د تونس ملت د پرمختګ او حرکت لپاره ډېر استعداد لري
پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت امام خامنه يي د چهارشنبې په مازدیګر د تونس له ولسمشر او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې، د ایران د وروستۍ پیښې په اړه د ښاغلي قیس سعید له ورورګلوۍ او مخلصانه احساساتو څخه مننه وکړه او وې فرمایل. : د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د یو شمېر چارواکو او د هغوی د ملګرو د لاسه ورکولو پېښه ډېره درنه ده، خو د اسلامي جمهوریت په دوره کې مو تل لیدلي، چې د خدای په حکمت او د خلکو په صبر او استقامت سره، ترخې پېښې د پرمختګ او خوځښت سرچینه ګرځېدلې ده.
پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت امام خامنه يي د چهارشنبې په مازدیګر د تونس له ولسمشر او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې، د ایران د وروستۍ پیښې په اړه د ښاغلي قیس سعید له ورورګلوۍ او مخلصانه احساساتو څخه مننه وکړه او وې فرمایل. : د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د یو شمېر چارواکو او د هغوی د ملګرو د لاسه ورکولو پېښه ډېره درنه ده، خو د اسلامي جمهوریت په دوره کې مو تل لیدلي، چې د خدای په حکمت او د خلکو په صبر او استقامت سره، ترخې پېښې د پرمختګ او خوځښت سرچینه ګرځېدلې ده.
په دغه کتنه کې د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدارنګه، د دغه هېواد د ولسمشر د سفر له امله د ایران او تونس ترمنځ د اړیکو په نوی کېدو په خوښي څرګندولو سره زیاته کړه: د تونس هېواد د مشر په توګه د ښاغلي قیس سعید په شان د یوه ممتاز او علمي شخصیت شتون، یو فرصت دی چې د کلونو استبدادي واکمنۍ او له اسلامي نړۍ سره له بیلتون وروسته، دغه هېواد یو نوی او ښه مخ نندارې ته وړاندې کړي.
امام خامنه يي څو کاله مخکې د تونس د خلکو حرکت ته په اشارې سره چې په شمالي افریقا کې د یو ستر غورځنګ بنسټ ګرځېدلی وو، څرګنده کړه: د تونس خلک د پرمختګ او حرکت لپاره ډېر استعداد لري او هیله لرو چې د قیس سعید د پلان له مخې، په تونس کې مختلف تمایلات راڅرګند او د لا پرمختګ لپاره زمینه برابره شي.
داسلامي انقلاب معظم رهبر د صهیونیسټانو ضد دریځونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ : دغه ډول دریځونه باید په عربي نړۍ کې زیاتې شي، ځکه له بده مرغه په عربي نړۍ کې دغه شان مسایلو ته هېڅ پاملرنه نه کېږي او موږ باور لرو. چې د بریالیتوب یوازینۍ لار، استقامت او زغم دی.
امام خامنه يي د ایران او تونس د اړیکو د پراختیا لپاره ښه ظرفیتونو ته په اشارې سره وویل: زموږ د مرحوم ولسمشر حکومت د کار، تحرک او ارتباطاتو حکومت وو او اوس به هم ښاغلی ډاکټر مخبر په هغه واک سره چې په لاس کې لري، له ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره هماغه لاره جاري وساتي.
هغه هيله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ خواخوږي او ګډې ژبې به، په سيمه ايزو همکاريو بدلې شي.
په دغه کتنه کې د تونس ولسمشر قیس سعید هم په ایران کې د وروستۍ غمجنې پیښې له امله د تونس له حکومت او خلکو سره د ژورې خواشینۍ مراتب څرګند کړل او ویې ویل: د ایران له مرحوم ولسمشر سره زموږ وروستۍ کتنه، څه موده وړاندې په الجزایر کې وه، خو په هماغه ځای کې مو توافق وکړ چې موږ تهران ته د راتلو بندوبست وکړ، خو ما هېڅکله فکر نه کاوه چې زه تهران ته راشم، خو ما هېڅکله دا تصور نه کولو چې زه به د هغه د مړینې د تسلیت په تړاو تهران ته راشم.
د تونس جمهور رئيس په ټولو برخو کې د اړيکو د پراختيا لپاره د دواړو هېوادونو ګډې ارادې ته په اشارې سره هيله څرګنده کړې چې د دې موافقتنامې په عملي کېدو سره به د همکاريو پراختيا په عملي بڼه رامنځته شي.
"قیس سعید" همدارنګه د سیمې حالاتو او د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې د خلکو وژنې ته په اشارې سره ټینګار وکړ: اسلامي نړۍ باید خپل اوسنی غیرفعاله دریځ پرېږدي او په یو غږ په ټول فلسطین کې د فلسطین د خلکو د حقونو د تامینولو او د قدس په پلازمېنې سره د فلسطیني خپلواک دولت هڅه وکړي.
هغه څرګنده کړه: نن ورځ په نړۍ کې بشري ټولنه له نړیوالې ټولنې مخکې ده او په مختلفو هېوادونو کې بشري ټولنې په یوه غږ سره په غزه کې د ظلم او جنایت پر وړاندې غږ پورته کړی دی .
مهمې جملې: امام خامنه یي څوک دی؟، ایران او تونس، سید ابراهیم رئیسي څوک دی؟، په ایران کې د چورلکې پېښه، ایران او اسرائیل، د تونس ولسمشر څوک دی؟