د ناروې خارجه وزیر وویل د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو نیسو
پارس ټوډې – د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایډه(Espen Barth Eide) وویل که چیرې د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو اوسلو ته ورشي نو وبه نیول شي.
هغه جوته کړه د نړیوالې جنایي محکمې(International Criminal Court) د حکم له صادریدا وروسته که چیرې د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر نتانیاهو ناروې ته راشي نو وبه نیول شي.
له دې مخکې د صهیونیسټ رژيم دولسم ټیلي ويژن په یوه راپور کښې په دې اړه وویل که چیرې د هالیند هیواد په هیګ ښار کښې دیره د نړیوالې جنايي محکمې درې قاضیان د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د جنګ د وزیر یواف ګالانټ د نیولو د حکم له صادریدا سره موافقت وکړي دغه دوه کسان به ونه توانیږي چې د روم د موافقې لاسلیکونکو هیوادونو ته سفر وکړي.
دغه اسرائیلي ټيلي ويژن ولیکل د نړیوالې جنايي محکمې د حکم د صادریدا په بڼه کښې به د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو او د جنګ وزیر یواف ګالانټ نور د جرمني ، د هالینډ، د یونان ، د فرانسې ، د جاپان او د اسپانیا په شان هیوادونو ته د سفر کولو اجازه ونلري، دا په داسې حال کښې دي چې دغه ټيلي ويژن په خپل خبر کښې په دې اړه د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د یوسل څلورویشتو هیوادونه هم بیان کړل.
د اسرائیلو دولسم ټیلي ويژن په عین حال کښې د صهیونیسټ رژيم مشرانو ته ډاډ ورکړ څرنګه چې امریکا د دغو هیوادونو برخه نه ده د اسرائیلو لومړی وزیر او د جنګ وزیر به وتوانیږي چې په ازادۍ سره امریکا ته سفرونه وکړي.
د ویلو ده چې دغه خبر په داسې حال کښې خپریږي چې د اسرائیلو رسنیو وړمه ورځ ایشوا کړه په همدې زمینه کښې د نړیوالې جنايي محکمې لخوا یو بل فهرست د خپریدا په حال کښې دی چې د اسرائیلو یوشمیر نور سیاسي او پوځي مشران به د نړیوالې جنايي محکمې تر تعقیب لاندې د کسانو په فهرست کښې ورولي.