Nov 26, 2023 09:43 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! ایران د اونۍ په هینداره کښې یا ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یوو او نن به هم د ایران د تیرې یوې هفتې مهمو خبري پيښو ته یوه کتنه ولرو، هیله ده چې دا لیکنه تر پاې واورئ او ګټه ترې واخلئ

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تیره چارشنبه د هانګژو په آسیايي او پاراآسیايي لوبو کښې له میډل ګټونکو او یوشمیر نورو سپورټي اتلانو او لوبغاړو او د ورزش د سپورټي برخې له مخکښانو او فعالانو سره په صمیمانه کتنه کښې د هیواد د ویاړمنو لوبغاړو او مربیانو په ژورې مننې سره د لوبې په میدانونو کښې د هغوي احترام راپارونکي کړچارونه د ایران د ولس د غوره څیرې ځلوونکي وبلل او د ورزشي اتلانو ژوند ته د مسئولانو د پاملرنې په ضرورت باندې په ټینګار سره یې زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم د طوفان الاقصی په پيښه کښې د حماس په لاس، «ناک آوټ» شو او په خپلو ټولو جنایتونو سره ونه توانیده چې دغه درنه ماتې جبیره کړي او په راتلونکي کښې به هم ونه توانیږي.

"حضرت آیت‌ا... العظمی سید علي خامنه‌اي" د دغې شرمناکې ماتې له ننګ او دباؤ څخه د وتلو لپاره د صهیونیسټانو ناتوانۍ ته په اشارې سره زیاته کړه: هغوي د جبران لپاره په روغتونونو او ښوونځیو کښې خپل قدرت څرګندوي خو دا کار یې د هغه سپورټي لوبغاړي په شان دی چې په میدان کښې یې ماتې خوړلې وي خو د جبران لپاره د مقابل ټیم په پلویانو باندې په حملې سره هغوي وهي او کنځل ورته کوي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دې خبرې سره چې د صهیونیسټي رژیم درنه ماتې به په دې جنایتونو سره جبیره نه شي، وویل: پوه دې شي چې دا ظلم او بې رحمۍ به بې ځوابه پاتې نه شي او بمبارۍ به د غاصب رژیم عمر لا لنډ کړي.

دوي د صهیونیسټي رژيم له لوبغاړو سره له سیالۍ د ایراني لوبغاړو د ستاینې وړ ډډه کونې ته په اشارې سره زیاته کړه: نن سبا ټوله دنیا زمونږ د لوبغاړو د دې کار په وجې پوه شوې ده ځکه چې دغه کسان د یو جنایتکار او ترهګر رژیم لپاره میدان ته راځي.

*/*/*/*

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د تیرې اونۍ په یکشنبې د سپاهِ پاسدارانو د هوايي ځواکونو له لاسته راوړنو په کتنه کښې، دغه ډول علمي بریاؤ ته رسیدل په هوډ او ایمان باندې د ولاړې انګیزې له امله وبلل او ټینګار یې وکړ: هر چرته چې زمونږ ځوانان په ارادې او ایمان سره داخل شوي، توایندلي چې ډیر ستر کارونه ترسره کړي او په دې نندارتون کښې هم د کلک هوډ او ایمان نښې له ورایه ښکاري.

په دغه نندارتون کښې چې په توغندوي، ډرون، دفاعي او هوايي برخو مشتمل و، «د پياوړي ایران لپاره له آیډیا نه تر محصوله» تر عنوان لاندې د انقلاب د سپاهِ پاسداران د هوايي ځواک د ځوانو پوهانو او ماهرانو نوې او اپ ډیټ شوې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې وې.

په دغه نندارتون کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د شتون په وخت د «فتاح۲» په نامه هایپر سونیک کروز توغندي، د «مهران» نومې متحرک دفاعي سیسټم او د «۹ دی» نومې پیاوړې کړې شوي سیسټم او همداشان د «شاهد ۱۴۷» په نامه ډرون مخکتنه وشوه.

د اسلامي انقلال ستر لارښود په دې مهال د خپلې وینا په یوه برخه کښې د فلسطین بدلونونو او په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو دوام ته په اشارې سره وویل: د غزې پيښو ډیر پټ حقایق د دنیا خلکو ته څرګند کړل چې یو حقیقت یې له توکمیز توپیر څخه د لویدیځو هیوادونو د مشرانو پلویتوب دی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي، صهیونیسټي رژيم د توکمیز توپیر نښه وبلله او ویې ویل: ړصهیونیسټان ځان غوره توکم او نسل ګڼي او د انسان نورې پرګنې، ټیټ نسل ګڼي او په هم دې وجه یې د ضمیر د ملامتیا له احساس وروسته څو زره ماشومان قتل کړي دي.

*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تیره سه شنبه د غزې د کړکیچ په هکله د «بریکس» ډلې په آنلاین غونډه کښې وویل: دا څه چې نن سبا په غزه کښې روان دي، د لویدیځ نړیوال نظام د بې انصافۍ څرګنده نښه ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې باندې په ټینګار سره چې جنایتکار صهیونیسټ رژیم چې په هر ډول کیمیاوی وسلو، ډله ایزو وژنو او ایټمي بمونو سمبال دی د سیمې او نړۍ سولې او امنیت ته ګواښ دی او د بریکس له ټولو غړیو او ټولو هیوادونو څخه یې وغوښتل چې د نړۍ خپلواک دولتونه د بشریت د ساتنې او په نړۍ کې د عدالت د تامینولو او په صهیونیسټ رژیم او د هغه په ​​لویدیځو ملاتړو د دباو اچولو لپاره خپل ټول سیاسی او اقتصادی ځواک وکاروي.

رئیسي تاکید وکړ: د صهیونیسټي رژیم د پرله پسې جنایتونو او توکمپالنې ماهیت ته په پام سره، ازاد ملتونه له ټولو حکومتونو په تېره بیا د بریکس له غړو څخه هیله لري چې ژر تر ژره له صهیونیسټي رژیم سره د خپلو سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکو د پرې کولو مسئله مطرح کړي. ځکه چې له دغه رژیم سره په پوځي او اقتصادي ډګرونو کې د تعاملاتو دوام د جنایت او د ښځو او ماشومانو د وژلو د دوام په معنا دی چې د ټولو ملتونو د غندلو او ملامتیا وړ دی.

هغه زیاته کړه: د فلسطین د خلکو د دفاع حق په رسمیت پیژندل او د نیول شویو سیمو د آزادولو لپاره د هغوی هلې ځلې د ازادو ولسونو او حکومتونو له ملاتړه برخمنې دی او د دې څخه د بریکس ټینګ ملاتړ څرګندوي چې مونږ  په خپلې اخلاقي او انساني دنده ترسره کړې ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر همدارنګ ټینګار وکړ: ایران په دې باور دی چې وروستۍ حل لاره چې په لویدیځه اسیا او نړۍ کښې به د تلپاتې سولې او ثبات سبب شی، « د هر فلسطینی لپاره یوه رایه» د ډیموکراټیکو اصولو پراساس د ټولپوښتنې په ترسره کولو سره د یو واحد فلسطینی دولت رامنځته کېدل دی.

 */*/

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ايران د اسلامي جمهوريت په باره کښې د اروپا د پارلمان په وروستي پريکړه ليک کښې موجود احکام د ايران په خلاف د ځينو اروپائي سياستونو د تخريبي چلند نتيجه وبلله او هغه يې وغندل.

د تیرې پنجشنبې یا زیارت په ورځ د اروپا پارلمان په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو یو پریکړه لیک صادر کړ؛ دغه پریکړه لیک د ایران له غبرګون سره مخ شو او په دې اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "ناصر کناني" وویل:  د اروپايي پارلیمان مداخله غواړی پریکړه لیک د ایران د اسلامي جمهوریت د استکبار ضده اقتدار د حقیقت به وړاندې د ځینو اروپايي لورو د لالهاندۍ نښه ده.

کنعاني زیاته کړه: له ترهه ګرو ډلو سره ملګرتیا په تیرو څلورو لسیزو کښې د ایران د ملت په خلاف د ناوړه اقداماتو د اوږده لست یوه برخه ده او د هغوي ښکاره اقدامات او دروغجن بشر دوستانه شعارونه به هیڅکله د ایران د ولس له قاتلانو او جنایتکارانو څخه د هغوي د ملاتړ توره مخینه پاکه نه کړي.

*/*/*/*/

د حماس د سیاسي دفتر مشر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان سره په کتنه کښې، د لنډمهاله اوربند د ټینګښت لپاره د ایران له هلوځلو او ملاتړونو په مننې سره وویل: امریکا به له ابتدايي مخالفت سره سره، د میدانِ جنګ په حقیقتونو باندې په پوهیدو سره ، د فلسطین د ولس د ارادې او د نړۍ د ولسونو د غوښتنې په وړاندې تسلیمیدو ته مجبوره شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر دوحې ته د خپل سفر په لړ کښې د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه او د دغه غورځنګ له ځینو سیاسي رهبرانو سره وکتل.

په دغه کتنه کښې په غزې او لویدیځې غاړې کښې د وروستیو پرمختګونو، د موقت اوربند د بهیر او همداراز په مختلفو بشری، سیاسی، حقوقی او نړیوالو برخو کښې د فلسطین له ملت سره د سیمه ایز او نړیوال ملاتړ د پیاوړتیا په لارو چارو خبرې اترې وشوې.

امیر عبداللهیان یو ځل بیا د فلسطین ملت او د غزې د صبرناک او مجاهد ولس د استقامت، مقاومت او بریا د مبارکۍ په ویلو سره وویل: د الاقصی طوفان د عملیاتو پایلو نړۍ ولړزوله او په داسې حال کښې چې په غزه کښې د فلسطین ملت ته انسانی تاوانونه ډېر زیات، تراخه او ناګواره وو، خو د فلسطین د ولس د بریا او لاسته راوړنې اړخونو ترې لا ستر او پراخ وو او سټراټیجک انډولونه یې په مختلو برخو کښې د فلسطین په ګټه او د غاصب، تیري ګر او جنایتکار صهیونیسټي رژیم په تاوان بدل کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د صهیونیسټ رژیم د وزیراعظم لومړنۍ ادعا ته په اشارې سره چې په غزې باندې د حملې هدف د حماس له مینځه وړل دی، زیاته کړه: امریکا او صهیونیسټ رژیم له څه باندې یوې نیمې میاشتې تیري او ظالمانه جنګ سره سره، په لسګونو زره فلسطینیان شهیدان او ژوبل کړل خو په پوځی ډګر کښې یې هیڅ هم ونه کړ او له حماس سره د اوربند او د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره په غیر مستقیم ډول خبرو ته مجبور شول .

*/*/*/

د ایران د ځوانانو د وزن پورته کولو ملي ټیم د مکسیکو په ګوادالاجارا کې د ۲۰۲۳ کال  د وزن پورته کولو  د نړیوالو سیالیو اتلولي وګټله.

د ایران د اسلامی جمهوریت د ځوانانو د وزن پورته کولو د نړیوالو سیالیو په پای کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ځوانانو  ټیم د ۶۶۰ ډله ایزو پواینټونو  په لرلو او د سرو زرو د ۵، د سپینو زرو د ۹ او د برنزو یا زیړو د ۱ میډل په ګټلو سره د نړیوالو سیالیو اتل شو.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه