ارزوي.
د پاکستان خیبر پښتونخوا صوبې په مختلفو سیمو کې د وروستي ورښت او ځمکښویېدو له امله، د مړو شمېر ۱۷ او د ټپیانو ۲۳ ته رسېدلی.
د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې دټولنې مشر دپاکستان په بلوچستان صوبې کې له سیل ځپلو سره د ایران د بشپړ چمتووالی خبر ورکړ.
د دواړو ګاونډیو هیوادونو په اغیزشیندونکي ملګرتیاپسې په ایران کې د یو پاکستانی قاچاقبر نیول شوی او په ترسره شوو څيړنو پسې په پاکستان کې د هغه درې نور ملګري هم نیول شوي دي.
د روژې د مبارکې او برکتناکې میاشتې سره په یووخت د ایران خداي غواړو مرسته کونکو په سختو شرائطو او شپو ورځو کې د افغانستان د خوئيندو وروڼو مرستې ته دنګلي دي.
د ملګروملتو سرمنشي ددې خبرې په کولو سره چې پاکستان د آب وهوا دبدلون قرباني شوی دی ووئیل، دغه هیواد د تیرو ورښتونواوسیلاب له امله د کنډوالو د بیا رغاونې لپاره ډیرو مالی مرستو ته اړتیا لري.
په جنیوا کښې له پاکستاني سیلاب ځپلو سره د مرستې په نړیوالې غونډې کښې د اسلامي پراختیا بانک او نړیوال بانک د اسلام آباد حکومت ته د ۶.۲ میلیارډ ډالریزې مرستې د ورکولو اعلان وکړ.
افغانستان په وروستیو میاشتو کې د سیل او زلزلو پشمول د طبیعي پیښو د رامینځةکیدا شاهد دی چې ددغه هیواد ولس ته ئې درندې مرګ ژوبلې او مالی تاوانونه اړولي دي.
په پاکستان کښې له وروستي سیلاب څخه پاتې ۵.۷ میلیون یانې ۵۷ لاکه کسان به په راتلونکو دریو میاشتو کښې له خوراکي کړکیچ سره مخامخ شي