د هدایت حدیث
-
د هدایت حدیث
پدی مطلب کی د کینه توزۍ په هکله بحث کوؤ، هیله ده چی د استفادې وړ مو وګرځی. قرآن مجید د حَشر د مبارکې سورې د لسم آیت په یوه برخه کی، فرمایی:«ای خدایه! د مؤمنانو عداوت او کینه زموږ په زړونو کی مه رامنځته کوه.» کینه؛ د اخلاقی رذایلو له جملې څخه ده، چی عموماً له حسادت، خشم او داسی نورو حالاتو وروسته، د انسان له وجود څخه راڅرګندیږی.
دغه اخلاقی بد صفت، د انسان په بدنی او روحانی، هر دواړو اړخونو باندی اغیز شیندی، او شخص د تعادل او نارمل حالت څخه باسی. ځکه چی کینه توزه انسان، د خپل نفس کنټرول د هغو احساساتو او عکس العلمونو په واګه کی ایږدی، چی د هغه د عقل قدرت ور څخه اخلی، او هغه ته اجازه نه ورکوی، چی خپل کړچار په ښه توګه کنټرول او یا مدیریت کړی.
په همدې سریزې سره، د کینه توزۍ په هکله حدیثونه او روایات څیړو.
په قرانکریم کی، د غِل کلمه چی د کینې په معنا ده، څو ځلې مطرح شوې ده، او هغه یی په انسان کی یو ناوړه او بد صفت بللئ دئ. کینه د وجود په داخل کی بیزارې او کرکه، او زغملئ خشم او غصه ده، چی یو کس نه د بخښنې په نیت، بلکه، د غچ اخیستنې په نیت په زړه کی ساتی. دغه د ځان په دننه کی کرکه، او غوټه؛ په زیاترو مواردو کی، د مقاومت کولو؛ یا د دښمن سره د مقابلې کولو د امکان د نشتوالی له کبله، یا د حسادت له مخې بڼه نیسی، او تر ډیرو مودو پوری د انسان په زړه کی پاتیږی. پدی اساس، کینه د غصې او حسادت نتیجه او ثمره ده.
حضرت امام علی ع، د کینې د جرړې په بیانولو کی حسادت ته اشاره کوی، او فرمایی:« کینه توزې د حسد کونکو او بد غوښتونکو خوی او خصلت دئ.» انحضرت، د حسود د خصوصیاتو په بیانولو کی، کینه توزې ته اشاره کړې، او فرمایی:«حسد کونکئ ژر په غصه کیږی، او له ډیرې مودې وروسته، له زړه څخه یی کینه وځی.» حضرت علی ع همداراز سپارښتنه کوی، چی باید له حسد کونکو څخه لیری توب وکړو، ځکه چی کینه توزې؛ د سختو نا روغیو له جملې څخه ده؛ چی له زیاتی مودې وروسته علاج مومی؛ او انسان ته زیات زیانونه رسوی.
کینه توزې، له دې کبله چی د انسان فکر ککړوی، دا اجازه نه ورکوی چی انسان ښې چاری سرته ورسوی، او یا د نورو ښه کارونه ومنی. له دې رویه؛ د هغه کس نیکو کارونو ته په کرکې او نفرت سره ګوری، کوم چی ورسره کینه لری، او ښېګنې یی بد ګنی. په حقیقت کی کینه توزې د حسادت په شان، مخکی تر دې چی نورو ته زیان ورسوی، پخپله کینه ای کس ته زیان رسوی، او حتی د هغه نیک کارونه تباه کوی. له دې کبله، حضرت امام علی ع، کینه توزې؛ د انسانی نیکو کارونو نابودونکې بولی، او د کینه توزې په هکله؛ انسان ته خبر دارئ ورکوی، او فرمایی:«کینه، ښیګنې نابودوی.»
د کینې د کولو یو عامل او لامل، د نورو په نسبت بد ګمانی او سوء ظن دئ. د خدای د ګران رسول ص، له قوله په یو حدیث کی راغلی دي:« د مؤمنو وړونو په نسبت خپل ظن او ګمان نیک کړئ. ولی چی د خلګو د زیاترو کینو سرچینه، له ناوړه ګمان پرته بل څه نه دي. هغه څوک چی وکولای شی خپل ناوړه ګمان، په حسن ظن او ښه ګمان بدل کړی، کینه یی له منځه ځی، او زړه یی صفا او جلا مومی. پداسی حالت کی له خیر او ښیګنې پرته بل څه نه وینی.»
د کینې او دښمنۍ د رامنځته کیدو بل عامل، بی ځایه ټوکې دي. د خدای ګران رسول ص، په یو حدیث کی فرمایی:« له خپل ورور سره جنجال او ټوکې مه کوه، چی دا دواړه د دښمنۍ او کینې عوامل دي.» بی ځایه او له حد او اندازې څخه زیاتی ټوکې، د دوستانو د زړه د خفګان سبب ګرځی، او پخپله د کینه توزۍ عامل کیږی. حضرت امام علی ع فرمایی:« له ټوکې څخه ډډه وکړئ، ځکه چی خوابدې رامنځته کوی، او کینه پر ځای پریږدی. ځینې ټوکې، یو ډول لږ کنځل شمیرل کیږی.»
انسان باید پوه شی، تر څو پوری چی؛ یوه کینه یی په زړه کی وی، دائیماً خپه، غمجن او ګرفتاره دئ. امام حسن عسکری ع پدې باره کی فرمایی:« تر ټولو کم آرامه کس، کینه توزه فرد دئ.» پدی اساس،د دغو مشکلاتو د له منځه وړلو لپاره باید، هر ډول کینه او دښمنې له زړه څخه وایستله شی. په حقیقت کی که انسان، هغه څه چی د ځان لپاره خوښوی، د نورو لپاره وغواړی، او هغه څه چی د ځان لپاره نه غواړی، د نورو لپاره هم ونه غواړی، هغه وخت به له له کینه توزۍ څخه په امن کی پاتی شی. په همدی اساس، امام علی ع فرمایی:« د نورو له ټټرونو څخه د بدۍ د له منځه وړلو لپاره، هغه له خپل ټټر څخه وباسئ.»
په قرآنکریم کی، پیغمبران؛ مؤمنان او جنتیان، د کینې له ناوړه صفت څخه پاک ګنل شوی دي. ولی چی په اصل کی کینه، په خدایتعالی ج باندی له ایمان سره سمون نه خوری. د حضرت پیغمبر اکرم ص له حدیث سره سم:« مؤمن؛ کینه توزه نه دئ.» امام صادق ع هم د دغه مطلب په بیانولو کی چی، مؤمن کومه کینه په زړه کی نه ساتی، او که خوابدئ هم شی، د خوابدئ موده یی ډیره کمه ده؛ فرمایی:« د مؤمن کینه تر هغه مهال پوری ده، چی ناست وی؛ همدا چی ودرید کینه هم د هغه له زړه څخه وځی.»