Jan 11, 2023 05:34 Asia/Kabul
  • پاکستان د آب وهوادبدلونونو قربانی شوی دی

د ملګروملتو سرمنشي ددې خبرې په کولو سره چې  پاکستان د آب وهوا دبدلون قرباني شوی دی ووئیل، دغه  هیواد د  تیرو ورښتونواوسیلاب له امله د کنډوالو د بیا رغاونې لپاره  ډیرو مالی مرستو ته اړتیا لري.

فرانس پریس آژانس راپور ورکړ، د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  ددې خبرې په کولو سره وئیلی دي،له سیلاب وروسته دپاکستان  د سیل ځپلو سیمو دبیا رغونې لپاره  د شپاړس اعشاریه درې میلیارډډالرو  تامینیدا ضروري ده.

آنتونیو ګوتریش ووئیل، هیڅ یو هیواد پکار نه ده،له هغه څه چې د پاکستان لپاره رامینځةشوي ،وکړیږي او مونږ باید په پاکستان کې د سترو پانګونو لپاره ددغه هیواد د خلکو غوښتې ته  ځواب ووایو ،ځکه چې دغه مرستې د آب وهوا دبدلون په وړاندې ددغه هیواد  دلاښه مقاومت لپاره  ضروري دي.

د ملګروملتو د پراختیا دادارې مشر آخیم شټاینر  هم له پاکستان سره د مرستې په غوښتنې سره ووئيل نړیواله ټولنه باید  د ۲۰۲۲کال د ورانونکيو سیلابونو وروسته ددغه هیواد  له بیا رغونې سره مرسته  وکړي.

د پاکستانیو حکومتي چارواکو په وینا،دتیرو کال دسل ځپلو دلنډ مهاله او اوږدمهاله  ضرورتونو دپوره کیدال پاره  کابو دیرش میلیارډ ډالري مرستو ته اړتیا لري.  ددغه سیل له امله کابو دوه زره کسان قرباني شوي ، اوکابو درې دیرش میلیون  خلک بې کوره شوي  او ډير زیات تاوانونه ئې لیدلی دي

 

ټیګونه