Jun 26, 2024 11:57 Asia/Kabul
  • په څلورمه مناظره کې د ایران د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان څه ویلي؟

پارس تودی- په څلورمه مناظره کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان (په اوسنۍ نړۍ کې ایران) تر عنوان لاندې په مختلفو موضوعاتو خبرې وکړې.

مسعود پزشکیان، محمدباقر قالیباف، سعید جلیلی، علیرضا زاکانی، امیرحسین قاضی‌زاده‌هاشمی و مصطفی پورمحمدی د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په توګه په دغه مناظره کې مطرح شویو پوښتنو ته ځواب وویل. د پارس تودی په دغه مطلب کې، په مناظراتو کې د نوماندانو د خبرو ځینې مهمې برخې تاسو سره شریکوو.

قالیباف: زمونږ داخلی سیاست د بهرني سیاست دوام دی

محمدباقر قالیباف لومړنی کس و چي د پچو د اچولو له مخې، د کارپوهانو له خوا مطرح شویو پوښتنو ته ځواب ورکړ، هغه وویل: هغه څه چي زمونږ د بریا سبب کیږي دا دی چي مونږ یوه اجماع رامینځ ته کړو او په ملي کچه کې وحدت ته ورسیږو، دا اجماع هم په دننه او هم په بهر کې ضروري ده، ځکه چي زمونږ داخلی سیاست د بهرني سیاست دوام دی.

هغه د دې په بیانولو چي د بندیزونو د شنډولو په زمینه کې ډېر ستر فرصتونه لرو، زیاته کړه: په اوراسیا، شانګهای او بریکس ډېر ستر فرصتونه لرو، همدا اوس د ۲۴ میلیارد ډالرو په ارزښت روانې او ځینې هم ځنډول شوې معاملې لرو له هغه هیوادونو سره چي د امریکا مخالفان دي او مونږ سره په ګډه کار کوي.

قالیباف ټینګار وکړ چي هم باید د بندیزونو لیري کېده تعقیب کړو او خپل حق د ایران د پارلمان د استراتیژیک قانون په بنیاد واخلو او هم د بندیزونو د شنډولو لپاره، اقتصادي وده تعقیب کړو.

پزشکیان:دفاعي او مخنیوونکې وړتیا، د هیواد د ویاړ لامل دی

«مسعود پزشکیان» داسي یو نوماند و چي د ټاکل شوې وخت له مخې مطرح شویو پوښتنو ته ځواب ورکړ. پزشکیان د دې په بیانولو چي باید له یو بل سره لاس ورکړو او خپلې ستونزې له دنیا سره، هوارې کړو، وویل: زمونږ دفاعي او مخنیوونکي ځواک او هغه کار چي سپاه او فوځ کړي دي زمونږ د ویاړ لامل دی، یو له هغو دلایلو څخه چي نور نه شي کولای زمونږ په ضد اقدام وکړي همدغه زمونږ توغندوي او د بې پیلوټوالوتکو قدرت دی.

قاضي زاده:په دیارلسم دولت کې د تېلو د خرڅلاو کتوونکي و

«امیرحسین قاضی‌زاده‌هاشمی» د ولسمشریزو ټاکنو دریم نوماند هم په ټاکنیزو مناظرو کې د کارپوهانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: د امریکایانو په اعتراف سره، د شهید رئیسي په ډولت کې ۸۰ میلیارد ډالره تېل خرڅ کړی دی، د رئیسي د حکومت د کارنده اقداماتو په پای کې په دوو دریو میاشتو کې، د کرونا ټغره هم ټوله شوه.

قاضي زاده په دیارلسم حکومت کې د تېلو د خرڅلاو زیاتوالې ته په اشارې سره، وویل: نن د امریکا د سنا استازی له خارجه وزیر څخه د ایران له لورې د تېلو د پلور په هکله پوښتنه کوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ځواب ورکړ چي رئیسي یو ډېر جدي کس و.

پورمحمدی:بهرني سیاست د کورني سیاست دوام دی

د ولشمریزو ټاکنو څلورم نوماند «مصطفی پورمحمدی» هم د کارپوهانو په ځواب کې وویل: بهرني سیاست د کورني سیاست په دوام کې دی او که مونږ په کور دننه کې پیاوړې ووسو کولایشو په نړیوال ډګر کې هم خپل اهداف مطرح کړو.

هغه زیاته کړه: حضرت امام ره مونږ ته مقاومت وښوده، ۴۵ کاله کیږي چي د امام او د ایران د ولس غږ نړیوال شوی او نن سبا د فلسطین د ولس د حقوقو په هکله د ایران د ولس پرحقه چیغې تثبیت شوې.

جلیلي:باید په بهرني سیاست کې د ولس ګټې تامین شي

«سعید جلیلی» پنځم نوماند و چي د ټاکل شوې مودې په چوکاټ کې د کارپوهانو د پوښتنو ځواب ورکړ: جلیلی زیاته کړه: په ټوریستی، روغتیایي، ښوونیز او فرهنګي او اقتصادي ډګرونو کې د هیواد لپاره زیات فرصتونه رامینځته کېدایشي، مونږ په سیمه کې له ټولوسره زیاته همکاري کړې ده باید په اقتصادي ډګر کې هم دا کار وشي.

هغه د دې په یانولو چي د ایران ولس له ټولو غوره ظرفیتونه څخه برخمن دی، ټینګار وکړ چي باید د بهرني سیاست په ډګر کې ملي ګتې تامین شي، جلیلي یادونه وکړه چي د بهرني سیاست په ډګر کې زیات فرصتونه دي، په سریلانکا کې د اینجینرینګ او تخنیکی خدماتو لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد تر لاسه کړی دی او له نورو هیوادونو سره هم ورته قرادادونه کولایشو.

زاکانی:د ایران جیوپولیټیک موقعیت باید په نړۍ کې له سره تنظم شي

«علیرضا زاکانی» اخري نوماند چي د کارپوهانو د پوښتنو ځواب ورکړ، هغه وویل: مونږ په سیمه کې له ښه ظرفیت څخه برخمن یو، دښمنانو هم دا خبره کوي چي ایران په لوېدیځه اسیا کې بره قدرت دی په تېره بیا د رېښتونې وعدې له عملیاته وروسته، چي ورسره سیمه ایز انډولونه بدل شول.

هغه زیاته کړه: اقتصادي ډیپلماسي د ملي اقتصاد د بیارغونې لپاره ده او باید له ټولو سیمه ایزو او کورنیو ظرفیتونو څخه کار واخلو او نور له ځان سره ملګري کړو.

زاکانی په دوام کې وویل: د ایران جیوپولیټیک موقعیت باید په نړۍ کې له سره، وارزول شي او دا فرصتونه د لاسه وتلو لپاره نه دي، د خپل مقام او ځای د اوچتلولو په هدف سره، باید داسي لارې باندې لاړ شو چي ایران د نړۍ د بریا په څوکو باندې ځای شي.

د ویلو ده چي د ایران د اسلامي جمهوریت له وخت مخکې ټاکڼې د شهید سید ابراهیم رئیسي د چورلکې د نسکورتیا له امله د جمعې په ورځ یعنی د جون په ۲۸ تر سره کیږي.