Jun 26, 2024 12:29 Asia/Kabul
  • په نیجرد تروریستي کړکېچونو پیلېدا/ ایا د افریقا ساحلي سیمه د امریکا د لوبو د تکرار کتوونکې ده؟

پارس تودی- د نیجر د دفاع وزارت د ترهګرو ډلو د ائتلافي برید په پایله کې د ۲۱ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د نیجر د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وکد چي د تاسیا په سیمه کې په یوې فوځې اډې باندې د ترهګرو ډلو په برید کې ۲۰ فوځیان او یو ملکی وګړی وژل شوي او ۹ تنه هم ټپیان شوي دي. د پارس تودی له راپور سره سم، د نیجر دولت د سې شنبې په ورځ له دې بریدنه وروسته، د څلورو ورځو لپاره د عمومي ماتم اعلان وکړ.

د نیجر د دفاع وزارت د بیانیې سره سم، د دې هیواد امنیتي ځواکونو د لسګونو بریدګرو په وژلو بریالي شوي دي، د نورو بریدګرو د موندلو لپاره هوایي او ځمکني عملیات پیل شوی دی.

نیجر د ساحل په سیمه کې د ترهګرو ډولو په ضد په پوځي عملیاتونو کې مهم رول لوبوي.

دغه هیواد همدارنګه له دې مخکې د افریقا په ساحلي سیمه کې د واشنګټن د فوځي عملیات د مرکزي رول لوبولو ته مجبوره وو. نیجر منلي وه چي په خپل هیواد کې امریکایانو ته یوه لویه هوایي اډه ورکړي.

په نیجر کې د سیاسي بدلونونو وروسته، د دې هیواد نوي واکوالان په ډېره چټکی سره، له لوېدیځوالو غربي استعمارګرو هیوادونو سره، د فوځي اړیکو د پریکون په تېره بیا له فرانسې او امریکا سره، اوچت کړ، داسي اقدام چي د نیجر د خلګو له پراخو هرکلیو سره مخ شو.

په دې وروستیو کې چاد هم د هغو افریقایي هیوادونو په ډله کې شامل شوی چي له خپلې خاورې نه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي، همدا اوس ۱۰۰ تنه امریکایي فوځیان په چاد کې حضور لري.

له دې مخکې هم فرانسوي ځواکونو له نیجر، مالي او بورکینافاسو څخه وتلو ته مجبوره شوي وه.

د نیجر لومړي وزیر «علی لامین زین» Ali Lamine Zeine ویلي وه چي له ایران او روسیې سره د همکاریو په خاطر د امریکا د ګواښونو په نتیجه کې له واشنګټن سره، همکارۍ بندې کړي دي.

د امریکا او نیجر فوځې اړیکې له هغه وروسته بندې شوې چي یو امریکایي چارواکی دغه افریقایي هیواد ته په خپل سفر کې د امریکایي فوځیانو د پاته کېدو په سر په خبرو اترو کې دغه هیواد ته یې سخت ګواښونه کړي وه.

امریکا د نړۍ په نورو سیمو لکه په لوېدیځه اسیا کې هم داسي یو کړچار غوره کړی دی.

د مثال په توګه د عراق هیواد، امریکایانو له ترهګرو سره د مبارزې په پلمې سره، په دغه هیواد کې خپل حضور ته دوام ورکړی دی. د داعش په مساله کې هم امریکا دا کار کړی دی. په دې خاطر د عراق خلګ او د سیاسي چارو کارپوهان په دغه هیواد کې د داعش د ترهګرې ډلې بریدونو او ورانکارو فعالتونو کې امریکا ښکېله بولي ځکه چي په دې پلمې سره، امریکا په عراق کې خپل فوځي حضور ته دوام ورکولایشي.

امریکا او انګلیس د ۲۰۰۳ میللادي کال په مارچ میاشته کې د عراق د ازادولو د عملیات په شعار سره، په دغه هیواد یرغل وکړ.

داسي یو فوځي عملیات چي نه یوازې عراقیانو ته ازادي رانه وسته، بلکې د عراقي چارواکو په وېنا، د دې هیواد د سلګونو زرو کسانو د وژل کېدو او د میلیونونو کسانو د بې کوره کېدو لامل شوی.