Dec 03, 2023 13:39 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځينی مهمې پيښې

د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د ځينو مهمو پيښو په باب اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،ددغه ننني پروګرام په پیل کې درته په د غو هیوادونو کې د ځينو مهمو بدلونونو په اړه یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو هم رابولوو، دځينو موردونوپه باب د تحلیلي برخې آوریدو ته . نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

********************

*/*/*/

له ایرانه افغانستان ته شیانو دټرانزیټ په اوڅاره توګه زیاتیدا

*/*/*/

د افغانستان په هرات ولایت کې د تکفیری ترهه ګرو د فعالیتونو پراختیا

*/*/*/

او په پاکستان کې د فلسطین    د مظلوم ولس په ملاتړ او د  وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په محکومولو کې د پاکستانیانو سترې مظاهرې او اعتراضونه، په تیرې او نۍ کې ددغو دواړو هیوادونو ځیني مهمې پيښې وې ،نو اوس مو هم رابولوو،دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .....

***********************

            په تیرې اونۍ کې د  دایران د اسلامی جمهوریت د  جنوبی خراسان  ولایت د ګمرکاتو عمومی مدیر محمد کوه ګرد ووئيل، د روان کال په لومړنیو اتو میاشتو کې افغانستان ته د  ماهیرود   ګمرک له لارې  دشیانو ټرانزیټ  څه د پاسه سل فیصدي زیات شوی دی. دهغه په وینا، په روان کال کې افغانستان ته د ماهیرود ګمرکاتو له لارې شپږ زره یو سل شپږ اویا ټریلر او چَکړې ټرانزیټ شوي دي. په دغې مودې کې  همداراز افغانستان ته یو لک شپږ پنځوس زر او نهه سوه پنځه د یرش  ټنه شیان  ټرانزیټ شوي دي چې د وزن له پلوه ۸۸فیصدي زیاتوالی ښئ. د جنوبی خراسان د ګمرکاتو عمومی مدیر  همداراز دې ته په اشارې سره چې  افغانستان ته په ټرانزیټ شوو شیانو کې  وړۀ،سِپاري ،استعمال شوي پُرزې  او کاجو(هندی بادام)شامل دي،ټينګار وکړ، دغه شیان له ترکیې ،اماراتو ،روسیې ،انډونیشیا او ویتنام څخه  په تیرو  اتو میاشتو کې  افغانستان ته ټرانزیټ شوي دي. افغانستان  دخپلې اړتیاوړ  شیانو زیاتره برخه  له نورو هیوادونو و اردوي  او له ایران سره ګډې پولې ، دغه هیواد ته د شیانو د ټرانزیټ یوه اصلی لاره  شمیرل کیږي.

           په تیرې اونۍ کې د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراټژيکې شورا د یوه مسئول مقام سید مهدی مصطفوي په مشرۍ د ایران داسلامی جمهوریت د ښونې او کلتوري چارو لوړپوړي پلاوي د افغانسان د اوسني حکومت د معارفو  او ښونې له وزیرحبیب ا...آغا سره د دوو اړخیزوملګرتیاؤ،د مهاجرو د ماشومانو د تعلیمي وضعیّت،د ښونې په زمینې کې د ایران د تجروبو د منتقلیدا او دووو اړخیزو ملګرتیاؤ  په باب خبرې اترې وکړې. په کابل کې د ایران د سفارت د اعلامیې په اساس دمګړئ د ایران په مختلفو تعلیمي مرکزونو کې  د افغانستان د مهاجرو  کابو څلویښت زره زده کونکي زده کړې کوي او د هغوی لپاره لازم  امکانات برابر دي.له دې امله د افغان ماشومانو د زده کړې، په تیره بیا د زده کونکو د ښونې د زمینه برابرونې په خاطر  له افغانستاني لوري سره  دایران د اسلامی جمهوریت د تعلیمي بډایو  تجروبو د مبادلې په باب  بحث او د رغنده نظر تبادله وشوه.

تیره اونۍ د افغانستان د هرات مرستیال والي مولوی حیات ا...مهاجر ددغه ولایت په جبرائيل ښارګي کې د اهل تشیعّ د دوو عالمانو د شهادت د درنښت په دستورو کې  ووئيل،  ډ یر زره به ددغه جنایت عاملان ونیول شي.د هغه په وینادښمنان د دین،کلتور او د افغانستان د ولس د وحدت  مخالفو ترهه ګرو اقداماتو سره غواړي،اړئ ګړئ جوړه کړي،خو دوی ته به هیڅکله هم دغه شان اجازت ورنکړل شي.وسلوالو کسانو تیره پنجشنبې ورځې هم د هرات ښار په دیارلسمې ناحیې کې د خادم حسین هدایتي او رجب اخلاقي په نامو سره د اهل تشیّع دوه دینی عالمان شهیدان کړي دي.له دې مخکې په تلې یا میزان میاشتې کې هم د وسلوالو کسانو د هرات په انجیل ولسوالۍکې د عیدمحمداعتمادي په نامې سره یو شیعه دیني عالم شهید کړی ؤ.د افغانستان لپاره د ملګروملتو بشري حقوقو ځانګړی رپورټر ریچرډ بنټ هم ددغه ترهه ګر اقدام په پراخ محکومیّت پسې وئيلي وو، په هرات کې ددیني عالمانو  وژله باید په خپلواکه توګه وپلټل شي.

په عین حال کې د هرات والی نوراحمد اسلام جار د اهل تشیّع  له ځینو مشرانو او سپین روبو سره په کتنې کې په هرات کې په دغه بوږنونکي جنایت په خواخوږئ ښودلو سره ووئیل،د حکومت مسئولان هم د افغانستتان د شیعیانو په غم کې شریک دي .په دغې کتنې کې د اهل تشیَع مشرانو هم ومنله چې د افغانستان دښمنان د اهل تشیَع او اهل تسنن ترمینځ د اختلاف د رامینځةکولو په خاطر په ټارګټ کلینګ سره په خلکو کې درز او تفرقې رامینځةکولو پسې دي.شیعه او سني مسلمانان دیوه بل ترڅنګ د وروڼو په څير ژوند کوي  او  له دغه شان ترهه ګرو پيښو سره سره   خپل اتحاد به وساتي.

Image Caption

 

په تیرې اونۍ کې د ایران د خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواک قوماندان مجید شجاع  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په تیرو لسو ورځو کې ۲۴زره  ۸۸۴ غیر قانونی افغان کډوال  خپل هیواد ته ستانه شوي دي .د هغه په وینابهرني ښاریز باید  له قانوني او رسمي لارو او مدرکونو سره  ایران ته وارد شي،که داسې نه وي،نو پریکنده چلند به ورسره وشي.  دهغه په وینا،هغه درې لکه اته ویشت زره افغان پناه غواړي چې  په غیر قانوني توګه د روان  کال  لومړنیو شپږو میاشتو راهسې په ایران کې دیره دي،د خراسان رضوي له پولو خپل  هیواد ته ستانۀ شوي دي.د ایران د اسلامی جمهوریت د  مهاجرت دملی ادارې د غیرقانوني بهرنیو وګړو د چارو د برخې  مسئول مدیر جواد خاني هم په همدا وروستیو کې وئيلی دي تراوسه  بورې هغه څلور لکه پنځوس زره کسان چې  قانونی مدرکونه  او پيژندپاڼې ئې نه درلودلې،خپل هیواد ته ستانۀ شوي دي .د هغه په وینا په دوي کې زیاتره  افغانان وو،چې افغانستان له لیږدولو وروسته بیرته ایران ته په غیرقانوني توګه وارد شوي وو.د مهاجرت ملی ادارې مسئول مقام روښانه کړې ده،اټکل کیږي،د ایران په اسلامی جمهوریت کې کابو څلور میلیون غیر قانوني بهرني وګړي ژوند کوي چې زیاتره ئې افغانان دي.

په تیرې اونۍ کې  په پاکستان کې هم ځّيني مهمې پيښې رامینځةشوي، چې په هغو کې تر ټولو مهمه پيښه په دغه هیواد کې د غزې د مظلومو خلکو  په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  دجنایتونو  دنوي پړاؤ په محکومیّت کې ددغه هیواد د خلکو مظاهرې او جدي اعتراضونه  وو.د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا بلوچ د غزې د مظلومو خلکو په ضد د صهیونیسټي رژیم د پوځي تیریو بیرته پیلیدا په سخته محکومه کړې  او ټينګارئې کړی دی،د دایمي اوربند دټینګیدا او د اسرائيلو دترهه ګرو اقداماتو ددریدا لپاره د نړیوالې ټولنې د جدي اقدام غوښته کوو. د هغې په وینا ، وروستي موقته اوربند د فلسطینیو بندیانو د مبادلې او دغزې د بې څوکه  اوکړیدلو  خلکو لپاره ئې لنډ مهلت برابر کړ. په عین حال کې  په غزې د اسرائيلو  وحشي ډوله بمباری بیرته پیلیدا ډیره ناامید کونکي چاره ده  چې باید مخه ئې ونیول شي. میرمن ممتاز زهرا په وینا مونږپه لویدیځي غاړې  د اسرائيلو د تیریو او د فلسطین د خلکو په ضدپه غلیمانه اقداماتو  ډير اندیښمن یوو.مونږ په جنین کډوالو کیمپ باندې داسرائیلي نیواکګرو دیرغل او د بیرته ستنۀ شوو بندیانو او دهغوی د کورنیو په ضد دتاؤتریخوالي او ځپونکو اقداماتو هم په سخته غندنه کوو.هغې  په غزې کې د دایمي اور بند د ټينګیدا په باب د پاکستان پر غوښتې یوځل بیا ټينګار وکړ، نړیواله ټولنه باید  د فلسطین د عامو خلکو په ضد د اسرائیلو  دترور او عامې وژلې د ختمولو لپاره فوری او چورلټ ګامونه پورته کړي او پاکستان په روغتونونو ،جوماتونو کلیساګانو،ښونځیو هستوګنو سیمو او بیخ بینائي تاسیساتو باندې د اسرائيلو د حملو  په باب د جامعو څيړنو  لپاره  له غوښتې ملاتړ کوي او په نیواکي فلسطین کې د جنګي جنایتونو په وړاندې  د اسرائيلو دبشپړ ځواب وئيلو  غوښته کوي.په غزې کې د موقته اوربند د نیټې له ختمیدا وروسته وحشي صهیونیسټي رژيم  سمدلاسه په غزې کې  د فلسطیند مظلوم او بې څوکه خلکو په ضد خپلو وحشي ډوله جنایتونو ته بیا دوام ورکړی دی.

          تیره اونۍ د پاکستان خارجه وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان د طالبانو د سفارت سرپرست  سردار احمد شکیب  په خیبرپختونخواه صوبې کې  دوروستیو حملو  په غبرګون کې  احضار کړ او له هغه ئې وغوښتل د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي  د ترهه ګرې ډلې مشر حافظ ګل بهادر  دې ونیسي او  دغه هیواد ته دې وسپاري . د پاکستان  خارجه وزارت  د افغانستان له طالب حکومته  غوښتي دي زرترزره دې  دبنو پشمول  د روستیو پيښو دعاملانو په ضد او دغه راز د تي ټي پي  د پټنځایونو او ټرینینګ سنټرونو په ضد دې  عملی  ګامونه  پورته کړي او په دې اړه دې بشپړ ارزونې وکړي. د اسلام اباد  چارواکو یوځل بیا  د افغانستان  طالب چارواکو ته په خطاب کې  وئيلي دي،چې دغه ډله باید اجازت ورنکړي  د افغانستان له خاورې  دپاکستان په ضد استفاده وشي. په همداوروستیو کې  په بنو، ډیره اسماعیل خان ، او دغه راز  دخیبر پختونخواه صوبې په څو نورو سیمو کې  په ترهه ګرو  اقداماتو کې یوشمیر امنیتی ماموران اوعام خلک وژل شوي او په لسګونو نور هم ټپیان شوي دي چې د پاکستان حکومت او پوځ ئې  مسئولان د ټي ټي پي وګړي ګڼي ،چې  ددوي په اند په افغانستان کې دیره دي. البه  د افغانستان  طالب چارواکي د پاکستانیو چارواکو دغه ډول  ادعاګانې ردوي او وائي چې د پاکستان حکومت او پوځ دې ددغه شان ترهه ګرو پیښو  عاملان  او مرکزونه پخپلې خاورې کې ولټوي ،له افغانستان سره  دغه پیښې هیڅ  اړه نه لري.

 په تیرې اونۍ کې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د  پاکستان د سرحدي ګاونډي  صوبې  بلوچستان  اعلی وزیر له ایران سره دتجارتي او پوله ایزو مسئلو په ښه توګه د ارزولو او  د دواړو هیوادونو د اقتصادي مناسباتو د لاپیاوړتیا لباره د خپلو نهائي  هڅو او تعقیبولو  په باب ډاډ ورکړ.  میرعلی مردان خان په پاکستان کې د ایران له سفیر  رضا امیری مقدم سره په کتنې کې  ددواړون هیوادونو دتاجرانو د ټولنې دملاتړ او د هغوي د مشکلاتو د ختمولولپاره  داغیز شیندونو  اقداماتو د غوره کولو په باب ژمنه ورکړه.  هغه ټينګار وکړ، د پاکستان د بلوچستان صوبائی حکومت   د ایران او پاکستان د تاجرانو  په وړاندې د مشکلاتو  اویا په ګډو پولو کې  له تجارت سره  اړونده مسئلو د حل کولو هوډ لري  او په دې باب به د اسلام اباد له فیډرل حکومت سره  لازمې تعقیبونې هم ترسره کړي. د پاکستان دبلوچستان صوبې اعلی وزیر  د متقابلو  توانمنیو او فرصتونو د پيژندګلوۍ  په لړ کې  د ایران له اسلامی جمهوریت سره  د  تجارتی او اقتصادي پلاؤ دراشه دیرشه د زیاتیدا په ضرورت هم ټينګار وکړ.په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  سفیر  امیري مقدم  هم  په دغې کتنې کې پاکستان ته دایران د ګیسو دپایپ لاین د پروژې اجرائي کیداا و ورڅخه استفاده د تهران او اسلام اباد  د اقتصادي مناسباتو دپراختیا او د پاکستان د ولس د هوساینې لپاره یوه  مهمه پروژه وبلله.امیري مقدم  ددې خبرې په کولو سره چې د ایران  او پاکستان دسرحدي تجارت  یولمسه کمیټي به ډیره زر جوړه شي،دکویټې  د تجارتي کوټې له خوا د شیانو په بدل کې دشیانو د مبادلو د لارو چارو د فوري اجرا  غوښتنه  هم کړې ده .

= دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤنو تربل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،بریالی ووسئ 

(سیماب)

**********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه