Oct 04, 2023 14:20 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په پیل کې د ایران اړوند ورځپاڼې:

ابرار ورځپاڼه:

د انقلاب معظم رهبر د نظام له چارواکو، د اسلامي هېوادونو له سفیرانو او د وحدت د کنفرانس له مېلمنو سره په کتنه کې: پېغمبر اکرم ته درناوى د علم په ډګرونو کې په جهاد، سياست، معرفت او اخلاقو کې دی.

=========

د حضرت محمد مصطفی (ص) او حضرت امام جعفر صادق (ع) د میلاد د مبارکې ورځې په مناسبت، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د نظام له چارواکو، د اسلامی هېوادونو له سفیرانو او د وحدت د کنفرانس له مېلمنو او ​​د خلکو له مختلفو طبقو سره په کتنه کې، د قرآنکریم د تعلمیاتو له اړخه د ظالمو قدرتونو د خطر احساسول، د دغه الهي کتاب د سپکاوي لپاره د هغوی د شومو پلانونو سبب وبلل او پر دې په ټینګار سره چې د امریکا او ظالمو قدرتونو له لاسوهنو سره د مقابلې لاره، د اسلامي هېوادونو یووالی او د اساسي مسائلو په اړه د یوې واحدې تګلارې غوره کول دي، وویل: له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو عادي کولو قمار، لکه په ماتې خوړلي  آس باندې د شرط وهلو په څېر له ماتې سره مخ دی، ځکه چې نن ورځ د فلسطین غورځنګ تر بل هر وخت ډېر پیاوړی او چمتو دی او غاصب رژیم تلونکی او د مرګ په حال کې دی.

د معظم رهبر د دفتر د معلوماتو له مخې، حضرت آیت ا... خامنه يي په دغه کتنه کې د پیغمبر اکرم(ص) او امام جعفر صادق(ع) د ستر او ځلانده میلاد د مبارکۍ پیغام په وړاندې کولو سره، د دغه ستر شخصیت په اړه د انسان پوهېدل او د هغه حضرت د فضیلت د بیانولو لپاره انسان کمزوری یاد کړ او وفرمایل: ځلېدونکی ستوری، ستر پیغمبر د بشریت پر ټولو غړو حق لري او ټول د هغه احسامن دي، ځکه پېغمبر د یوه تکړه او هوښیار ډاکټر په څېر ، د ټولو اصلي دردونو لکه لوږه، جهالت، ظلم، تبعیض، شهوت، بې ایماني، بې هدفي، اخلاقي فساد او د بشریت د ټولنیزو زیانونو د درملنې، علمي او عملي نسخه یې بشریت ته وړاندې کړې ده.

///////////////////

کیهان ورځپاڼه:

سید حسن نصرالله: له صهیونیسټي نیواک سره د اړیکو عادي کول د فلسطیني ملت پر شا د چړې ګوزار دی.

==========

د لبنان د حزب الله عمومي منشي د پیغمبر اکرم (ص) د میلاد په مناسبت په وینا کې له صهیونیسټي نیواکګرو سره د اړیکو عادي کول د فلسطین د ملت او اسلامي مقدساتو پر شا د چړې ګوزار وباله.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د میلاد په مناسبت د خپلې وینا په پیل کې په یمن کې د سترو او شاندارو مراسمو ترسره کيدو ته په اشارې سره، وویل چې دغه مراسم په داسې شرایطو کې ترسره شول چې یمنیان له سختو حالاتو سره مخ دي.

سید حسن نصرالله د فلسطین د مسئلې په اړه ټینګار وکړ: اسلامي امت باید د فلسطین د بې غرضه ملت او د الاقصی جومات پر وړاندې خپل مسئولیتونه ادا کړي.

//////////////////

د افغانستان اړوند ورځپاڼې:

مسیر ورځپاڼه:

نړیوال بانک: افغانستان کې له هرو درېیو کورنیو دوه یې اقتصادي ستونزې لري

============

نړیوال بانک په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان له هرو درېیو کورنیو څخه د دوو کورنیو ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی. د دغه بانک د راپور له مخې؛ دوی د سویلي آسیا د هېوادونو اقتصادي وده نږدې ۵،۸ سلنه اټکل کړې ده، خو په دې اټکل کې افغانستان نه دی شامل.

په دغه راپور کې له بنګله دېش پرته د ډېرو نورو هېوادونو اقتصادي وضعیت مخ پر ودې ښودل شوی؛ خو د افغانستان په اړه هېڅ ډول ارقام او وړاندوینه نه ده شوې.

دغه راپور ښيي، چې له افغانستان او بنګله دېش پرته د سویلي آسیا هېوادونه به په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې نږدې ۵،۸ سلنه اقتصادي وده وکړي.

دغه بانک په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلون او شدیدو طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دی.

د نړیوال بانک د وروستي راپور پر بنسټ، د افغانستان د ناخالصو کورنیو توکو تولید، پنځو میلیاردو ډالرو ته راکم شوی او د سړي سر عاید نږدې ۳۵۰ ډالره دی.

///////////////////////

هشت صبح ورځپاڼه:

افغانان او ایرانیان په ۲۰۲۳ کې له مانش کاناله د تېرېدونکو کډوالو په نوملړ کې لومړی ځای لري

==============

د یوه بریټانوي بنسټ له لوري خپاره شوي معلومات څرګندوي، له نیمایي ډېر پناه غوښتونکي چې د کښتیو له دې خطرناکې لارې تېر شوي، یوازې له پنځو هېوادونو افغانستان، ایران، اریتریا، سوریې او سوډان څخه راغلي دي.

یورونیوز بریټانیا کې د پناه غوښتونکو د ملاتړ ادارې «کډوالو شورا» په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ تر پایه څلور زره ۶۹ افغانان او دوه زره ۲۵۰ ایرانیان د مانش کانال له لارې  په کوچنیو کښتیو کې انګلستان ته رسېدلي.

له دې جملې څخه تر اوسه ۹۷ افغانانو او ۷۴ ایرانیانو ته د کډوالۍ حیثیت ورکړل شوی او تمه کېږي چې یو زرو ۶۶۵ افغانانو او یو زرو ۶۷۰ ایرانیانو ته هم پناه ورکړل شي.

د اوسني بهیر په دوام سره، ۲۰۲۳ کال کې د ۲۰ زره پناه غوښتونکو څخه چې د مانش کانال له لارې بریټانیا ته رسېدلي، له څلورو څخه درې تنه به یې د کډوالو په توګه وپېژندل شي.

د انګلستان د کورنیو چارو وزارت له لوري خپاره شوي معلومات دا هم ښیي، له نیمایي څخه ډېر (۵۴٪) هغه کسان چې له خطرناکه کانال څخه تیر شوي، یوازې د پنځو هېوادونو افغانستان، ایران، اریتریا، سوریه او سوډان څخه راغلي دي.

د البانیایانو په استثنا، د هغو خلکو شمېر چې په ۲۰۲۳ کال کې له دې کانال څخه تېر شوي د ۲۰۲۲ په پرتله لوړ و.

له افغانستان او ایران هېوادونو وروسته د ترکیې، اریتریا، عراق، سوریې، سوډان، هند، ویتنام او مصر وګړي په دغه نوملړ کې ځای لري.

////////////

اطلاعات روز ورځپاڼه:

پاکستاني چارواکی: په پاکستان کې ۱۴ ځانمرګي بريدونه د افغان وګړو له لوري شوي دي

=========

د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالي وزير سرفراز بوګټی وايي چې د روان ميلادي کال له جنورۍ مياشتې راهيسي تر اوسه په دې هېواد کې ۲۴ ځانمرګي بريدونه شوي چې ۱۴ يې د افغان وګړو له لوري شوي دي.

د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، د پاکستان د کورنيو چارو وزير لنډمهالي وزير ښاغلي بوګټي ويلي چې د طالبانو د مشر هبت الله آخوندزاده فرمان چې طالبان يې له افغانستان څخه دباندې د بريدونو له کولو منع کړي وو، نه دی رعايت شوی او هيله يې ښوولې ده چې دا فرمان په عملي توګه تطبيق شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو لنډمهالي وزير ويلي چې په دې اړه هېڅ اختلاف نشته چې «د افغانستان له لوري پر موږ بريدونه کېږي او د افغانستان اتباع په دې بريدونو کې لاس لري. په دې تړاو موږ شواهد لرو».

ده زياته کړې ده چې د بهرنيو چارو وزارت دا موضوع په افغانستان کې له طالب چارواکو سره ياده کړې ده.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د لنډمهالي کورنيو چارو وزير څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې يې د پاکستان پر خلاف په بريدونو کې د افغان وګړو لاس لرل رد کړي دي.

////////////////

بهرنۍ ورځپاڼې:

اندپنډنټ ورځپاڼه: هند د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته نژدې شوی

==============

له برېتانیا خپرېدونکې کرېکټ ټایمز خپرونې په هند کې د کرېکټ نړیوال جام د سیالیو په درشل کې لیکلي، د افغانستان ملي ټیم د هند د ملي لوبډلې پخوانی کاپیټان اجای جدیجا د روزونکي او مشاور په توګه ټاکلی دی.

خپرونه زیاتوي، افغانستان به د دې نړیوال جام په سیالیو کې خپل سفر د شنبې په ورځ د بنګه دېش پر وړاندې په لوبې سره پیل کړي.

خپرونې د ښاغلي جدیجا ټاکل یوه ښه او پر وخت ټاکنه یاده کړې، او زیاتوي چې د هغه له لاسته راړونو به افغان لوبغاړې په دې نړیوالو سیالیو کې ګټه پورته کړي.

د خپرونې د خبر له مخې، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ نړیوال جام سیالیو لپاره چې د پنجشنبې په ورځ پیلېږي چمتوالی نیسي.

خپرونه وړاندې وايي، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به د جدیجا له مشورو سره سم د هند له هوا او شرایطو سره ځان برابرکړي.

کرېکټ ټایمز لیکي، جدیجا له ۱۹۹۲ تر ۲۰۰۰ کاله د هند په استازیتوب په ۱۹۶ لوبو کې ګډون کړی دی او د هند لپاره د درېیو نړیوالو جامونو په ګټلو کې يې مهم رول درلود.

لس غوره ټیمونه د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون لري.

دا سیالۍ د انګلستان او نیوزیلنډ ترمنځ په سیالۍ سره پیلېږي.

کرېکټ ټایمز په داسې حال کې په هند کې د کرېکټ نړیوالو سیالیو ته د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې پر چمتوالې تبصره کوي، چې له برېتانیا بلې خپرېدونکې اندپنډنټ ورځپاڼې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د چارو په بندیدو لیکنه کړې ده.

ورځپانې د سفارت اعلامیې ته په اشارې سره ویلي، په هند کې افغان سفارت خپلې چارې د کوربه هېواد د ډپیلوماټیک ملاټر د نشتون له امله بندوي خو قونسلي چارې به روانې وي.

ورځپانه وړاندې وايي، په سفارت کې هغو کارکوونکو کار کولو چې د تېر حکومت له خوا ټاکل شوي وو.

ورځپانه زیاتوي، د هند حکومت طالبان په رسمیت نه پېژني او په دې برخه کې به د ملګرو ملتونو د پریکړې سره سم چلند وکړي، خو له دې سره جوښت يې په نوي ډیلي کې د افغانستان له سفیر څخه ملاتړ نه دی کړی او د سفارت ځینو بانکي حسابونو ته يې د هغه لاسرسی محدود کړی دی.

د هند حکومت په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفیر او د طالبانو له خوا د معرفي شوي استازې ترمنځ جنجال د افغانستان کورنۍ مسله بللې ده.

ورځپانه په سفارت کې د یوې سرچیني په حواله وايي، همدا چې د هند حکومت په دې هېواد کې د افغان ډپیلوماتانو ویزې تمدید نه کړې، د سفارت د تړلو کېدو سبب شوې.

دې سرچینې د مودي حکومت د طالبانو نظام ته په نژدې کېدو تورن کړ او ادعا يې وکړه، چې د هند حکومت د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته نژدې شوی دی.

///////////////

ټیګونه