انګلیسي ژورنالیست د لوېدیځ خلکو ته: هغه څه چې له رئیسي څخه د کرکې په اړه تاسو ته ویل شوي، دروغ دي
پارس ټوډې – انګلیسي لیکوال او ژورنالیست "ریچارډ میډورسټ" د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر "سیدابراهیم رئیسي" د جنازې په مراسمو کې د میلیونونو ایرانیانو حضور ته په اشارې سره، د ایران د مرحوم ولسمشر پر وړاندې د غربي رسنیو پر دروغو نیوکه وکړه.
"ریچارډ میډورسټ" په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي: "زه په تهران کې د ایران د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې یم. په میلیونونو خلک په سړکونو کې دي. هغه څه چې لوېدیځو رسنیو په ایران کې له ولسمشر رئیسي څخه "نفرت" د نفرت په اړه تاسو ته ویلي، دروغ دي. د هغه مړینه د ټولې نړۍ لپاره یوه ضایعه ده.
پرون چهارشنبه د تهران خلکو له خپل شهید ولسمشر سره په شانداره توګه وداع وکړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سیدابراهیم رئیسي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او ورسره ملګري پلاوي د یکشنبې په ورځ د قز قلعه سي بند د پروژې د پرانیستلو او عملي کولو او د خدا آفرین بند د بشپړېدو او پراختیا په اړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت او د اذربایجان جمهوریت ترمنځ په ګډه عملي شوې ده. ختیځ آذربایجان ته ولاړل. له دغو مراسمو وروسته، د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر، د بهرنيو چارو وزير او ورسره د مل پلاوي د ستنيدو چورلکه، د ورزقان په سيمه کې د خرابې هوا له امله د راستنېدو په حال کې وه، نسکوره شوه او ټول سپرلۍ يې په شهادت ورسېدل.
کلیدي ټکي: سید ابراهیم رئیسي څوک دی؟، په ایران کې د هلیکوپټر حادثه، غربي رسنۍ، رواني جګړه