Mar 03, 2024 05:15 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د ورښتونو له امله ۱۷ کسان مړه او ۲۳ ټپیان شوي

د پاکستان خیبر پښتونخوا صوبې په مختلفو سیمو کې د وروستي ورښت او ځمکښویېدو له امله، د مړو شمېر ۱۷ او د ټپیانو ۲۳ ته رسېدلی.

یوازې د دې صوبې په خیبر کې د یوه کور د چت پرېوتو او ځمک ښویېدو له امله لس کسان مړه شوي او پنځه ټپیان دي.

په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په خیبر ضلع کې له درېیو ورځو راهیسې پرلپسې باران او په جګو سیمو کې واوره ورېږي.

په خیبر پښتونخوا صوبې کې له څو ورځو راهیسې ورښت پیل شوی، خو له پرون راهیسې نور هم پراخ او زیات شوی دی.

د خیبر پښتونخوا صوبې په غرنیو سیمو په تېره بیا په سوات، باجوړ، چترال او نورو ولسوالیو کې هم ورښت پر انسانانو سربېره څاروي او کروندې هم زیانمنې کړې او سړکونه یې بند کړي دي.

د پاکستان پوځ په دغه صوبه او بلوچستان کې د لارو پرانیستلو او سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو کې ښکېل شوی دی.

ټیګونه