May 24, 2024 15:34 Asia/Kabul
  • مونږ د تاسو په شان په ښځو او ماشومانو باندې تیري نه کوو

پارس ټوډې-د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس په تیرې پنجشنبې ورځ په یوې بیانیې کښې وویل هغه ویډیو چې د صهیونیسټ رژيم د رسنیو لخوا د اسرائیلي زنداني میرمنې په هکله خپریږي جعلي ده او لاس پکښې وهل شوی دی.

حماس غورځنګ په دغه بیانیې کښې جوته کړه: په دغه وخت کښې د دا ډول ویډیو خپرول د جعلي روایتونو د خپرولو له لارې د فلسطین د زړور ملت د مقاومت د بدنامولو لپاره د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د ناکامه هڅو په لړ کښې دي چې دروغ والی یې په ځلونو په سندونو او ثبوتونو سره د رسندوي تحقیقاتو له لارې اثبات شوی دی.

حماس غورځنګ زیاته کړه دغه صحنې په یوې پوځي اډې کښې د یوې ښځینه عسکر تصویرونه نندرې ته وړاندې کوي کومه چې د غزې تړانګې د لیوا په قومندنۍ کښې د خپل فعالیت په وخت نیول شوي ده او هغې پوځي دریشۍ نه وه اچولي ځکه چې د دمې کولو په پړاو کښې وه دا په داسې حال کښې دي چې د حماس غورځنګ حمله د تیر میلادي کال  د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې په سهار یعني د دغه ښځینه عسکرې د چټۍ په ورځ شوي ده.

حماس غورځنګ دغه راز ټینګار وکړ د ویډیو ځینې صحنې په قصدي ډول غوڅې کړې شوي دي او د دغه ویډیو یوشمیر عکسونه او هغه  برخې انتخاب شوي دي چې په ښځینه عسکرو باندې د جنسي تیري په هکله د نیواکګرانو ادعاګانې او دروغ ویل پیاوړي کړي.

د فلسطین حماس غورځنګ وویل دغه ویډیو ښودنه کوي چې د انګریزۍ ژبې په ژباړه کښې قصدي تحریفونه او لاسوهنه او له جعلي ټکو څخه استفاده شته چې د مقاومت ډلو د هیڅ مبارز لخوا چې په دغه ویډیو کښې ښودل شوي دي که هغه په عربي ژبه وي یا په انګریزۍ ژبه وي نه دي بیان شوي او له دروغو د ډکې ترجمې تحریف او لاسوهل د صهیونیسټ رژیم د روایت اصل ثابتوي.

المیادین ټیلي ويژن وویل د فلسطین حماس غورځنګ وویل د ځینو ښځینه پوځيانو په جزیي ډول ژوبلیدل یا د لږ شان د وینو نښې په دا ډول عملیاتو کښې یوه عادي چاره ده او صحنو د هیڅ یوې ښځې پرضد هیڅ ډول جسمي تیری نه دی ښودلی بلکې د ښځینه عسکرو او د فلسطین د مبارزانو ترمینځ خبرې هیڅ ډول تاوتریخوالی نه لري.

حماس غورځنګ ټینګار وکړ له ښځینه عسکرو سره د  مقاومت ډلو د اخلاقي اصولو پراساس چلند وشو او په دغو مبارزانو کښې له ښځینه عسکرو په چلند کښې هیڅ ډول سپکاوی نه دی ثبت شوی ، خو له دې سره دغه پوځیانې د غزې په سرحدونو کښې په سوله ئیزو مظاهرو کښې د سلګونو اعتراض کونکو د وژل کیدا سبب شوي دي.

د دغه بیانیې په پاې کښې ټینګار شوی دی چې د بندیانو د تبادلې په وروستیو عملیاتو کښې ټول تصویرونه او خپرې شوي صحنې په غزې کښې د مقاومت د ځواکونو لخوا له هغو سره د ښه چلند ښودنه کوي خو اپوټه د نیواکګرو اسرائیلي عسکرو په زندانانونو کښې د مقاومت ډلو ښځینه او نرینه بندیان شکنجه کیږي او ځورول کیږي.

د امریکا یوې رسنۍ هم په تیرې چهارشنبې ورځ د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه په صهیونیسټانو باندې د حماس غورځنګ د مبارزانو لخوا د جنسي تیري د ادعا په دروغ والي اعتراف وکړ.

ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس په دې هکله راپور ورکړ هغه څه چې یوه اسرائیلي «حاییم اوتمازګین» د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې د اومې نیټې په حملې کښې د جنسي تاوتریخوالي په هکله راپور ورکړی و په ټوله دنیا کښې انعکاس وموند او معلومه شوه چې داسې هیڅ خبره نه ده شوي.

 

ټیګونه