Oct 22, 2023 09:27 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. هیله ده چې تر اخره یې ولولئ او ګټه ترې واخلئ.

د افغانستان سیاسي او ټولنیز مسایل هم په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د بوږنوونکو او غیرانساني بریدونو تر تاثیر لاندې وو. په دې لړ کښې د افغانستان د طالبانو حکومت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د غزي په المعمداني روغتون بمباري وغندله او هغه یې د انسانیت خلاف یو جنایت وباله. په دغې خبرپاڼې کښې راغلي دي: افغانستان د نړۍ له ټولو خلکو او حکومتونو او د بشري حقوقو د دفاع له مدعي سازمانونو، ملګو ملتو او د اسلامي ملګرتیا له سازمانه غواړي چې سمدستي په غزې باندې د اسرائیلو د بوږنونکو بریدونو د تکرار مخه ونیسي او یوازې په غندنې بسنه ونه کړي او ټینګار کوي که چیرې د دغه وحشت او بربریت مخنیوی ونه شي نو ممکنه ده د سیمې حالت لا خراب شي او د داسې غبرګونونو لاره خلاصه کړي چې د کنټرولیدو نه وي او د سیمې او ټولې نړۍ په تاوان تمام شي.

د افغانستان د طالبانو حکومت د صهیونیسټي رژیم له دریځونو د ځینو هیوادونو په ملاتړ باندې په ټینګار سره باوري دی چې د اسرائیلو له وحشت زیاتونې د ځینو هیوادونو څرګند ملاتړ او د ځینو چپتیا د صهیونیسټي رژیم د ظلمونو او وحشت د دوام لپاره حالات برابر کړي دي.

په دغې بیانیې کښې همداشان راغلي دي: مونږ له فلسطینیانو او له هغه ډله هیوادونو او ارګانونو سره همغږه یوو چې د روانې نسل وژنې د عاجل مخنیوي اوو محاکمې ته د جنایتکارانو د وړاندې کولو غوښتونکي دي.

د سیاسي مسائلو کارپوه "اسدا... بشیر" په دې هکله وايي: په ټوله نړۍ کښې مسلمان حکومتونو د صهیونیسټانو جنایتونه وغندل او دا ښودنه کوي چې د صهیونیسټانو خلاف د هغوي ترمینځ یووالي موجود دی خو دا کار دې د خبرپاڼو تر خپرولو محدود پاتې نه شي بلکې د مهمو اسلامي هیوادونو مشران باید د غزې د خلکو خلاف د صهیونیسټانو د جنایتونو د بندولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

*/*/*/*/

تیره اونۍ د افغانستان خلکو هم د پراخو مظاهرو په ترسره کولو او په غزې باندې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو سره، په دې لړ کښې د ځینو اسلامي هیوادونو په چپتیا باندې نیوکه وکړه.

د معترضانو په وینا، یوازې د خبرپاڼو او د خواخوږۍ د پيغامونو په خپرولو سره د فلسطین د خلکو مرسته نه شي کیدې او په دې لړ کښې باید عملي ګامونه پورته شي. له افغان معترضانو څخه د شیر محمد حقمل په وینا، داسې هیڅ نړیوال ارګان نشته چې د غزې د خلکو ملاتړ وکړي. له بلې خوا ځینو نورو مظاهره چیانو د فلسطین له خلکو سره مالي مرسته کونکي سمبولیک وبلل او له اسلامي هیوادونو یې وغوښتل چې د فلسطین د خلکو او ځواکونو لپاره جدي کار وکړي.

په غزه کښې د اسرائیلو په جنایتونو باندې یو بل معترض کس عبدالمجید وویل چې د دې ستونزې یوازنۍ حل لاره غزې ته د اسلامي لښکر لیږل او د صهیونیسټي رژیم خلاف د مسلمانانو د یووالي پیاوړي کول دي. د محمد جان په نامه یو بل معترض هم وايي، یو نیم میلیارډ مسلمانان په دې تمه دي چې له اسمانه ابابیل مارغان راشي ترڅو اته میلیونه صهیونیسټي اسرائیل ختم کړي. متحد او یوموتي شئ، اتفاق وکړئ، ان شاء الله چې بریالي به شئ.

*/*/*/

په تیره اونۍ کښې د افغانستان بدلونونه د هرات له بوږنونکې حملې هم اغیزمن وو. په افغانستان کښې د هرات له زلزله ځپلو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ستاینې وړ مرستو سره سره، دغې زلزلې روغتیايي او طبي پایلې هم په ځان پسې لرلې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ویاند طارق جسرویس څرګنده کړه: په هرات ولایت کښې زلزله ځپلي د شري، نس ناستي او په سا اخیستو کښې د مسئلې په شان ناروغیو سره مخامخ دي. هغه زیاته کړه: د روغتیا نړیوال سازمان اوس د زلزلې له امله د زخمي شویو کسانو د ژوند ژغورلو او د مړو کورنیو ته د صحي او درملیزو خدماتو په ورکولو تمرکز لري. له بلې خوا په هرات ولایت کښې ډاکټرانو هم رسنیو ته ویلي چې د ساري ناروغیو له خوریدو او پراخیدو اندیښنه لري.

په عین حال کښې د هرات ځیني زلزله ځپلي وايي چې خدماتو او مرستو ته لاسرسي نه لري او د انساني مرستو د ویش له طریقې شکایت لري. د ملګرو ملتو د انساني چارو غږملوونکي دفتر(اوچا) هم له دې مخکښې په یو رپورټ کښې ویلي وو چې د هرات په زلزلې کښې ۶۶ زره کسان نیغ په نیغه زیانمن شوي دي.

د هرات ولایت په زلزله ځپلو سیمو کښې خلک له تیرو دوو اونیو راهیسې د زلزلې له امله د کورونو ورانیدو په وجه او یا د نورو زلزلو له ویرې په تش میدان یا خیمو کښې پراته دي.

*/*/*/*

تیره اونۍ پاکستان هم له مختلفو پيښو سره لاس او ګریوان و خو د نورو اسلامي هیوادونو په شان هلته هم په غزه کښې د صهیونیسټانو جنایتونو ته سخت غبرګونونه دوام لري. په دې کښې تر ټولو مهم، د غزې په روغتون باندې د اسرائيلو د حملې غندنه وه. په دې حال کښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره د غزې تړانګې ته د ۱۰۰ ټنه انساني مرستو د لیږلو خبر ورکړ. د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په الوتکه کښې په لیږل کیدونکو مرستو کښې سل ټنه د طبي ضروریاتو شیانو، خیمې او کمبلې شاملې دي چې له اسلام آباده به مصر ته لاړه شي.

د پاکستان خارجه وزارت په دې هکله ټینګار کړی چې د دې هیواد انساني مرستې به د مصر له لارې د غزې تړانګې ته واستول شي.

د سیاسي مسائلو کارپوه منصور احمد خان په دې هکله وايي: ټول اسلامي هیوادونه په دې حالاتو کښې د غزې له خلکو سره د مرستې په لړ کښې دروند مسئولیت لري. په داسې حال کښې چې صهیونیسټان د امریکې په ملاتړونو سره په غزه کښې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي، مسلمانانو ته هم پکار دي چې په هراړخیزه توګه د غزې د خلکو ترڅنګ اودریږي او ورڅخه ملاتړ وکړي. او که داسې نه کړي نو اسرائیل او د هغه ملاتړي به د فلسطینیانو نسل وژنې ته دوام ورکړي.

*/*/*/*/

په تیره اونۍ کښې د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ چین ته په سفر کښې په یوې خبرپاڼې کښې، د غزې په روغتون باندې د صهیونیسټي رژيم حمله چې له امله یې سلګونه ملکي وګړي مړه او ژوبل شوي دي، په کلکه وغندله.

هغه په روغتون او د اړمنو کسانو د پناه اخیستو په ځاې باندې بمباري یو غیرانساني او ورڅخه دفاع نه کیدونکی اقدام وباله چې د روغتونونو او طبي عملې د ساتنې لپاره د نړیوالو انساندوستانه قوانینو خلاف دی.

د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم په چین کښې د ملګرو ملتو له سرمنشي سره خپلې کتنې ته په اشارې سره هم وویل: مونږ د دې بې خرته بریدونو د ختمیدو غوښتونکي یوو او له نړیوالې ټولنې غواړو چې د اسرائیلو د رژيم د تشدد د بندولو لپاره زرترزره اقدام وکړي او له تیري ګرو ځواب وغواړي. هغه وویل: پاکستان د ملګرو ملتو له سرمنشي هم وغوښتل چې نړیواله ټولنه دې له اسرائیلو وغواړي چې د بیګناه فلسطینیانو وژله بنده کړي.

په عین حال کښې د پاکستان سیاسي مشرانو او ګوندونو هم په المعمداني روغتون د صهیوینسټي رژیم د پوځ بې رحمانه حمله په کلکه وغندله او ویې ویل: د اسرائیلو جنګي جنایتونه خپل اوج ته رسیدلي دي. همداشان د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د غزې په روغتون د صهیونیسټي رژيم حمله چې سلګونه کسان یې ووژل، په ډیره سخته ممکنه طریقه غندي.

د پاکستان خارجه وزارت اعلان وکړ: په هغه روغتون باندې برید چې په کښې ملکي وګړو پناه اخیستې وه او بیړنۍ درملنه یې روانه وه، غیرانساني ده. د اسرائیلو له خوا د عامه خلکو او غیرپوځي تاسیساتو هدف ګرځول د نړیوالو قوانینو څرګنده خلاف ورزي او د جنګي جنایت اوج دی.

په عین حال کښې د پاکستان د قومي اسمبلۍ(پارلیمان) مشر هم د یوې بیانیې په صادرولو سره د غزې په روغتون باندې د اسرائيلو په حمله کښې د سلهاؤ ملکیانو شهادت وغنده او ویې ویل: د پاکستان پارلیمان او خلک د نړوۍ له بیدارو ضمیرونو، د سیمې له ولسونو او مسئولو حکومتونو غواړي چې د اسرائیلو د بې قابوي شوي رژيم د انساني ضده اقداماتو مخه ونیسي.

د پاکستان د سنا جرګې(سینټ) مشر محمد صادق سنجراني هم د یوې بیانیې په خپرولو سره په المعمدانی روغتون باندې د صهیونیسټی رژیم حمله د نړۍ د بشری حقوقو له ټولو اصولو څخه په سرغړونې سره د اسرائیلو یو وحشیانه او سپک عمل وباله او دغه جنایتونه یې ناوړه وبلل. د پاکستان د اتحاد اسلامي ګوند مشر حجت الاسلام والمسلمین ناصر عباس جعفري هم په غزه کې پر المعمدني روغتون د اسرائیلي برید او د حماس د چارواکو پر کورونو حملو ته غبرګون وښود. هغه وویل چې امریکا او اروپا په  غزې کښې د صهیونیسټي رژیم په جنګي جنایتونو کښې شریکه ده او د اسلامي هیوادونو له واکمنانو یې وغوښتل چې د غزې په روغتون باندې په حمله کښې د سلګونو مظلومو اوسیدونکو او همداشان د حماس د مشرانو د کورنیو د غړو د شهادت په خاطر په پاکستان کښې درې ورځنی ویر اعلان کړي.

*/*/*/*/

په تیره اونۍ کښې د پاکستان د پوځ عامه اړیکو له تخنیکي او د وسلو د وړلو د وړتیا له نظره د دوباره ازمیښتي طراحۍ په هدف سره د ابابیل بالیسټک توغندي د توغولو خبر ورکړ. د پاکستان د پوځ په بیانیه کښې راغلي دي: د ابابیل وسله وال سیسټم د بریمنې آزموینې هدف د د هغه په کلي جوړښت کښې د پاکستان د دفاع پیاوړتیا او  په سیمه کښې سټراټيجک ثبات دی.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو لوې درستیز جنرال ساحر شمشاد مرزا چې د دغه میزایل د توغولو په ځاې کښې موجود و، وویل چې د دغه هیواد سټراټیجکه توانمني د هر ډول بهرني تیري د مخنیوي لپاره ده. پاکستان د خپل پوځي او دفاعي توان د زیاتولو په موخه تل کوشش کوي چې د توغندوي او پوځي تواننیو په برخه کښې له ګاونډي او دودیز سیال یعنې هندوستانه شاته پاتې نه شي.

پاکستان د ایټمي خولیو د وړلو په وړتیا سره د بالیسټک توغندیو د تولید په برخه کښې ډیرې بریاوې ترلاسه کړې دي. دغه هیواد ډول ډول بالسټک او کروز توغندي لري چې له ځمکې او سمندر څخه د هدف په لور توغول کیدې شي. هم داشان په دې وروستیو کښې د «رعد» په نامه د کروز توغندي ترټولو پرمختللی توغندی هم د دغه هیواد پوځ ته ورکړې شوی دی  چې له جنګي الوتکې څخه د توغول کیدو وړتیا هم لري.

*/*/*/*/*/

Translated by: Abdul Majid Durrani

 

ټیګونه