Nov 22, 2023 09:15 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو د سلامونو په ویلو سره دا دی یوځل بیا د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پیښو د څیړنې له اونیزې لیکنې سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

په تیره اونۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د خراسانِ جنوبي ولایت د معدنونو د مهندسۍ د ادارې مشر مرتضی جلالي فرد څرګنده کړه چې دغه ولایت افغانستان ته د تخنیکي پوهې د صادراتو زمینه لري. تېره اوونۍ د طالبانو د لومړي وزير اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د يوه ٣٠ کسيز پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر وکړ او دلته يې له بېلابېلو چارواکو سره د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو د پراختيا او د توکو د تبادلې د زياتوالي په اړه خبرې وکړې. د دواړو هېوادونو ترمنځ د افغان سوداګرو له خوا د چابهار بندر څخه نورو هیوادونو ته د مالونو د صادرولو په برخه کې خبرې وشوې.

جلالي فرد وويل، ايران ته د طالبانو د پلاوي له سفر وروسته، په افغانستان کې د دغه سازمان د فعاليتونو د پيل لپاره د سياست او امنيت په برخه کې ټولې زمينې مساعد شوې او زياته يې کړه، چې افغانستان ته د تخنيکي پوهې صادرول يو له بل سره اړخ لګوي. د دې موسسې پروګرامونه او د مهندسۍ اداره په پام کې لري چې په جنوبي خراسان کې د کانونو د انجینرۍ مرکز په کابل کې پرانستل شي، ترڅو موږ وکولای شو د کانونو پوهه دې هیواد ته صادره کړو.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې د افغانستان د کانونو ارزښت شاوخوا درې ټريليون ډالره دى او په دغه هیواد کښې تقریباً هر ډول معدن شته او اکتشاف او استخراج یې ډیر ابتدايي دی.

له دې مخکښې هم د طالبانو د موقت حکومت د کانونو له وزیر سره په کتنه کې د خراسانِ رضوي والي وړاندیز کړی و چې د افغانستان د کانونو د اکتشاف، استخراج او پروسس لپاره دې له ایراني شرکتونو سره یو ګډ کنسرسیوم جوړ کړي.

*/*/*/*

تېره اونۍ د افغانستان د برېښنا او اوبو وزیر عبداللطیف منصور د ایران د برېښنایي صنایعو له نندارتون څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل، موږ د برېښنا تولید زیاتولو ته اړتیا لرو او هڅه کوو چې د ایران له تجربو زده کړو. که هغه د هایدرو یا لمریزې انرژۍ په برخه کې وي او که د بادي انرجۍ، چې څنګه کولی شو په افغانستان کې بریښنا تولید کړو او په ځان بسیا شو.

د سیاسي چارو کارپوه محسن روی صفت په دې اړه وايي: د ایران اسلامي جمهوریت د برښنا په برخه کې د تخنیکي پوهې له پلوه یو له پرمختللو هیوادونو څخه دی او له همدې امله کولی شي د افغانستان له پرمختګ سره مرسته وکړي او په دې لړ کښې پلانونه هم لري. له بلې خوا طالبانو ته هم نه دي پکار چې د ایران د اوبو د حق په شمول د خدای مرستو ته د خپلو ژمنو په سپارلو سره، د خپلو ستونزو د هواري لپاره د ګاونډي هیوادونو د راې جلبولو په لټه کښې شي.

*/*/*/*/

په تیره اونۍ کې تهران ته د طالبانو د حکومت د لوړ پوړي پلاوي له سفر او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په ځانګړې توګه د چابهار بندر له لارې د ترانزیتي همکاریو د زیاتولو په اړه د هراړخیزو خبرو اترو وروسته د افغانستان  رسنیو د افغانستان لپاره د دغه بندر د ګټو په اړه خبرې وکړې.

د دوی په لیکنه، چابهار بندر د افغانستان لپاره ځانګړی ځای موندلی، په تېره بیا وروسته له هغه چې پاکستان نړیوالو قوانینو ته په بې پامۍ سره پر افغان سوداګرو بېلابېل بندیزونه ولګول او د کراچۍ له بندر څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو او وارداتو، د افغان کډوالو په ډله ییز اخراج او د افغانستان د صادراتو په برخه کې ستونزې رامنځته شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د ملا برادر په مشرۍ د افغانستان لوړ پوړی پلاوی د ترانزیت، سوداګرۍ او د کډوالو د ستونزو د حل په موخه ایران ته راغی څو د کراجۍ د بندر پر ځاې د چابهار بندر  غوره کړي تر څو پر پاکستان د تکیه کمه شي.

افغان رسنیو په دوام کې د چابهار بندر د ګټو یادونه کړې او زیاتوي: دغه بندر به له هند سره د افغانستان ترانزیتي، اقتصادي، دیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې هم پیاوړي کړي، ځکه هند د پاکستان پخوانی حریف دی او هڅه کوي له افغانستان سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې له کراچۍ پرته جوړې کړي.

له بلې خوا چابهار بندر د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره یو مهم سمندري بندر دی، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې خلاصو ابو ته رسوي او دا مسله د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان لپاره چې په وچه کې بند دي، ډېره مهمه ده.

د افغان رسنیو د ارزونې له مخې، چابهار بندر له اقتصادي پلوه د کراچۍ بندر په پرتله ۷۰۰ کیلومتره د افغانستان پلازمېنې ته نږدې دی. په دې وروستیو کې د کراچۍ له بندر څخه افغان سوداګرو ته د ټرانزټ د ځنډ له امله ډېر زیانونه اوښتي دي، زیاتره مېوې یا د لارې د لرې والي او یا هم د پاکستاني حکومت د قصدي ځنډ له امله خرابېږي. د میوو کموالی د صادراتو او وارداتو مخه نیسي او دا ستونزې به د چابهار بندر له لارې حل شي. د چابهار بندر له لارې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا تر منځ د سوداګریزۍ د ترانزیتي لارې په توګه بدلېږي، ځکه د منځنۍ اسیا هېوادونه لکه تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د افغانستان ګاونډیان دي او افغانستان ورته خلاصو اوبو ته د رسیدو لنډه لار ده او ورسره به افغانستان بې ساري اقتصادي پرمختګ ولري. دغه راز د چابهار بندر په کارولو سره به په افغانستان کې د توکو بیه په بې ساري ډول راټیټه شي، ځکه ترانزیتي لارې به لنډې شي او واردات به په اسانۍ او چټکۍ سره افغانستان ته ورسیږي.

*/*/*/

تېره اونۍ د خواف- هرات د اورګاډي د پټلۍ مسئول حافظ سادات نژاد اعلان وکړ چې د دغې ریل پټلۍ کار به په شپږو میاشتو کې بشپړ شي. د خواف- هرات د اورګاډي د پټلۍ د بشپړولو لپاره له یو قراردادي سره د ۱۱۷ میلیارده ډالرو په ارزښت تړون هم لاسلیک شوی، چې د نوموړي په وینا دا پټلۍ به د کسپین سمندرګي هېوادونه له یو بل سره او د روسیې له لارې اروپا سره ونښلوي. د خواف- هرات د اورګاډي د پټلۍ مسئول تهران ته د افغان پلاوي د سفر خبر ته په اشارې سره وويل: د خواف- هرات د اورګاډي د پټلۍ په موضوع کې له افغان پلاوي سره په ايران او دغه هېواد کې د تېرو ناستو له مخې ځينې ژمنې پاتې دي. هغه د دې پټلۍ په اړه د افغانستان د سیاسي پرمختګونو مسولیت په غاړه واخیست.

سادات نژاد څرګنده کړه: افغانستان له ۸۰ څخه تر ۹۰ سلنې پورې کار بشپړ کړی او د پروژې پاتې برخه میخانیکي وسایلو ته اړتیا لري، چې په دې برخه کې له محدودیتونو سره مخامخ وو، نو پرېکړه وشوه چې د لارې پاتې چارې به ایران پوره او بشپړېکړي. هغه د دغې پټلۍ د اقتصادي او سوداګريزو ګټو په اړه هم وويل: د خواف- هرات اورګاډي پټلۍ د هېواد د شمال-جنوب ختيځ دهليز په اوږدو کې موقعيت لري، چې له چابهار بندر څخه تر زاهدان او له زاهدان څخه تر مشهد پورې دوام لري.د خواف مدير. دهرات رېل پټلۍ په لومړي کال  دڅه دپاسه اووه لکه ټنه بار وړونکو توکو دليږدونې ظرفيت لري او په شلم کال کې به دهېواد په شمال-جنوب ختيځ دهليز کې د موقعيت له امله دڅه ناڅه اته ميليون ډالرو په ارزښت د ۸ لکه ټنه کارګو دليږدونې امکان ولري .

هغه یادونه وکړه: د خواف- هرات ریل پټلۍ کې د ایران د شمتیغ سرحدی سټیشن شامل دی او د افغانستان د غوریان سټیشن د دغې لارې په ۳۰ کیلومترۍ کې او د «روزنک» سټیشن د دغې اورګاډی په ۶۲ کیلومترۍ کښې پروت دی. سادات نژاد ټینګار وکړ چې د خاف – هرات ریل پټلۍ د کسپین سمندرګي د حوزې هېوادونه سره نښلوي او دغه هېوادونه بیا د روسیې له لارې له اروپا سره نښلوي. د هرات – خواف ریل پټلۍ څلور برخې لري چې درې یې تر اوسه بشپړې شوي او په څلورمه برخه یې کار روان دی.

د اورګاډي دغه لاره د ختيځ او لويديځ د نړيوالې ترانزيتي لارې يوه برخه ده او د ختيځې اسيا له څنډې څخه تر لويديځ پورې د پنځو هېوادونو ترمنځ اقتصادي تعامل چټکوي.

*/*/*/*/

په تېره اوونۍ کې پاکستان هم له بېلابېلو پېښو سره مخ و، چې تر ټولو مهمه يې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په تړاو د دغه هېواد د وزیراعظم دريځ دى.

د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ په اسلام اباد کې د «مارګله خبرې» تر عنوان لاندې یوې غونډې ته په وینا کې خپل هېواد ته د افغان مهاجرینو د استولو د پالیسۍ د دفاع په ترڅ کې وویل، په کومه ورځ چې په کابل کې قانوني حکومت جوړ شي د افغانستان ستونزې به هم حل شي. هغه په دې خبرې سره چې د قانون کمزوری حاکمیت، ضعیفه حکومتداري، نیابتي جګړه، کمزوری اقتصاد او د بشري پراختیا په برخه کې کمه ترجیح د افغانستان د داخلي کړکېچ لاملونه دي،  او وویل چې په دغه هېواد کې غیر دولتي نفوذ لرونکي کسان امنیتي ګواښونه رامنځته کوي. کاکړ په دې وروستیو اونیو کې څو ځله د طالبانو پر حکومت د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله انتقادونه کړي دي. نوموړي په دې وروستیو کې په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې پاکستاني چارواکو د طالبانو حکومت ته دا پیغام استولی چې د اسلام اباد د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ یو انتخاب وکړي.

د پاکستان د موقت حکومت لومړي وزیر دا هم ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ۶۰ سلنه او ځانمرګي بریدونه پنځه برابره زیات شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه حیدر فیاض وايي:«پاکستان په دې باور دی چې طالبانو واک ته له ستنېدو وروسته له اسلام اباده د خپلواکۍ لاره خپله کړې او له تحریک طالبان پاکستان څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. دا له افغان طالبانو سره د پاکستان پر چلند منفي اغېز کوي.

*/*/*/*

په تیره اونۍ کې، پاکستان او چین په اول ځل د عرب سمندر په شمالي برخه کښې ګډه ګزمه ترسره کړه. د چین پوځ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د چین لینی تایپ ۰۵۴A لانچ او د پاکستان F-۲۲P Saif کشتۍ یو ګډ ضربتي ځواک جوړ کړی او په د عرب سمندر په شمالي اوبو کښې یې د لویو اوبلارو او بندري چینلونو شاوخوا ګډې ګزمې ترسره کړې.

د دغې اعلاميې له مخې، دا ګډه ګزمه د اسلام اباد او بېجينګ ترمنځ د ګډ سمندري ګارډ-3 تمرين يوه مهمه برخه ده او د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز د ساتنې لپاره د دواړو هېوادونو هوډ او ګډ مسئوليت څرګندوي.

د پاکستان سمندري ځواکونو اعلان وکړ چې د چین سره ګډ تمرینات  د تخریب ضد فعالیتونو لکه د اوبتل ضده عملیاتو په وړاندې د وړتیا لوړولو او د پاکستان او چین د سمندري ځواکونو ترمنځ د مسلکي وړتیاو تبادله کولو لپاره ترسره کیږي. په دې تمرین کې د پاکستاني ځواکونو ترڅنګ د چین جنګي کښتۍ، توپچي کښتۍ او ګړندۍ کشتۍ هم برخه اخلي. چین او پاکستان په وروستیو کلونو کې د پام وړ دفاعي اړیکې لري او دا مهال بیجینګ پاکستان ته د پوځي تجهیزاتو ستر صادرونکی دی، پر پوځي همکاریو سربېره دواړه هېوادونه ښې اقتصادي همکارۍ هم لري، پاکستان د جنوبي اسیا په هېوادونو کې د چین مهم متحد دی. او چین د دغه هیواد تر ټولو لوی اقتصادي او سوداګریز شریک دی.

چين د پاکستان د ستر سوداګريز همکار په توګه په وروستيو کلونو کې له پاکستان سره په تېره بيا د عُمراني چارو په برخو کې څو مهم تړونونه لاسليک کړي، د مهمې لويې لارې او د هايډرو بريښنا د انرژۍ د توليد د تکنالوژۍ په برخه کې د ګډو څيړنيزو مرکزونو جوړول د همکارۍ د دغو تړونونو يوازې يوه برخه ده.

*/*/*/

په غزه کښې دصهیونیسټانو د جنایتونو په غندلو کښې تیره اونۍ هم دپاکستان دخلکو مظاهرو دوام درلود . له همدې امله د تیرې اونۍ د یکشنبې په ورځ له فلسطین سره د پیوستون په موخه د دغه هیواد په پلازمینه کې د پاکستانیانو په پراخ ګډون سره یوه لویه مظاهره ترسره شوه. د پاکستان خلک په غزه کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو د غندلو لپاره په اسلام آباد کښې سړکونو ته راووتل او د قدس د نیواک په خلاف یې شعارونه ورکړل.

د فلسطین ملاتړو د مرګ په اسرائیل او مرګ په امریکا د شعارونو په ورکولو سره د صهیونیسټ دښمن پرضد د الاقصی طوفان نومې عملیاتو ملاتړ وکړ.

د غزې په تړانګه کې د استوګنې پر سیمو، روغتونونو او حتی د ملګرو ملتونو پر مرکزي دفتر د اسرائیلي پوځیانو وحشیانه بریدونه د لسهاؤ زرو بې ګناه فلسطینیانو د شهادت او ټپیانو سبب شوي دي. په غزه کښې د صهیونیسټانو په وحشیانه حملو کښې تراوسه څه دپاسه دولس زره کسان شهیدان شوی دی .

*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی