Feb 29, 2024 06:28 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران په ملګرتیا سره د انسانانو دقاچاق یوه ډله نیولې ده

د دواړو ګاونډیو هیوادونو په اغیزشیندونکي ملګرتیاپسې په ایران کې د یو پاکستانی قاچاقبر نیول شوی او په ترسره شوو څيړنو پسې په پاکستان کې د هغه درې نور ملګري هم نیول شوي دي.

 د پاکستان اړونده ادارو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، دپاکستان اړونده  ادارو د ایران د اسلامی جمهوریت په بشپړ ملګرتیا سره د انسان د قاچاق دیوه چینل په ځپلو سره یوشمیر پاکستانیان نیولي او دوه برمته شوي پاکستان ئې  د ایران د امنیتي ځواک په مرستې سره د قاچاقبرو له  منګولو ژغورلي دي.

ایرناخبری آژانس په اسلام اباد کې د ایف ائي اې څيړنیزې ادارې د رسمي اعلامیې له قوله راپور ورکړی،په تهران کې د پاکستان د ایف ائي اې څيړنیزې ادارې د اړونده افسر او  دایران د اړونده اورګانونو  په وسیله  په ترسره شوي غږملتیا سره  ایران ته له پاکستانه د انسان د قاچاق کولو یو چینل کشف او یو شمیر کسان ئې هم نیولي دي.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي،د دواړو ګاونډیو هیوادونو په اغیزشیندونکي ملګرتیاپسې په ایران کې د یو پاکستانی قاچاقبر  نیول شوی او په ترسره شوو څيړنو پسې  په پاکستان کې د هغه درې نور ملګري هم نیول شوي دي.

 د پاکستان د ایف آئي اې ادارې په  اعلامیې کې وئيل شوي دي، دایران امنیتی ځواک  بریالی شوی،دوه پاکستاني ښاریز چې دغې قاچاقبرې ډلې برمته کړي وو،هم آزاد کړي او  ددریم پاکستاني ښاریز د آزادولو لپاره هم هڅې دوام لري.په دغې اعلامیې  کې همدرااز وئیل شوي دي، په پاکستان کې به د انسان په قاچاق کې دخیل نور و عوامولو دپيژندلو لپاره جدي عملیات وکړي.  

په وروستیو څو کلونو کې د ایران سرحدي ځواک  په زرګونو پاکستانیان د غیرقانوني کډوالو په چوکاټ کې نیولي او په میرجاوې پولې کې ئې پاکستانیو سرحدي ځواکونو ته سپارلي دي.

 

ټیګونه