May 23, 2024 12:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان وضعیّت ته باید جدي پام وشي

د قزاقستان ولسمشر ووئيل، په افغانستان کې د باثباته شرائطو د رامینځةکولو او د انساني بحران د مخنیوي لباره  بایدددغه هیواد شرائطو ته جدي توجه وشي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د قزاقستان ولسمشرقاسم جومارت توکایف  د شانګهائي موسیسې  دغړو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره په کتنې کې ټينګار وکړ، په افغانستان کې د ثبات د رامینځةکولو او د انساني غمیزې  د مخنیوي  لپاره دې ددغه هیواد شرائطو ته  جدی پام  لرنه وشي.

هغه زیاته کړې ده،په افغانستان کې وضعیّت  دقیقې توجه ته اړتیالري د اوږدمهاله ثبات لپاره دانساني بحران  دمخنیوي او د شرائطو د رامینځةکولو لپاره دهڅو د وام ډير مهم دی. توکایف  په دوام کې ووئيل،په آلماتې کې  د افغانستان  او د مینځنۍ آسیا لپاره د تل پاتې  پراختیا د موخې لپاره د ملګروملتو د یوه سیمه ایز  مرکز د جوړولو لپاره  د قزاقستان  دنوښت څخه ملاتړ ډیر مهم دی.

 له بل پلوه په قطر کې د  افغانستان د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهین  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دمګړئ په افغانستان  سوله او ثبات تامین دي او ددغه هیواد دمشکلاتو  ددرک لپاره ،د طالبانو له حکومت سره خبرې وشي.

 

ټیګونه