May 24, 2024 06:29 Asia/Kabul
  • په اشغال شوي فلسطیني سیمو د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونو برید

د عراق مقاومت یو ځل بیا د نیواک شویو سیمو په جنوب کې د ایلات په بندر کې هدفونه په نښه کړل .

د مهر خبری آژانس د خبر له مخې د عراق د اسلامی مقاومت ځواکونو رسنیو د پنجشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې د دوام لپاره به د غزې له اوسېدونکو سره مرسته وکړی او د فلسطینی ملکیانو د وژلو په غبرګون کې یې په ایلات سیمه کې د اشغالګرو نظامي ځآیونه په نښه کړي.

دغې ډلې له دې مخکې په تیرو عملیاتو کې هم د نیواک شویو سیمو صهیونیسټ رژیم ته خبرداری ورکړی وو که چیرې په غزې تړانګې باندې خپلو حملو ته دوام ورکړی نو دوی به هم د دوی پر ضد خپلو عملیاتو ته شدت ورکړي.

د عراق د اسلامی مقاومت جنګی رسنیو له دې مخکې د سوریې په نیواک کښې د ګولان او د فلسطین په نورو نیواک شویو سیمو کښې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د ترسره شویو حملو خبر ورکړی.

د عراق د اسلامي مقاومت ډلې په عراق کې په ۹۰ هدفونو له ۲۴۰ څخه زیات بریدونه کړي، دوی دغه راز په اشغال شویو سیمو کې ۶۵ بریدونه او په سوریه کې پر هدفونو ۸۸ بریدونه کړي دي.

د یو بل خبر له مخې؛ د غزې تړانګې د «الشعبیه» ښار په ګاونډ کې د غاصب صهیونېسټ رژیم جنګیالیو په یوه اپارتمان بمباری کړې او د دغه جنایت په نتیجه کې تر اوسه ۱۰ تنه شهیدان شوی دی.

په ورته وخت کې د لبنان اسلامي مقاومت اعلان وکړ چې د اشغال شوي فلسطین په شمالي ښارګوټو کې یې د اسرائیلي پوځیانو څو ودانۍ په دقیقه توګه په نښه کړي دي.

 

 

ټیګونه