د ایران خداي غواړي مرسته کونکي د افغانستان د اړمنو خلکو ترڅنګ دي
د روژې د مبارکې او برکتناکې میاشتې سره په یووخت د ایران خداي غواړو مرسته کونکو په سختو شرائطو او شپو ورځو کې د افغانستان د خوئيندو وروڼو مرستې ته دنګلي دي.
زمونږ خبریال له کابله راپور راکړ، د ایران خیریه کارونو کونکو په دغه خداي غواړي کارونو کې د درې زره خوراکي پيکیجوننو لګښتونه تامین کړي دي . دغه پيکیجونه،په افغانستان کې د کورنیوسرپرستو میرمنو ته رسول کیږي.
په دغه راپور کې وئیل شوي دي ،دکورنیو سرپرستې افغان میرمنې چې ددغو مرستو ترلاسه کولو لپاره غونډې شوي وائي، د نړیوالو ادارو له مرستو بې برخې شوي دي.
همداراز د افغانستان د بې وځله کورنیو دغو سرپرستو میرمنو ووئیل، حتی خپلو کورونو ته د خوراکي موادو درسولو لپاره هم پیسې نه لري او بچیان ئې د ایرانیو خداي غواړو خیر رسونکو د خوراکي پيکیجونو په آوریدو سره خوشاله شوي دي .
دخوړو نړیوالې ادارې په همداوروستیو کې پخپل راپور کې وئیلي دي ، چې په هرو لسو افغان کورنیو کې نهه کورنۍ د خوړو لپاره کافی خوراکي مواد نه لري او شپږ میلیون خلک هم له قخطۍ سره په یوه قدم کې دي.
همدرااز په همداوروستیو کې دملګروملتو د بشر دوستۍ د رمستو غږملونکي دفتر (اوچا) اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې له افغانستان سره دمرستو لپاره داړتیاوړ څلور میلیارډ شپږ سوه میلیون ډالرو څخه تر دې د مه ورته یوازې پنځه فیصدي پیسې تامین شوي دي