د هیلې رڼا (۴۰) د حضرت مهدي «عج» د منتظرانو دندې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د هیلې رڼا نومي لړۍ له ننني (۴۰م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
لکه څنګه چې مو وویل، هغه څوک چې د نړیوال حکومت د جوړېدو لپاره، د حضرت مهدي (عج) انتظار کوي، باید د هغه د ظهور لپاره چمتووالی ولري، ترڅو وکولای شي له هغه سره مرسته وکړي. د هغه امام پېژندنه او د هغه لوړ اهداف او همدارنګه د نفس تزکیه او په تقوا او ښواخلاقو سره د ځان برابرول، د هغه مواردو له جملې څخه دي، چې موږ د یوه ریښتیني انتظار کوونکي د چمتووالي لپاره یاد کړل. خو هغه هم په عملي ډګر کې، په پرلپسې کار او هڅو سره، باید د خپل وخت د امام زمان د ظهور لپاره چمتو واوسي. موږ هر یو هم معمولا دندې لرو چې په هغوی کې یوه ځانګړي مهارت ته اړتیا شته.
باید هڅه وکړو چې دا مهارت او وړتیا په ښه توګه زده کړو او نورو ته یې هم ور زده کړو، ترڅو د هغوی د غوره حکومت د پیاوړتیا لپاره، له هغوی څخه کار واخلو. له بلې خوا، د صاحب الزمان په حکومت کې ساینس او ټکنالوژۍ ته ډېر ارزښت ورکول کېږي. نن ورځ، د انسان پوهه په حیرانتیا سره د ودې او پرمختګ په حال کې ده. په دې اساس، د هغه امام منتظران هم باید دا علوم د امکان تر حده زده کړي، تر څو د هغه امام د ظهور په وخت کې، له هغوی څخه د د دوی د اهدافو د پرمخ وړلو لپاره کار واخلي.
د نړیوال عادلانه حکومت په رامنځته کولو کې د بقیّة ا... (عج) پر وړاندې یو خنډ، ظالمان او د قدرت او مال هغه خاوندان دي، چې په کلونو کلونو یې پر خلکو باندې په ظلم او تسلط او د دوی د مالونو په لوټولو سره، حکومت کړی دی. طبیعي خبره ده چې دا ډله د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره، له هغه امام سره جګړه کوي. په داسې شرایطو کې، هغوی داسې یارانو ته اړتیا لري، چې پوځي پوهه ولري. له همدې امله، د امام زمان (عج) منتظرانو ته لازمه ده، چې د امکان تر حده پوځي تیاری ولري.
لکه څنګه چې امام صادق (ع) فرمایي: ستاسو هر یو باید د حضرت قایم علیه السلام د ظهور لپاره، که څه هم د یوه غشي په اندازه وي، تیاری ونیسي. هرکله چې خدای تعالی له هغه څخه دا ډول اراده وویني، نو هیله ده چې عمر به یې اوږد کړي، ترڅو هغه امام درک کړي. (او د هغه د یارانو او اصحابو په منځ کې راشي.)
یو له هغو کړنو څخه چې د حضرت مهدي (عج) د منتظرانو لپاره ډېر پرې ټینګار شوی دی، د هغه حضرت د ظهور او فَرَج لپاره دعا ده. په اصل کې دعا د هر نیک کار او د بدیو د مخنیوي لپاره ګټوره ده.
خدای پاک د غافر سورت په ۶۰ آیت کې فرمایي: ستاسو رب فرمایلي دي: زما څخه وغواړئ، ترڅو ستاسو (دعا) قبوله کړم. او حضرت علي (ع) دعا د الهي رحمت کِلِي او په تیارو کې رڼا بللې ده. د غیبت دوران له مختلفو سختیو، ستونزو او کړاوونو سره مل دی او د دوی منتظران له ډول ډول فشارونو او کړاوونو سره مخ کېږي.
په داسې سختو حالاتو کې، له خدای څخه د انساني نړۍ د ژغورونکي د ظهور غوښتنه، د دوی له مهمو او ګټورو دندو څخه ده. خدای پاک د دې غوښتنې په ځواب کې، په قرآن کریم کې د خپلو بندګانو د ژغورلو زیری ورکوي او فرمایي: څوک شته چې د یو بې وسه انسان د غوښتنې ځواب ورکړي، او بدۍ او ناخوښۍ لیرې کړي؟ او تاسو د ځمکې ځای ناستي جوړ کړي؟ ..." (نمل سورت ، 62 آیت) دا هغه آیت دی چې صاحب الزمان د ظهور په وخت کې، د کعبې ترڅنګ د هغه تلاوت کوي او خلک د ځان په لور رابلي.
هغه حضرت خلک د دعا او د خپل ځان د فَرَج نږدې کېدو لپاره هڅوي او فرمايي: "زما د ظهور لپاره ډېره دعا وکړئ، چې ستاسو خلاصون او چاره هم په هغه کې ده." په دې له معنی څخه ډک او دقیق حدیث کې، امام زمان (عج) دا حقیقت بیانوي چې د هغوی ظهور، په ځمکه کې مصیبتونه، ګډوډۍ، بې عدالتۍ، فساد او ظلم پای ته رسوي او له همدې امله، د هغوی د بېړني ظهور لپاره زموږ دعا، په حقیقت کې له دې ټولو سختیو، فشارونو او ناخوالو څخه، زموږ د خلاصون او سولې، امنیت، سوکالۍ، عدالت او معنوي کمال ته زموږ رسېدل دي.
همدا لامل دی چې امام حسن عسکري (ع) فرمايي: هېڅوک په آخرالزمان کې له هلاکت او نابودۍ څخه نه ژغورل کېږي، مګر دا چې خدای، هغه په دنیا کې د بېړني ظهور لپاره د دعا په کولو سره کامیاب کړي. »
په عموم کې، دعا امید ورکوي او هدف ته د رسېدو لپاره هڅې زیاتوي. په دې بيان سره، له خدای څخه د امام مهدي عليه السلام د ظهور غوښتنه، په زړونو کې د هيلې رڼا روښانه کوي او کله چې انتظار کوونکی پوه شي، چې خدای د هغه دعا ته پاملرنه کوي، نو د هغه بزرګوار د ظهور لپاره خپلې هلې ځلې زياتوي. دعا او راز او نیاز که په اخلاص، پاملرنې او تضرع سره مل وي، ډېره اغېزه لري، په تېره بیا که دعا کوونکی د ایمان، تقوا او اخلاص په څېر د صفاتو لرونکی وي. همدارنګه د امام عصر د ظهور لپاره ټولیزې دعاوې او له نورو سره همغږي، ډېر د خدای د پاملرنې وړ ګرځي او کولای شي د دې سترې او مبارکې وعدې پوره کیدل نږدې کړي.
دا ډول پېښې د ځينو تېرو پېغمبرانو په زمانه کې هم رامنځته شوې دي. لکه څنګه چې حضرت ادريس (ع) د خپل قوم د مخالفت او د خپل وخت د ظالم واکمن له خوا د وژل کېدو له خطر سره مخامخ شو، نو د خلکو له نظره غایب شو. د هغه د غیبت د وخت په اوږدېدو سره، خلک له سخت تکليف او لوږې سره مخ شول او ټولو په عاجزۍ او تضرع سره رب ته دعاګانې پیل کړې. هغه هم د دوی توبه قبوله کړه او د دوی د پیغمبر د غیبت وخت یې ختم کړ. د ادریس علیه السلام په راتګ سره، د خلکو کړاوونه حل شول او ظالم واکمن، خوار او ذلیل شو. د حضرت ادریس (ع) کیسه، د بقیّة ا... (عج) له غیبت سره ډېره ورته ده او دا ښیې چې دعا او تضرع، د هغه حضرت په ظهور کې څومره اغیزناکه ده.
امام صادق (ع) هم په یوه روایت کې د فرعون او د هغه د پلويانو د فشارونو او ظلمونو له امله، د بني اسرائيلو د خلکو د سختيو او مصيبتونو په اړه خبرې کړي دي. هغه قوم چې له خپل سخت حالت څخه ستړی شوی وو، څلوېښت ورځې د خدای په دربار کې دعا او تضرع وکړه، تر دې چې خدای تعالی حضرت موسی او هارون (ع) ته وحي وکړه، ترڅو دوی وژغوري.
بیا امام صادق (ع) د مهدي منتطرانو ته په خطاب کې فرمایلي: که تاسو هم همدا کار وکړئ؛ نو خدای به زموږ په کار (د صاحب الزمان په ظهور) کې خلاصون پیدا کړي، خو که داسې ونه کړئ، نو دا کار به تر وروستي وخته پورې دوام وکړي.
د امام صادق (ع) خبرو ته په کتو، دغه دوې پېښې او دې ته ورته نورې پېښې ښودنه كوي، چې كه د مهدي (عج) حقيقي منتظر هم په اخلاص او عاجزۍ سره، له خدای تعالی څخه د بشر د ژغورونکي د ظهور غوښتنه وكړي، نو هغه به هم د خپل مصلحت او حکمت له مخې، امکان لري چې خپله دغه لویه ژمنه ژر تر ژره پوره کړي.
له خدای څخه غواړو چې د حضرت مهدي (عج) په ظهور سره موږ له سختیو او کړاوونو څخه وژغوري. نو لاس په دعا پورته کوو او وایو:
« ... وَاَنْتَ یا رَبِّ الَّذى تَکْشِفُ الضُّرَّ، وَتُجیبُ الْمُضْطَرَّ اِذا دَعاکَ، وَتُنْجى مِنَ الْکَرْبِ الْعَظیمِ، فَاکْشِفِ الْضُّرَّ عَنْ وَلِیِّکَ، وَاجْعَلْهُ خَلیفَةً فى اَرْضِکَ کَما ضَمْنِتَ لَهُ ...
ته، اې زما ربه، چې مصیبت لیرې کوې او د هغه بې وزله اړتیا ته چې تا ته غږ کوي، ځواب ورکوې او هغه د لوی غم او مصیبت څخه خلاصوي؛ نو له خپل ولي څخه سختي (غیبت) لیرې کړه او لکه څنګه چې تاسو تضمین کړی دی، هغه په ځمکه کې خپل ځای ناستی وټاکه.
ژباړه: زماني