پاکستان هڅه کوي د کابل حکومت کمزوری او نسکور کړي
دافغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیرخان متقی د پاکستان د حکومت او پوځ په کړچار په نیوکو سره ویلي دي ،اسلامآباد د اقتصادي دباؤنو، د سوداګریزو لارو د بندولو او په سرحدونو کې د خنډونو د جوړولو له لارې هڅه کوي چې د کابل حکومت کمزوری کړي او په افغانستان کې عمومی خپګانونه او اعتراضات رامنځته کړي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور په اساس ، دافغانستان د سرپرست حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي په کابل کې د رسنیو له فعالانو سره په یوې ناستې کې پاکستان تورن کړ چې غواړي د کابل حکومت کمزوری کړي او د افغانستان امنیت ته زیان ورسوي. متقی وویل؛مونږ هم حق لرو چې له ځانه دفاع وکړو او د هغوی اقداماتو ته ځواب ورکړو. هغه له سرحدي سیمو څخه د وزیرستاني مهاجرینو د ځاي په ځاي کولو او د افغانستان او پاکستان په سرحد په ااوږدو کې د نوو سلګونو پُستو جوړولو او د عسکرو دیره کولو ته په اشارې سره وویل؛د اسلامآباد د حکومت اقدامات (یعنی د افغانستان داخل ته د تحریک طالبان پاکستان د غړو منتقلول ) کوم منطق او مثبت عمل نه دي.متقی په دې خبرې ټینګار وکړ چې طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې عمومی امنیت رامنځته کړی او د ترهه ګرو ډلو، لکه داعش او نورو، سره ئې مبارزه کړې ده.هغه د سرحدي لارې بندیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د پاکستان تصّور چې د لارو بندیدل به حکومت نسکور کړي یا پراخ اعتراضونه به رامنځته کړي، یو غلط تصور دی. «خواړه او اساسي توکي له نورو لارو تامین شوي او خلکو ته کوم جدي مشکل نه دی رامنځته شوی.»متقی د پاکستان د ادعاوو په ځواب کې چې وائي تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې فعالیت لري، وویل چې دا ستونزه د دوو لسیزو راهیسې شته او طالبان د دې ډلو ملاتړ نه کوي. هغه د بلوچانو موضوع هم د پاکستان د نا سمو سیاستونو پایله وګڼله.د طالبانو وزیر خارجه د افغانستان او هند ترمینځ د اړیکو په اړه وویل: زموږ اړیکې له هند سره سیاسي او اقتصادي دي او دا زمونږ خپل حق دی.» هغه زیاته کړه چې د افغانستان سیاست د هیچا پر ضد نه دی، او د افغانستان او هند ترمینځ د اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو په باب د پاکستان اعتراض بېمورده دی.