د پاکستان میلیونونه سیلاب ځپلي د خوراکي کړکیچ له خطر سره مخ دي
(last modified Tue, 04 Oct 2022 02:08:19 GMT )
Oct 04, 2022 06:38 Asia/Kabul
  • د پاکستان میلیونونه سیلاب ځپلي د خوراکي کړکیچ له خطر سره مخ دي

په پاکستان کښې له وروستي سیلاب څخه پاتې ۵.۷ میلیون یانې ۵۷ لاکه کسان به په راتلونکو دریو میاشتو کښې له خوراکي کړکیچ سره مخامخ شي

په دې ووستیو اونیو کښې د پاکستان له دریو نه یوه برخه سیمې سیلاب لاندې کړې. پاکستان د سیلاب له امله د مړو شمیر ۱۷۰۰ تنه او رامینځته شوی تاوان یې ۳۰ میلیارډ ډالر بللی دی.

ایسوشیئیټډ پریس د ملګرو ملتو د انساني چارو د غږملتیا دفتر له قوله خبر ورکړی چې له وروستي سیلابه پاتې میلیونونه کسان به په راتلونکو میاشتو کښې د خوړو له جدي بحران سره مخامخ شي.

دغه ارګان په خپل رپورټ کښې ویلي چې تمه ده په پاکستان کښې سیلاب په دغه هیواد کښې خوراکي ناامني زیاته کړي. حتی په دغه هیواد کښې له سیلاب مخکښې هم د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې د پاکستان ۱۶ فیصده خلک د متوسطې خوراکي ناامنۍ له حالت سره مخامخ دي.

 

 

ټیګونه