Oct 11, 2023 10:45 Asia/Kabul
  • د ړنا سرچینې د قراني آیاتو شان نزول (۴۹- د نصاری ایمان)

په دغه برخه کې به د مائدې د مبارکې سورې له ۸۲ بیا تر ۸۴ ایتونو شان نزول وڅېړو، په دې هیله چي مونږ سره ترپایه ملتیا وکړئ.

د حضرت نبی اکرم ص د بلنې په لومړیو کلونو کې د مسلمانانو شمېر ډېر کم وو، په دې خاطر د قریشو له شکنجه او ځورونو څخه کرېدل او د دغه حالاتو په دوام سره ممکنه وه د نبی اکرم ص د بلنې بهیر ستونزو سره مخ شوې وای، د اسلام ګران پیغمبر ص د کرېدلو د روحیې د ساتلو او د ژوندد ژغورلو په موخه هغوی ته امر ورکړ چي حبشې ته هجرت وکړي. هغه حضرت وفرمایل: هلته یو نېک باچا حکومت کوي او چا سره ظلم نه کوي. هلته پناه یوسئ تر هغه چي متعال خدای مونږ ته یو مناسب فرصت را په برخه کړي.

دومره وخت لا نه وو تېر شوی چي هغه شمېر مسلمانانو چي چمتو وه، د شپې له مشرکانو په پټه د جدې په لوري روان شول، هغه وخت کې هم د جدې بندر یو مشهور تجارتي بندر وو، کله چي دوی ورسېدل دوې کښتۍ د تجارت لپاره د حبشې په لور د تلو لپاره ځانونه تیارول. مسلمانانو د قریشو له لورې د تعقیبونې له ویرې، کښتۍ ته وختل او کرایه یې ورکړ. د دوی د مسافرت خبر د مکې مشرانو ته ورسېده، هغوی سمدلاسه یوې ډلې ته ماموریت وسپارل چي کډه شوي مسلمانان بیرته مکې ته راستنه کړي، خو جدې ته د یادې ډلې له رسېدو مخکې کښتۍ د حبشې په لورې روانې شوې وې، دغو مسلمانانو د بعثت په پنځم کال کې د رجب په میاشته کې حبشې ته هجرت کړی وو.

له دې نه وروسته د مسلمانانو یوه بله ډله له خپلو کورنیو سره، د جعفر بن ابی طالب په مشری حبشې ته هجرت وکړه، د دومې ډلې له هجرت وروسته، حبشه کې د مسلمانانو شمېر ۸۳ کسانو ته ورسېده، مسلمانانو ولیده لکه څرنګه چي نبی اکرم ص ورته وفرمایلي وه، هلته حبشه کې خلګو ښه سلوک کاوه. ام سلمه چي بیا وروسته حضرت نبی اکرم ص سره واده وکړه، په دې هکله ویلي: کله چي حبشې کې استوګن شولو، چا نه ځورولو او بد رد یې راته نه ویل.

کله چي د مسلمانانو د ارامښت خبره د مکې د مشرانو تر غوږ پورې ورسېده، د هغوی په زړونو کې د کینې اور بل شو، په دې خاطر پرېکړه وکړه چي خپلې استازي  له قېمتي ډالیو سره حبشې ته واستوي څو د حبشې د باچا او د وزیرانو رضایت جلب کړي او بیا مسلمان کډوال په ناپوهی او ناوړو باندې تورن کړي، د دې لپاره چي خپله دسیسه عملي کړي، دوه چلبازه کسان یعني عمرو عاص او عبدالله بن ربیعه یې د استازو په توګه وټاکل، هغوی حبشې ته لاړل او د حبشې باچا نجاشي ته قیمتي ډالۍ ورکړې، بیا عمرو عاص نجاشي ته وویل: اې پادشاه زمونږ د قام یو شمېر کسانو چي له دین نه اوښتي دي او زمونږ خدایان ښکنځي، ستاسو ټاټوبې ته پناه راوړې ده، له تا غواړو چي هغوی بیرته مونږ ته راوسپاره.

نجاشي یو پوه سړی و، هغه له هر څه مخکې، جعفر بن ابی طالب احضار کړ او هغه ته وویل: د دغو استازو خبرې واوره چي څه وایي. بیا راته ووایو چي تاسو څه کړي دي؟ چي دوی ستاسو د راستنېدلو غوښتونکي دي! جعفر وویل: له دغو استازو نه پوښتنه وکړه چي ایا مونږ د هغوی مرئیان یو؟ نجاشی له عمروعاص نه پوښتنه وکړه او عمروعاص ورته ویل نه دوی زمونږ مرئیان نه دي، بیا جعفر وویل: له دوی نه پوښتنه وکړه چي ایا مونږ یې پوره وړي یو، او اوس خپل پور غواړي؟ باچا له عمروعاص نه پوښتنه وکړه او عمرو عاص ویل نه هیڅ پور مو نه دې ورباندې.

جعفر باچا ته وویل: نو بیا دوی ولي زمونږ د سپارلو غوښتنه کوي؟ ایا داسي نه دی چي دوی په خپل ښار کې مونږ شکنجه کولو او مونږ په دې خاطر تاسو ته پناه راوړې ده؟ په دغه وخت کې عمرو عاص باچا ته وویل چي دا مسلمانانو زمونږ له مذهب سره مخالفت کوي او زمونږ د خدایانو سپکاوی کوي او په مونږ کې یې اختلافات رامینځ ته کړي دي، په دې خاطر دوی مونږ ته راوسپاره څو په مونږ کې بیا ځلې اتفاق راشي. جعفر وویل: زمونږ او د دوی اختلاف په دې خاطر دی چي متعال خدای په مونږ کې یو پیغمبر مبعوث کړی دی چي د واحد خدای د پرستش بلنه راکوي او مونږ د بوتانو له پرستش او شرک څخه منعه کوي او مونږ ته یې د لمانځه د ادا کولو او د زکات د ورکولو امر کړی دی. زمونږ پیامبر په مونږ کې د وینې تویول او چورتالان ختم کړی دی، هغه  زنا، ربا او د مردارو او د خنزیر د غوښو خوراک مونږ ته حرام کړی دی،  هغه مونږ  عدالت، ښېګڼي، او له یو بل سره د مرستي او د بې وزلو د لاس د نیولو ته رابولي.

د حبشې عادل باچا نجاشی د جعفر بن ابی طالب د خبرو له اورېدو نه وروسته، وویل: متعال خدای د همدغو چارو لپاره عیسی علیه السلام یې مبعوث کړی دی، بیایې جعفر ته مخه کړه او وویل: ایا ستاسو په پیغمبر باندې له نازل شوی کتاب څخه دې څه په یاد دی؟ جعفر وویل: بلې هو، بیا یې د مریم د مبارکې سورې څو ایتونه چي د حضرت مریم سلام الله علیها او حضرت عیسی علیه السلام  کیسه په کښې بیان شوې وه، قرائت کړ. دغه ایتونه حضرت مریم سلام الله علیها یې له هر ډول ناروا څخه پاکه وباله، د دغو ایتونو له تلاوت وروسته، د نجاشي او په غونډه کې د نورو عیسویانو له سترګو اوښکې راغلې.  په دغه وخت کې نجاشي وویل: د دوی د پیغمبر وېناوې او هغه څه چي عیسي راوړې د ړنا له یوې سرچینې څخه بولم. ځئ ولاړ شئ!!! زه هیڅکله دا مسلمانان تاسو ته نه سپارم. په دغه وخت کې عمروعاص وویل: مونږ د ابراهیم له ډلې څخه یو، نه دا مسلمانان!!!

متعال خدای د عمروعاص د دغه ادعا ځواب د آل عمران د مبارکې سورې په ۶۸ ایت کې ورکړی دی  او داسي فرمایی: په حقیقت کې تر ټولو نژدې خلګ ابراهیم ته هغه دي چي ورڅخه پیروي کړې ده او دغه پیغمبر او هغه خلګ چي ایمان په راوړي دي او الله د مومنانو دوست دی.

نجاشي چي د مریم د مبارکې سورې د ایاتو له اورېدو نه اغېزمن شوی وو، د عمرو عاص له خبرې نه په غوصه کې شو او وویل: چوپ شه! په  خدای مې قسم کې د دغو کسانو بد او رد ووایي نو ځان به هلاک کړې. بیا یې د قریشو ډالۍ بېرته ورکړې او وویل: خدای ماته د باچاهی د راکولو پر مهال زما څخه رشوت وانخیستل، ښه نه دی چي زه له دې لارې ځان شتمن کړم.

کلونه تېرشول، حضرت نبی اکرم ص مدینې ته هجرت وکړ، اسلام وده وکړه، مسلمانانو د حدیبیې له سولې وروسته، یهودیانو سره په جنګ کې ښکېل شول او د خیبر قلعه یې ونیوله، د خیبر د فتحې په ورځ کې چي مسلمانانو سخت خوشحاله وو، له حبشې نه هم مسلمان کډوال مدینې ته  راستون شول. په دغه وخت کې حضرت پیغمبر ص وفرمایل:  نه پوهېږم چي د خیبر له فتحې نه خوشحالي وکړم او که د جعفر له راستنېدو نه.

د بلې خوا څخه نجاشي د عیسوی عالمانو یوه ۳۰ کسیزه ډله مدینې ته واستول او له هغوی څخه وغوښتل چي د حضرت نبی اکرم ص ټول چلند او کړچار تر نظر لاندې ونیسي او د هغه ژوندانه، نبوت، رسالت او د هغه اسماني کتاب قرآن وڅېړي او پایلې ورسره شریک کړي.  یاده ډله په جومات کې د قران له اورېدو نه اغېزمن شول او مسلمان شول. په دغه وخت کې د مائدې د مبارکې سورې ۸۲، ۸۳ او ۸۴ ایتونه نازل شول. په دغو ایتونو کې متعال خدای فرمایي: لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النّاسِ عَداوَةً لِلَّذینَ آمَنُوا الْیَهُودَ وَ الَّذینَ أَشْرَکُوا وَ لَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُمْ مَوَدَّةً لِلَّذینَ آمَنُوا الَّذینَ قالُوا إِنّا نَصارى ذلِکَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّیسینَ وَ رُهْباناً وَ أَنَّهُمْ لایَسْتَکْبِرُونَ / وَ إِذا سَمِعُوا ما أُنْزِلَ إِلَى الرَّسُولِ تَرى أَعْیُنَهُمْ تَفیضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ یَقُولُونَ رَبَّنا آمَنّا فَاکْتُبْنا مَعَ الشّاهِدینَ / وَ ما لَنا لانُؤْمِنُ بِاللّهِ وَ ما جائَنا مِنَ الْحَقِّ وَ نَطْمَعُ أَنْ یُدْخِلَنا رَبُّنا مَعَ الْقَوْمِ الصّالِحینَ:

5-82 بې له شكه يقينًا چې ته به له مومنانو سره په دښمنۍ كې تر ټولو خلقو زیات سخت، یهودیان مومې او هغه كسان چې مشركان دي او خامخا لازمًا به ته له مومنانو سره په دوستۍ كې تر ټولو خلقو زیات نژدې هغه كسان مومې چې ویلي دي: بېشكه مونږ نصرانیان یو، دا ځكه چې په دوى كې په رښتيا عبادت ګذاره عالمان او راهبان (زاهدان) دي او دا ځكه چې واقعاً دوى تكبر نه كوي

5-83 او كله چې دوى هغه (قرآن) واوري چې رسول ته نازل كړى شوى دى (، نو) ته به د دوى سترګې وینې چې اوښکې به ترې بهېږي، په سبب د هغه حق چې دوى وپېژنده، دوى وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ له ګواهي كوونكو سره ولیكه

5-84 او مونږ لره څه دي چې پر الله به ایمان نه راوړو او پر هغه حق چې مونږ ته راغلى دى، حال دا چې مونږ د دې طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ د نېكانو خلقو په ډله كې داخل كړي