حامدکرزي په کانکور کې د افغان نجونو پر نه شتون خواشیني ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i162674-حامدکرزي_په_کانکور_کې_د_افغان_نجونو_پر_نه_شتون_خواشیني_ښودلې
د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ۱۴۰۴ کال په کانکور ازموینه کې له لومړۍ تر ۵ مې درجې بریالیو هلکانو ته مبارکي ورکړې.
(last modified 2025-07-22T23:43:09+00:00 )
Jul 23, 2025 04:10 Asia/Kabul
  • حامدکرزي په کانکور کې د افغان نجونو پر نه شتون خواشیني ښودلې

د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ۱۴۰۴ کال په کانکور ازموینه کې له لومړۍ تر ۵ مې درجې بریالیو هلکانو ته مبارکي ورکړې.

کرزي په خپله اېکسپاڼه سخته خواشیني څرګنده کړې، چې په سږني کانکور کې افغان نجونو ته طالبانو د ګډون اجازه نه وه ورکړې شوې.

خعخ نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابرول حیاتي بللي ده.

حامدکرزي یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي، چې «ژر تر ژره» د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي.

پخواني ولسمشر له بهرنیو اړتیاوو خلاصون او د هېواد پرمختګ، زده کړو ته په اجازې پورې مشروط ګڼلی دی.

طالبانو له واکمنیدو وروسته د افغان نجونو پر زده کړو بندیزونه لګولي دي.