Dec 05, 2023 14:02 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې د پروګرام له یوې نوې برخې سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په پیل کې د ایران اړوند ورځپاڼې:

کیهان ورځپاڼه:

د امریکا او لوېدیځ د زور ویلو پر وړاندې د نړیوال ایتلاف جوړول

=============

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه يي د دوشنبې په ماښام د کیوبا له ولسمشر میگل دیاز کانل او ورسره مل پلاوي سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو سترو سیاسي او اقتصادي ظرفیتونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ:باید له دغوظرفیتونو څخه د امریکا او لوېدیځ د زور ویلو پر وړاندې د هغو هېوادونو تر منځ چې ګډ درېځ لري، د یوه ائتلاف او ټولنې جوړولو لپاره کار واخیستل شي.

هغوی زیاته کړه: دغه ائتلاف د اقتصادي همکاریو په تمرکز سره کولای شی د نړۍ په مهمو مسائلو لکه: د فلسطین د مسئلې په هکله ګډ او موثر درېځ غوره کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطين مسئلې ته په اشارې سره وويل: د فلسطين مسئله يوازې د غزې په وروستيو مسائلو او بمباريو پورې اړه نه لري، ځکه چې د فلسطين خلک له تېرو ۷۵ کلونو راهیسې تل له هر ډول شکنجې، کړاوونو او وژنو سره مخامخ شوي دي، خو اوس د غزې ناورین دومره ستر دی، چې حقیقت د نړۍ عامو خلکو ته څرګند شوی او پټول یې ناشوني دي.

///////////////////

ابرار ورځپاڼه:

د ایران او کیوبا ترمنځ د همکارۍ ۷ سندونه او هوکړه لیکونه لاسلیک شول

===========

د رئیسي او میگل دیاز کانل ترمنځ د ستراتیژیکو او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک شوه.

د ایسنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت او کیوبا ترمنځ د ملګرتیاوو د سندونو د لاسلیکولو په مراسمو کې، سید ابراهیم رئیسي او میگل دیاز کانل د ستراتیژیکو او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

همدارنګه د ایران او کیوبا لوړ پوړو چارواکو د ولسمشرانو په حضور کې، د همکارۍ ۷ سندونه او یادداشتونه لاسلیک کړل.

د ایران د اسلامي جمهوریت او کیوبا ترمنځ د ساینس او ​​ټکنالوژۍ، روغتیا، کرنې، انرژۍ او کانونو، مخابراتو او طب په مختلفو برخو کې د تفاهم او همکارۍ سندونه د دواړو هېوادونو د چارواکو لخوا لاسلیک شول.

د همکاریو دغه سندونه د ساینس او ​​ټکنالوژۍ په برخه کې د ولسمشر مرستیال، د کرنې او همکارۍ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وزیرانو او د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو وزارت مرستیال له خپلو کیوبايي سیالانو سره لاسلیک کړل.

////////////////////////

د افغانستان اړوند ورځپاڼې

اطلاعات روز ورځپاڼه:

د پاکستان له لوري د افغان ناروغانو پر وړاندې د تورخم دروازې تړل کېدو ناروغان له سختو ستونزو سره مخ کړي

=============

پاکستاني پولیسو دا ځل د خپلو پخوانیو پرېکړو په تعقیب د تورخم دروازه د هغو ناروغانو پرمخ تړلې، چې پرته له پاسپورټ او وېزې د یوه ټوکن پرمټ پاکستان ته د درملنې په موخه تلل.

ناروغان وايي، په کور دننه یې درملنه شونې نه ده او اړ دي، چې د خپلې درملنې لپاره پاکستان ته ولاړ شي، خو د یاد هېواد چارواکو دا ځل د توقع خلاف د دوی پر وړاندې هم د تورخم دروازه وتړله، چې له امله یې د دوی ناروغي ورځ تر بلې زیاتېږي او د سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی وايي، د طالبانو حکومت دې د یادې ستونزې د حل لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، ترڅو د ستونزې حل پیدا او ناروغانو ته پرته له وېزې د تګ اجازه ورکړل شي.

دغه ناروغان د سرطان، زړه او پر یو شمېر نورو هغو ناروغیو اخته دي، چې په افغانستان کې درملنه ناشونې ده او په پاکستاني روغتونونو کې تر اوږد مهالې درملنې لاندې دي.

بل لور ته په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي هم له ناروغانو سره په یوه خوله دي او وايي، چې د تورخم درواز له تړل کېدو وروسته، د هغو ناروغانو ستونزې لا پسې زیاتې شوي، چې په افغانستان کې یې درملنه شونې نه ده.

ننګرهار کې تورخم ته د ناروغانو د لېږد کمیسیون له لوري د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له سلګونه ناروغانو هره ورځ شاوخوا سل هغه ناروغان، چې په کور دننه یې درملنه شونې نه ده، پاکستان ته پرته له وېزې د یوه ټوکن پرمټ لېږدول کېدل.

نیوکې دا دي، چې په افغانستان کې نه د تېر جمهوري نظام او نه د طالبانو د اوسني نظام پرمهال، داسې یو معیاري روغتیايي مرکز جوړ نه شو، چې پکې د هر ډول ناروغانو درملنه وشي.

//////////////////////////

هشت صبح ورځپاڼه:

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ: افغانستان په دایمي اضطراري حالت کې دی

===========

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د افغانستان څانګې مسئول لئونارد زولو وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو، افغانستان په یوه دایمي اضطراري حالت کې اچولی دی.

زولو ویلي چې په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت د طالبانو واکمنۍ له بیا راتګ وروسته پیل او له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ایستلو سره دغه وضعیت دایمي شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغه چارواكي د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونې له نړیوالې ټولنې څخه د دې ډلې د جلا كېدو او په هېواد كې د بشري ناورين د دوام لامل ګڼي.

زولو له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستلو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان ته د هغوی په ډله ایزه توګه ستنېدل، مرستندویه بنسټونه له یوې نوې ننګونې سره مخ کړي دي.

د هغه په ​​وينا، هره ورځ شاوخوا شل زره افغان کډوال له پاکستان څخه ايستل کېږي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستان څخه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې نړیوال قوانین مراعات کړي.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو سازمانونو له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو پر دوام اندېښنه ښودلې او ویلي چې ډېر شمېر راستانه شوي کډوال د ورتګ لپاره ځای نه لري.

دوی له اسلام‌آباده غوښتي چې د پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر سمدستي ودروي.

/////////////////////

بهرنۍ ورځپانې:

ټایمز هایر ایجوکېشن نشریه:

" د افغانستان پوهنتونونه له تکړه استادانو او محصلانو تشېږي"

=============

د (ټایمز هایر ایجوکېشن) په نوم نشریې د افغانستان او افغانانو پر یوې مهمې مسلې، چې ډېرو ورته پام نه دی کړی، لیکنه خپره کړې ده.

دا خپرونه وايي، د افغانستان پوهنتونونه تکړه استادان اوهمداراز محصلان له لاسه ورکوي.

د دې بریتانیايي خپرونې پر اساس، د اکاډیمکو کدرونو ځای هغه کسان نیسي، چې دیني زده کړې یې کړي او له همدې کبله له زده کړو سره د محصلانو لېوالتیا په کمېدو ده.

په وروستیو څه باندې دوو کلونو کې، چې طالبان واک ته رسېدلي، د افغانستان د پوهنتونونو سلګونه استادان نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

په اتیایمه لسیزه کې د شوروي اتحاد د پوځونو له یرغل څخه وروسته هم د کابل پوهنتون، چې هماغه مهال یوازینی پوهنتون وو، اکثره تکړه استادان بهر ته ولاړل.

وروسته په نوي یمه لسیزه کې د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو پر مهال، نه یوازې دا چې د پوهنتون لا ډېر استادان له هېواده ووتل؛ بلکې کابل پوهنتون تقریباً په کنډواله بدل شو.

د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د نوي نظام له رامنځته کېدو وروسته، د نړیوالو په پرېمانه مرستو ډېر شمېر استادان د افغانستان د پوهنتونونو لپاره وروزل شول. هغوی چې لیسانس درلود د ماسترۍ او هغوی چې ماستري لرله د دوکتورا لپاره بهرنیو هېوادونو ته د زده کړو لپاره لاړل او بېرته خپل هېواد ته ستانه شول، خو اوس یو وار بیا د افغانستان پوهنتونونه له دا ډول کادرونو خالي کېږي.

///////////////////////

یورو ایشیا ریویو:

که طالبان ښې اړیکې غواړي، دوی باید نړیوال نظم ومني.

==========

دا د دې خپرونې د لیکنې سرلیک دی چې ورلاندې لولو:

واک ته د طالبانو له رسېدو تر دوو کلونو زیاته موده کېږي، خو لا هم هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي. که دوی د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي باید هغسي تګلاره غوره کړي، چې د نړۍ نور هېوادونه یې لري.

د دې لیکنې د لیکوال په باور، طالبان د نړۍ د حقایقو خلاف روان دي، ښځې یې له کار او نجونې له زده کړو منع کړي دي. حال دا چې د نړۍ په هېڅ هېواد کې ښځې او نجونې له کار او زده کړو منع نه دي.

پرون د ډسمبر څلورمه د تیڅو ناکامورا یا کاکا مراد له څلورم تلین سره برابره وه. جاپاني خپرونې، جاپان نیوز په پرونۍ ګڼه کې د هغو مراسمو یادونه کړې، چې د کابل په یوه سپورټي کلب کې د ناکامورا په یاد جوړ شوي وو.

ناکامورا، چې افغانانو د خدمت په خاطر د کاکامراد لقب ورکړی وو، د ۲۰۱۹ د ډسمبر په ۴ مه په ننګرهار کې ووژل شو.

د جاپان نیوز خپرونې پر اساس، ناکامورا خپل ژوند له خپل هېواده بهر خلکو خدمت ته وقف کړی وو او په ځانګړي ډول یې هڅه کوله چې له کروندګرو سره د اوبو په برخه کې مرسته وکړي.

جاپان نیوز په کابل کې د ناکامورا د سپورټي کلب عکس او د ده په اړه د یو شمېر افغانانو خاطرې هم خپرې کړي دي.

ټیګونه