بې نقابه آمریکا
له معمول سره سم به په تېره اوونۍ کې د امریکا مهمو پېښو ته یوه کتنه وکړو.
د جمهوري پالانو دوهمه ټاکنیزه مناظره، د امریکا له اقتصادي حالاتو څخه اندېښنه، د امریکا په زندانونو کې د سیسټماټیک تبعیض له شتونه د ملګرو ملتونو اندېښنه، د امریکایي فوځیانو د ځانوژنو د شمېر زیاتولی، او په امریکا کې د لومړي ځل لپاره د وسلو په پېر او پلور باندې ټکس په تېره اوونۍ کې د امریکا له مهمو پېښو څخه بلل کیږي.
په امریکا کې د ۲۰۲۴ میلادي کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دوهمه ټاکنیزه مناظره د جمهوري پالو د احتمالي نوماندانو تر مینځ په داسي حال کې تر سره شو چي اووه سره نوماندانو هڅه وکړه د بایډن په حکومت او په خپل اصلي سیال ټرامپ باندې په نیوکو سره ، خپل ځانونه مطرح کړي، په دغه مناظره کې جمهوري پالو نوماندانو له یو بل سره هم شخړه وکړه، هغوی همدارنګه د چین، کډولۍ او اقتصاد په مسایلو کې په بایډن او د هغه د مخکنی ولسمشر ټرامپ په سیاستونو سختې نیوکې وکړې. خو سره له دې یوه نوماند هم د ټرامپ په څېر د ځان په مطرحولو بریالی نه شو، سره له دې چي ټرامپ په تېرو میاشتو کې له اوو قضایي دوسیو سره مخامخ شوی دی خو بیا هم د خپلو جمهوري پالو نوماندانو په پرتله زیات مطرح دی. ټرامپ بیا ځلې د جمهوري پالو د احتمالې نوماندانو په عمومي مناظره کې ګډون نه وکړه، خو سره له دې په نظر غوښتونو کې له نورو جمهوري پالو نوماندانو څخه ۳۷ سلنه زیاتې رایې تر لاسه کړي دي، د فلوریدا د جمهوري پال والي، ران دیسانتیس محبوبیت په وروستیو میاشتو له ټرامپ سره تر ټکر وروسته، کم شوی دی، خو سره له دې هغه اوس ډېر فعاله شوی او په ټرامپ باندې یې خپلې نیوکې هم زیاتې کړي دي.د ټرامپ مرستیال مایک پنس هم د ټرامپ په سیاستونو په نرمې نیوکې سره وویل چي هغه ټول واک په فډرل اداره کې راغونډ کړی وو، په دې خاطر که ولسمشر شي، نو بیرته به د ایالتي اداراتو واک او صلاحیت زیات کړي.
همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د امریکا مخکنۍ استازې نیکې هیلې ویلي چي ټرامپ د امنیتي مسائلو پر ځای په د سوداګریزو چارو په انحصار باندې په زیات تمرکز سره، د چین په وړاندې ناسم سیاست غوره کړی وو.
د بلومبرګ له راپور سره سم، په مناظرو کې نیکې هیلي له راماسوامي او د جنوبی کارولینا له سناټور اسکاټ سره بحث وکړه، او ران دیسانتیس هم هڅه وکړه چي ځان د جمهوري پالو د اصلي نوماند په توګه مطرح کړي. د نیوجرسي مخکنی والي کریس کریستي په ټینګار سره وویل: ټرامپ په مناظرو کې له ګډونه ډډه کړې ځکه چي د خپلې ناوړې مخینې په اړه له ځواب ویلو څخه بیریږي، راماسوامي، په بایډن نیوکې وکړې او هغه یې د یوه ولسمشر تشه پوکه وباله، د امریکا او د مکزیک تر مینځ د کډولۍ بحران، د چین په په وړاندې د واشنګټن دریځ، اوکراین ته د مرستو زیات لګښت، د موټرانو د تولیدوونکو شرکتونو اعتراضات، د جنین غورځول، ټولنیز نظم او قانون د نوماندانو تر مینځ د بحث او د شخړو له اصلي موضوعاتو څخه وو، ټرامپ هم له دغو ټاکنیزو مناظراتو نه مخکې په میشیګان ایالت کې د موټرانو د تولیدوونکو شرکتونو د کارګرانو په اعتراضي غونډه کې وېنا وکړه، ټرامپ د جمهوري پالو نوماندانو په داخلي مناظراتو کې له ګډونه په ډډه کولو سره، خپل زیات تمرکز یې له بایډن سره په سیالی باندې لګولی دی. دې ته په کتو سره چي د رسمي ټاکنیزو سیالیو پیلېدو ته یوازې څلور میاشتې پاتې دي، د ټرامپ سیالان د هغه د خرابولو لپاره زیات وخت نه لري.
په امریکا کې د مصرفوونکو نوی نظر غوښتنه ښیي چي هغوی په ځان باندې باور د لاسه ورکړی دی، د اقتصادي حالاتو له ښه کېدو څخه په ناهیلی توب سره، امریکایي ښاریزو په راتلونکو شپږو میاشتو کې د خپل عایداتو په هکله اندېښمن دي، او مصرفوونکې په دې باور دي چي د امریکا اقتصاد په راتلونکی کال کې به له ستونزو سره مخ شي، د توکو د قیمت زیاتوالې، د بانکي سود په نرخ کې زیاتوالې او د نړۍ په سیاسي فضا کې دوه ګوني قطب، د امریکا په راتلونکو کې د لا زیات شک او شبهې د زیاتوالې لامل شوی دی، دا نظر غوښتنه همدارنګه ښودنه کوي چي اکثره امریکایان فکر کوي چي په راتلونکې کې به د بې روزګارانو شمېر نور هم زیات شي او شغلي فرصتونه به نور هم کم شي. د نظر غوښتنې له مخې اکثره امریکایان په دې باور دي چي د توکو بیې به نور هم زیات شي، هغوی د امریکا د سیاسي حالاتو او همدارنګه د بانکي سود د نرخ د لا زیاتوالې، د تېلو د بیو زیاتوالې او د خوراکي توکو د ګرانېدو څخه اندېښمن دي. د دې هیواد د ناوړه اقتصادي حالاتو په وړاندې د امریکایانو بدبینی په دغه هیواد کې د بانکی سود د نرخ د زیاتوالې لپاره د فدرل رزرو له پریکړې سره هممهاله شوې ده، د بودیجې د نه شتون د امله د امریکا د حکومت د رخصتېدوخطره او د ونډو یا د سهام په مارکیټ کې بې نظمي د دې سبب شوی چي خلګ د اقتصادي حالاتو له ښه کېدو حخه ناهیلی شي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان په یوه راپور کې ویلي دي چي د امریکا په قضایي نظام کې تورپوستي د قضایي چارواکو له لورې د سیسټماتیک زور زیاتی او تبعیض سره مخامخ دي، د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د شورا موندنې ښیي چي ښځینه بندیانې په داسي حال کې چي په لاسونو کې یې ولچک دي، بچي راوړي، او یوازې څو ساعته وروسته چي له ښځینه بندیانو جلا کیږي او دولت ته ورسپارل کیږي. همدارنګه د دغه راپور له مخې د امریکا په زندانونو کې د تورپوستو حقوق تر پښو لاندې کیږي.
دغه راپور په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د امریکا له پنځو زندانونو څخه د کارپوهانو له کتنې وروسته، چمتوی شوی دی، د دې راپور لیکوالانو جوته کوي چي امریکا باید د قانون په وړاندې د تورپوستو د بې باوریو د له مینځه وړلو لپاره، باید د حقوقو پر بنیاد یو اصولي دریځ غوره کړي، کارپوهان وایي: د پولیسو د دوامداره تاوتریخوالو د امله تورپوستان په پولیسو او قضایي ارګانونو بې باوره شوي دي، په هغو زندانونو کې چي اکثره تورپوستي دولت له هغوی نه په کروندو کې په زوره کار اخلي، د مخدره موادو په هکله د امریکا ۵۰ کلن زوړ قوانین چي له نیمګړتیاو ډک دی، د تورپوستو د ځپل کېدو لامل شوی دی، د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د شورا دغه کارپوهان د یادو ستونزو د هوارولو لپاره وړاندیز کړی دی چي بې وزلې او توکمیز چلند باید ختم شي او پولیس باید له زورزیاتی نه لاس واخلي.
د امریکا د حکومت له لورې د دوامداره جنګونو په نتیجه کې د دې هیواد په سربازانو کې د ځانوژنې پېښه زیاته شوې ده، آن تر دې چي دا ستونزه په یوه بحران باندې بدل شوی دی او د امریکا دفاع وزیر لوید اسټین یې هم په فکر کې اچولی دی، هغه په دې وروستیو کې د ځانوژنو د بحران سره د مقابلې لپاره یوه طرحه تصویب کړې ده چي ۱۰۰ سپارښتنې په کښې بیان شوي دي. دغه طرحه د امریکا د ۱۱ فوځي اډو نه له تحقیقاتو وروسته، چمتو شوې ده، د دې طرحې د چمتو کېدو پر مهال له زرګونو فوځیانو او د فوځ له کارکوونکو سره، مرکې شوي دي، په طرحه کې د فوځیانو د ژوندانه د کیفیت د لوړوالې، د نفسیاتي مشورتونو او د روزنیزو فرصتونو د برابرولو او همدارنګه د وسلو د خوندیتوب سپارښتنې شوې دي.
د امریکا د دفاع وزارت د شمېرنو له مخې، یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له ۵۰۰ زیاتو فوځیانو ځان وژنه کړې ده، له ۲۰۱۵ نه بیا تر ۲۰۲۰ میلادي کلونو پورې د ځانوژنو په شمېر کې ۴۰ سلنه زیاتوالې راغلې ده.
کالیفرنیا د امریکا د لومړنی ایالت په توګه د وسلو د هر ډول پېر او پلور باندې مالیات لګولی دی، د دې ایالت والی ګاوین نیوسام ویلي چي له دغه کار نه یې هدف د کاله د ۱۶۰ میلیون ډالرو تر لاسه کول دی، څو تر لاسه شوي پیسې په ښوونځیو کې د ډزو د پېښو او په عامه ځایونو کې د وسله ایزو تاوتریخوالو په مخنیوی کې ولګول شي، ټاکل شوې ده چي دغه قانون د ۲۰۲۴ میلادي کال د جولای له میاشتې نه عملي شي. دغه طرحه کې ۱۱ سلنه اضافي مالیات د وسلو په پېر او پلور لګول کیږي. دا په داسي حال کې دی چي د ایالتي حکومت له لورې په کالیفرنیا کې د پیاوړي مهماتو یعني مردکو او ګولیو په پېر او پلور بندیز لګېدلی وو، خو یوه امریکایي قاضي په دې پلمې سره، چي دا بندیز د وسلو د مالکانو په حقوقو تېروتنه ده، دغه بندیز یې لغوه کړ، د کالیفرنیا د ولایت دفتر اعلان وکړ چي دغه اضافي ټکس په داسي حال کې لګول کیږي چي په تېرو ۷۴ ساعتونو کې ۱۰۴ عام وګړي په ډزو باندې وژل شوي دی، نیوسام په خپله اعلامیه کې وایي: په کالیفرنیا کې د وسلو په وړاندې د سختو قوانینو د لګېدو د امله، د امریکا د نورو ایالتونو په پرتله په ګرمو وسلو باندې د وژلو شمېر ۴۰ سلنه ټیټه ده، د یادونې وړ ده چي په روان میلادی کال کې په امریکا په عامو وګړو باندې د ډزو ۵۰۰ پېښې رامینځ ته شوې دي.