Jun 12, 2024 14:11 Asia/Kabul
  • په ایران کې ټاکنیزې جذبې / د ولسمشریزو ټاکنو په هکله د ایراني کاروونکو ټویټونو ته کتنه
    په ایران کې ټاکنیزې جذبې / د ولسمشریزو ټاکنو په هکله د ایراني کاروونکو ټویټونو ته کتنه

پارس تودی- په ایران کې ولسمشریزو ټاکنو ته له نژدې کېدو سره هممهاله، د ایکس یعني د ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو ایراني کاروونکو په شور او شوق سره د ټاکڼو خبرې تعقیبوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت اتم ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د میې د میاشتې په ۱۹ نیټه کې د ایران په شمال لوېدیځه سیمه کې د اوبو د بند د پرانیستلو له مراسمو څخه د راستنېدو پر مهال د هوایي پېښې سره مخ شو او څرخکه یې ولوېده چي په کښې ولسمشر، خارجه وزیر او یو شمېر نور کسان په شهادت ورسېدل.

د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د ۱۳۱ اصل له مخې، که ولسمشر وفات شي او یا هم د دوو میاشتو نه د زیاتې مودې لپاره ناروغ شي د ولسمشری موقته شورا باید په ۵۰ ورځو کې دننه د نوی ولسمشر د ټاکلو لپاره زمینه برابره کړي.

په همدې اساس باندې د ایران د ولسمشریزو ټاکنو نولسم پړاو به د جون د میاشتې په ۲۸ یعني د لیندۍ د میاشتي په اتمه نیټه کې تر سره شي.

په دغه مطلب کې هغه ۱۰ ټوییټونه تاسو سره شریکو چي ایراني کاروونکي د ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپاره کړي دي:

د ایران د ټاکنو په هکله د امریکا په دوه ګونو سیاستونو نیوکې

د مطلق صفر په نامه د ټوییټر کاروونکی د ایران په ټاکنو باندې د بندیز لګولو لپاره د امریکا په دوه ګوني سیاست باندې نیوکه کړې ده.

هغه ولیکل:

خپل خلګ په ټاکنو کې ګډون ته هڅوي او زمونږ له خلګو غواړي چي ټاکنې بایکاټ کړو!

 د امریکا دوه ګونی سیاست

 

ټاکنې د پوهاوی لپاره یوه فرصت

د ایکس پاڼې کاروونکی مسعود براتی د ایران ولسمشریزې ټاکنې د عامه پوهاوی لپاره یوه غوره فرصت بللی دی.

هغه ولیکل:

ټاکنې داسي یو فرصت دی چي د عامه افکارو د پوهاوی لپاره کارول کېدایشي. دا فرصت د غوره یعني اصلح د معرفي کولو لپاره د هلو ځلو له زړه نه راپورته کیږي. هره یوه نظریه او سیاست چي د دې فرصت د له مینځه تلو لامل شي، د اسلامي انقلاب له اصولو سره په ټکر کې دی.

د ټاکنو په هکله د براتی ټوییټ

 

د نن ورځې فیصله = د سبا بریا

د ټویتر یعني د اکس پاڼې یو بل کاروونکی محمد مهدی په یوه پوسټ کې لیکلي: د ولسمشر په ټاکلو کې د ایران د ولس د نن ورځې فیصله، د ایران د بریالی راتلونکی لامل ګرځي.

هغه لیکلي:

د سبا کامیابي د نن ورځې په پریکړې تړلې ده زه رای ورکوم تاسو څه کوئ؟

 

په ټاکنو کې د ګډون په هکله د محمد مهدی ټوییت

 

په غربیانو باندې بې اعتمادی  

 

د ټویټر یو بل کارکوونکی سعید پویا په غربیانو باندې بې اعتمادی د خپل د خوښي وړ د کاندید د ټاکلو شرط بللی دی.

هغه ولیکل:

په ولسمشریزو ټاکنو کې په داسي یو کس باور وکړئ چي د غربیانو په موسکی باندې باور نه وکړي.

 

په غربیانو باندې د باور د نه کولو په هکله د سعید پویا ټوییت

 

ټاکنې له لاسته راوړنو څخه ډکه ښکارنده

د ایکس پاڼې د ټولنیزې رسنۍ یوه بله کاروونکې راضیه بختیاري ټاکڼې له لاسته راوړنو ډکه ښکارنده بولې.

هغې لیکلي:

زمونږ په مخکې ټاکنې، له لاسته راوړنو ډکه ښکارنده ده، که انشاالله په ښه او پرتمینه توګه تر سره شي، د ایران د ولس لپاره به یوه ستر لاسته راوړنه ووسي. دا چي له داسي یوې ترخې پېښې نه وروسته، خلګ سره راغونډ شي، په زیاتې رایې سره، راتلونکی مسئول وټاکی، دا په نړۍ کې به یوه ځانګړې انعکاس وموندي.

د ټاکنیزو لاسته راوړنو په هکله د راضیه بختیاری ټوییټ  

 

 

د ټاکنیر اخلاق په رعایتولو باندې ټینګار

د ایکس پاڼې د ټولنیزې شبکې کاروونکی حسین هرندی د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له خوا د ټاکنیز اخلاق په رعایتولو باندې ټینګار کړی دی.

هرندی لیکلی دی:

په دغو ټاکنو کې پروژې بندې کړئ او یوازې له حق څخه دفاع وکړئ، دا ځلې کیسه بدله ده، نړیوال حالات ډېر پېچلي دي، د ایران د راتلونکې خبره ده! د هرې کلمې د لیکلو په وړاندې، د متعال خدای په دربار کې او د شهیدانو په نزد باید ځواب ووایو.

د ټاکنیز اخلاق د رعایتولو په هکله د حسین هرندی ټوییټ

 

په دې هکله، د ټوییټر یو بل کاروونکی امیر چیذري لیکي:  

له دې مخکې چي په ټاکنو کې بریالی او یا ناکامه شئ باید پام وکړئ! په دنیا او اخرت کې ناکامه نه شئ.

 

د ټاکنیزو اخلاقو د رعایتونو په هکله د امیر چیذری ټوییت

 

د اچ اقبالیان په نامه د ټویټر یعني د اکس پاڼې یو کاروونکی په دې هکله ولیکل:  

 

باید پام  موي چي د سیال نوماند د خرابولو لپاره بداخلاقي په غیر مستقیمه توګه زمونږ د نظر وړ نوماند ته هم زیان رسوي او د هغې پسې لیکل کیږي. په ځان ګول مه وهئ!

د ټاکنیز اخلاق د رعایتولو په هکله د کاروونکی ټوییټ

 

د اصلح یعني د غوره  کس ټاکنه

د ایکس پاڼې کاروونکی میثم ویسی د ایران په ولسمشریزو ټاکنو کې اصلح یعنوي غوره  کاندید ته رایه ورکول ضروري وباله.

ویسي ولیکل:

داسي یو کس باید پاستور (ولسمشریزه ماڼۍ) ته ولاړشي چي د خدمت لاره یې کچ کړی وي.

غوره نوماند ته  د رایي ورکولو په هکله د میثم ویسی ټوییت

 

 ولایت منونکی

د ندا دارابي په نامه یوه کاروونکې په خپل توییت کې د ایران د شهید ولسمشر سید ابراهیم رئیسي له لورې د ولایت منلو ته په اشارې سره، د ولایت منل د خپل خوښې وړ کاندید لپاره له ټولو مهم شرط بللی دی.

هغې ولیکل:

په راتلونکو ټاکنو کې وګورئ هر یو نوماند چي ولایت ته نژدې وو، وټاکئ، یو داسي کس لکه شهید شوی ولسمشر

د ایران د ولسمشر د ولایت منلو په هکله د کاروونکی ټوییټ

 

 

ټیګونه