د ړنا سرچینې ، ۳۷/ منافق د مسلمان پها جامو پټ کافر
عزیزانو په نني خپرونه کې به د ړنا د سرچینې د نسا د مبارکې سورې ۶۰، ۸۸ او ۹۰ ایتونو شان نزول وڅېړو.
یو له هغه افتونو چي انسان تباهي او شقاوت ورکښ وهي، نفاق او دوه مخیتوب دی، حیوانانو کې معمولا دوه مخیتوب نه وي، حیواناتو کې د هغوی حالات د هغوی له دننې واقعیتونو ښودنه کوي، په لږ خوشحالی سره پورته پورته غورځي، او د غوصې پر مهال یې اثار په مخ کې ښکاري او مقابل لورې باندې برید کوي، لیکن انسان د نورو موجوداتو په اپوټه کولایشي خپله دښمني پټه کړي او د ملګري په ډول چلند وکړي، له نفاق او دوه مخیتوب دغه ډک چلند انسان ته ناوړه برخلیک ور په برخه کوي.
په مدینې منورې کې د یوه یهودی او یو منافق مسلمان تر مینځ شخړه وشوه، هغوی پرېکړه وکړه چي یو عادل کس د فیصلې لپاره وموندي، چي د دوی تر مینځ فیصله ور وکړي، ټولو په دې خیال کې وه چي مسلمان کس به د پیغمبر مبارک د فیصلې وړاندیز وکړي او یهودي به دا نه ومني، لیکن هرڅه اپوټه شوه، یهودي چي د پیغمبر مبارک په عدالت ډاډمن وو، وویل زه ستاسو د پیغمبر فیصلې ته غاړه ایږدم، ځکه چي پوهېږم محمد ص په عدالت چلند کوي رشوت اخیستونکی او زیاتی کوونکی نه دی.
خو دغه په ظاهر مسلمان او په زړه کافر چي منافق وو، د پیغمبر مبارک مینځګړیتوب او فیصلې سره مخالفت وکړ او وویل چي زما او ستا فیصله به کعب ابن اشرف وکړي.
کعب ابن اشرف د یو شتمن یهودی وو چي په مدینه کې به یې د حضرت نبی اکرم ص په مقابله کې فیصلې کولې او اسلام سره په دښمنۍ کې خورا مشهور وو، منافق پوهېدل چي کعب ابن اشرف رشوت خواړه وو، او غوښتل یې چي د رشوت په ورکولو سره، فیصله د ده په ګټه وشي، په دغه وخت کې د نسا د مبارکې سورې ۶۰ ایت نازل شو، متعال خدای د منافقینو په رټلو سره، هغوی ته خبرداری ورکړ چي باطلو حکم کوونکو ته ورتګ او له طاغوت نه د قضاوت غوښتنه، په خدای او په الهي کتاب باندې له ایمان سره سمون نه خوري او انسان له حقې لارې بې لاري کوي.
دغه ایت شریف کې متعال خدای داسي فرمایي:
این آیه چنین می فرماید:« أَ لَمْ تَرَ إِلَى الَّذینَ یَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِما أُنْزِلَ إِلَیْکَ وَ ما أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِکَ یُریدُونَ أَنْ یَتَحاکَمُوا إِلَى الطّاغُوتِ وَ قَدْ أُمِرُوا أَنْ یَکْفُرُوا بِهِ وَ یُریدُ الشَّیْطانُ أَنْ یُضِلَّهُمْ ضَلالاً بَعیداً:
ایا تا هغه كسان نه دي كتلي چې دا دعوا كوي چې دوى پر هغه څه ایمان راوړى دى چې تا ته نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، دوى غواړي چې خپلمينځي فیصلې طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوى ته له هغه نه د انكار كولو حكم شوى دى او شیطان غواړي چې دوى بې لارې كړي، په ډېرې لرې ګمراهۍ سره.
د هرې ورځې په تېرېدو سره، د مسلمانانو شمېر زیاتېدل، په دې منیځ او مان کې د مکې یو شمېر خلګو هم په ظاهر کې ایمان راوړي وه او مسلمانان شوي وه خو په پټه او په زړونو کې کافران پاته شوي وه او یوازې د مسلمانی اظهار به یې کول، د مدینې مسلمانانو د دغو ډلو د هجرت په تمه وه، خو هغوی په مکې پاتي وه او مدینې ته د هجرت لپاره هیڅ ګروهنه نه لرله او په عمل کې د بت پرستانو یعني مشرکانو پلویتوب کول، البته دغو په ظاهر مسلمان منافقانو مدینې ته د هجرت په نه کولو، له مشرکانو سره د همکاریو په ترسره کولو او په جهاد کې د ونډه په نه اخیستلو سره، خپل نفاق نور هم ښکاره کړ، هغوی کله ناکله په دې تمې سره چي د مسلمانانو د باور په ترلاسه کولو جاسوسي وکولایشي له مکې نه وتل او مدینې ته ځانونه رسول، کله چي په مدینې کې میشتو مسلمانانو د دغه حقیقت نه خبر شول، له منافقانو سره د چلند د څرنګوالې په سر کې له یو بل سره، نه جوړېدل،
یو شمېر هوښیار مسلمانان په دې باور وه چي د منافقانو د نفوذ د مخنیوی لپاره هغوی باید له ټولنې څخه ګوښه شي، ځکه هغه زیان چي منافقان اسلام ته اړوي، د مشرکانو له زیان څخه زیات دي، لیکن هغه مسلمانانو چي د مسائلو ظاهر ته پاملرنه کول، د دې طرحي مخالفت وکړ او وویل چي دا کسانو د خدای په توحید او د پیغمبر مبارک په نبوت اقرار کړي، مونږ هغوی سره دا کار نه شو کولای، مونږ نه شو کولای په دې خاطر چي مدینې ته هجرت نه دي کړي د هغوی وینه حلاله وبولو؟ په دغه وخت کې د نسا د مبارکې سورې ۸۸ ایت نازل شو او هغوی ته یې لارښوونه وکړه. دغه ایت شریف کې راغلی: فَما لَکُمْ فِی الْمُنافِقینَ فِئَتَیْنِ وَ اللّهُ أَرْکَسَهُمْ بِما کَسَبُوا أَ تُریدُونَ أَنْ تَهْدُوا مَنْ أَضَلَّ اللّهُ وَ مَنْ یُضْلِلِ اللّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبیلاً: ژباړه؛: ولي د منافقینو په وړاندې دوه ډلې شوي یاست؟! نو د منافقانو په باره كې پر تاسو څه شوي دي، چې دوه ډلې شوئ، حال دا چې الله هغوى د خپلو عملونو په سبب نسكور كړي دي، ایا تاسو غواړئ چې هغه كس په نېغه لار روان كړئ چې الله ګمراه كړى دى، او چې الله څوك ګمراه كړي، نو ته به هېڅ كله هم د هغه لپاره (نېغه) لار ونه مومې.
گوینده:
دغه ایت شریف ښودنه کوي چي نفاق مدینې منورې ته د حضرت نبی اکرم ص د هجرت له پړاو سره، محدود نه دی بلکې منافقین په مکه مکرمه کې له هجرت نه مخکې هم حضور لرل، د پام وړ خبره دا ده چي منافقین، مختلف او متضاد غرضونه لري او په دې خاطر یې هم کړچار له یو بل سره توپیر کوي. په یو شمېر خلګو کې د ایمان د کمزورتیا د امله د نفاق رېښې موجودي دي، هغوی چي د خپلو شتمنیو او د ځان د بچولو په خاطر یوازې د ژبې په سر شهادت ورکړي، لیکن په زړه کې له اسلام سره مخالفه دي له هر یو فرصت څخه اسلام ته د زیان اړولو لپاره کار اخلي. یوه بله ډله هغه دي چي په اسلام باندې د زړه له کومې ایمان لرل لیکن مقام او حکومت ته له رسېدو وروسته، د هغه د ساتلو او یا د دنیایي مصلحتونو لپاره نفاق ته مخه کړې ده.
د بنی ضمره او اشجع قبائل له یو بل سره تړون لرل او د بهرنیو ګواښونو په وړاندې له یو بل څخه ملاتړ کاوه، مسلمانانو د بني ضمرې له قبیلې سره، د سولې تړون کړی وه، خو د اشجع قبیله بیا قریش سره د راکړو ورکړو په خاطر مسلمانانو سره، ښې اړیکې نه درلودلې او پوهېدل چي که مسلمانانو سره، ښې اړیکې وپالې د قرېشو د دښمني ښکار ګرځي. دغه مساله په مسلمانانو کې اندېښنې رامینځ ته کړي وې چي داسي نه وي چي د اشجع قبیله په مسلمانانو برید وکړي، په دې خاطر یو شمېر مسلمانانو نبي اکرم ص ته وړاندیز وکړ چي وار د مخکې دې په اشجع قبیلې باندې برید وکړي، حضرت نبی اکرم ص د هغوي له وړاندیز سره مخالفت وکړ او وفرمایل: نه هیڅکله دا کار مه کوئ! هغوی په خپل تړون ژمن دي، د پیغمبر ص دغه خبره خپره شوه او اشجع قبیلې ته ورسېده، د یادې قبیلې مشر مسعود بن رجیله د دې خبرې په اورېدو سره، د ۷۰۰ کسانو سره یو ځای د مدینې په لورې حرکت وکړ او مدینې سره نژدې یو ځای کې ودرېدل. حضرت نبی اکرم ص د هغوی د قصد او غرض د معلومولو لپاره استازي ور واستول، د اشجع د قبیلې مشر مسعود بن رجیله د نبی اکرم ص استازو ته وویل چي مونږ د سولې د تړون لپاره راغلي یو، کله چي پیغمبر اکرم ص د هغوی په مقصد خبر شو نو د قدرونې په خاطر هغوی ته خرما ور واستول، د اشجع د قبیلې کسانو د ډالی شوې خرماو له لیدو وروسته مسلمانانو ته وویل: د اشجع قبیله، زیات شمېر کسان نه لري، په دې خاطر نه ستاسو له دښمنانو یعني قریش سره د جنګ توان لري او تاسو سره هم مقابله نه شي کولای، په دې خاطر مونږ تاسو سره د سولې تړون کوو او ستاسو او د قریش تر مینځ په دښمني کې بې پلوه پاتي کیږو.
ګوینده:
په دغه وخت کې د نسا د مبارکې سورې ۹۰ ایت نازل شو، او متعال خدای وفرمایل:
:« إِلاَّ الَّذینَ یَصِلُونَ إِلى قَوْم بَیْنَکُمْ وَ بَیْنَهُمْ میثاقٌ أَوْ جاؤُکُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَنْ یُقاتِلُوکُمْ أَوْ یُقاتِلُوا قَوْمَهُمْ وَ لَوْ شاءَ اللّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَیْکُمْ فَلَقاتَلُوکُمْ فَإِنِ اعْتَزَلُوکُمْ فَلَمْ یُقاتِلُوکُمْ وَ أَلْقَوْا إِلَیْکُمُ السَّلَمَ فَما جَعَلَ اللّهُ لَکُمْ عَلَیْهِمْ سَبیلاً:
مګر هغه چي ستاسو له هم تړونو سره یې تړون کړی دی یا هغه چي ستاسو لور ته راځي او له تاسو او یا خپل قام سره له جنګه ناتوانه شوي دي ( نه له تاسو سره جنګ غواړي او نه له خپل قام سره د جنګ وس لري) او که خدای وغواړی هغوی به پر تاسو واکمن کړي چي له تاسو سره وجنګیږي نو که له تاسو څخه څنګ ته شول او له تاسو سره یې جنګ نه وکړ (بلکې د سولې وړاندیز یې وکړ خدای تعالی تاسو ته اجازه نه درکوي چي په هغوی غرض ولرئ.
د قرآن په ډېر ایتونو کې د هغو منافقینو سره، د سخت چلند په ضرورت ټینګار شوي چي د اسلام له دښمنانو سره همکاري کول، لیکن په دغه ایت شریف کې مسلمانانو ته امر شوی چي د دغې قبیلې د سولې وړاندیز ومني، په حقیقت کې د نسا د مبارکې سورې ۹۰ ایت مسلمانانو ته امر کوي چي د دوو پرګنیو د سولې غوښتنې ومني، لومړی هغه ډله چي د مسلمانانو له همتړونو سره تړون کړي وي، او بله ډله هغه چي نه له تاسو سره د جنګ او نه هم له خپل قام سره د جنګ توان لري. او بیا د دې لپاره چي مسلمانان له خپلو بریاو څخه مغروره نه شي، او دغه بریاوې د خپل فوځي توان او هوښیارتیا په خاطر نه وبولي، متعال خدای فرمایي چي که خدای وغواړي هغوی په تاسو برلاسه کوي څو له تاسو سره جنګ وکړي. په دې خاطر تل په بریاو کې د خدای په یاد کې ووسئ او هیڅکله هم په خپل زور مه مغروره کیږئ او له کمزورو سره حوصله د ځان په زیان مه بولئ.